تورپوړنی زړه نازړه په لپه کي راټول کړمه
لاس چي کړمه پورته په دعاله غمه وژاړم
زه دجبران خلیل جبران ددې نظرسره ډېرزیات موافقت لرم چي وایي :
شعرداسي یوفکریانظریه نه ده چي دالفاظو په وسیله دي اظهارسي بلکې شعریوه نغمه ده چي تروینجن زخم یادخنداترډکه خوله راوزي !
دپښتودب په اوسمهاله ډګرکي دګوتو په شمېرښځینه شاعراني لرو چي دنسواني جذبوعکاسه ، دمیني اوټولنیزوناخوالو پریمانه اوترجمانه شاعري کوي لکه سیده بشریْ بیګم ،سلمیْ شاهین ،پروین ملال ،صفیه صدیقي،فریدهوډ حسینه ګل تنها او وږمه درانی :
دسندرو دکوم ښاره چي د درد د ملکي پروین ملال ږغ (۱۳۵۰) واوریدل سودهم هغه ښاره یواربیا دخور(میني انتظار) (۱۳۸۴) ږغ اوریدل کیږي :
د میني انتظار په شاعري کي دنوو امکاناتو څرکونه درسترګوکیږي هم یې اینده روښان ښکاري ، غزل یې یوه دربله د رنګ او اهنګ فضا رغوي ،داتراوسه چي یې شاعري دخپل نارینه چاپېریال د دودیزه ناخوالو اوستونځو په څنګ ښکاري ډېرژربه یې داظهار اړتیا ورته پزړه سي ولي (انتظار) خور شعر د زړه درد پاموي اوپه اظهارکي یې له مصلحته کاراخیستل شاعرانه ګناه احساسوي ، اودشاعرانه ګناه له دې سپېڅلي احساس یې لومړۍ چاپ سوې شاعري بې برخي ښکاري اوپه لومړۍ شاعري کي یې دا اوسنی انداز،مضمون افرینۍ ،استعاراتي باریک بینۍ دنسواني لطیفو احساساتو ترجماني ،یاغي اودلکشه اندازبیان هم لیدلی نسو ،یوډول دمزاج دکرختګي ،دنارینه احساساتو اضطراب اوشاعرانه بدرنګي اوستړيالوستونکي ورپکي محسوسوي ،لاکن دا اوس شاعري یې بیخي خوندوره دهنري پلوه رسېدلې ،یوډول خوشګواره احساس لوستونکي ته ورپه برخه کوي :
دغزل ترلوستلو وروسته یې لوستونکي ته یو ژور فکراوچوپتیا ورترزړه سي دیوښه ساعت لپاره لوستونکي په دې اړباسي چي څه یې لوستي دي په اړه یې یوار بیافکروکړي اودبیلو زاویو یې وڅېري هم دخوشګوار احساس سره،سره د درد او مسرت ګډ امتزاج پکي ولټوي :
د(انتظار) خور په شاعري کي د درد اومسرت داګډامتزاج په مختلفو بڼو خپله بڼه سپڼي اودا یې د داخل ژورغم پیلامه هم کیدلی سي هم یې دشعرد ځانګړي لهجې لار او انداز له دې کوڅې وتلی سي دمثال په توګه یې دابیتونه وګورﺉ :
دکلي نجوني مي له سیوري نه هم کرکه کوي
ستادسپېڅلي محبت په توربدنامه یمه
دپېغورونو زولنې مي په پښو کي پرتې
دخدای وهلي محبت په توربدنامه یمه
زما اروا په شعرمینه ،په غزل مینه
ددغي ښکلي محبت په توربدنامه یمه
یا یې دا بیتونه :
ورسه کاینات ټوله خبرکړﺉ چي
څنګ کي یې ګلپام دﺉ نورڅه مه وایه
دادغلاراتله اوستالانجې ګرانه !
ډېرمي زړه کي وام دﺉ نورڅه مه وایه
مینه مي اشنا! زړګي کي وساته
کلی موبدنام دﺉ نورڅه مه وایه
زه وایم که (انتظار) خورلږنور دغزل دځانګړي انداز خپلولو ستړیا او ریاضت دمطالعې د پراختیا په وسیله پرځان ومني امکان لري په پښتوشاعري کي یې یو جداګانه مقام په برخه سي :
دپښتوغزل اوسمهاله ځني شخصیتونه یانومونه چي داموږیې دطوافونو او ثوابونو او دعاوو،لیوني یو،دپیل شاعرانه ټولګي یې درواخلی څوک په اجمل خټک،اوڅوک په خاطراپریدي پسي تللي دي ،وروسته ورته دخپل ځانګړي انداز او رنګ احساس ورترزړه سوی دی یایې دپیل ټولګي له منځه یوړې یایې په خراش او تراش مصروفه پاته سو :
شاعري دعمرسره تغیرمومي ،پوخوالی نیسي دهنداري حیث غوره کوي ،څېره چي دهروخت دهنداري په کتلو بلده سي نودڅېرې خدوخال په نوي ،نوي انداز درسترګو کیږی هم یې بدرنګي راجوتیږي :
شاعرانه انداز دچاخپلول کوم عیب یاګناه نه ده اصل کي دشاعرمرګ ړوندتقلیددﺉ او (انتظار) خور هڅه کړې اوکوي یې چي خپله شاعري له دې ړانده تقلیده وژغوري هم دځانګړي شاعرانه لهجې خپلولو بریا په لاس کي ولري !
دابیتونه یې وګورﺉ :
مخ که مي دزلفو تیارو ونیوﺉ نوڅه وسوه
ورځ مي په لاسونوکي ،سحرمي په لاسونوکي
خیرکه لاري توري وي ،سفرمو وي بې حده سخت
ګرانه! دوفا داسمان لمرمي په لاسونو کي
خپله جادوګره شاعري پرې زر زرینه کړه
واخله ستاد یاد داوښکوزر مي په لاسونوکي
د(انتظار) خور په شاعري کي هغه کیفیات چي له داخله (روح) څخه رازیږي دیوې مستندي فطري شاعرۍ زیری راکوي ، دشعربڅری روښانولو لره دخپل ذات ډېرڅه لمبه کول دهرچاپه وس نه وي ،داځکه خوله ځینو خلګو شعروویل سي اوشاعرڅوک ،څوک وګرځي :
د(هنري تهامس) په اند:
کوم زړه وړونکی یوشی چي تخلیق کړو نوموږپرمرګ بری ومومو !
د(انتظار) خورشاعري زړه وړونکې ده پرمتعصبانه بڼو او خصلتونو دې دا بری مبارک وي ،دشعر ریاضت اومطالعه دې نوره پراخه وي ،دبې ځایه داد،او ناداد یې لمن په امان پاته سه او داسي بیتونه یو لولپه زړه او تشنه روح لرونکی څوک تخلیقولی سي :
اوس مي کرکه له نامه کړي خویووخت زه
دهغه دخولې شپېلۍ وم ،خواوس نه یم
چي مي نوم دمیني نسو اخیستلی
زه په ژبه چي ګونګي وم خواوس نه یم