کور / نثر / (د ولس موسیقي)

(د ولس موسیقي)

(زه په دې خبرې کولی شم چې هر څه پخواه څرنګه وو او اوس څرنګه دي. خو دا ویل چې هر څه پخواه څرنګه وو او اوس څرنګه دي ډېر ګران کار دی. زه صرف کوښښ کولی شم.)


که چېرته له ما څخه غوښتنه شوې وای چې د عبدل د لنډو کېسو کتاب ته نوم غوره کړم نو ما به پورته یاد شوی نوم ورکړی وای. زه دا خبره د درناوي لپاره کوم. په دې کتاب کې د عبدل هره کېسه ډېره غوره او تر ناممکنه حده کامیابه ده.


د ده د کېسو پلاټونه د عامو سړیو او ښځو د بدبختیو کېسې دي چې له ډېرو ستونزمنو حالاتو سره مخامخ دي. آیا د داسې ژورو حقایقو د څرګندولو لپاره یوازې الفاظ کفایت کولی شي؟ زه فکر کوم هو. خو په هغه صورت کې چې لوستونکي د ژبې ستونزه (ترجمه) په نظر کې ونیسي او یو څه خواري پخپله هم وکړي.


شاید د عبدل د لیکنې انداز ډېر فصاحت او بلاغت ونلري. خو دا هم ضرور نه ده چې ډېر فصاحت او بلاغت دې پیغام په سمه توګه ورسوي. د عبدل د کېسو پیغام دومره ژور دی چې یوازې په فصاحت او بلاغت کار نه کیږي. د عبدل د کېسو په انګریزۍ ترجمه کې یوې خبرې ته زما پام شو. هغه دا چې د نوموړو کېسو ژباړن په دې نه دی توانېدلی چې مناسبې انګریزي کلیمې پیدا کړي. د مثال په توګه (دوزخ) لپاره د (غونډۍ) او همدا ډول د (کلا) لپاره د (لرګین دېوال) کلیمې کارول شوې دي. اول ما دا فکر وکړ چې ترجمه یې باید اصلاح شي. خو بیا مې وویل چې نه هېڅ پرواه نه کوي. څنګه چې دي همداسې ښې ښکاري.


فکر کوم دلته که زه په لنډه توګه د ځان په هکله وغږېږم نو بده به نه وي. د لیکوالۍ د شوق سره سره زه سندرې هم کمپوز کوم. خو پیانو چندان ښه نه غږوم. اکثر داسې کېږي چې زه په ځینو داسې کلبونو کې پیانو غږوم او سندرې وایم چې هلته نور ډېر ښه پیانو غږونکي هم پیانو غږوي. خو خبره دا ده چې هغوی اکثر وخت زما په څېر خپل کمپوزونه نلری. نو د حیرانۍ خبره دا ده چې زما په کامیابۍ کې زما تېروتنې هم لاس لري. زه کوم موسیقار نه یم. بلکه یو عادي سړی یم او خلکو ته خپله موسیقي اوروم. زما تېروتنې کومه ستونزه نه رامنځته کوي نو ځکه یې زه پروا نه کوم. اورېدونکي زما غږ اوري. هغوی هوښیار خلک دي او په دې ښه پوهېږي چې ما باید په کومه ګوته کوم تار یا پرده غږولې وای. خو هغوی دا تارونه او پردې په خپلو مغزو کې اصلاح کوي او په عین وخت کې ماته غوږ نیسي. همدا سبب دې چې ماته تل د سندرو ویلو لپاره بلنه راکول کېږي.


الفاظ د غم او درد په بیانولو کې اکثر له مشکل سره مخامخ کېږي. خو عبدل پر دې مشکل برلاسی دی او همدا خبره په کېسه لیکنه کې د ده کامیابي ثابتوي. نو ځکه زه عبدل ته سوال کوم چې خپلې کېسې نشر کړي. په دې پسې دې نه ګرځي چې په ترجمه، چاپ او متن کې څومره ستونزې دي او فصاحت او بلاغت پکې شته او که نه. د عبدل کېسې موږ ته دا وایي چې حالات څرنګه وو او اوس څرنګه دي. خو د یو لیکوال په ژبه نه بلکه د یو عام وګړي په ژبه. دا د عبدل لاسته راوړنه ده. تاسو خو پوهېږی چې زما د خبرې مطلب دا نه دی چې عبدل لیکوال نه دی. هغه یو لیکوال دی، او زما به نظر یو ډېر ښه لیکوال دی. هغه په خپل چاپېریال کې د بدبخیو په هکله هغه څه وایي چې باید وویل شي. عبدل دا هرڅه په ساده ژبه وایي. د هغه د کېسو انځورونه روښانه او صحنې زړه راښکونکې دي. بلکه کله نا کله خو غلطه ترجمه هم د هغه خبره ښایسته کوي. پوهان شاید له ما سره په دې خبره جنجال وکړي. خو زه وایم چې د هغه کېسو ته که وکتل شي نو دا تېروتنې یې نه شي بدرنګه کولی. نو ډېر ورپسې مه ګرځی.


