مزاحمت (مقاومت )یوه فطري اړتیا وي او مزاحمت په ژوندیو خلکو روا څارل سي زموږ خو شپې په مقتلونو کي د هډوکو د ډهانچو سره تیریږي لاسونه او پښې مو پلاسټکي سرونه مو د دار په رسۍ ځړیږي خدای سته زموږ د کلو هدیرې نوري هم پراخي سوې او قبرونه مو بې کتیبو پاته دي او د کتیبو څلي یې له ګاونډیانو غواړو ، زموږ سره هیڅ پاته نسوه نهر یو وږي یو بې کوره یو بې نومه یو لکه چي موږ د ډبري دعصر سړي یو اود تاریخ اجتماعي جبر مو په برخه رسیدلی دﺉ ، د بې وسۍ او مظلومیت حال مو دا دﺉ چي د ډوډۍ اخیستلو ته د ټبر وروستۍ نخښه هم پلورو ، پر چا یې پلورو او رانیونکي یې څوک دي ؟ د مزاحمتي ادب د تخلیقوونکو د تخلیق پیلامه د استبداد او استعمار په مقابل کي د آزادۍ او روښنفکرۍ مبارزه پیلول، پوځي حکمرانۍ او اوږدې غلامۍ پوڼولو خلکو کي دشعوراو فکر څراغونه بلول وي ، ولي چي د مزاحمتي ادب تخلیقوونکي د یوه رښتوني صورت حال سره مخامخ وي دا ځکه د دریمي نړۍ د یو شمیر هیوادونو مزاحمتي ادب د قومي آزادۍ او قومي حاکمیت په رغولو کي تاداو ګرځیدلي دي ، د مزاحمتي ادب په وسیله دولس فکري او ملي دریځ په قوي توګه روښانیږي ولي چي مزاحمتي ادب په نړۍ کي او په خصوصیت سره په دریمه نړۍ کي نړیوال خونخوار د وحشت جبر غیرانساني او غیر جمهوري سلوک پر ضد په پراخه کچه تخلیقیږي د نوموړي لیکوال سلیم راز په قول ٫٫ حقیقي معنو کي مزاحمتي ادب نن په دریمه نړۍ کي تخلیقیږي په ایشيا ، افریقا او لاطنیي امریکا کي شاعران ادیبان د مزاحمتي ادب په تخلیقولو کي خپلي مذهبي ذمه دارۍ سر ته رسوي او ژوند د سرګرمیو نه ډک ادب تخلیق کوي او د خپل اولس فکري نظریاتي او عملي رهنمایی کوي ۱
د نړۍ د آزادو هیوادونو او ژوندیو قومونو په ادبیاتو کي مزاحمتي ادب ډیر لوی کردار لوبولی هم یې اوس لوبوي ، مزاحمتي ادب د لوټ سوو قومونو و ملي جنبشونو ته فکري اساسونه تراشي او د نوي شعور د زیږون داظهار پیلامه ګرځي چي دا ډول د نوي خونخوار لبرل سامراج د ناولو پیلامو د لاري خس و خار سي ، مزاحمتي ادب دخلکو او د خلکو د هیلو ترجمان ادب دی ،د خلکو ټول رنځونه او ناخوالي په ځان کي رانغاړي د نوموړي ادیب ، دانشور او شاعر سلیم راز په قول مزاحمت د حرکت حرارت او قوت نوم دی مزاحمت رواني ده ، ځواني ده توانایی ده مزاحمت یو عمل دی زغل دی او مزل دی بلکې ژوند دی مزاحمت د ژوند نوم دی ،د ژوند مفهوم دی او د ژوند ثبوت دی ۲ پښتو ادب چي له پیله په ملي روحیه پسوللی دی د هم دا پسول په لا ځلولو کي د هر پیر د ادب او ادب پوهانو ونډه زښته د ستایني او سپړني وړ ده ولي چي دا د هر پیر د تاریخ رغوني او سپړني په زړه پوري نمونې دي ، اور اورکي دي په تیارو کي مرییتوب پوڼولو خلکو ته بلیږي څوک به څه او څومره قدري ورباندي پوه سي چي د دې رڼا په بلولو کي څومره مقدسي ویني د آزادۍ او ملي اتلولۍ سرکښه ځواني هیلي او ارمانونه د خپلي برخي قیمت اداکړی او ادا کوي .
د امیرکروړ ویاړنه د هم دې پسول مطلب په پښتو ادب کي د مزاحمت بنسټ ایښول هم دا د امیرکروړ ویاړنه ده چي د پښتو ادب د قدامت او ملي اجتماعیت پرته د پښتو مزاحمتي ادب د پیل دوره یې هم نومولی سو .
