شعر او ادب چی دېو ملت د ژوند بېل اړخونه دهغوی پخپله ژبه او احساساتو کښي داسی بېانوی چی په لوستلو ېې سړی د معلوماتو دلاسته راوړلو سره سره خوند هم اخلې .
ډېر ېاران خو دسراب او بېخودی تر برېده ورڅخه متاثره شی . زموږ ټولنه ډېر غښتلی شاعران او ادېبان لری وېلای شو چی اوس مهال ېواځی همدا دوی دی چی دهېواد د ناخوالو او بربادېو له لېدلو او غمجنو خبرونو له اورېدلو وروسته دهېوادوالو ذهنونو ته په خپلو خوږو شعرونو ټکور ورکوی ، لطافت او روحی غذا ور بخښی .
خو له بده مرغه جهالت ، رواجپرستی او توهماتو زموږ د ټولنی پر هغه څانګه ناولې سېوری غوړولې دی .چی په نتېجه کښي ېې زموږ علما ، ادېبان ، طبېبان ، او روڼ اندې دداسی توهماتو ښکاردی چی هېڅ علمې او ساېنسی اصل نلری . ولې دوی په خپلو هڅو او څرګندونو کښي ځای ورکړې دی .
زه پخپله شعر او او ادبی غونډی په ډېره مېنه سره اورم او ګډون پکښي کوم ، ولی فکر کوم چی موږ کله له ېو نېم خوانده ملا څخه دا ګېله کوو چی د زمان په ارزښتونو ، د ساېنس په اجاداتو او د وخت په اېجاباتو ځان نه خبروې نو ورته ګېله له اکثره شاعرانو او ادېبانو څخه هم کېږی . چی دوی په خپله خېالی دنېا کښي ځان داسی ورک کړې وی چی دې ته ېې پام نوی چی ټولنه کوم لوری ته ټکنې کوی .
په شعر کښي کناېات ، تشبېهات او استعارات زېات کارول کېږی ولې دی ټکې ته باېد پام وشی چی مشابه اله هم کوم حقېقت او ساېنسی اصل لرې که هسی غېر ساېنسی او جاهلانه تصوراتو ته د شعر په ژبه ېو ادبی اصل ورکول کېږی . مثلا دېار مخ ته د څوارلسم له سپوږمی سره تشبېه ورکول ، د سپوږمی او لمر د لوېدلو او راختلو تصورته په شعر کښي انعکاس ورکول ، زړه دمېنی ، خېال او تصور مرکز او محور ېقېن کول ، چی دا هرڅه داقېانوس د وخت نظرېات او تصورات دې د وخت علم او ساېنس نه سپوږمی ښکلې
ګڼی او نه هم پدې عقېده ده چی له ځمکې نه په څو واره لوې لمر دې چی په ځمکه کښي ډوب شی .
داخبره نه منل چی زړه ېواځی وېنه پمپوې بله دنده نلری دټولو هغو ساېنسی اصولو نه منل دې چی د انسان داخلې جوړښت تشرېح کوې . دا خبره باېد په عمل کښی ومنو چی ساېنس هغه علم دی چی د مشاهدې او تجربې پر بسټ انسان د کاېناتو له هری زری سره اشنا کوې او د قدرت له پټو رازونو څخه پرده پورته کوې . وروسته همدا علم زمان انسان پدې توانوی چی د اېجاد او تخنېک له لېاری د ژوند د ټولو نېمګړتېاوو او ناخوالو د حل پر وړاندی کوټلې ګامونه پورته کړې .
لدې سره سره موږ په ټولنه کښی نوری ناخوالې هم لرو چی باېد دشعر او ادب په ژبه دېو واقعت په څېر وشنل شی او دحل لار ورته ولټول شی نور نو د توری شرنګ ، غشی لېنده په تعرېفونو نه ارزی راځی چی په خپلو هڅو او هاند سره ټولنه د علم ساېنس او ټکنالوجی له نوی نوښتونو سره اشنا کړو که داسی نشو کولای لږ تر لږه د ساېنسی افکارو مخنوې خو باېد ونه شی چی دا به زموږ د ټولنې علمی هلاکت وې او بس .
ګران ليکوال ، ټولو لوستونکو او د لروبر ويبپاڼي کارکنانو ته سلام عليکم وايم .
زه د محترم شملزي له خبرو سره تر يوه ځايه موافق يم ، خو دا هم بايد ووايم چي که موږ پښتو شعر له خپل اصلي قالب ، څخه په يو ځل د ساينس او تکنالوژۍ خواته بوځو نو بيا بايد د شعر پر ځای يو بل نوم ورته وټاکل سي .
د پښتو ژبي د تکړه شاعر اکبر بري دا بيتونه وګورئ ، څومره مينه پکي نغښتې ده :
اې سپوږمۍ د څوارلسمي *
لږ څه ورو ځه ، لږ څه ورو ځه *
زما د يار رفتار ته ګوره *
په نخرو ځه په نخرو ځه ***
که موږ سل په سل د ښاغلي شملزي خبره ومنو نو به وايو چي :
بې پيلوټه الوتکي * لږ څه ورو ځه ، لږ څه ورو ځه * ښار او کلي مو وران نه کړې * پر درو پر تورو غرو ځه .
مننه سرلوړي اوسئ .
ښاغلى شملزى صاحب!
تر سلام وروسته به زه يوه مشوره درته دركړم چي وروروكه، كه زما منې نو په شعر او شاعرۍ او يا هم په ساينس او دغسي نورو موضوعاتو لاس مه وهه، ولاړ سه په شملزو كي دي خپله خواري كوه، يا د طالبانو له كومي ډلي سره يو ځاى سه او خپل جهاد؟؟؟ ته ادامه ور كړه. وايي د خره او خونيكيانې يې سره څه. زه نه پوهېږم چي ستا او د شاعرۍ له بحث يې سره څه. زړګيه زه به دلته تا ته ليكچر نه دركوم، بس يوازي د بېړنۍ مشورې په ډول درته ويلاى سم چي هر شى د ساينس او تخنيك په تله مه تله. شعر هنر دئ او د كنايو، استعاراتو، تشبهياتو او…په اړه يې ډېر بحث او تحليل د شعر پوهانو كار دئ او پر دغه موضوع كافي ډېر كلونه پخوا ډېر ګرم مجلسونه سوي دي، ته څه زړه بابولاله بيا راته ډنګوې؟؟؟
په مينه
ستا خوابدى