د انتون چېکوف په هکله ویل کیږي چې د هغه ملګرو د هغه کېسې وژغورلې. کنه نو هغه به تل د خپلو کېسو د پیل او د پای برخه له منځه وړله. صرف منځنۍ برخه به یې خوښوله. زه فکر کوم د اول ځل لپاره داسې یو لیکوال(عبدل) لولم چې د خپلو کېسو پیل او پای ته ډېر ښایسته رنګ ورکوي. تر کومه ځایه چې د غربي لوستونکو خبره ده نو زما په اند هغوي به د عبدل په کېسو کې ډېره دلچسپي واخلي. خو هغوی باید ژباړن وبخښي. (که نه یې بخښي نو زه فکر کوم دا د هغوی خپله ستونزه ده.)


غربیان د عبدل په کېسو کې د یوې عجبې او نا اشنا دنیا حال لولي. موږ دلته په غرب کې (سپین ږیري) نلرو. خلک ځانته ژوند کوي. خو واکداران ښه ډېر لرو. او ځینې خو یې له موږ څخه کشران دي. زما خپل عمر هم داسې دی چې ځانته سپین ږیری ویلی شم. خو خلک مې چندان پروا نه کوي.


د عبدل کېسې به د غربي لوستونکو ډېرو پوښتنو ته ځواب ووایي. د مثال په توګه په داسې حالت کې به ژوند څه ډول وي چې د سېلاب وېره د انسان پر سر څرخیږي. د ده کېسې په دې موضوع هم رڼا اچوي چې په ویشل شوو او خونخوارو ټولنو کې انسان څرنګه ژوند کوي. داسې ټولنې چې د ترانسپورت وسیله نلري او یو سروېس یې له تمدن سره نښلوي او بېرته یې له تمدن څخه را بېلوي. په دغو کېسو کې یوه کېسه د داسې کورنیو په هکله ده چې ډېر ماشومان لري او تل یې دکورونو مخې ته راکټونه چاودېږي. دا کېسه به د هغو لوستونکو لپاره ډېره وېروونکې وي چا چې له داسې سیمو ډېر لرې ژوند کړی وي چېرته چې پوځي شخړې او جنګونه رامنځته کېږي. دلته په غرب کې هم ځینې خلک په دکتاتورۍ کې ژوند کوي. هغوی په دې ښه پوهیږي چې د یو داسې رژیم تر سوري لاندې ژوند ډېر سخت دی چې پالیسي یې هسې په بیانولو کې سمه ښکاري خو د ډېرو خلکو سر پرې نه خلاصېږي او ورسره موافق نه دي. زه پخپله د کارګرانو حکومت خوښوم. خو په انګلستان کې نن سبا د محافظه کارانو حکومت دی. که څه هم دلته بدلونونه دومره ډراماتیک نه وي لکه څومره چې د عبدل په کېسو کې دي. خو دا نشو ویلی چې دلته خلک پرېشانه نه دي.


غربیان کولی شي چې د عبدل په کېسو کې هغه ډول ډول شخړې پیدا کړي چې دوی هم ورسره مخ دي.


عبدل که په راتلونکي کې هر څه لیکي خو زه فکر کوم چې دا کیسې باید د ده لپاره تل د ویاړ سبب وي. یوه ورځ به هغه پوی شي چې د دغو کېسو لیکلو بله لاره نه وه. د دې امکان هم شته چې ځینې لیکوالان شاید د عبدل په کېسو کې بدلون راولي، یو ټکې به وړاندې یا وروسته کړي او یا هم یوه جمله به له یوه ځایه څخه بل ځای ته یوسي. خو زه فکر نه کوم چې دا هرڅه به د عبدل په کېسو کې نور ښه والی راولي. (بلکه زه وېرېږم چې شاید د ده کیسې سختې بدرنګې کړي.)


د عبدل د کېسو له لوستلو څخه وروسته د هغوی صحنې، سیناریوګانې او ډایلوګونه په هماغه ډول د لوستونکي په ذهن کې نقش پاتې کیږي څنګه چې ترجمه شوي دي. تاسو به د لوستلو په وخت کې د هغه کرکټرونه محسوس کړی. تاسو پوهېږی چې په دې کرکټرونو څه تیریږي او دوی څه ډول وحشت محسوس کوي. کله چې تاسو د عبدل کېسې لولی نو د هغه په دې لویو لاسته راوړنو فکر وکړﺉ او دا هم مه هېروی چې دا د یو لیکوال نه بلکه یوازې د یو عام وګړي غږ دی.


زه عبدل ته سلام کوم او لوستونکو ته سپارښتنه کوم چې د هغه کېسې ولولي او خوند ترېنه واخلي. لوستونکي باید د هغه پر کېسو نقد ونکړي او ورته د زړه راښکونکو او اغېزمنو لنډو افسانو په سترګه وګوري.


