پښتونخواه غنچه دګلو—پښتانه پكي ګلونه
ننګ خوشبوورځني خيږى—پكي خاندي غمجن زړونه
عزتمندوميلمنونه—دعزت ډكي حجري دى
درنګينوپسرلونه—ډكي دشتي اوداري دى
دى خبرموكارنامونه—ددښمن زړه ولي پري دى
الفتونه پكي اوورى— بارانونه بارانونه
هرطرفته تاريخ خوردي—په دنياكي دښاغلو
دبلبلوپكي شوردي—دي يوباغ دزيړوګلو
دپښتودحسن زوردي—پښتونخواه كوردي دښكلو
هميشه وى ګرم ګرم—ديارانومحفلونه
دتورخم مِثال ډنډغر دي—بلبلان پاس پري چغيږى
يومالياريي چي سپين غردي—ډيرزړګئ يي پري خوږيږى
ده دامي ځاي يي خيبردي—پكي ستړى دمه كيږى
پيښوراوكابل دواړه —دى يوبل طرف څانګونه
ډك دخونداودسروردې—بيماران پكي راغيږى
په دنياكي مشهوردي—محفلوكي ستايل كيږى
مخلص ځكه پري مغروردي—دايشيازړګئ ياديږى
مونږتاداخړي جونګړي—دى بنګلي هم محلونه
يه دعشق پالګره لږخوودريږه
مكړه زوروره لږخوودريږه
تابه هم ليدلئ وى زماجانان
باده بختوره لږخوودريږه
زم غوندي مي تيرشوترغواږونودا
ياره مسافره لږخوودريږه
لږدي په زړګي كي رخم راوله
څومره شوم اوتره لږخوودريږه
څه درنه آخلم دركوم يوڅه
مه ځه مسافره لږخوودريږه
تامخلصه خپله چي ليكلى ده
وايم داسندره لږخوودريږه
كابل پسي كړيږم پښورپسي رنځوريم
هرزخم راته وايى چي جوړيږم نه ناسوريم
اوسيږم بي وطنه سرمي پروت وي زنګانوكي
خوبونوكي يي وينم دزړګي په آيينوكي
چي تل پسي ژاړيږم راته ګران دي زه مجبوريم
پروانشته كه څوك تل دډيلى په تخت نازيږى
فاريس لندن چي دواړه ورته يو شي نه راسيږى
پښتون يم زه پخپله پښتونخواه باندي مغروريم
په خوندرنګ به پوي نشمه دي ژوبلوآرمانوكي
ژوندون كه زماواړه وى مستئ اورنګينوكي
ښه دنګ دنګ محلونه دى خوزه دبل مزدوريم
خوشال يم زه خوش بخت يم چي پيدا الله پښتون يم
پروانشته كه اوسم په صحره ورور دمجنون يم
مخلص د ژوندپه لاروکي يم مست ډك دسرور يم
ديتيم اوښكي پاكوَنه غواړى
دوران وطن آبادوَنه غواړى
پخپله شرم خستى نه چپ كيږى
دجنګ پرستومټ نيونه غواړى
چي راته شرجوړوى زړه زمانه
دهغوژبوپري كونه غواړى
پښتانووروڼولږهمت پكاردي
نړيوال مونږيوګوټ كونه غواړى
مخلص منګل خپل خدئ تا تل ژاړه كړى
ټول پښتانه خوشلوَنه غواړى
كه دستامينه كي مي څوشو ژوندګنډيرجانانه
بياهم پښتون وم او له حلقه مي كړه تيرجانانه
تاكه په هرقدم زما داميدڅلى وران دى
مادي په هرقدم ډيرزيات كړئ خاطرجانانه
دعِشق زمكه به كړم تكه سره په وينودرته
كه ستا غمونونه مي زړه كړو رابرسيرجانانه
ډيرزيات نوليږم دايوه نيمه خبره مكړه
هرڅه تا فكركوه مه ځه تيروبيرجانانه
مخلص خوستاپه فراقت كي له هرڅه وتئ و
اوس مخامخ شه چي دي وګورى ښه ډيرجانانه
تل زماپه مخ بهيږى سپيني اوښكي
خدايه كله به اوچيږى سپيني اوښكي
يوه ورځ دي پاكي نكړي زمامخ نه
پتاڅنګه ښي لږيږى سپيني اوښكي
جوړ زمادخواروسترګونه شرميږى
هيڅ ليموكي نه داريږى سپيني اوښكي
دهرچاپه مخ بهيږى بي اختياره
ځكه ورورو ارزانيږى سپيني اوښكي
اي مخلص منګله دى ځكه مغروري
ستا شعروكي چي ځايېږى سپيني اوښكي
آتيروښكلوښكلوتاريخونوتالږځيرشه
پښتونه نن داسوو فريادونوته لږځيرشه
دغيرومحلواوپه بنګلوپسي تامړيي
بدبخته خپلوتوروديوالونوته لږځيرشه
دبل دركي سوالونه كړى دخيرپه ټيټو سترګو
راځه خپلو تورسرو خپلو وروڼو ته لږځيرشه
پالنه يي پكارده په سپرلى كي مړاوي كيږى
بلبلوچغي واوره سروګلونوته لږځيرشه
چي څه پكي وېېل غواړم مخلص څه مي مطلب دي
زمادزړګي سوو فريادونوته لږځيرشه
د خوښۍ ځای دی چي د لراوبر افغانستان په ويبپاڼه کي ، لکه څنګه چي يې نوم ده هماغسي نژدې هره ورځ د لراوبر افغانستان د نوو ځوانو شاعرانو له څېرو او شعرو سره اشناکېږم ، چي نننئ يو يې جابراحمد جان مخلص دی . جابراحمد مخلص په تصوير کي ډير ځوان ښکاري ، زما مخلص ورور او نورو دغسي ځوانو شاعرانو ته دا سپارښتنه ده چي څومره چي کولای سي خپل وخت او توان پر تعليم مصرف کړي ، شاعري هر وخت کیدای سي ځو تعليم که په زلميتوب کي ترسره نه شي په بوډاتوب خورا سخت دی .
خوشال خان وايي :
دخيبر دره خو لار د تلو راتلو ده
په کابل او پېښور کي افغان يو دی .
د لراوبر افغان ولس د يووالي په هيله .