د مخلوقاتو پاچا هرڅه ته دواورو په سپین رنگ ښکلا وربښلې وه،د فطرت غرونه د جنغوزو د شنو ونوڅخه ډک وه په ژوره چوپتیا کي ډوب ؤ. هرڅه چی په سترگو ښکارېدل اوسترگویی دلیدلو توان درلود په واورو پو ښل شوي ؤ.د ژمي سړه ورځ وه زه د کور څخه د کلي بازار ته د لرگیو رانیولوپه تکل روان شوم، د کلي نه د وتلو په حال کي د سړک نه لیرې مې پرماشومانو نظر شو دا پوښتنه راسره پیداشوه چې پدې سړه هوا کي ماشومان څه کوي د نوموړې پوښتني د ځواب موندلو لپاره مي خپل مسیر ته دهغوی په لور تغیر ورکړ خو زما غټو قدمونو د انتظار شېبې لنډې کړې د ماشومانو خواته ورسیدم خو هغه ځای ته زما رسیدلو د ماشومانو په لوبو څه اغیزه ونکړه، خپلو لوبو ته یي په هماغه توګه ادامه ورکړه. زه لکه بې روحه دیوال یو څو شیبې ولاړ پاتې شوم، ماشومانو د ټوټو څخه کمربندونه د لرگیو مخابري او کلاشینکوفونه جوړ کړي ؤ. تا به ویل چې مجازي لوبي نه بلکې حقیقي نړۍ ته عملي کار کوي دوه تنه له ماشومانو څخه قومندانان ؤ. یو د دولت له خوا بل د وسلوالو له لوري ، په خپلو منځو کي په جگړه بوخت ؤ یوې ډ لې به بله ډله په واوره ویشتله کله چې به جگړه پای ته ورسیده د جګړي اسیران به یی خپل قومندان ته تسلیم کړل، قوماندان به په آمرانه لهجه اسیرانو ته ویل که زما امر ونه منی یابه مو حلال کړم یا سنگسار که کومو کسانو به د قوماندان امر ونه منلو هغوی به د واورو په پنډسکو سنگساریدل.
د ماشومانو د قوماندان خواته ورغلم ، ما د دوی د نوموړې لوبي علت و پوښت ؟ او دیا دي لوبي په ځای په کورونو کي دښوونځی بیا ځلي سبق لوستل وویل! قوماندان صاحب چی د نورو ماشومانو نه یو څه وړا ندې ولاړ ؤ د یوڅو قدمو په راوړندې کیدو سره یي زیاته کړه مونږ ښوونځی نلرو څنگه سبق زده کړو؟ تاسو خبر نه یاست چې زمونږ ښوونځی د وسلوالو مخا لیفينو له خوا وتړل شو.
بل ماشوم چي د قوماندان څخه لږ شاته ولاړ وو د قوماندان صاحب خبره پري کړه او زیاته یی کړه دری کاله وړاندې ، مونږ په ښوونځي کي د څلور میاشتینۍ ازمویني په ورکولو بوخت ؤ ناڅاپه څو وسلوال ښوونځي ته راننوتل ،د مدیر صاحب د دفتر په لور روان شول د وسلوالو په راننوتلو سره ټولو زده کونکو ازمویینه پریښوده په منډو شول د ښوونځي په صحنه کی سخته گډوډي رامنځته شوه ،مدیر صاحب وسلوال ولیدل د خپل دفتر څخه د وسلوالو مخې ته دباندې راووت زه او یو څو نور ملگري هم د مدیر صاحب خواته ورغلو د هغوی خبرو ته مو غو ږ ؤ وسلوالو مدیرصاحب ته ویل همدا نن ښوونځی وتړه ،مونږ سبا بیا راځو که چیرې ښوونځی خلاص ؤ نو بیا به د سر غوڅ کړو مدیر صاحب د وسلوالو مشر ته په خواره خوله وویل وگوري وروڼو مونږ خپلو زده کونکو ته د اسلامي زده کړو څخه بل څه نه زده کوه داخو هغه څه دي چی دیو مسلمان بچی باید پرې وپوهیږي که چېرې ز مونږ ماشومان زده کړه ونکړي هغوی به د خپل دین، الهی اوامرو د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد( ص) د طریقو څخه بې خبره پاتې شي د ناپوهۍ اوبې علمۍ پرمیدان د یوي ټولني پاتي کیدل په اوسنۍ نړۍ کي ډیره کمزوري او سخته بې همتی ده،ځکه هره ټولنه او هر انسان د ناپوهۍ اوبې علمۍ سره د مجادلي لپاره پیداشوي دي دعلم زده کړه په نراو ښځې فرض ده.
وسلوالو د مدیر صاحب خبره پرې کړه او ويې ویل ته رښتیا وایې خو دا هغه پخواني کتابونه ندي په هغو کتابونو کی الف الله وه نه انار( د الف حرف لپاره د الله (ج )نوم لیکل شوی ؤ او په دي کتابونو کي د الف د حرف لپاره د انار نوم لیکل شوی دی وگوره مدیره(مدیر) که یوه کلمه بله ووایي نو بیا به درته ښه نه وي، له دری کالو راهیسي زمونږ ښوونځی تړلی دی. وروسته د ماشوم د خبرو د خلاصیدو نه؛ ما قوماندان صاحبانو ته ډیر څه وویل؛ مگر هغوی نه یواځي دا چې زما خبره ومني بلکه نږدي وه چي خپلو ډلو ته زما د سنگسار امر ورکړي خو ما په هماغه توگه خپلو نصیحتونو ته ادامه ورکړه وروسته د ډیرټینګار هغوی زما خبره و منله د کورونو په لور روان شول، خو کله چي زه وروسته د کور خواته روان وم ، نوموړي ماشومان مي بیا په هماغه ځای کی په نوموړې لوبې بوخت ولیدل.
دکلونو په تیریدو سره اوس هغه ټول ماشومان ځوانان دي،د بېلا بېلو وسلوالو ډلو ټپلو سره یوځای شوي دي د ناڅرګند برخلیک په لوري راون دی دا زمونږ دټولنېۍ لویه بد بختي ده چیرته چی علم او پوه نه وي هلته نیکمرغي