کله چه ماشوم وم اودکندهار ښار په کوڅو کي مو په خاورین کورکی ژوند کاوه ،په لومړي ځل چه دپسرلي په مفهوم پوه سو م نو هغه داسی ؤ چه زموږ دهمسایه دکور پربام به څه غنم راشنه سوي وه ، هغه دسید رضا اغا کورؤ چه دکوترو شوق یی کاوه او پربام به یی دغنمو داني کوترو ته اچولي ، اوداداني به راشني سوي ، سیدرضا اغا به هم دکوترو کوډلي سره پاکي کړي او دژمی سره به یی مخه ښه کړي وه اوکوتري به یی پورته کړی اوتور یا حلقه سوی جال به یی ورته ښوراوه او کوترو به دکورپرسر دوري وهلي او کرار به لوړیدي ، بعضو کوترو به ملاقونه وهل او سیدرضا اغا به کله کله خپله رخچینه هم دکوترو پرلور ورارتاو کړه .
دپسرلي بله نښانه داوه چه نعیم موچڼ دوز به درنګارنګ شبیو ګلانو ګلداني ددوکان مخته ایښي وي او په مازدیګر کي به دشبو خوشبويي په ټوله کوڅه کي خپره سوی وه ، نعیم کاکو به سرخریلی ؤ دوه دري دکوڅي سپین ږیری به په دوکان کي ورسره ناست وه او ده به دموچنو ګلابتوني کفونه دڅرمني پرتلي باندي په نیره باندي ګنډله او سپین ږيرو ته به یی دخپلي عسکرۍ کيسې کولي .
وروسته وروسته چه رالوی سوم نو مي دپسرلي ښکلا په شنو دښتونو کي دغاټولو په ګلونو کي ، دباغونو د څله مستو بادامو په شګوفو کي ولیدله او دشاعرانو دسوزه ډکو بیتونو کی می دپسرلي ښکلا احساس کړه .