ستوري، سيتار، شپېلۍ او چينار په پښتو شاعرۍ كې هغه سمبولونه دي چې د ټولنې د هر وګړي طبعه يې ساتلې ده، په شعر کې د دغو سمبولونو او كلماتو كارونه كه هر څومره تكرار شي او هر څومره چې ورڅخه د غزل لپاره لپې لپې رنګونه واخستل شي، نو خوند به يې لا هم پښتانه زړونه وتخنوي.
بله دا چې ستوري او سيتار د هغه شاعرانه فطرت كيفيت او حالت دى چې هر مين ته د ماښام په توره خړه د يار غمونه د زړه په انګړ اړوي، نو دى ( مین) هم خپل سيتار په ترخ كې ونيسي، د خيال ګرده نړۍ د نغمو په سيند كې غرقه كړي.
او د سعيد زابلي په شونډو خو دا نغمه هم راوګرځي چې:
وغم ته لته له خماره سره
ستورو ته ناست يم له سيتاره سره
پورته بیت كه د سعيد زابلي غږ دى، نو د هغه د دوهمې شعري ټولګې نوم هم دى، چې تېره اوونۍ د چاپ په ګاڼه ښكلې شوه.
سعيد اوس د رمز ( د ده لومړۍ شعري ټولګه) له نړۍ راوتلى دى، ښكاره يې د زړه غوټي پرانستي، هغه اوس ځانته د بيان ازادي وركړې ده او له حالاتو سره په مبارزه كې د ژوند ضد تريخ حقيقت ته هم غاړه غړۍ ورځي:
كه فتوا مو كړئ عاجله لږ به ښه وي
ژر مې ځوړند كړئ د ښار په څلور لارې
ګنهګار او كه سپېڅلى تر اينه يم
دا خبرې به د وخت تاريخ ته پرېږدو
مګر قام ته يو پيغام هم ضروري دى
وخت تېريږي انتظار نور په كار نه دى
غواړم دغه پيغام ژر خپور شي په ښار كې
چې له داره سره مينه
د وطن د سوكالۍ ازادۍ راز دى
د سعيد زابلي دوهمه شعري ټولګه په خپلو ۱۲۱ مخونو كې د ۱۱۶ په شمېر خوږې غزلې، څلوريځې او ازاد نظمونه په غېږه كې رانغاړي.
د سعيد په ښكلي صحافت چاپ شوې شعري ټولګه د فيصل فاران، شرر ساپي، ډاكټر فيض ځلاند، ومان نيازي، عبدالرحيم هلال او صديق الله بدر په خوږو سريزو ښكلې شوې ده او په وروستۍ پښتۍ يې د څېړندوى عبدالغفور ليوال لنډ ټكي هم خپلې شكرې ويشي.
نوموړى ارزښتناك اثر د دانش خپرندويه ټولنې لخوا په ۱۰۰۰ ټوكونو كې د محمد نبي تلاش په مالي مرسته چاپ او د ايمل مايار په ګوتو يې ډيزاين كړې پښتۍ د كتاب د عنوان بشپړ انځور او تاثر وړاندې كوي.
سعيد زابلي په خپله دوهمه شعري ټولګه كې د خپل فكر نږدې ټول غمي ټومبلي او هر لفظ يې داسې تراشلى لكه ښكلا چې له همدغو الفاظو او تورو راپنځېدلې وي، تاسې وګورئ چې سعيد په دغه لاندې بيت كې عادي او معمولي حالت څه ډول د ښكلا په قالب كې ځاى كړى دى:
په قبله چې ته روانه شوې زما پام شو
ستوري تت شولو سپوږمۍ درپسې درومي
يا دا چې:
جنتي خوب ويني تك سپين لكه ثواب ويده دى
نظر مې ستا د سوركو شونډو پر ګلاب ويده دى
په پورته بيت كې خو ماته ښكلا او كيف له يوه جلا اړخ او زاويې نه اشارې کوي او هغه دا چې ( نظر) د ښكلا پېژندنې لپاره د محك ارزښت لري، شاعرانو تر اوسه د ښځينه نظر تر سيوري پټ پټوني كول خو زابلي بلا دلته كړې چې د ښكلا د پاسه يې ښكلا ځاى كړې ده.
نوموړى د رمز د نړۍ غوندې په رهبر او امام پسې نه ګرځي او نه خپل خپه ورور ته پردۍ جرګې او ننواتې ور استوي، بلكې په خپل ځوان منطق مخ په مخ داسې ورته وايي:
د چينې رڼې اوبه د ونو سيوري
د محراب ومخ ته لپې دعاګانې
زما او ستا د ژوندون ګډه فلسفه ده
پر تندي مو دي راشنې د نفرت كرښې
دا كېداى شي چې دې لمر يوازې ستا شي؟
يا دې زه لمنه ډكه كړم له ستورو!؟
راشه بېرته غېږه راكړه چې پخلا شو
سعيد دا ځل د ژوندانه هر رنګ خپل شعري ګلبڼ ته راوړى، تجربې يې نوې او زياتې شوې دي او په دې حالت كې خپل تكامل داسې بيانوي:
ښكلې زه اوس د سړيتوب پاخه درشل ته شومه
يو څه و تاته، څه و كار، يو څه غزل ته شومه
چې شاعري مې د وږمو په څېر تر لرې رسي
مننه خدايه طبيعت كې خو لږ ګل ته شومه