(لنډه کیسه)
دلوی اخترشپه وه دکابل اډه دمسافرو ډکه وه ،کلینرانو دکابل کابل ناري وهلي دشپي دوی بجي وی بسونه ډک ډک یوپه بل پسي داډی څخه وتل سیدمحمد دیوبس دروازي ته ورپورته سو ،بس روان ؤ دریور ورته وویل که پردغه اودان کښیني نوراځه بس ډک دی ځای نه سته ،سیدمحمد هم ومنله اوهسي پراودان کښینستی اوبس کرار کرار داډي څخه راووت اوکلینر ددعای خیر ږغ هم وکي او بس دکابل پرسړک ځان برابرکړ ، سیدمحمد دریور ته متوجه ؤ چه هلک دی که پوخ سړی دی ،دریور تکړه او په هډ پوخ سړی معلومیدی ، زړه یی یو څه بیغمه سو ځکه اوس خو بیخي هلکان دغه لوی بسونه چلوی او هره شیبه د ترافیکی پیښي امکانات سته . توره شپه ده ټول سپاری ارام مګر وارخطا ناست دی ځکه چه دغلو بیره هم سته او دابیره هم وه چا که دامریکایانو قطار په لاره کي وی نو ډیر به وځنډیږي ،کله کله خو پرلاری جنګونه هم پیښیږي ، دطیاروبمبار هم دامکانه لیري نه وی ،هغو ځایو کی چه پلونه وران سوی دي نو موتران مجبوره دي چه دسړکه واوړي او دمینو خطرهم وی، ټکرونه ،لا بل خطر دی څوهفتي دمخه یو ۳۰۳ بس دتانکرسره ټکرکړی ؤ او ۴۰ کسه پکښي مړه سوه .
سیدمحمد دوی سترګی سړک ته نیولي دی ، کله کله خو دموترسوچبورد ته هم ګوری چه په کوم سرعت موتر روان دی . سهارګه وه چه دقلات دښار غونډی راښکاره سوه ښار ته نارسیده دتیلو دپمپ څنګ ته دیو هوتل مخ ته بس ودریدی کلینر ناری کړی چه ژر لمونځونه وکۍ ،چای مای نه سته هسي حرکت کوو ،همداسي هم وسوه پسله نیم ساعته موتر حرکت وکړ ، ترنورک تیر سوه او دشاجوی علاقی ته داخل سوه ،پر لاره څو ځایه پلونه وران سوی وه ،بعضو ځایو کي موقتي پلونه نصب سوی وه اوبعضي ځایو کی موتر دسړکه اوښتی ، دسهار اته بجي به وي چه دشاجوی بازارته ورسیده ، سیدمحمد بازارته ځیر سو ، اوتیر یادونه ورپه یادسوه هوکی هغه سړه اودرنه شپه ورپه یادسوه.
دنن څخه ۳۰ کاله وړاندي سیدمحمد دنورو مسافرو په څيرمجبوره سوچه د شاجوی په بازارکي شپه تیره کړی ،په هوټلونو کی ددوو ګوتو ځای نه ؤ مسافر دښځو او ماشومانو سره وارخطا دا هوتل اوهغه هوتل ته وتل اوننوتل چه په دی یخه هوا کي دشپي دتیر ځای پیدا کړي ، دماشومانو ژړا ،زګیروی او ټوخا هری خواته اوریدل کیده ، دلاری دسرهوتلونه ټول ډک ؤ، دوی دري کورني په یوه کنډواله دوکان کي ځانونه پنا کړی وه ،ددوشپو مسافر په دي محدودو هوتلونو او کنډوالو کي شپي تیرولي ، دپښ دکندي سره جنګ روان ؤ دروسانو پرقطار مجاهدینو حملي کړي وی ،میګ طیارودبمبار غړومبۍ اوریدل کیدی ، څرخي الوتکي ډیري لوړي ګرزیدي ، خلکو ویل چه دوه پلونه مجاهدینو الوزولي دي اوپنځه ټانکه یی سوځلی دی .
