دا حالات څنګه زر زر بدلیږي ، دا وختونه ولې له ځانه دومره رنګونه څرګندوي ، انسان باندې ولې داسې بیلابیل دوخت رنګونه خیژي ، انسان ولې دامتحانونو سره دومره مخ کیږي ، انسان دحالاتو نه ولې دومره متاثره کیږي چې کله یو رنګ اختیار کړي او کله بل رنګ ، کله په سمه لار شي او کله په کږه لار ، کله د ټولو یار وي او کله دټولو لپاره اغیار .اخر دا ولې دانسان شخصیت دوخت دحالاتو سره دومره تغیر کوي ، دومره ښکته پورته کیږي ، احمد چې کله دسحر نه بازار کې درومیانو خرڅولو ریړه لګولې ده همدا فکرونه یې په ذهن کې ګرزي راګرزي ، کله یو لوري ته ګوري او کله بل لوري ته ، یو خوا چې د سم لوکس موټر نه څوک راکوز شي هو نو هر دوکاندار او یار یړې والا ورته خاندي راخاندي ، خوله ورته یو قسم او بل قسم کوي ، ورته ښکته پورته کیږي او په ډیره عاجزئ پرې خپله سودا خرڅوي ، بل لور ته چې کوم خیرنو جامو والا کوم دوکاندار ته ودریږي لمړی ځل دنرخ پوښتنه کوي ، او که دوهم ځل یې دنرخ پوښتنه ترې وکړه نو ددوکاندار له لوري شړل کیږي او ورته وایي ځه بل ځای کې یې واخله ځه ځه .
احمد دوخت دې تغیراتو او بدلونونو ته ډیرو فکرونو وړی وو آو نن یې ډیر بل ډول محسوسول چې داولې ، دکله نه چې دخپل ملګري دواده نه راغلی دی احمد ډیر خواشینی شوی دی ، سحر یې زړه هم نه کیده چې کار ته راووځي خو ښه له ځآنه سره یې فکر وکړ په کور کې دتشې ناستې نه دا ښه ده چې یو څو روپئ وګټي او کار وکړي ، رادیو ورته په ریړه کې ایښې وه ، په رادیو چې دا سندره راغله چې :
په غریبئ که مې شرمیږي بیا به نه راځمه بیا به نه راځمه
خیر دی که ته پرې خفه کیږي بیا به نه راځمه بیا به نه راځمه
تصادفي که چیرته راغلمه زه ستا کلي ته
په دې به ته نه خفه کیږي بیا به نه راځمه بیا به نه راځمه
ددې سندرې په اوریدو سره داحمد په ذهن باندې د ژړا داسې وریځې راغلې چې نزدې يې په بازار کې په چیغو چیغو ژړلي وای ، داحمد زړه غوښته چې ښې ډیرې کوکې ووهي ، بغارې ووهی او دسترګو نه ډنډ ډنډ اوښکې تویې کړي او دا خپل زړه تش کړي خو احمد بیا هم زغم نه کارو اخیسته او د یوڅو اسویلیو په ښکلو سره یې دخپل زړه دا بړاس کم کړ.
احمد ډیر حیران وو ، پریشان وو او سرګردان وو ، له ځآنه سره یې فکرکاوه چې دا پیسه په دې دنیا کې ولې دومره رول لري ، دا پیسه ددې دنیا خلکو ته ولې هرڅه ښکاري ، خلک ولې هرڅه دپیسو په ذریعه اندازه کوي ، خلکو ته درشتو نه هم پیسې ولې زیات ارزښت لري ، داحمد په یاد دي چې کله یې پلار کار کولو او ښې پیسې یې ګټلې نو ټول خپلوان به داحمد دوی په حجره کې هر وخت ناست وو ، هره ورځ به یې کور کې میلیمستیاګانې وي ان لاتردې چې کاکاګان او نو رخپلوانو به یې ددوی کور کې دیرې اچولې وې ، احمد ته به یې هم ډیره مینه ورکوله ، خو کله چې داحمد پلار مریض شو ، له کاره ولوید او دهغه په علاج باندې ترینه ټولې پیسې لاړې نو وروورو ترینه خپلو خپلوانو هم لاس واخسته ، خپلو ماماګانو ترې هم ځآن وباسه او خپلو کاکاګانو هم داحمد دوی لیدل ډیر زیات نه خوښول او نه یې پوښتنې ته راتلل ،
احمد ته نن دخپل ښوونکي هغه شعر ډیر یادیده چې کله کله به یې دوی ته په ټولګي کې وایه چې :
که په عقل داسمان ستوري راټیټ کړې
که پیسې درسره نه وي هوښیار نه یې
دا خو په څو کلونو کې احمد ته مالومه شوه چې کله نه په دوی غریبي راغلې ده ډیر خپلوان ترینه بیزاره شوي دي او احمد هم دې ته مجبوره شو چې دکور داړتیاوو درفع کولو په خاطر یوه ریړه ځآنته جوړه کړي او رومیان او نورې سبزیانې په ښارکې ورباندې وپلوري تر څو یې دژوند دا وران ګاډی روان شي .
