یقیناً د اردو ژبي پښتانه لوستونکي پوهیږي اردو ژبي مطبوعات (دسمڅوسړي ) اصطلاح له پښتتودغچ اخیستلو په خاطر تراوسمهاله دپېغور په توګه کاروي حالانکې د اردو ژبي دبشپړولو په چارو کي پښتانه لیکوال اوعلمي شخصیات اساسي رول لري .
د دې هرڅه باوجود پښتو اوپښتون کلتور دپنجابي په څېر اردو ژبو ته هم دزغملو جوګه نه دی ،اردو ژبي مطبوعات دپاکستان میشتو پښتنو څېره دترهګر او طالب په هینداره کي انځوروي او نړیوالو ته دا جوتوي چي نړۍ ته د ورپېښو ستونځو او خطرونو ځالي هم دا پښتنې سیمي او پښتانه وګړي دي .
کټ مټ همدغه چلند دکندهار په اړه دکندهارداخلي رسنیو خپل مسولیت پامولی دی ،دکندهار یې یو داسي بدخونده او بد رنګه انځور راکښلو تابه ویل کندهار دجنګ ځالۍ اونړۍ ته د ورپېښو ستونځو او بدمرغیو اصل ریښې هم دلته دي :
خپله دکندهار رسنۍ په جنجالي اوجنګي موضوعاتو پسي لالهانده پاته دي اودبیان ازادي یې نوموي لاکن پر رښتونو واقعیتونو پردې غوړوي متنازغه پېښي رامنځ ته کوي چي وروسته دشخصیتونو دسپکاوي او ادارو دبدنامولو سبب وګرځي .
حقیقت دا دی کندهار درنګونو،هنرونو ،رڼاوو،او هنرونو ښاردی د ادب ،تاریخ او ننګونو ښار دی ،دغازیانو ،شهیدانو او اتلانو کور دی او دپښتون دعظمتونو او شرافت قبله ده .
دشرافت لرونکو له ډلي دهنرونو او رنګونو سړي رازیږي او کندهار په هردور کي نه هېریدونکي سړي زیږولي دي داچي دپلټني او څېړني روش هم هغسي پاته دی لکه چي څه ډول پاته وو ، البته دشعري تخلیق اوتخلیقي فعالیتونو ساحه یې خورا پراخه سوې ده لکه چي اوریدونکي هم دشعر اوشعار په توپیرنور پوهیدلي دی اوشاعر هم دیار دغم سره،سره دروزګار کړاونه کړوي هم یې حساسوي .
لازمه نه ده چي په پیوندګري دي وخت برباد او صلاحیتونه دي زنګ وهلي سي ترپیوندګري ادبي ټوټه په کار ده تخلیق سي یا وژباړي ته دي وخت ورکول سی ، پرځای د دې چي (بابولاله ) ولیکل سي او وروسته دباد خوراک وګرځي دچاپېریال د بدمرغیو اودخلګو د ستونځو د راسپړلو یوخبري راپور دی ولیکل سي یوښه کتاب دي مطالعه سي :
یوبل مهم ټکی هغه دا دشعر ملکه چي څه مهال مروره سي په هغه ګړي یوشاعرلره دتخلیقي لمحې په مهال څه کول په کار دي د ادبي ټوټې تخلیقول ،ژباړي ته ارزښت ورکول او که کتاب لوستل یا تصوراتي محلونه رغول ؟
هرڅه چي وي اوهرڅه چي دشعردملایکي دمرورتیا لکبله تخلیق سي الهام ورته ویلای سو ؟ که ځواب مثبت وي نو نثر هم د الهام برخه کېدلی سي اودپښتو دڅو تنو هنري نثرونه خو کټ مټ هم داسي دي لکه چي کومه د اوچت معیار شاعري لولې .
دکندهاري ادب دیوه لوستونکي په حیث داسي راته ښکاري دتیرو درو لسیزو د اخ و ډب را وروسته په کندهار کي دځوانو شاعرانو ،لیکوالو او ژباړونکو یو روغ بهیر رامنځ ته سوی دی دشعر،لنډي کیسې او ژباړي په ډګرونو کي ګړندي او جدي ګامونه ایږدي او بل د ادب د ډګر ځوان لیکوال او شاعران دکندهار په مطبوعاتو او رسنیو کي دندي او وظیفې لري د خشکو مطبوعاتي هڅو او راپورونو ترڅنګ وخت ناوخته ادب ،تاریخ،سیاست او ژبني توکي هم څېړي خو فلسفه او فلسفي مسایل په باک نه راوړي دپولیسي ناولونو په لوستلو او ژباړولو وخت تیروي .
زما په اند دا مهال که دکندهارادبي مکتب اصطلاح په علمي ،ادبي او تاریخي شالید(پس منظر) کي وڅېړل سي دا به دیوه اکیډیمک موضوع باعث وګرځي اختلاف لرونکي (چي په دې باور دي وایي کندهار ادبي مکتب اصطلاح خیالي ده ) او موافقینو (چي دبستان دهلي ، دبستان لکنهو غوندي دبستان کندهار یاکندهار ادبي مکتب هم ادبي ،تاریخي حقیقت دی ) ته به په خلاص ذهن دویلو زمینه مساعده سي .
تېرکال که په کندهار کي دبستان کندهار غونډه پرپراخه کچه سوې وای د دبستان کندهار څو،څو پټ اړخونه به رابرسېره سوي وای اوس هم دکندهار اطلاعات کلتور ریاست دیو داسي علمي او پراخي غونډي زمینه مساعدولی سي او دکندهار ادبي مکتب لپاره دلوی کندهار مستعمره سیمي هم د داسي غونډو ترتیبات نیولی سي او دکرښو د دواړو غاړو مطبوعات او لیکوال په دې اړه اساسي نقش لوبولی سي .