سید محمد په هوتل کی په چورتونو کي ډوب ؤ.کله به پښیمانه سو چه څه بلا یی غوښته چه کابل ته یی کډه کوله اوکله خوبه یی ځانته قناعت ورکاوه چه حداقل ژوندي خو به پاته وی . هوتل ډیرتاریکه او ددودونو ډک ؤ هوتل خونه ؤ بلکه یوه لویه کوټه وه چه کړکیانو یی هنداری نه درلودی پلاستیک یی پرمیخ کړی ؤپردروازه یی خیرن عسکری کمپل دیخ دمخنیوی په خاطرځړولی ؤ ،دهوتل وشاته دښځو لپاره یو جلا کوټه وه چه یوه چادري بخاري پکښي ولاړه وه . دادلاري دسرهوتلونه دی خدای په چا نه ویني ،ددو ورځو شومانده خواړه په ګرانه بیه او دبلي خوا دهوتل تاجايی دغریبو کورنیو لپاره تروس تیره خبره وه ، دژمی شپي اوږدي وی څوک ویښ څوک بیده وه، شپه ترنیمايي اوښتي وه ، دهوتل دروازه په درزي وټکیدله او یو سړي ناري وهلي چه دخدای لپاره ماشوم می له یخه مري ، ځای راکړی ،هوتلي چه سترګی موښلي دخپل تخته دانه راپورته سو اوویل چه یاره ورتیرسه هاخواته بل هوتل دی ،سړي ناري کړی چه ټولو جواب راکړی دی ،سیدمحمد پرهوټلي ږغ وکړ چه ورکړه ځای ورکړه بیچاره مسافردی ،هوتلي وویل راسه ښځه اوماشوم دي دشا پرلار کوټي ته وروله او سل افغاني تاجايی به هم پیشکي راکوی ،سړي ښځه دمخه کړه او دښځو کوتي ته یی وردننه کړه ، دشپي چوپتیا به دمسافرو په ټوخي او یاد سپیانو په نارو ماتیدله دلیری او نژدی سپیانو ږغ راتي ،کله به یوه دوو سپیانو ناري وهلي بیا به دسپیانو غپا په ډل ایز ډول لیری سوه اوبیابه نژدی سوه ، کله چه به لنډه چوپتیا وه اودلنډ وخت لپاره به ټوخا او دسپیانو غپا سوکه سوه نودسیدمحمد سترګي به سره ورغلي . داځل دسپیانو غپا نه وه بلکه دهوټل په پای کي وړوکی کړکۍ په درزي وتکوله سوه او دښځو ناري واوریدل سوی ،ټولو مسافرو سرونه راپورته کړه ،هوتلي کړکي ته وروځغستله ،تیاره وه یو الیکین څراغ چه ښیښه یی توره سوی ؤاو دود يي ترسرراوت لږ څه روښنايي کوله خوبیا هم هوتلي په یومسافرکی وخوت اوځغوارسو ، دمسافر ناري سوی کوردي خراب سه پښتۍ دي راماتي کړي ،هوتلي راپورته سو سمدلاسه یی کړکۍ خلاصه کړه ښځي ماشوم په غیږکی نیولی اوپه ژړا ناري وهی چه هلک می نه ژاړی ،نه ښوري دخدای لپاره ،دهلک پلار جست راوغورځیدی او ماشوم یی دښځي څخه رواخیست او ناري کړی دلته ډاکتر نه سته چا جواب ورنکړ ،ښځه همداسي دکړکي په هاخوا ژاړي اونوري ښځي یی څنګو ته ولاړي وی اودلاسايي ورکوی . په دي حال کی دماشوم پلارښځي ته په قهر وايي مخ پټ کړه . یوسپین ږیری رانژدي سو اودلاس څراغ یی دماشوم مخ ته واچاوه ،دماشوم سترګی نیمی خلاصي وی ،سپین ږیري ګوتي پرتندي ورکښیښودي ،تندی یی یخ پخ ؤ ،پزي اوخولي ته یي لاس ونیو اوساه نه تري وته پرځیګريي لاس ورکښیښود زړه یی حرکت نه درلود سپین ږیری دماشوم سترګي ورپټي کړي او وویل چه ماشوم خلاص دی ،دښځي ژړا نوره هم ډیره سوه او سړي ماشوم په ځیګرپوري ټینګ ونیوی ، ټول چپ دي څه نه وايي ډسهار اذان او دښځي ژړا سره ګډه سوه ،هوتلي کړکي وتړله او ناري یی کړي چه داوداسه تودي اوبه ګډوه په پنجي ده ، مسافر دخپل مړماشوم یخ بدن په سینه پوري ټینګ نیولی دی ،لار اوګودر تري نه ورک دي څراغ والا سپیین ږیري ورنژدی سو اوماشوم يي دپلار دلاسو نه واخیست او سیده يي پری ایستۍ د لونګوتي نه يي یوه نري تراډه څیره کړه دماشوم زنه ،اودپښو ګوتي یی وتړلي .
هرځل چه سیدمحمد دشاجوی دبازاره تیریږی نوداسړه شپه یی وریادسي .