 


نایجل


ګاډفري، ګرېټوریکس


۸ فبروري، ۲۰۱۱


 


 



Music of the People


“I’d like to tell you how it is (and was), but tell it as it was (and is) I can only try:” This is the title I would consider giving to Abdul’s book of short stories if I were asked to select one. In saying this, my intention is complimentary. Abdul’s stories in this book are each good for the nearly impossible success that they achieve.


His plots are purely the plight of men and women facing extreme odds. In covering such profound realities can words ever be adequate? Only, I suggest, if readers do some work to make up for the excusable inadequacy of language.


Only rarely can one say that Abdul’s style in them is “eloquent.” But more eloquence would not render them, in any sense, more correct. This is because the assignment that eloquence would face in these stories is, simply, too tough. This brings me to something I noticed about the translations into English. Their translator, it seems, has struggled often to find English words to include, some of them quite simple e.g., having used “hill” for Hell; “fort” for, perhaps, ‘homestead fortification’ (or, say, ‘stockade’). At first I thought ‘improve the translations.’ Then I thought ‘No. No. It doesn’t matter. They work as they are.’


Perhaps it will help, here, if I explain, briefly, about myself. Apart from my interest in writing, I compose songs. But my piano-playing is very poor. It happens that I often play and sing at a club where several fine pianists also play. Usually, however, unlike me they don’t play their own compositions. So, strangely, the power that I achieve, despite my poor playing, partly stems from my mistakes: I am an ordinary man (not a musician), playing his own music for the people. My mistakes don’t matter, therefore; don’t matter at all. The audience hears my voice, knows what notes I should have played with my hands instead of the ones that were wrong and its ears correct my wrong notes and chords in their heads as they listen! I am nearly always invited me to perform, therefore.


The power of Abdul’s story-telling lies in how he overcomes the problems caused by the struggle words have individually to reach and to express sadness and pain. So, I am begging Abdul to publish his stories with all mistakes just as they came out in the translation, and in the layout, and in the text, and in every present absence of eloquence. What his stories tell you is


“how it is, and was,” from the eyes and lips of an ordinary man, not ‘a writer!’ That is his achievement. I do not mean to suggest that a writer he isn’t, you understand. It is the opposite. He is a writer; and, in my opinion, a fine one. He says what ought to be said about the horrors and ironies that he sees happening around him. And it comes out in simple language, clear images, powerful situations, and, as I have said, accidentally, through some mistakes of language that have crept into the translations. Academics might quarrel with me on this, but I say the pieces are all the stronger for the mistakes!! (Leave them alone.)


It was said of Anton Chekov that his friends ‘had to rescue’ his short stories before he had cut the beginnings and ends from his drafts. Apparently he had a preference for just the middle sections of his stories! For the first time I think I have encountered the work of a writer, Abdul, who leaves out the tops and the tails of his stories to great effect. As regards their impact on Western readers, I think interest will be there. But they should forgive the translator. (If they do not, then that is their problem as far as I am concerned.)


It is a strange and unfamiliar world Westerners read about in Abdul’s works. Of course, in the West we have few if any ‘elders.’ Its peoples are fairly individualistic. But we have plenty of authorities over us (some of them relatively young). I am old enough myself to be an elder, as a matter of fact, but few people here take any notice of me! But Western readers will have many questions answered by the stories – about, for example, what it is like to live with the fear of flooding; they will glean some insights on what it is like to live in murderously divided communities, or in communities, off the beaten track, which lack adequate transport other than their feet and a bus service into and from ‘civilization.’ The story about the members of a family with children facing the ordeal of rockets exploding near their home is especially haunting to those readers who have lived always remote from areas enduring military conflict at close quarters. Some Westerners currently living under Dictatorships will especially relate to how tricky it is to be a dissenter under the thumb of a prevailing, seemingly laudable, regime having justifiable policies (which it polices sternly) that, however, make limited sense to pockets of people, here and there, who are under their direction and control. It happens I prefer Labour governments, for their concern for ordinary people, but in England currently it is a Conservative regime. Changes this causes may not be as dramatic as those described in Abdul’s stories but that does not stop them from being uncomfortable.


Westerners will be able to relate to sundry controversies that he touches upon.


Whatever Abdul goes on to write in the future, he should always look back with pride, I think, to these stories. One day he will know how else he might have written them. It is true another writer could carefully change a word of Abdul’s here, or relocate a sentence there; now and then another writer could develop a situation differently – but of one thing I am absolutely sure: few if any of these steps if taken would improve the stories at all (might even destroy them utterly).


The incidents, scenarios and dialogues, just as they are expressed in rough translation, all stay in the mind after you have read them. You feel for the characters you have met through them. You understand what they are going through (at least some of it), whilst you are able also to imagine the horrors that they feel. Ponder on the enormity of these achievements of Abdul’s in the texts while you also consider that the voice throughout the stories is, plainly and simply, that of ‘an ordinary man’ not that of ‘a writer!’


I raise my hat to Abdul; and unhesitatingly commend readers to read these pieces, to enjoy them uncritically as, collectively, arresting and affecting, perhaps unique, examples of journalistic short fiction.


Godffrey Greatorex


08 Feb 2011