د پیر روښان مبارزه او غورځنګ د هم دې مزاحمتي ادب څرګند اوفعال رول لري هم دا مزاحمتي روش د اخوند درویزه په مقابل کي پیر روښان د تاریخ او ادب پر افق باندي تابانه او سپېڅلی ساتي ، د جبر اختیار او حاکمیت په نشو مستو بد مستانو په سترګو کي سترګي اچول د ظالم څخه مظلوم ژغورل اوپردی واک غندل د روښاني غورځنګ تګلاره وه ، چي مزاحمتي ادب ورپکي اساسي رول لوبولو په هره دوره کي څوک اخوند درویزه د پیر روښان په مقابل کي ودرول د بدمستو اړتیا او د درویزه ګرو د غلامۍ او غلامانه ذهنیت نخښي دي د سترګور بینوا په اند ٫٫ د افغان ملت په تاریخ کي له داسي ډیرو پیښو سره مخامخ کیږو چي یرغلګر او دښمنان نه دي بریالي سوي چي د وسلې او مټ په زور افغانان مغلوب کړي نو په بیلابیلو نومونو یې د افغانانو تر منځ د بې اتفاقۍ فشار او فتنې په پیدا کولو لاس پوري کړی دﺉ ۳ د لوی خوشحال خان بابا سره هم دا لوبه د خپل زوی بهرام خان په بڼه ټولو پښتنو ته ښکاره ده ، د روښانیانو د دورې په اړه یو بهرنی پښتو شناس لیکي ( په ۱۶-۱۷ ء ) پیړیو کي پښتو ادبیاتو زیات اهمیت پیدا کړ او د مختلفو اجتماعي قشرونو استازو د وسلې په حیث استفاده ترې کوله هم روښانیانو چي د محلي او مغولي فیوډالانو په مقابل کي دایمي او نه پخلا کیدونکي مبارزین او هم د دوی مخالفانو چي قومي مشران روحانیون او د نفوذ څښتنان و، قلم یې د توري په اندازه موثر او اغیزمن ګاڼه او دواړو ډلو کوښښ کاوه چي په هنري وسایلو او بدیعي ادبیاتو سره پښتانه اولسونه خپلي خوا ته ور واړوي ۴
لوی خوشحال بابا د جبر اختیار او د پردیو یرغلګرو په مقابل کي ملي هوډ او مزاحمتي دریځ په توره او قلم تر هر کله بشپړه هم روښانه کړ همدا مهال دملي حاکمیت د رغوني هیلي سرې غوټۍ سوې او وغوړیدلې چي د وږمو په غېږ کې اوس د هري دورې پښتنی محیط ساکښه او توان من وینو د لوی خوشحال خان بابا روښانه دریځ او افغاني هوډ د پښتو او د پښتنو د ملي بقا جوت دلیل دی هم دا لوی ملي قهرمان و چي د ملي روحیې ګړندۍ ساتلو په پاداش یې ځنځیرونه په لاس او پښو په سپینه ږیره د ملي حاکمیت د رغوني په خاطر منل او ویل به یې :
نوره واړه پښتونخوا په ځای مېشته ده
خو یو زه دې زمانې پکي منصور کړم
لوی پښتون د توري او قلم څښتن خوشحال خان خټک د یوه قوي پښتون دښمن٫٫ مغل ٬٬ په مقابل کي د مزاحمتي ادب په وسیله پښتونخوا او پښتو ته تر کندهاره هم تر ننګرهاره پوري د ننګونو او غورځنګونو لمبې بلولې هم یې د لمبو بلولو ته دوی رابلله ولي چي پښتانه د علامه رشاد بابا په قول ( د ګیدړانو په شړلو کي لمبې بلوي ) لوی خوشحال خان بابا چي یو عالمګیر شخصیت و د عالمګریت د فلسفې خد وخال یې د دې بیته ډیر ښه جوتیږي
زه خو د زړه درد غواړم په هر یو مذهب کي
ستا زده ستا خبري چي نقلونه رنګا رنګ کړې
اوس چي د تنخواه دارو د خولو د خوشحال بیګ پردۍ بابو لالي اورو نو د پیر روښان په مقابل کي اخوندیان لوی خوشحال ته بهرامان را زیږونکي او د مشروطیت غوښتونکو په مقابل کي شور بازاریان ودرول هم هغه پردۍ بابو لاله ده چي په نوي محلاتي سازشي سُر کي ږغیږي همدغه محلاتي سازشي سُر د قلندر مومند د مثبت تخلیق عمل ور فلج کړو ، په لوی وطن کي د مشروطیت له غورځنګ سره تړلي روڼ اندي ادیبان شاعران او دانشور په توپونو والوزول سول په بندي خانو او اذیت خانو کي ساتل ځان ته ځانګړی داستان دی ، په ادبي توګه د مزاحمتي ادب منظم پیل مطلب په یوه وروسته پاته بزګره ټولنه کي ملي او اجتماعي شعور خورول په لوی وطن کي د مشروطیت د لومړي غورځنګ له ډاره چي یوې وروسته پاته ټولني ته فکري رڼا او د عملي پاڅون توان او حرکت ورکوي خلک ویښوي نو ځکه ذهني استبداد ګرو د تخت او معبد د یو کولو دسیسې وغوړولې ګویا د ریاستي جبر او محلاتي سازشونو په وسیله یې ملي شخصیات ووژل ادیبان شاعران او دانشور یې په اذیت خانو کي وساتل خو د مشروطیت فکر او نظریه د تل لپاره د ویښو افغانانو پښتنو په دماغونو کي سلامت پاته سوه ، سیف الرحمن سلیم وایي:
