بیګاه تر چرګ بانګه مې لکه کبابي پکی ( پايک) واهه. چې لاس به مې شخ شو، تروې اوبه، به مې سترګو ته راغلې او خارښت به یې شروع کړ.
په خپل ځای ناست وم، توشکه سره شوې وه،اړخ نه لګیده.
شپه ارامه وه، پاڼه هم نه رپیده ، خو له نږدې کورونو د وړو ماشومانو د ژړا نري- نري غږونه راتلل او په دې توګه یې خپل احتجاج کاوه.
حیران وم، څه وکړم؟ د خپل ویده ولس سکوت ته فکر وړی وم، دوی له ماشومانو هم بدتر دي، هیڅ غبرګون نه ښيي.
د خپل هیواد سرکشه سیندونو ته په زاریو شوم:
سیندونو!
راشئ
نور خپل مزل را لنډ کړئ، نورو ملکونو ته مه ځئ
راشئ،
په ارګ ننوځئ
په وزارتونو ننوځئ
په ملي شورا ننوځئ
د ولایتونو په مقامونو ورننوځئ
او هر هغه څوک له ځانه سر یوسئ،چې د ولس او هیواد د سوکالۍ فکر نه لري.
محمد نعمان دوست، جلال اباد
۱۳۹۱، د زمري ۱۲مه