لنډه کيسه
زه د کندهار ښار اوسيدونکي يمه او دلته مې زوکړه سوي ده او هم دلته مې پلار وروڼه او نيکونه پيدا سوي دي .موږ له ډېرپه خوا نه ماړه شتمن وو. او بيا د تېرو جګړو پر مهال موږ د نورو افغانانو په څېر ډیر وځوریدو، چه لاملونه يې هر چا ته معلوم دي خو پرته له دي چې ووايم موږ په افغانستان کې د تېرو دورو پر مهال څومره کړول سوي يوو. اوس مهال په ډېره سخته ژوند تېروم په داسې حال کې چې ټول خلک هم را پوري خاندي او ټول خلک را ته د کرکي نه په ډکو سترګو ګوري.
زه پوهيږمه چې په تېروختوکې به خامخا زموږ د کورنۍ مشرانو او نورو د خداى پاک له درباره او ورکړي څخه نا فرماني کړي وي او یا د هغوۍ اوامر يې نه دي منلي که چېري وکتل سي نو موږ خو مخکي ډېر هستمن او ماړه وو او زموږ کورونه، دوکانونه، ځمکي او نوری هستي لرلي خو اوس مهال هيڅ هم نه لرو دا په دي چې د الله پاک نه ده خوښه چې موږدي په یوه ګوله ډوډۍ ماړه واوسو.بیا هم موږ شکرکاږو چه ژوندی یوو.
ما اوريدلي دي چې څوک د الله پاک پرورکړه شکرونه باسي او يا خو د الله پاک بې وزلي مخلوق ته په کمه سترګه وګوري نو هماغسي به ورسره کيږي.
زما پلاراو وروڼه دومره په خپله دنيا مست ول چې بېخي يې څوک په سترګو نه ليدل يواري مې پلار د مجاهدينو په وخت کې شهيد سو او زه نه يمه خبره چې څنګه شهيد سو، بيا مې مشر ورور خلکو وويشتي او دا سې دا لړۍ روانه وه تر څو چې زموږ په کورکې يوازي زما کوچنى ورور پاتي سو، دري وروڼه مې شهيدان سول مور مې په خپلو زامنو پسي زهرچاودي سوه او هغه هم مړه سول.
په کورکې زه دوي ورينداري، دوي خوندي، يو کوچنى وروراو يوه عمه مې پاتي سولو زموږ د کور سرپرستي زما اکا کوله کنه نور خو زموږ خاوري په سروي.
زما ورورغټ سو او زه يې هم ورکړمه اوواده یی کړمه، زه يې داسې کس ته ورکړمه چې په ارغنداب کې يې يو کوچنى باغ درلودى، کله چې د ويش وخت راغلى زما خاوند ته د باغ دېرش جوي ورسيدي په هغه هيڅ نه کيدل او دلته په افغانستان کې جګړي هم روانی وي او زما خاوند په پوسته کې سپاهي وو.
په هغه وخت کې يې سربازورته وايه. زما خاوند موږ پاکستان ته بوتلو او زما د پلار کورنۍ مخکي لا هلته تللي وو. زه ددوو لوڼو او يوه زوى سره په سرخاب کې پراته وو. هلته مو هم سم ژوند نه وو. ټولو خلکو به ويل چې اغا ولي په سربازانو کې دى بيا زما خاوند د کوټي ښار ته بوتلو او همداسې موږ له کوټی نه کراچي ته ولاړو.
په دي وخت کې مې خاوند د مجاهدينو له ويري د سربازانو څخه راووتى او بيا زما خاوند په کراچي کې ريړى (کراچي)کوله.
په کندهار کې زموږ هيڅ نه وه پاتي يوازي کوچنى باغ وو .چا به ويل چې په افغانستان کې به جګړه پاى ته رسيږي ولي زما خاوند د همدي خاطره افغانستان ته راغلي اوخپل باغ يې په نيمه بيه ورکړى وو. او ورسره سم موږ په کراچي کي په هغه لږ ګذاره کوله او هم مې خاوند رقشه (ریکشا) چلوله د هغه د ورځي په ګټه موږ خپل کور چلوي او خپل دغریبي ژوند مي پری کاوي.