ستا ګل دښمنه لاس تر ګله رسي
څنګه به نیسي د وږمي لاري
په پښتونخوا کي که پښتون له مغل سره توره توپک او قلم ازمویلی نو په لوی وطن کي د میرویس خان نیکه په مشري کي له صفوي لښکرو سره دا نه چي پښتانه په جنګي حالت کي یوازي مشغول پاته و همدا مهال د مزاحمتي ادب د لوی ونډي د تخلیقولو پرته د تاریخ هیري سوي دورې د یوه داسي شاهکار تاریخي دستاویز ( پټه خزانه ) په وسیله روښانه سوې چي د پښتانه په ویړ تاریخ کي نن ورځ زښت مهم اثر پامیږي په همدې هوتکي دوره کی ملي مبارز حاجي میرویس خان په کندهار کي د خپلواک سلطنت بنسټ کښېښود هم د ملي مبارز موخه د پښتنو د ملي اجتماعیت او خپلواک سلطنت بنسټ ایښول و ، د یوه جابر او زورور حاکمیت پردي یرغلګر په وړاندي ملي مزاحمت را پارول و ، زموږ دا ملي قهرمان تر زیاتي اندازې پخپله دې تګلاره کي بریالی ښکاري د ملي تاریخ لیکوال قاضي عطاالله خان په قول ( ګورجین خان د پښتنو د زړه او دماغ نه د آزادۍ او د مساوات خیالات ویستل غوښتل د هغه مقصد دا و چي پښتانه دي ځان د ایران د حکومت غلامان او مریی وګڼي نه چي رعیت ۵
د یوې دورې څخه و بلي دورې ته مزاحمتي ادب د هغې دورې ځانګړی تاریخي دستاویز او جوت ترجمان پاته سوی دی ، له مغلیه او صفوي تاړاکګرو پس شین سترګو ژړ ویښتان لرونکو او لنګ وهلو سره تر اوسمهاله پښتون په جنګي حالت کي پاته دی د ملي حاکمیت او ګډ مرکز درلودلو لره مبارزه توده یا سړه خو روانه ده :
د لو ی خوشحال خان خټک او ملي مبارز حاجي میرویس خان د ملي او مزاحمتي روش په تسلسل کي په لوی وطن کي د مشروطیت د لومړۍ او دویمي دورې د ادب تخلیق او په مستعمره سیمو کي د خدایی خدمتګارو د دورې د ادب تخلیق ملي روحیه لرونکي لیکوال او روڼ اندي په هر اړخیزه توګه عصریز، فکري او ملي موضوعاتو هم د موادو د ګواښ سره مخامخ کړل ، د مشروطیت د غورځنګ غړي چي د څه ډول بد ترین ریاستي جبر تشدد او ذهني استبداد ګرو د شکنجو ښکار پاته و هم هغه ډول د شین سترګو او زرغون پوښو د ناروا ظلمونو او د لنګ وهلو د شکنجو خدایي خدمتګار ښکار پاته و ، د مشروطیت غړي په توپونو د زورګیرو له خوا والوزول سول هم دا ډول د غلاظت په تالابونو کي د خدایي خدمتګارو بې شمیره غړي په غوټه و وژل سول .
دا ځکه د هر قوم د مزاحمتي ادب د مطالعې په وسیله د هغه قوم د آزادۍ او خپلواکۍ د مبارزې د شالید سره په بشپړه توګه بلدیدلای سو هم یې د لرغوني کلتور او د افتخاره ډک پرون ننداره کولای سو ولي چي د هر دور استحصالي او جابر حکمرانان د خپل عصر له افتخاره ډک پرون تروړي هم یې مثبت اړخونه له منځه وړي لاکن مزاحمتي ادب یې انځور د تاریخ پاڼو ته امانتوي ، د پښتانه د ویړ تاریخ زیات تیاره تو کي که ملي تاریخ روښانوي نو دا ډول د پښتو مزاحمتي لیکوال د پښتو ادب بلي ډیوي د زړونو په وینو روښان ساتي ، د استعمار او استبداد په مقابل کي د ملي غازیانو مبارزه عصرینو ته توده ساتي په دې خاطر چي د پښتو ژبي او مزاحمتي ادب تړون اضافي دی ( د پښتو ادبیاتو اجتماعي وظایفو او د دوی عمومي ارزښت د هغو پیښو په تناسب انکشاف کاوه چي په پښتني جامعه کي واقع کیدلې په کومه اندازه به چي فیوډالي مناسباتو انکشاف کاوه په هماغه اندازه به طبقاتي مبارزو کلکوالی مونده او د صفویانو او مغولو په مقابل کي پښتنو د آزادۍ یو قوت پیدا کاوه او ورسره به په هماغه اندازه پښتو ادبیاتو وده کوله او له پیښو سره به څنګ پر څنګ برابر روان و ۶
د اجتماعي ادبیاتو تصور د پښتنو کلتوري سیاسي او اقتصادي حالت ته استحکام ورکړو هم دا استحکام د احمد شاه بابا د ملي خپلواک دولت د بنسټ پیلامه وګرځیده د ګ، ف، ګیرس په اند ( د پښتنو قومونو د اقتصادي او کلتوري یووالي استحکام د دوی د سیاسي تمرکز لپاره له ډیره حیثه زمینه برابره کړه چي دا کار بیا د احمد شاه بابا له خوا د اتلسمي پیړۍ په منځ کي عملي سوی دی ، احمد شاه بابا د پښتنو خاوره سره یوه کړه او یو مستقل دولت یې جوړ کړ !)
