په پښتوادب کي لکه څوندی چي نظم ته کارسویدئ په هغه انډول نثرته کارنه دی سوی،بلکي ډیرلږکارورته سوی دی.اوکه څه هم لرغونولیکوالوڅه لیکلي دي نوهغه دعربي اوفارسي اغیزه ورباندی معلومیږی،پخواپه کلواوبانډوکښی به فولکلوریکي اوولسي لوبي چي ډراماتیک ارزښت به یې درلودښودل کيدې له پخوازمانوڅخه په خراسان کي دتمثیل غوندی راز راز پیښې اولوبي وې چي په شاهي دربارواودخلګوپه بنډارو اوبزموکي دساتیري،تفریح اوعبرت یاخندا لپاره شلي کيدې په ښاروکي ټاکلي ډلي خلک اواداکاران،دلوبو(پیښندویان)ددغه کارلپاره وه.
دوئ به په اخترو،ښادیواومیلمستیاوو اومیلوکي په ډول ډول دتمثل صحنې جوړولې همدا راز دپښتنوپه مختلفوسیموکي به دښادۍ په مراسیموکښی ښځواوپیغلودنرانوڅخه پرته په ځانګړوکالوکښي دبریتواوږیری ایښودلو،لونګۍ تړلوکوټ اغوستلوځانونه جوړول اوبیابه یې دنروپیښې کولې چي اوس هم په هغوښادیوکي چي په کورونوکښي کيږي دا ډول صحنې جوړیږي چي دناټک په نامه ياديږي دې ته ورته به نارینه ؤ دښځو رول لوبوه.
نودښځینه جامې به یې اغوستې شلمې پیړۍ په لومړی نیمایی کښی دکندهاردوه تکړه کُمیډي اداکاران ياپيښندويان چي ناټکان يې بلل ديوې ډلي مشر(فرامز) ناټکي اودبلي ډلي حاجي کریم ناټکي ؤ.دوئ به دخپلوډلوسره دناټک متحرکي صحنې په بازارکي دشپې راایستې ددغوډلومشهوره غړي(سنګر اوموسی) ؤ.
دډيرپخوا راهیسی انسان دخوشالیوپه مختلفودمراسیموکښی جشنونه لمانځل لکه ودونه،اخترونه،سنت ګیریاني،دمیاشتواوکلونوپه مختلفواو روایاتي محترمو ورځوکي لکه نوروز ورځ اودڅوارلسم اوپنځلسم سپوږمۍ په راختلودزوی په پیداکيدواودکال په ځانګړو ورځوکي مختلف جشنونه ډراماتیک اکټونه اوپيښې ترسره کيدې چي دډرامې اساس ګڼل کيږي.
ددغودراماتیکوکلیوالي لوبوپه څنگ کي یوڅه په پرمختللي بڼه لیکل سوې ډرامه چي ډراماتیک اوصول په پام کي نیول سوی ؤ.
په (۱۳۰۱هش)کال کي په لومړي ځل ده جلال اباد
دکوکب په باغ کښي اوبیادلغمان په کلاسراج بڼ کي وښودل سوې.پښتوادب ته دنورو ژبوڅخه چي رانقل سوې اویا ژباړل سوي ډرامې لکه یوسف
وزلیخا،خسروشرین،الف لیلی،بهرام اوگل اندامه، کنبت شهزاده،چاردرویش رستم،سهراب،شااوگدا،
شرین فرهاد،لیلٰی اومجنون اوداسی نوري دي خودپښتوادب خپلي کيسې اومیراث چي دپښتوادب رړې ډرامگۍ دی لکه دلۍ اوشهۍ آدم خان اودرخانۍ موسی خان اوگل مکۍ،رابیااوفتح خان، شادي جان اوبيبو،محبوبااوجلات،یوسف…
دپښتوادب خپل میراث دی.دغه منظومې ډرامې په حقیقت کي دنړۍ دنوروژبوغوندي دارزښت وړدي اودهغوئ څخه يي کمي زیاتي نسته چي په هغوکي دشاپیریانوخبري کول اود ديوانوخپل څرگندول،دافسانوي مرغه سیمرغ کيسه اوهمدارنگه ددوئ شیشکي،بلاگانواومختلفې خیالي څیرې ترسترگوکيږي.
اوپه دې ډول دشهزادګانو،بادشاهانود دبدبې او روماني کرداروته دسهیل دشهزادګانوپه دربارکي دشتوالي اوخدمت کيسې خیالي اوافسانوي کرداروته نه یوازي دپښتو ادب په خپلویا ژباړل سوو داستانونه سته بلکي د اوردو ژبي په منظومو ډراموکي هم دغه شیان څرګند دي.
دغه نظمونه اوهم عشقي داستاني نظمونه چي لیک او لوست دود نه وو، په شفاهی ډول دیونسل څخه بل نسل ته انتقال لیدل چي په څرګند ډول ډراماتک خوصوصات درلودل.