داحمد په ذهن کې نن دا خبره ډیره څرخیده چې اخر ولې غریب ته دانسان په نظر نه کتل کیږي، غریب ته دعزت لیده نه کیږي ، غریب ته څوک په ښه سترګه نه ګوري ، غریب سره څوک اړیکه ساتل نه غواړي ، داحمد دتره زامن چې دپوهنتون نه رخصتیده نو داحمد نه ولې به بازار کې په څنګ تیریده او خوند خو یې لاهلته وکړ چې کله یې دتره زوی چا پوښتنه وکړه چې دا هلک ستا څه کیږي چې لاسي ریړه کې رومیان خرڅوي نو سکه دتره زوی یې ځواب ورکړ چې دا زمونږه لرې تربوردی دپلار مې لرې خپل دی ، احمد چې دا خبره اوریدلې وه ډیر زیات خواشینی شوای وو ، دا هغه دتره زامن وو چې احمد به ورته کله کله دخپله پلاره پیسې پټولې او دوی ته به یې ورکولې ، په بازارکې یې پرې خرچې کولې ،
دا هرڅه خو څّه وخت مخکې وو خو نن داحمد طبیعت ډیر خراب وو ، ځکه چې بیګاه دخپل خوږ دوست واده ته تللی وو چې احمد باندې ډیر ګران وو ، احمد به پرې حساب کاوه چې یاره دوستانو کې مې همدا ملګری دی ، بیګا چې احمد ورغی نو د واده والا ملګري یې ورته دومره خاصه پاملرنه ونه کړه ، احمد نه پوهیده چې ایا داحمد دا خیرنې جامې ددې لامل شوې چې خپل جګري یار ترې نن ځآن لرې لرې کوي ځکه چې دسوټ پتلون والا سره خو یې ملګري ډیره په خندا ستړي مه شي او جوړ پخیر کوله ، هغوی سره به ودریده او څو عکسونه یې هم ورسره وباسل خو احمد ته چا هم ونه ویل چې راځه یو انځور مونږه سره واخله ، احمد هڅه وکړه چې له خپل نزدې دوست چې واده یې وو ورسره عکس واخلي خو چې احمد ورغی هغه ځآن بل اړخ کې مصروف کړ، دې کار احمد دې ته اړ کړ چې واده پریږدي او همداسې ژړیدلی کور ته راشي ، احمد دې ته حیران وو اوذهن کې یې دا پوښتنې څرخیدلې چې ایا غریب سړی حق نه لري چې خوښیو کې ګډون وکړي ،غریب حق نه لري چې نور ورسره په مینه خبرې وکړي ، غریب حق نه لري چې نورو سره دزړه خواله وکړي ، احمد دې ته فکر کاوه چې ولې غریبانو ته په کمه سترګه کتل کیږي ، احمد به چې کله چا بل ته ورپیژنده نو دا کلمه به یې ورسره ویله چې ولا بیچاره داقتصاد نه ډیر ضعیفه دی ا وښار کې ریړه کې سبزي خرڅوي ، دې خبرې به دمقابل شخص په مخ باندې دنفرت نه ډکې دخواخوږې لیکې راوستې ، او بیا به یې احمد ته دومره خاص دمینې په نظر نه کاته او که اینده کې به ورسره مخ هم شو نه ځآن به یې ترې تیراوه .
داحمد په ذهن کې نن ډیر سوالونه ګرزیدل ، ډیرې پوښتنې ورسره وې او ډیر سوچونه یې کول خو هرې خبرې ته یې دا یو ځواب پیدا کړاو هغه دا چې په دې دنیا کې غریبي غټ پیغور دی ، دغریب سړي بخت تور دی او هر وخت یې په کور کې دغمونو شوردی ،غریبي تر ټولو غټ پیغور دی