د میوند ټکی په پښتون تاریخ د پښتو ادبیاتو په تاریخ او په پښتنو کهولونو کي د موسیقۍ د ٫٫ بهیم پلاسي ٬٬ راګ په څېر دی چي هم دغم هم د خوشحالۍ دی کومه ټپه چي د ملالۍ له خولې روایت ده هغه پخپله د مزاحمتي ادب یوه په زړه پوري بیلګه ده ، په میوند کي چي د غازي محمد ایوب خان لښکرو د استعمارګرو پر ضد بری او کامراني راوړه دا د ټول ملت افتخار او کامراني وه .
د پښین د خانوزیو ملا نیک محمد اخوند په اتلمسه او نولسمه پیړۍ کي د مستعمره پښتونخوا په حواله سره د مزاحمتي لهجې فعال او جوت نوم دی چي په عملي توګه یې د میوند په جنګ کي برخه اخیستې ده هم یې دمیوند د جنګونو په اړه شعرونه را پاته دي د میوند فاتح غازي محمد ایوب خان په اړه مشهوره سندره د هم دې ملا نیک محمد اخوند شاهکار را پاته دی چي هم یې د سهیلي پښتونخوا د مزاحمتي ادب لومړۍ بیلګه نومولی سو .
لویه ربه د ګوروو غرغړې دي
د محمد ایوب فوجونه په پسې دي
لویه ربه سره وې تړل تیغونه
پر غرو پریوتل دشنو توپو خوپونه
ایوب خان لکه زمری کوي جنګونه
د یعقوب په پښو کي پروتي زولنې دي
لویه ربه فرنګیان ځني ګاهیږي
که به مور د ایوب خان رانه بوریږي
ګړندی و په مپل سر باندي ګډیږي
پر میوند باندي یې پنډي رسالې دي
لویه ربه کندهار یې کلابند کړی
د کافر په وینو رنګ تمام میوند کړی
دقاصد په لاس یې دغه کاغذ ورکړی
فرنګی واي ستا له ښاره مي توبې دي
لویه ربه نیک محمد ولي ژاړې
ښې ټولۍ د ښو همزولو درڅه ولاړې
په پردي وطن کي ناست ستومان حیران یې
پرتا بیا د بیلتانه سوي نارې دي ۷
کله چي هم د میوند ذکر راسي یو پښتون په زغرده وپوهیږي چي د میوند تاریخي شالید څه او د پښتنو په ویړ تاریخ کي د میوند اغیزه او ارزښت څه معنالري د مستعمره پښتونخوا د سهیلي څنډي د مزاحمتي لهجې لوی شاعر د کوږک قاضي عبدالسلام بابا د میوند په اړه خپل جلال دا ډول څرګندوي :
میوند جنګ وکښې توبې په انګرېزانو
مل د کفر سو خوني عبدالرحمن دا
یا دا
د امام حسین ویر در اوسه کیږي
میوند لوی شابوسی وړی دی په توره
د امریکا د ښار پورټ لینډ د لیکوالي ٫٫ ارسلا ،کې ،لې،ګوهن ٬٬ څخه یوارکوم خبریال پوښتلي و احتجاج کول کومه ګټه هم لري ؟ګوهن په ځواب کي ورته وویل ٫٫ هم دا یو احتجاج خو را پاته دﺉ او موږ لره په کار دﺉ چي احتجاج وکړو ٬٬ هم دا احتجاج چي د پښتنو میرمنو له لوري د جنګ له سنګرونو د فولکلور په وسیله پیژنو په اصطلاح کاڼي اوبه کوي ، د ۱۸۹۷ ء کال عمومي قیام دپښتو په ا ولسي شعر او ادب کي پراخ او قوي عکس العمل موندلی او ښه پکي ترسیم سوی دﺉ او خاص په هم دغه وخت کي فولکلوري عنعنو نوې بڼه پیدا کړه د قیام او پرنګي ضد غورځنګ آهنګونه اولسي خزانې ٫٫ فولکلور ٬٬ ته داخل سوي دي تر اوسه پوري په پښتو کي د هغې نیمکۍ خواشینوونکې نغمه اوریدل کیږي چي ممکن په ۱۸۹۷ کال به جوړه سوې وي ، دا سندره د پښتنې میرمني لخوا ویل سوې ده د خپل مین پر مړي باندي ژړیږي .
