کور / کیسه / ورېنداري ته وايه موږ وبخښه

ورېنداري ته وايه موږ وبخښه

لراوبر د ښاغلي رحمت الله رحمت څخه مننه کوي چي خپل د لنډو کيسو تازه کتاب يې په لراوبر ويبپاڼه کي د خپرېدو په نيت رالېږلئ دی ، ددې کتاب ټولي ۱۴ کيسې اوس په لراوبر کي خپرې سويدي ، دکتاب پيژندنه په دې توګه ده :
دکتاب نوم :درحمت ډالې
د ۱۴لنډوکيسوټولګه
ليکوال:رحمت الله ،رحمت
دکتاب ټول حقوق دليکوال سره دي
دچاپ کال:۱۳۸۳ه ش/۲۰۰۴م دچاپ شمير۵۰۰

تليفون:۰۳۴۵۸۸۷۳۲۹۹/۰۳۱۳۸۴۷۰۷۲۵
E-mail:Rahmatcmn@yahoo.com

دکيسوشمير اوعينوانونه
۱:ورينداري ته وايه موږ وبخښه
۲:دخوشحالۍ ورځ يې په غم بله کړه
۳:يوستا ورورتورک وو
۴:چي په ژوندميراث سول
۵:دخندا اوتعجب خبري دي
۶:اوس به دنړي اتل ستا سي ګوټونه پالش کوي
۷:اوآخيري سلګۍ يې دي
۸:بس ټليفون کښيږدي
۹:خدای دي وبخښه
۱۰:چي فکراوسوچ پکاردي
۱۱:اوداغريبه مړه سوه
۱۲: بيابه بد نه کوم
۱۳:احتياط کوه
۱۴:بيا په مسافري کښي
ليکوال: رحمت الله رحمت
———————————————————————————

