کور / نثر / زما د ښكلې پښتونخوا د غرو سرونه

زما د ښكلې پښتونخوا د غرو سرونه

سعيد زابلى


ايېنه زما وجود ته سوال دى، ګواکې نه يمه زه


هره رڼا راته پيغور ده، چې تياره يمه زه


زه دا اعلان کولاى شم چې خلکو بد نه يمه


زه دا اعلان کولاى نه شمه، چې ښه يمه زه


د ١٣٩١ ل کال د چنګاښ ١٧مه


دوبۍ،


حكمت الله سروش له هغو ځوانانو څخه دى چې ډېره مطالعه كوي، همدا علت دى چې په كم عمر كې د ليسانس څښتن او د ښه شعر ويونكى دى، تېره ورځ يې راته وويل: كاش كې له خپلو غزلو سره دې نيټه ليكلې واى، ځكه ما د دروېش ځينې له درده ډك شعرونه وكتل، كله چې مې نيټه وليده نو دا هغه مهال ده چې پر افغانستان د نړيوالو تازه بريدونه پيل شول.


د ده هدف دا وه چې نېټه لوستونكي ته نور هم شعر اسانه كوي، او يو ډول يې له تاريخه سره تړي، يادا چې په هغه مهال كې كيداى شي لوستونكى تصادف كوم څه ولري، شعر به نور هم ورته په زړه پورې شي.


خو په فيس بوك كې هجرت الله اختيار تازه يو غزل پوسټ كړى ده، د دې شعر په ليدو مې زما او د سروش بحث پر زړه را وورېده او په دې اړه مې پوهه نوره هم زياته شوه چې د شاعر اندروني حالت څنګه وي، او هغه مهال چې دى شعر په كې تخليق كوي، كله كله په دغسي حالت كې دكره كتونكي لپاره د بلا پوهې ضرورت دى.


كه داسې ونه شي نو د حضرت خوشحال بابا هغه بيت چې: دغوريه مور په خره… د ټولو پښتنو يې په …. به څنګه ارزول كېږي، خو كه د بابا د هغه مهال تصوير په ذهن كې داسې ورغوو، چې بابا د مغلو لپاره ګڼو خپلو پرګنو ته اوواز وكړ، خو د جګړې پر ميدان يوازې ولاړو، و نو طبيعي خبره ده چې په دغه وخت كې د بابا زړه اور كوي او دغسي څه يې تر خوله راوځې، له دې ور ايخوا خو بابا د پښتنو په اړه ډېر دننګ بيتونه ويلي دي، ډېر يې ستايلي دي، مګر د پورته بيت حالت يې فكر غواړي او د بابا په مبارزه ځان پوه كول غواړي، كه داسې نه واى نو دا به يې هم نه  ويل:


اتفاق په پښتانه كې پيدا نه شو


كنې ما به د مغل ګريوانه پاره كړ


خو دا ټولې خبرې د شاعر د مشاهدې له حالت سره تړم، زه دلته د بختيار صاحب يواځې پر پورته دوو بيتوو لږ بحث كووم، او په دې اړه خپله مطالعه، برداشت او تجربه  ته په كې تم كېږم.


بختيار صاحب د دغه شعر د تخليق كولو پر مهال په بهرني سفر كې و يا دى، نيټه يې هم ورسره ليكلې او سيمه يې هم ياده كړې ده، مګر شعر يې ټول هغه درد او خيال لري چې په بهرني سفر كې يې اخستي دي.


هغه چې له خپله هېواده د سفر موزې په پښو كولې، دلته حالات سخت زړه بوږنوونكي و يا  دا چې د تېر عمر ټول كلونه يې په تحميل شوې جګړه كې او په كنډواله كنډواله هېواد كې راتير كړي دي، د دوبى غوندي ښايسته هېواد په لېدو يې د نه پرتلې وړ محاسبه په ذهن كې راګرځي او وايي:


ايېنه زما وجود ته سوال دى، ګواکې نه يمه زه


هره رڼا راته پيغور ده، چې تياره يمه زه


په دې لومړي بيت كې چې حسن مطلع ده، عجيب او غريب حالت سره مخ دى، كه اينې ته ګورې او نه په كې ښكارې نو څنګه به ځان درته ښكاره شي، له بده مرغه موږ تېرو او روانو جګړو د نړيوال ښايست په وړاندې همدغسي كړي يو، په دويم نيم بيتي كې يې د پورته بيت تشريح په نادر انداز كړې ده، چې دې ته په ادبي صنعت كې مدعا المثل وايه شي، د هغو ښكلو په وړاندې چې دى ورسره مخ كېږي او يا د هغه هېواد د ښارونو په وړاندې چې دى يې له نږدې ويني د خپلو ښارونو، ګردجن حالت، چاودنې، وژنې،پرتله كوي نو يو ډول د كمترۍ احساس كوي ، په پورته بیت کې رڼا او تياره دوه متقا بل اسمونه ذکرشوي دي هر کله چې شاعر پخپل کلام کې دوه داسی اسمونه چې یو د بل ضد وي راوړی نو اسمی طباق جوړوي ، د دې بيت بل كمال په رديف كې دى، چې (زه) په كې راغلى دى او هرڅوك چې يې لولي نو ځان به په ضرور ويني.