هډي صاحب په ملکنډ کاندي جنګونه
تالا سو ژړ ګلونه
ګلان له خاورو پیدا کیږي
زما لالی تر ګل نازک خاورو ته ځینه
تالا سو ژړ ګلونه ۸
په ۱۸۹۷ ء کال پښتانه اپریدي ، مومند ، ورکزي ، وزیر، مسعود ، سالارزي ټولو د انګرېزي یرغلګرو پر ضد وسله وال پاڅون وکړ لاکن دښمن ډېر مکار او چالاک و ، د ګیرس په قول اتګرېز له ( نفاق واچوه حکومت وکړه ) پالیسۍ استفاده کوله کوښښ یې کاوه چي د پښتو یووالی ګډ وډ کړي او د دوﺉ د اتحاد په لاره کي ډبري واچوي د پښتنو په منځ کي دښمنیو ته لمن ووهي او یو قوم له بل جلا او یو په بل ووهي ، انګلیسانو خپل تجاوز او د پراختیا غوښتني سیاست ته ادامه ور کوله او د ۱۹ مي پیړۍ په آخر کي یې د توطیو او تهدیدونو په ذریعه دیر ، سوات ، باجوړ ، وزیرستان، د خیبر دره او د پښتنو د بیلو سیمو تر منځ د اقتصادي او کلتوري چارو ارتباظ ګډ وډ او ویجاړ کړ په نتیجه کې د ډیورنډ د کرښي په دواړو غاړو کي د پښتو ادبیاتو د انکشاف لاري بیلي سوې او د هغه قوت نه ولویدل کوم چي په یوه لاره کي یې انکشاف کاوه ۹
دا یو تریخ حقیقت دی چي د پښتو ادبیاتو د انکشاف لاري بیلي او د پښتنو تر منځ د کرکو ، پردي توب او توپیرونو غرونه ودرول سول د مثال په ډول د افغانستان ملي سرود د لیکلو پر مهال د مستعمره پښتونخو ا شاعران ولي د پامه واچول سول ؟ یا د شمالي پښتونخوا پښتانه تر اوسمهاله د سهیلي څنډو پښتنو ته بلوچان ولي وایی !
د پاکستان تر جوړیدو وروسته مسلسل پښتون په مستعمره سیمو کي دبیل بڼو د استعمارګرو سره د مزاحمت په حال کي پاته دی او دا مزاحمت خصوصًا د محکومیت په ضد د ملي شناخت لپاره نن هم دوام لري ، پښتون ادیب او پښتون دانشور په دې مبارزه کي دلاس د څراغ وظیفه اجرا کړې هم یې اجرا کوي ، پښتون ادیب او پښتون دانشور خپل ملي مسولیت پیژندلی دی خو قومي تحریک په دې اړه له خپل مسولیته سترګي پټوي دنوموړي پښتوشنا س ډار مستتر په قول ملي شاعرانو په دې باره کي خپلي غاړي خلاصي کړي او پوره ملي خدمت یې کړی دﺉ، د پاکستان تر جوړیدو وروسته هم پښتو ادب په دوو بیلو برخو وویشل سو د شمالي او جنوبي صوبو کرکي ، توپیرونه او طبقاتي جګړه توده وساتل سوه هم د خلکو طرفدار د خاوري وفادار په بېلتون غوښتونکو غدارانو ونومول سول د راډیو ، تلویزون او اکاډیمۍ د طوافګرۍ په خاطر د خلکو او د خاوري د ترجمانانو تخلیقات د خیټي ادب وبلل سو او د هغو مقدسو فن پارو ته جنګي ترانې وویل سوې خو حق خبره هم دا ده چي دا جنګ د نیکۍ او بدۍ د دوو قوتونو تر منځ روان او تر اوسه په شدت دوام لري او دا د فطرت اټل قانون هم د زرتشیزم بنسټ دﺉ چي نیکي به پای پر بدي غوړیږي دا نیکي جمهوریت د قام او خاوري حاکمیت او بدي آمریت پرستي غربت او ذهني استبداد ګري ده ، ارسطو هم په دا عقیده و چي آمرانه ډوله حکومتونه تر ټولو کمزوري او د بدیو ډک وي .