همدارنګه ډیرموزیکال ډرامونه لرو چي دسازپه ملتیا دنرو او ښځو له خوا دخوښیوپه محفلونوکي سرته رسیږي، اوشعري ډیالوګونه سینه په سینه له یوه نسل څخه بل نسل ته نقل سویدي په خاص ډول داهرڅه دښځوپه محفلونوکي ترسره کول دو تنوښځو به چي یوه به یې دنر په لباس کي ( دنارینه کردار)ترسره کوئ،
بل کرکټریاکرداربه په خپل ښځینه کردارکي وه دوئ به دسټیج مخ اویا دګډونوالوپه مخ کي داسي ډیالوګونه ویل:
نجلۍ: راسه زمادسینې ګل سه
چي هرسهاردي په خندا تازه کومه
هلک: زه به داستادسینې ګل سم
ستا د دیدن قحطي به راسي وچ به سمه
اویاهم داسي یوبل ژوندی مثال چي اوس هم په لیري پرتو سیموکي ترسره کيږي په ښادیوکي ،یوه ښځه دسوداګریاپه بله اصطلاح(بنجاری) کرکټر یاکردارترسره کوئ چي داسي به يې ښودل چي یوخرهم ورسره دی خربه یې مخکي ؤ اوداسي نارې به يې وهلې:
ډیالوګ: سودا ده! سودا! سودا واخلئ سودا!
(یوه بله ښځه له لیري څخه په لوړآوازپه تمثیلي حرکاتوسره رانژدې کيږي او وایې)
ډیالوګ: څه شي دي راوړي دي سوداګره!؟
سوداګر: دزرو تارونه مي راوړي دي ښکلي پانزیبونه مي راوړيدي!
ښځه رانژدې کيږي ګوري بیامخ بیرته ځیني اړوي اوپه ډراماتکو حرکتونو ترې روانیږي اوداسي وايي:
ډیالوګ: بیایه خردي بیایه خردي ورک سه دسودا سره
راغئ بنجاری سودا دي وکړه دلیلا سره
یولونګ یې ورکئ لیلا ولاړه دخندا سره
راغی بنجاری == راغی بنجاری
داپه ګډو اوازو دکورس په ډول ټول ناست ممثلین تکراره وي، البته دیوکلیوالي کمپوزله مخي اودې ته ورته نوري ډیري مصرۍ برابره وي.
دې ته ورته په لسوګونواولسي طنزیه سندري کُمیډي اکټونه ( حرکتونه) په زړه پوري اوجالب میکياژ(لباسونه جوړول اواغوستل) په شفاهي ادب کي ترډیره دود اومخ په وړاندي روان وه زیات وخت به ښځودنارینه وو کرکټرځکه لوبوئ چي دډرامې خوندوبه په همدې پوري تړلی ؤ.
ډیر وخت به دسټیج پرمخ ځکه ګډ یایوځای( دنارینه اوښځینه) کرکټرونه راوتل چي د اولسي خندونکي سندري مصرۍ به نارینه ؤښځينه په سوال اوجواب سره تبادله کول لکه:
یوه ښځه دنارینه په لباس کي لرګی به یې په لاس کي ؤ چي دالرګی به توپک مانا ورکوله په زړه پوري خولۍ جالب لباس به يې ؤ لمړۍ مصرۍ به ښځینه کرکټرونو ویله لکه دا:
ژړه مازیګره مومن وویښته کوتره
( په دې وخت کي به نارینه په هغه لرګي ټکان کوله لرګی به یې دتوپک په ډول نیولی ؤ په دې خوله به يې ټکان ورسره کول
داډیالوګونوښځي وایې اودوئ دسټیج پرمخ یوازي اکټ (حرکت) کوي دوهمه مصرۍ دښځي لپاره داسي وایې
شالیلاپربام ولاړه شال یې ولویدئ له سره
شالیلا پریولوړځای دریږي اوله سرڅخه شال اچوي مځکي ته مومن په دې خاطرشالیلاته نږدې راځي شال راپورته کوي دمیني بهانه جوړوي شالیلا شرمیږي سترګي کښته اچوي اوخاندي داټول څه ښځي په چکچکو او دریوبدرګه کوي مُمثلین خپل تمثل ترسره کوي.
مومن دښو والو اوالري = دشالیلا پرغوږو لاس ورتیره وي
مومن دښو بنګړو اوا لري = دشالیلا پرمړوند لاس ورتیره وي
مومن د ښه امیل اوا لري = دشالیلا پر سینه لاس ورتیره وي
دې ته ورته ډیري نوري مصرۍ چي ډیري یې فی البدیهه جوړیږي اوویل کيږي همدارنګه ډراماتیکي ځانګړتیاوي په ناروکښي هم په څرګند ډول لیدل سویدي چي دغه نقلي ژغونه دوندي اوږد تاریخ لري ، لکه څوندي چي یې نکلونه لري اوهمداسي ویلای سوچي دنکلونو سره یوځای رامینځ ته سویدي چي داده شفاهي اداب نوري اوستري کړۍ دي مايې یوازي په شفاهي اداب کي ډرامه روښانه کړل داکړۍ هم ډیره ستره ده او یوه سترکتاب ته اړتیا لري.