یوه ځوان چې پوره شپاړلس کاله یې تعلیم وکړه، نو آخر کښې پوه شه چې اوس د قوم لپاره څه کول پکار دي. سمدستي یې مټې راونغښتې سره خولۍ یې په سر کړه، کله ناکله به یې سره جنډه هم د سره تاو کړه او سور لاټین خو به هر وخت ورسره و. د پښتنو په یوې سترې غونډې کښې یو چا ترې پوښتنه وکړه چې ستاسو نښان ولې سور رنګ لري نو ځوان ورته وایي ” باچان خان دې وطن لپاره وینه تویه کړیده نو ځکه زمونږ نښان هم سور دی ”
یوه سپین ږیرې پرې راودانګل او نږدې ؤ چې په ولاړه یې ساه وباسي، ښکاریده چې سپین ږیری پدې پوه و چې باچاخان د عدم تشدد لارښود خو په ټول عمر چا ته د وینې تویدو او یا تویولو نه و ویلي او دا د پلیدې زوی اوس زمونږ مشر پورې سپکې سپورې وایي.
سپین ږیري د ځوان نه وپوښتل چې باچا خان څه پیژنې؟ نو ځوان لومړی شاوخوا خپلو ملګرو ته وکتل چې د ښوونځي د ټولګي په شان به یو څوک څه نقل مقل ورکړي خو چې پوه شو نور ملګري یې هم د هغه په شان باچا خان نه پیژنی نو په ماته ګوډه پښتو او انقلابي غږ یې چیغې کړې، ” باچان خان زمونږ هیرو و، باچا خان زمونږ مشر ؤ او باچا خان…….” دې نه وړاندې ورته څه نه ورتلل.
سپین ږیري په غصه خپل څادر ته ټک ورکړ او د مور، خور تر ښکنځلو وروسته د غونډې نه ووت. بهر ترینه یوه خبریال پوښتنه وکړه چې باباجي دننه څه روان دي ؟ بابا ورته وایي یره بچی غونډه د پښتنو ده، خلک یې هم ټول پښتانه دي، څه شعرونه میرونه هم په پښتو لیکل شوي خو دا کوم خلک چې راټول شویدي ما پکښې پښتون ونه لیده بیا یې دا ټپه وکړه
دا انګریزي سرونه ډیر شول
اوس پرې تیر اوځم خپل جانان نه پیژنمه
بابا هغه پښتون لټوه چې د قوم، ژبې، وطن او پښتونولۍ لپاره یې هیڅ نه دریغول خو چې پوه شه دا پښتانه پدې ندې خبر چې باچا خان، خوشحال خان، صمد خان، ګجو خان، ایمل خان او دریا خان څوک دي همدغه خبریال یې د ځانه سره دننه بوته او د ټولو وړاندې یې داسې ډانګ پیلې وینا وکړه.. ملګرو پښتو مښتو نشته، دا خلک یوازې په یوې خبرې ښه پوهیږی او هغه د لاټین خبره ده ( زمونږ نښه زمونږ نشان، لاټین ، لاټین) او یا ( لاټین زمونږه، وګټي وګټي،) خلک پوه شول چې یره خبره نور خرابیږي، سمدستي یې چیغې کړې، هلۍ دا سړی پولیسو ته حواله کړۍ، د پښتنو اصلي دښمن همدی دی، ماغزو یې کار پریښی او دا خو به ټیک ” اپوزیشن والا رالیږلی چې زمونږ کار خراب کړي”
بابا پولیسو بوته او سرې ټوپۍ والا د (لاټین زمونږه وګټي وګټي ) شعارونه بیا شروع کړل.