د لوی خوشحال خان بابا د ملي او مزاحمتي روش په تسلسل کي ٫٫ سرخپوش ادب ٬٬ پښتو مزاحمتي ادب او ملي روحیه لرونکي په هر اړخیزه توګه اغیزمن وساتلو هم د عصریزه پښتو ادبیاتو د سمسورتیا دوره یادیږي د انجمن ترقي پسند مصنفین هندوستان تر تاسیس ۱۹۳۶ ء پنځلس کاله د مخه د باچاخان په مشري په ۱۹۲۱ ء انجمن اصلاح آفاغنه په پیښور کي تاسیس سو همدا ډول د لومړي ځل لپاره په پښتو ادبیاتو کي د انتقادي ریالیزم لپاره نوي او بې شماره د انکشاف امکانات پیدا سول خدایی خدمتګار تحريک او د مشروطیت غورځنګ په وروسته پاته قبیلوي ټولنه کي د یو پښتون د ټوټې – ټوټې وجود د راټولولو لپاره یوه اوږده مبارزه پیلوي ، په یوه نوآموزه او نابلده هیواد کي د خپل ملي واک نه درلودلو، د خپلو ، پردیو دسیسو او مشکلاتو برسیره د ملي واک او اختیار ږغ د هر پښتون تر غوږو پوري هم ورسېدو ، دا د حق او ملي حاکمیت د غوښتلو سپېڅلی ږغ و ، چي ذهنونو قبول کړی هم دﺉ ، د مشروطیت د ارګان سراج الاخبار په اړه لوی استاد حبیبي صاحب لیکي د بریتانوي هند دولت د هغې ( سراج الاخبار ) د خپریدو سره جوړ نه و او د هغې د نورو ګڼو د خپریدو مخنیوی یې وکړ ۱۰
ګیرس لیکي ٫٫ د ماسټر عبدالکریم آثارو له ډېره حیثه پښتو ادبیات د بې معنامنجمدو او روسته عنعناتو نه خلاص کړل او د لومړي ځل لپاره یې دغو ادبیاتو کي د ریالیزم د انکشاف لپاره نوي بې شماره امکانات پیدا کړل ۱۱
د راحت زاخیلي لنډه کیسه ( کونډه نجلۍ ) پښتو کیسه ایزه ادب لوستونکي او کیسه لیکوال پوهیږي په پښتو افسانوي ادب کي د ښځو د مظلومیت او د اساسي حقوقو موضوع په لومړي ځل چیري چي وروسته پاته اجتماعي ټولنیز مسایل په لنډه کیسه کي مطرح کول او شجر ممنوعه موضوعات په باقایدګي سره د مهدي شاه باچا، قلندرمومند، زیتون بانو ، طاهر اپریدي، سلیمان لایق ، امین افغانپور ،زرین انځور، بشیردودیال، فاروق سرور،عنایت الله ضیا، ډاکټراکبر، اکبربری، صفیه حلیم ، وږمه سبا عامر او عارفه عمر لور په لنډو کیسو کي وینو .
پښتني ټولنه په ډیره زغرده اوښتون منلی نسي، نه پردي اصطلاحات په بیړني حالت کي څوک ورباندي تپلی سي ، ټولنیز اوښتون له دننه تخریبولو ته روایتي ذهني استبدادګر حواکمن دي چي هر مثبت عمل او بدلون ته مذهبي چوکاټونه تراشي او د ملي روحیې او مفکورې لرونکي د شیطاني ایډیالوژي لرونکي نوموي ، د ویښتيا او روښانتیا هر پړاو د بدمرغیو او ناروغیو پړاو یادوي دا ځکه د امیرامان الله خان د ویښتیا پړاو د بدمرغیو او مریتوب کندو وشتولره رجعتي قوتونه سره یو سول چي د دیوبند د ډلي خصوصي رول پکي و ځکه چی امان الله خان ورباندي په افغانستان کي بندیز لګولی و ، د استاد روهي په قول ( د امیرامان الله خان د ناکامۍ او زوال یو عمده علت د انګرېزانو تبلیغات او تخریبي فعالیتونه و چي نه یې غوښبل په هند کي د آزادۍ غوښتونکو د پاره پیاوړې پشتوانه او تکیه ګاه جوړه سي ، امیرامان الله خان چي د خپلواک او نوي افغانستان بنسټ ایښوونکی او د ټولو آزادي غوښتونکو لپاره د نجات زيری و، امیر امان الله خان دا هڅه کوله چي د خپلواک او نوي افغانستان بیرغ په ټوله نړۍ کي هسک او رپاند وساتي ) د کوږک جلابي شاعر قاضي عبدالسلام بابا وایی
در غازي امان الله غاور دمخه
نه و لوړ د خود مختار افغانستان ږغ
په یوه بل بیت کي وایی
انګرېزانو امان زموږ د میانه ویوست
خانګي جنګ یې را وښود یا نفاق