ورېنداري ته وايه موږ وبخښه

زحمتونه یې ګالل دهر چا خبري يې زغملې هرڅه به یې پرځان وړل خو چا یې هیڅ فریاد نه واورېدی . پرځوانۍ کونډه سوه دواده دوهم کال یې وچي خاوند ” تورګل” یې دموټر دجنګېدو په پېښه کي مړ سو . دخاوند تربرو به هرکله چخني او کږې خبري ورته کولې او هر یوه به جلا – جلا په زړه کي ګوړي ورته ماتولې ، شاپېرۍ به یواځي داورته ویل : تاسي خو لږ صبر وکړئ چي زما “عیده ” خو تېره سي .لنګه غوا ، داخترپسه او څو تلتکه چي ول هغه خو موراڅخه یووړل .
څو ورځي لا نه وې تېري سوي چي شاپېرۍ وګل بختي ته کوچنی ورولېږی چي خاله ته وایه یوار خو راسه .
” ګل بخته خاله چي هم یوه خورا خواخوږې ښځه وه او په توره شپه به دهر چار کره تلله . هرچا به له میني خاله بلله ، سمدستي ځان په یوه سا را ورساوه ” :
څپلۍ (ګوټونه ) یې لانه وې ایستلي چي پرشاپېرۍ یې ږغ وکړ : ولي خاله دي جارسم ولي داسي راتاوېږې څه درسوي دي ؟
وختي دي ولي حال نه رالېږئ چي داسي په عذاب یې زه نوکوم نه وم درمعلومه چي په توره شپه دهرچا خدمت کوم ، بیا نوستا .
شاپېرۍ چي درد ډېره په عذابه کړې وه په ډېر تکلیف یې ورته وکتل او په ګانګوړاواز یې ورته وویل : ما ویل مه مي ښوره چي هسي مړه شم او څوک نه شي را خبر. بیا یې پر ډیډیو لاسونه ونیول او دېوال ته یې سرتکیه کړ او له ډېره درده یې غاښونه پرله ونیول بیا یې په ژړه غوندي ( ژړغوني ) اواز وویل : خاله څه درته ووایم شکایت او بې صبري هم نه ده ښه پرداسي ځوانۍ کونډه شوم چي زما او تور ګل ځوانیمرک ارمان نه سره وخوت ، نصیب ډېر ژر راڅخه مرور شو . اوس مي دده تر مرګ وروسته دده تربرونه لکه لېوان مځکي ته نه پرېږدي ، خاله زه به نو څه درته ووایم ته نو کوم نه یې راخبره زما دژوند نو کوم ځای دخوشحالۍ دی، بیا مي هم داسلا وکړه چي خاله ته حال ولېږه اوس که ژوند وي او که مرګ خاله خو به درته ناسته وي ، ” ګل بخته ” خاله چي هم ډېره تجربه لرونکې مېرمن وه او دشاپېرۍ له حاله خبرېدو سره سم یې دکوچني دپیداکېدو شیان په غوټه کي ورسره راوړي وو او خاله هم لاس په کاروه ، لږ ګړۍ وروسته چي شاپېرۍ ساسمه کړه او د کوچني آواز یې پرغوږولګېدی ، دګل بختي خاله هم څېره له خوشحالۍ ډګه وه ، او پرشاپېرۍ یې ږغ کړه : زویه مبارک دي شه ، هلک دی خدای ﷻ دي یې درصالح کړي ، خدای ﷻ دي ارمان په وکاږه .
دشاپېرۍ چي دخوشحالۍ څخه سترګي له اوښکو ډکي وې وویل : خاله خدای ﷻ دي بې زویه مه کړه ، خدای ﷻ دي دبل له محتاجۍ وساته .
” خاله چي ټوله شپه په ولاړه تېره کړې وه دغسي په ولاړو پښو کور ته ولاړه ، مشرزوی چي یې اودس تازه کړی واو جومات ته تلی هغه ته یې وویل :نصرو زویه پرتاهم ناوخته کیږي نوري خبري به وروسته کوو، په جومات کي به ملاصاحب او میردل اکا د ” تورګل مسکین ” دزوی په زوکړه خبر کړې ، چي ودغو لېوانو ته څه نصیحت وکړي ، نن سهار دملاصاحب قرائت څه بل شاني و ، هرسړی پوهېدی چي څه پېښه سوې ده ، دسلام له ګرزېدو سره سم ، میردل اکا و خلګو ته وویل : ټول کښېنئ نن ملاصاحب څه خبري درته کوي .
هر سړي دنوي خبري د اورېدو لپاره پرخپل ځای انتظار کاوه دغه وخت ملا صاحب ښو توندو خبرو ته ځان جوړکړی و ، دڅو مبارکو آیتوترویلو وروسته یې دکلي پرملک مخ راواړاوه ، ته چي دکونډي او یتیم غم ونه کړې څوک به یې کوي ؟
زموږ دکلي دغه مسلماني ده ، چي موږ ورته ګورو ، دتورګل مسکین له کوره یې تربرو ” رازکی ” او “ښامیر ” لنګه غوا داختر پسه او دکور لوښي په سپينه ورځ یووړل او دهغه کونډه یې په لندو سترګو پرېښوده . دالا څه نور ګواښونه هم ورته کوي ، مګر خدای ﷻبیا داسي نه کوي هغه دی برايي ( تېر ماښام ) دغه مېنه زرغونه شوه او دتور ګل مسکین زوی پیداسو.
دکلي ملک موسی اکا چي په دغو خبرو خپل ځان او کلیوال ملامت بلل سر یې راپورته کړ او شا وخوایې وکتل دکلي پرڅو ځوانانو یې ږغ وکړ، ورسئ ددغو لېوانو له کوره څخه دغه څه چي یې وړي دي بیرته دغي کونډي ته وروړئ .
میردل اکا لنګوټه پرسرسمه کړه سترګي یې په شمله وچي کړې او دتور ګل مسکین په دروازه کي یې دغه پيسې ګل بختي خاله ته ورکړې او دايې ورته وویل : ورېنداري ته ووایه موږ وبخښه .