يو مرشد او د هغه کم عمره مريد له ښار نه ليرې په يو کلي کې اوسېدل. مرشد ډېر دينداره انسان وه او هر وخت به د خدای تعالی په عبادت کې بوخت و او مريد به د نيژدې کليو نه خيرات را ټولاوه او د ملنګ چوپړ به يې هم کاوه.
د مرشد زړه د انسانيت له درد نه ډک وه او شپه او ورځ به يې له ډېر درد او رنځ سره دغه دعا کوله:”پروردګاره ! زه يو بې وسه او بې وسيلې انسان يم او ستا بندګانو سره هېڅ مرسته نشم کولی. خو که ته ما د دې هېواد پاچا کړې نو زما د ژوند هره ساه به د وږو او غريبانو په خدمت کې وي. زه به د يتيمانو، کونډو او د نېستمنو خلکو ساتنه وکړم. زه به د نياو او انصاف رپی (بېرغ) ودروم. بډيخورو او بد ديانتو خلکو ته به عبرتناکه سزا ورکړم. زه به د بې وسو مرستندوی او د ظالمانو په سر فرعون شم.
مريد په دې پوره ډاډمن و چې يوه ورځ به د مرشد دُعا منل کېږي او د دوی ژوند به بدل شي. وخت تېرېده، ورځې شپې شوې او شپې ورځې. په دې وخت کې مريد زلمی شو او مرشد زوړ شو. ورو ورو د مريد په شخصيت کې هم بدلون راغی. اوس به چې کله مرشد لاس په دُعا شو، نو د دې په ځای چې مريد يې څنګ ته کښېني، دی به لاړ او ليرې به يو ځای کې کښېناسته او په غلي غږ به يې ويل:
زما ربه! زما مرشد اوس زوړ شوی. وېښتان يې هم سپين شوي. اوس ما ته هغه د پاچايي له تخت نه قبر ته نيږدې ښکاري. که ته نه غواړې چې يو نېک زړه انسان د دې هېواد پاچا کړې، نو ما پاچا کړه. زه دا ژمنه کوم چې زما به هر کار زما د مرشد د غوښتنو په خلاف وي. زه په پاک زړه ژمنه کوم چې زه به غريبان او بې وسه خلک، نور هم غريبان او بی وسه کړم. زه به هڅه وکړم چې مظلومان نور هم مظلومه کړم .زه به د غلو او د ډاکوانو مرستيال شم او هر عزتمن به بې عزته کړم. زه به بې عزته خلک لوړو مقامونو ته ورسوم.”
په پيل کې به هوښيار مريد غلې دُعا کوله، خو ورو ورو د مريد جرآت ډېرېده. يو څه موده وروسته مريد دې حد ته ورسېده چې کله به مرشد دُعا ته کښېناسته، نو مريد به يې څنګ کې کښېناست او په لوړ غږ به يې خپله دُعا وييله. مرشد به په نمجنو سترګو دُعا کوله چې که پاچا شي نو د عدل، نېکۍ او انصاف رپی به ورپوی او مريد به په قهقه او جګ غږ خندېده، او خپله دُعابه يې کوله. مرشد به وييل چې هغه به خپله خزانه په غريبانو او مظلومانو ووېشي او مريد به وييل چې هغه به په غريبانو او مظلومانو جريمه سخته کړي.
مرشد به په خپل مريد په قهر شو او په لکړې به يې وواهه خو مريد په خپل خره سپور وه او خپله دُعا به يې نه پرېښوده. بيا همغه وشو چې پخوا وختو کې کېدل. پاچا مړ شو او د تخت دعوا دارآنو په خپلو کې جنګ پيل کړ. دور اندېشه وزير همغه وخت ټول دعوادارآن راټول کړل او له جګړې يې د هېواد ساتنې وړانديز داسې وکړ چې د کورنۍ جګړې نه زموږ د وطن ساتنې يوازينۍ لاره همدا ده چې د دې ښار ټولې دروازې وتړو اوګهيځ مهال چې هر چا تر نورو لومړی د دې ښار ختيځ ور وټکاوه، نو همغه به زموږ پاچا وي. د هغه وړانديز د ټولو لخوا په يوه خوله ومنل شو.
مريد د دی پر ځای چی يو واړه کلي نه خيرات ټول کړي، دی په همدې ورځ د ښار خوا ته روان شو. چی څنګه ښار ته ورسېده، د ښار ختيځ ور يې وټکاوه. د ښار د دروازې ساتونکو ور پرانيسته او مريد ته يې سلامي وکړه. او مريد يې په ډېر احترام سره د پاچاهۍ تر تخته ورساوه.