د سهیلي پښتونخوا د مزاحمتي لهجې لوی ملي مبارز شاعر قاضي عبدالسلام بابا د انګرېز په مقابل کي زاړه – واړه ټول را ویښول او ملي روحیه یې په ټولو پښتنو کي تانده ساتله بل اړخ ته یې وطني درویزګر او زرغون پوښي ، کورني جاسوسان په ګوته کول دنظر خاوندان به حتمًًا دا راسره تاهید کړي چي د مزاحمتي روش پر اساس په پښتو ادب کي کوم مقام چي د لوی خوشحال خان په برخه دی هغومره حق د سهیلي پښتونخوا په حواله سره د قاضي بابا نظریات د لوی خوشحال خان بابا په څېر ملي ، اجتماعي او انتقادي دي هم یې د سبک پیاوړی او رښتونی پيرو کار دﺉ چي د ملت غداران په څرګنده توګه لوڅوي په کلکه یې غندي او د لوی خوشحال په څېر یې تر ژور انتقاد لاندي په جار، جار نیسي او وایی :
منصب خور ترسا شناسه جاسوس وژنه
اذاني ناوخته چرګ دی د کباب وړ
یل دا
خانګي خاین لغړ په بازار بیایه
دا ځینې بې شرمه نه دي د حجاب وړ
دا بیتونه وګورﺉ
حق خو وایم در هغو پوري چي پایم
که مي څوک په توپک ولي که سنګسار سم
پښتانه مي کو را ویښ و فرنګي ته
خوړې ویني د کابل د انقلاب ما
طمع تا اچوي کښاته په ذلت کي
ښه ځیرک آزاد مرغان ونیو دام دا
د سهیلي پښتونخوا پر سیاسي ډګر عبدالصمدخان اڅکزی ٫٫ خان شهید ٬٬ یو داسي سیاسي او اجتماعي شخصیت و چي د آزادۍ د مبارزې سره –سره یې ادبي محفلونه جوړول ، مطبوعات به یې خپرول او په ادبي ډګر او سیاسي چارو کي به قاضي عبدالسلام بابا تل ورسره ملګری و ، د نوموړي ګیرس په قول د خان شهید له مهمو هدفونو څخه یو هدف دا و چي د بلوچستان ( سهیلي پښتونخوا ) د پښتنو د وروسته پاتیدو او بد وضعیت اساسي علت دا دﺉ چي دلته تدریس په مورنۍ ژبه نه دﺉ .
د سهیلي پښتونخوا وګړي چي د سواد له پلوه وروسته پاته و او دي همدا ډول یې اقتصادي سیاسي بدحالي او بدنصیبي په برخه وه هم ده، د مطبوعاتو په اړه خصوصًا په سهیلي پښتونخوا کي تصور کول تر اوسه په اصطلاح د مار پښه غوڅول دي ، پښتانه وایي ٫٫ سوچ د مسکین سړي لویه شتمني ده ٬٬ وخت ناوخته له ځان سره وایم د سهیلي پښتونخوا پر سیاسي ډګر که مو خان شهید او پر ادبي ډګر که مي قاضي عبدالسلام بابا نه درلودلو موږ د سهیلي پښتونخوا پښتانه به په یوویشتمه پیړۍ کي دومره ترقي یافته وای او که به د سمڅو سړي ؟ لکه څه ډول اوس هم د پنجاب خلک ٫٫ ځناور٬٬ یا ٫٫ په سمڅوکي اوسېدونکي ځنګلي ٬٬ راته وایي !
د شلمي پیړۍ وروستۍ درې لسیزي چي په مجموعي توګه د پښتون د نسل کشۍ لسیزي دي او درې تاریخ سازه قد آور شخصیات یې د پښتو عصري ادب هسک ته د روڼو ستورو په څېر ور سوغات کړو د دغه درو قد آورو شخصیاتو یو هم د سهیلي پښتونخوا نوموړی شاعر دروېش درانی دی ، د دروېش دراني لویه برخه شاعري د نوي ریالیستیکي انداز اوفکر شاعري ده چي لوستونکي دفطرت نندارو او د عمل کړو ته پاروي هم یې د نوي شعور و ادارک ته ور پاموي ، دروېش صاحب چي د نظم لپاره کوم هنري سبک او د ژبي سوچه تیکنیک کاروي په مجموعي ډول د غزل تر چوکاټ ٫٫ فریم ٬٬ توپیر لري دا ځکه یې د یوه او نیم هم عصر غوندي نظم غزل زده نه ښکاري ، لکه څه ډول چي دا توپیر د اردو ژبي د دوو نوموړو شاعرانو فیض احمد فیض او ساحر لدهیانوي تر منځ لیدلای سو ، د دروېش دراني لویه برخه شاعري د نوي مزاحمتي ادب د نوي انداز فکري پیکرونه رغوي ګویا دروېش صاحب یو سپېڅلی فکري مبلغ دی او د فکري بدلون د مسولیت حساسه ملي وظیفه اجرا کوي .