دويم بيت


زه دا اعلان کولاى شم چې خلکو بد نه يمه


زه دا اعلان کولاى نه شمه، چې ښه يمه زه


زه خو دانساني مغروره فطرت له مخې وايم چې ډېر ښه يم، د هېواد پالونكى، رغوونكى، مګر كله چې د نورو انسانانو په وړاندې له خپله لاسه حقير فقير ځان او هېواد وينم نو دا هم نه شم ويلى چې زه ښه يمه. يا په موږ كې داسې څوك هم شته چې بد نه دي خو دا هم نه شو ويلى چې ټول ښه يو ځكه نو دا بد څه چا را مينځ ته كړي دي، خو په هر صورت، داسې شعرونه له خورا زړه دردونكي حالت څخه رامنځ ته كيږي، كله چې موږ وايو شاعر دې زيات پام مشاهدو او تجربو ته واړوي، مشاهدې يې هم دغه حالت دى او د دې ترڅنګ د ډاكټر احسان الله په اند عاطفه همدغه حالت ته وايي د شعر او عاطفه په مقاله كې كاږي: (( ته خپه كېږې، ژاړې يا حتى ممكن خوشحال شې، خو ستا په درون كې يو ډول بدلون رامنځ ته كېږي چې ستا د وجود تر نارمل فزیولوژيك حالت توپير لري، په وجود كې دغه نوى رامنځ ته شوى بدلون او اغېز عاطفه وي، چې د قتل پر وړاندې ستا د عصبي سيستم له عكس العمل نه رامنځته كېږي. كه د پېښو او چاپيريال پر وړاندې د عصبي سيستم عكس العمل عاطفه وي، نوعواطف د پېښو او شاوخوا د رنګارنګۍ او پيلوالي په اندازه ګڼ او رنګا رنګ دي، زموږ په ادبي متونو كې كله كله يوازې مينې او زړه سوي ته عواطف ويل كېږي، حال دا چې كركه او غوسه هم عواطف دي، ځكه دا دوه حالتونه د جلا پېښو پر وړاندې د عصبي سيستم له عكس العمل نه زيږي، موږ د مور د مړينې پر مهال ژاړو، د ورور د واده پر مهال خاندو، د دوست په لېدو له مينې لبريز كېږو او د دښمن په لېدو مو كركه او غوسه را پاريږي، د ژړا، خندا، مينې، كركې او غوسې دا ټول حالتونه د انسان بېلابېل عواطف دي، چې د بېلا بېلو حالتونو او پديدو پر وړاندې زموږ د عصبي سيستم بېلابېل عكس العملونه څرګندوي.))


خو په پورته بيتونو كې چې د اختيار صاحب كومه عاطفه رامنځ ته شوې، يو ډول زموږ د هېواد او ولس لپاره ستر پيغام په كې شته، كه چيرته موږ هېواد رغولى او ولس مو له موجوده ستونزو څنګ ته وايى، نو زموږ شاعر به دغسي حالت سره نه مخ كېدى او د حضرت احمدشاه ابدالي بابا رح چې تر شاه ښكلى ودان هېواد پاتى و، نو ځكه يې داسې شعرونه ويل:


د ډیلي تخت هېرومه چې رایاد کړم


زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه


ياد كلاسيكې شاعري په زرينو پوړيو كې همدا بيت:


دچين تركې دې زر راځې سلام ته


اوس د تخت لايقه تركه باګرامى ده


خو د داسې شعرونو د څېړولو پر مهال پر كره كتونكو دا نيوكه رامنځ ته كېږي چې د شاعر حالت ته ځان نه شي رسولى، ياد شعر محتوا ته ځان نه شي رسولى او پر شعر نيوكه كوي.


د اختيار صاحب ټوله غزل په زړه پورې وه خو پورته دوه بيتونو ته يې زlا عواطف ټينګ نه شول، ليكنه مې پر وكړه لاندې يې پوره غزل په خوند خوند ولولئ يا زما پر ليكنه او يا د ده پر شعر تاسو ته هم حق پاتيږي چې څه وليكى:


ايېنه زما وجود ته سوال دى، ګواکې نه يمه زه


هره رڼا راته پيغور ده، چې تياره يمه زه


زه دا اعلان کولاى شم چې خلکو بد نه يمه


زه دا اعلان کولاى نه شمه، چې ښه يمه زه


هغه له هر سلام نه وروسته راته وايې څه شوې؟


زه ورته هېڅ ويلاى نه شمه چې څه يمه زه؟


په دې اميد چې ګوندې کله راته خوب کې راشې


دا ستا له تللو وروسته شپه او ورځ ويده يمه زه


زه دا منم چې يم په لار د ګناهونو روان


خو ګورئ نيت مې دى تړلى په لمانځه يمه زه


اختياره! مينه مې د ګل د غېږې نه ده هېره


څه که له شمعې سره اوس په سوځېده يمه زه


د ١٣٩١ ل کال د چنګاښ ١٧مه/ دبى