نوی پاچا د پاچاهۍ پرتخت دکښېناستو سره دا حکم ور کړ چی د دې په پاچاهي کې چې څومره فقيران او دروېشان دي هغه ټول بايد زنځير او زولانه شي. د ده دا حکم عملی شو او ټول فقيران او دروېشان ونيول شول. خو له نېکه مرغه د نوي پاچا حکم عملي سي، مرشد په دې خبر شو چې د هغه د اوښيار مريد دُعا قبوله شوه او مخکې له دی چی دی ونيسي او زندان ته يې واچوي، نو مرشد بل وطن ته وتښتېده.
ورسته چی څه وشول هغه دی کومی تشریح یا تبصری وړ نه وه. نوی پاچا پر ډیر صداقت او ايماندارۍ خپلې ژمنې پوره کړې. په پټيو باندی اوبه بندې شوې. غله او ډاکووان يې له بنديخانو نه ازاده کړل او د خپل حکومت لوړپوړي چارواکي يې کړل. نېکو او خدای پرستو خلکو باندې يې سخت عذاب راوست.
کله چې د پاچا ظلم له حد نه ډېر شو، نو عام خلک د نوي پاچا د نسب په لټه شول. له ډېرو پلټڼو ورسته پخواني وزير د پاچا مرشد پيدا کړ او د پوښتنی له پاره هغه ته ورغی.
وزيرپه ډېر دردناکه غږ وويل: د خدای لپاره موږ سره مرسته وکړه. موږ له دې بلا وساته
زوړ مرشد هم له نوي پاچا ډارېده، خو پس له ډېرو زاريو مرشد دا خطر په خپل ځان ومانه.
مرشد دربار ته لاړ او کله چې دربار ته ننوت نو د مرشد په ليدو پاچا ته خپل پخواني وختونه ور په ياد شول. پاچا په ډېره نرمه لهجه مرشد نه پوښتنه وکړه:
پيراومرشده! زه تاسو ته څه مرسته کولی شم
مرشد وويل: زه خپل ځان له پاره څه نه غواړم ، زه يوازې د دې وطن د خلکو لپاره راغلی يم. په دوی رحم وکړه. ته د واک په نشې کې ډوب يې هغه وخت مه هېروه، کوم چې تا به خيرات ټولا وه. له خدای نه وډار شه. دا هر څه فاني دي نو له مرګ نه مخکې يو نېک کار وکړه
پاچا په سختۍ ځواب ورکړ: ګوره ته زما د زغم آزموينه مه اخله. دا د تا نېکمرغي ده چې ته زما مرشد يې او زه په تا لاس نه شم جګولی په دې چې ډارېږم. ته چې ما ته څومره کنځلې وکړې، حق لرې خو خدای ته وګوره ما ته په دې خلکو باندې د رحم کولو مشوره مه راکوه. که د تا په ياد وي نو موږ به دواړو په يوه وخت کې دُعا کوله. بيا دا څنګه امکان لري چې د تا دُعا قبوله نه شوه او خدای تعالی زه پاچا کړم؟ که د دې خلکو اعمال سم وای او خدای تعالی د دوی ښه غوښتلی نو اوس به زما پر ځای ته د دوی پاچا وې. خو دا بدبخته خلک دي. دوی په خپل ښه او بد نه پوهېږي. خدای تعالی دوی ته د جذا ورکولو لپاره زه پاچا کړی يم. اوس به زه تر خپلې وروستۍ ساه پورې خپله ژمنه پوره کوم، خو که خدای په دوی مهربانه شو او زما د ژوند شپې او ورځې پوره شي، هغه بله خبره ده، له دې پرته زه پر دوي د خپل د ظلم لاس نه لڼډوم.
نېک مرشد په ځواب کې وويل: پاچا صاحب ته ريښتا وايې. که دوي د سولې او يا هم رحم وړ وی نو زما د ټول عمر دُعا به بی ظايع نه تله. دغو خلکو چې زما پر ځای ته پاچا کړی يې د دې وړ نه دي چې پرې رحم وشي. ته دې په شوق خپل کار کوه.
خدای تعالی ويلي دي چې ته حرکت وکړه چې زه په کې برکت کېږدم. که ښه وکړې نو برکت به يې ښه وي او که بد وکړې نو برکت به يې بد وي.