په مجموعي توګه دمرګ او وحشت دې ورځو شپو کي د پښتنو په څېر غرونه یې هم د وحشتونو ، مرګونو ،بلاګانو خولو او د وینو ډنډونو ته لویدلي دي ،د ښار رڼاوي د غرونو له زامنو د وینو خراج اخلي ، دې بد رنګه او بد خونده موسمونو کي یو وار نه څو – څو واري پس یو وار بیا د غرونو زامن د سمڅوسړي ، بېلتون غوښتونکي ، ترهګر او نورو نومونو نومول کیږي ، زموږ د نیکونو د ورکو صداقتونو امانتګر دا غرونه یو وار بیا د خپلو زامنو په و نیو لمبیږي هم په دا غرونو ( د خیبر په دره ) کي ډیورنډ پر ګوډ خره سپور (۱۸۹۳)عبدالرحمن خان یې دې ته اړ ایستلو په زور ،جبر او زبردستي یې منحوسه کرښه چي د فطرت هم د ملت له قوانینو سره متصادم ده د چړې په څوکه راوکښله هغه مهال هم دا غرونه د خپلو ننګیالیو په وینو ولمبیدل ، دخپلو نازولو مړي یې پخپله پراخه غیږ کي وڅملول په چوپتیا کي د راتلونکي روښان سباوون زیری یې د لمر لومړي څرک ته ډالۍ کړو خو بیا هم د غرونو د زامنو په برخه اوږده غلامي سوه هم مرمۍ سوې یا خو د غارو او تمدن سره ناآشنا خلک ونومول سول په مرمۍ یې بیدوي خپل غرونه یې پخپلو وینو خړوبوي لاکن د غرونو دا زامن بیرته سره خاټول سي په خپلو دې هسکو غرونو کي د نوي بدلون په هیله بیا را وټوکیږي په سمه او غر یې وږمې خورې سي او تر چوپتیا یې لمبې – لمبې سندري را زیږي ، د دې غرونو د چوپتیا د تخلیق سوو سندرو او کیسو اورولو ته عبدالمالک فدا ، ولي محمد توپان ،غني خان ، اجمل خټک ، سلیمان لایق ، سلیم راز، قلندر مومند ، سیف الرحمن سلیم ، کاوون توپاني ، عاصی هشنغری ، محمد اشرف غمګین ، اسحاق ننګیال ، خیبر افریدی ، رحمت شاه سایل ، دروېش درانی ، ډاکټر طارق رشاد ،عبدالهادي هادي ،عبدالله پیکار، مجیدالله قرار او نور ……. د قام ژبي ، کلتور او د قلم امانتګر په هر دور کي زیږي چي د خپلو خوارو او بې وسو خلکو په زړونو کي د ژوند سره د میني او هوډ څراغ پخپلو وینو بل ساتي ، په مستعمره پښتونخوا کي پښتو تر اوسه په جنګي حالت کي ساکښه پاته ده ، د خپل مرکزه را بېل د ژبي قوم او کلتور برم د مزاحمتي ادب په وسیله او مرسته ژوندي ساتو ، درسته پیړۍ را باندي تیره سوه چي د ملي شناخت په مبارزه اخته یو ، له مکتبه تر ورځپاڼو دا هر څه په پردۍ ژبه را باندي تپل سوي دي ، روڼ اندي ، شاعران ،لیکوال یوه اندازه سیاسي فعالیت کوونکي هڅه کوي پښتو دود کړي او پښتو سلامت وساتي !
په آخر کي دا یادونه لازمه ګڼم په تیرو درو لسیزو کي د مقاومتي یا جهادي ادب په نوم چي کوم ادب تخلیق سو هغه د پښتو ادب یوه برخه تشکیلوي خو زما اړتیا دا ده چي زه د جهادي ادب په اړه زیات معلومات نه لرم نو دا برخه دي زما د دې لیکني موخه نه پامیږي .
اخځلیکونه
۱ ادبیات…… اکادمي مجله …پښتو/ هندکو مزاحمتي نمبر سلیم راز
۲ همدا پورتنی اثر
۳ خوشحال خټک څه وایی ……….. عبدالروف بینوا ……… ص ۱۰
۴ د میړني اولس ادبیات ……… ګیرس …………. ص ۱۰
۵ د پښتنو تاریخ …………. قاضي عطاالله خان …… ص ۴۷
۶ د میړني اولس ادبیات …………….. ص ۱۱
۷ د کسې ګلان ….. حافظ خان محمد ……….. ص ۲۲۱-۲۲۰
۸ د میړني اولس ادبیات ……………….. ص ۱۶-۱۵
۹ همدا پورتنی اثر………………….. ص ۱۳
۱۰ په افغانستان کي د مشروطیت غورځنګ …….عبدالحی حبیبي … ص ۹
۱۱ د میړني اولس ادبیات ………………………… ص ۱۵۶
۱۲ د پښتو ادبیاتو تاریخ …….. استاد روهي …… دویم ټوک….ص ۸۳