داخوبه ټول منو چې ژوند خوږ دى خو دې ژوند ته دومره خوږوالى چا وربښلى پدې فکر پکار دى ځکه انسان فطرتي خوږ وي او د ځينو سره د نورو انسانانو مينه يو ځاي شي چې د ژوند وختونه ورته نور هم رنګين کړي. قدرت خاوند( تعالى) د انسانانو ترميځ داسې يو تړون راويستې که انسان هر څومره زيار وباسي کار وکړي. خو که د ميني يو څاڅکې ورورسېږي.د ژوند ټوله ستړيايې ختمېږي او د يو آرام او ښه ژوند احساس کوي خو چې چا ته د مينې اوبه د هغه يخ خاورين منګې نه چې د چنار لاندې اېښودل شوى وي د کلي تور کارغان ترې اوپه څکې خو د مينې شاعران ترې اوبه نه شي څکلى دا ماته يوه ستره جفا ښکاري. زه کله کله د ځان سره وايم لکه چې څنګه هغه خلک به زما په قدر پوي نشول همدغه شان زما د ګران شاعر ملګرى جعفر هاند په قدر هم څوک ندي پوه شوي ځکه خو يې د بدن څخه تاوده تپونه او د خولې ساړه اوسلي خېژي دا ټول د مينې زور دى چې د راډيو له لارې ټوله نړۍ آواز او فرياد اوري دا هم د خداي ج له خوانه د مينې يو بدل دى چې په مقابل کښې ورته د قران کريم مينه په زړه کې ځاى کړه يعنې جعفر هاند قاري شو هاند د مينې او دوستۍ ښکاره سمبول دى ځکه خو يې په ځوانه ځوانۍ کې د مينې تنور ته ور دانګلي او د مينې دغو سرو لمبو ته يې غاړه ورکړې خو جعفر بيا هم دومره تکليفونو باوجو خپل ځان هاند ګڼي او ځان اوس هم د هري قربانۍ ته تيار بولي لکه چې وايې
دا چې ستا مينه کې سور اور قبلوو ، مرګ قبلوو.
دا خو په نيت د جنت ګرانې ! جهنم ته دانګو
نور نو د ساندو کړې بس له دغه چم باروو
نور د سندرو او ټپو مست ترنم ته دانګو
هاند ټول عمر د غمونو سره لوبيدلې د ژوند خواږه يې ډېر کم څکلي خو زه بيا وايم ژوند چې خوږ کړي. همغه بيلتون خوږ کړي. په مينه کې بيلتون او دا نکړي، نکړي کله خفګان کله خوشحالي کله يو ځاى او کله جداي ژوند او په ځانګړې توګه مينې ته يورنګه خوند او ښکلا بخښلې شي . که دغه د مينې زور نوې نو هاند صيب څنګه د شاعرۍ ټولګه وکړې وه. دا ټوله د مينې قوه وه. چې د ته يې ديکه ورکړه شاعر کړ ليکوال او ژورنالېست کړ. دا ټول د مينې زور وه که مينه نه وي کېداى شي جعفر هاند وي خو پدې مقام به نه وي زه د هاند مينې ته زېرى ورکوم او دې خبرې ته يې پام راوړم چې جعفر هاند اوس يو نړېوال سړى دى او زه يې راتلونکي نور هم روښانه وينم ځکه د هاند سره د څاروان په شان ځوانان ملګري شوي دي. زه د جعفر هاند په شاعرۍ کې يوتنده وينم خو دا تنده به يو ورځ دده په سرو اننګو ماتېږي ځکه دا دنيا د اميد دونيا ده خو د پوره کېدو يو ورځ هم راتلونکي ده څکه هلته به ټول انسانان ځوانان وي. د مرګ يوه به نه وي درقيب يوه به نه وي هر څوک به خپلې مينې په ننداره وي. نه خپلې خبرې رالنډوم او جعفر هاند صيب ته د لوى خداى ه پراخه وسيله او د شعر چينه تانده غواړم او يو ځل ور ته بيا وايم چې زه هم ستا د کاروان ملګرى يم