د هغه نه وروسته په افغانستان کې لږ څه ارامي راغله، روسان ووتل او ډېر افغانان افغانستان ته راغلل موږ هم کند هارته راغلو. دلته چې راغلو زما خاوند بيا د مجاهدينو سره وو. کله چې د امير لالي او نه پوهيږم چې نور څوک وو، جګړه وسوه په هغه جګړه کې زما خاوند شهيد سو زه بی خاونده او اولادونه مې بیپلاره یتیمان پاتي سول.
زما د پلار کورنۍ هم در به دره سوي وه، او ټول په يوه ګوله ډوډۍ پوري حيران وه.
زما د پلار په ژوند کې يو چا زما کوچني ورور ته ښځه ورکړي وه، کله چې موږ يا زما د پلار کورنۍ مسکينان او کمزوري سولو نو هغه يې ور نه وګرځوله. زما ورور مرکي پر وکړي خو کارنه کيدى او نه هم زما اکا خاص سر په ګرځوى او نه یی په دي اړه مرسته کوله. با الاخره زما ورور د خپلي نامزادي ورور (اخښي) وويشت هغه ټپي سو دا هغه وخت وو چې طالبان را غلي وه او حکومت ددوي په لاس کي وو.
هغه چې کله جوړسو زما ورور بندي وو. زما ورور ايله سو دري مياشتي به نه وي تيري سوي چې زما ورورهم دهمدي خلکو له خوا ووژل سوښځه اوکوريې تالا پاتي سو.
زما د پلار د کورنۍ څخه موږ خوندي او زما يوه سپين سري عمه پاتي وه هغه هم ددي نه وه چې کورسره را غونډ کړي او بله داوه چې په کورکې څوک نه وو. زما اکا زما عمه ساتله د هغي دژوند داستان او کیسه بيا ترموږ لا خرابه ده زموږ کورنۍ پاى ته ورسيدله او وروستى څه يې زما دوي خوندي او يوه عمه وه.
د طالبانو پر پنځم کال مې عمه هم مړه سوله او موږ نور له هرڅه نه بې برخي سولو.
زما کورنۍ ته به راسم زما زوى هم د طالبانو سره غورځيدى بې سواده وو. په يوه موټر به يې خلک خطا ايستل او جنګ ته به يې بيول خو کله چې زما زوى ور سره ولاړى نو په جنګ کې يې يوه پښه پري سول او هغه اوس په کور کې ګوډ را ته ناست دى.
بيا مې يوه ښځه ورته وکړه هغه هم چنداني شى نه ده ځکه چې په يوه سترګه ړنده ده ، داځکه زما ورور ته بل چا ښځه نه ورکوله.
دوه لوڼي مې واده کړي دي او زه اوس دومره نه لرمه چې ويې خورمه خيرات هم نه ټولوم نو په دي ژوند به زه اوس څه وکړمه.
زه دا نه وايمه چې الله موږ ته هيڅ نه دي راکړي. ډېر څه يې راکړي دي او موږ نه پري پوهيږو اوس چې د روژي مياشت ده نو زه خيرات ته راوتلي يمه کنه زه خو د خيرات ټولولو نه يمه.
اوس غواړمه چې لږ پيسي پيدا کړمه او بيا خپل زوى ته يوه کوکه پري را نيسم او په دي سره به ژوند کوو.
دا زما د تیر ژوند یو کوچنی داستان وو چي د جګړو له امله می خپله غټه کورنۍ له لاسه ور کړه او نن ورځ در به دره یوو.داسی کورني خو نوری هم ډیری چه د ژوند ستړي داستان یی ترما لا ستومانه او خاوری پرسر دي.
زه بیا هم دخدای تعالی څخه خوشاله یم چه ما اوزما اولادونو ته ژوند را کړی دي.