سپوږمۍ راوخته خو نیمه نشته
سپوږمۍ راوخته خو نیمه شته! دا دی هغه ځوان ، هڅاند او د نوی مزاحیه سبک شاعر د کتاب نوم دی ، چی د خپلی ښکلی شاعری په وجه یی د خلکو په زړونو بادشاهی کړی ده او کوی یی .
نوی او جلا سبک دا هم د شاعر د ښی شاعری ثبوت دی نو ځکه هر شاعر کوشش کوی چی ځانته او جلا سبک ولری .
دا هم د خدای د وحدانیت دلیل دی
د هر شاعر نه می کلام بدل دی
دا خبره ښاغلی ځوان شاعر جهان زیب ( جوهر ) کوی .
جهان زیب ( جوهر ) د ښاغلی کمال خان زوی او د ارواښاد نایب خان لمسۍ په ( ۹۵۳۱- ۲- ۱۱ ) مه په کوزه پښتونخوا میرعلی ایپیو کلی کی د هجرت په دیار کی کی دی نړی ته سترګی پرانیستی دی .
مګر اوس مهال پخپل پلارنی ټاټوبی د خوست ولایت د مندوزیو حسن زیو کلی کی اوسیږی ، تر څلورم ټولګی پوری یی زدکړی کړی دی ، خو نوره بیا د غریبۍ له وجی د افغانستان د نورو ځوانان پشان د مکتب پریښودو ته اړ شوی دی ، او د کور مسولیتونو ته یی اوږه ورکړی ده ، خو د هر رنګه مشکلاتو سره سره یی په شل کلنۍ کی په شعر ویلو او لیکلو هم پیل کړی دی .
ښاغلی جوهر صیب ډیره ښکلی په زړه پوری ، په تول پوره کلیوالی او مزاحیه شاعری کړی ده او داسی وایی .
۱- وچ ګډلی نه خورم چی شړومبۍ نه وی
داسی کلی ورک کړی چی جلکۍ نه وی
۲- کور په والله چی هم ستر مشکل لری
کله وریجی نه وی کله مۍ نه وی
ښاغلی جوهر صیب په خپل او بیت کی د فقر او غریبۍ دوران ته په اشاری سره د وچ ګډلی ( وچ سوکړک ) او شړومبو صفت کوی ، او په دوهمه مصرعه کی بیا کلیوالی جلکۍ ( کلیوالی جینۍ ) هم نه هیروی او وایی چی بیغیر له دوی دی کلی هیڅ مزه نه وی .
او په دا نورو دوو بیتو کی بیا د کور له مشکلو سر ټکوی او په دی خبره تاکید کوی چی کور ډیر مشکل لری ( کله وریجی نه وی کله مۍ نه وی ) دا نو د دی معنا ورکوی چی ښاغلی جوهر د کور سرپرست دی ، او د کور مشکل دی ده په غاړه دی .
دی بیتونو ته که څوک لږ ځیر شی په ډیره ساده لهجه لیکلی شوی دی ،خو د حقیقت رنګ پکی دومره ډیر دی چی شعر ته ډیره لویه او منلی معنا وربښلی ده .
دلته هم په ډیر شاعرانه اندازد کلی له دوده سر ټکوی ، او وایی چی .
ستا دا شوخی سترګی دی بدۍ ته می تړی
ښه فکر پی وکړه بی شرمۍ ته می تړی
دغه مصرفونه دلته هیڅ نه پوره کیږی
دا جګی جلکۍ چی وی دوبۍ ته می تړی
بدۍ ( جګړه ) د خوست علاقی عامیانه لفظ دی ، دا ریښتیا ده چی د پښتنو په سیمو کی مینه جرم ګڼل کیږی او سزا یی مرګ وی ، نو ځکه جوهر خپلی محبوبی ته د بدۍ ( جنګ ) خبره کوی او ورته وایی چی ښه سوچ پری وکړه
د لوړ ولوره هم چوپ نه دی پاتی شوی ، وایی چی که دا جګی جلکۍ ( دنګی جینۍ ) وی ، زه باید د دی ډیر ولور د پیدا کولو لپاره دوبۍ ته سفر وکړم ، دا کومه خیالی خبره نه ده ، ځکه چی په افغانستان کی د ولور د پیدا کولو په خاطر ځوانانو هر وخت بهرنیو هیوادونو ته د سفر موزی اغوستی ، او په کلونو کلونو د وطن نه لری د مسافری شپی یی صبا کړی دی .
جوهر صیب د وطن له درده هم سترګی نه پتوی لیکی چی .
څه نر کابل و خو نرښځ مو کړلو
وطن مو واخیستو ډزبز مو کړلو
کابل په دی بیتو کی د نر او او نرښځ له کلمو سره تشبی کوی ، نر مفرده کلمه ده چی موږ یی د مذکر لپاره استعمالو ، او نرښځ دا مخنسه کلمه ده ، او د مخنس ( نرښځ ) کلمه ډیر وخت د هغه چا په اړه ویل شوی ده ، چی د هغه عزت او تقدس ته زیان رسیدلی وی . نو ښاغلی جوهر دا خبره د وطن جګړه مارانوته ته کوی چی تاسی د کابل عزت او تقدس د پښو لاندی کړی دی .
ډزبز ( ړنګ ، کنډواله ) معنا ورکوی د ډزبز لفظ د خوست په سیمه کی د طنزیه کلام لپاره استفاده ورځینی کیږی .
چی پری خبریږی افغانان قتل وی
افعانستان د جنګ مرکز مو کړلو
دلته د افغانانو د قتل عام خبره کوی او افغانستان د جنګ میدان بولی ، د قتل عام موضوع د افغانستان په تاریخ کی ديره توره دوره بلل شوی ده ، چی هیڅ پای نلری ، نو همدا وجه ده چی افغانستان د جنګ میدان بولی .
نوره د افغان اولس کی څه پاتی دی
لری له مخی په ریبز مو کړلو
د افغان په غم یی هم اوښکی توی کړی دی او د د بهرنیو هیوادونو شومو هدفونو ته یی ګوته نیولی ده ، (لری له مخی په ریبز مو کړلو ) ریبز ( جارو ) دا په افغانی ټولنه کی د انګیرنی له مخی په ریبز وهل دا د بدبختیۍ علامه ګڼل کیږی ، نو ځکه جوهر صیب ناری وهی چی د جهان زورو غواړی جی افغانستان اولس یو مخ ورک کړی .
بل ځای خپل جانان ته هم د انتقاد ګوته نیسی او په زغرده ورته وایی چی .
ظلم کوه خو ورته حد وټاکه
مړ می کړه ته راته لحد وټاکه
اشنا رقیب د پلار نیکه ګڼلی
که بده نه وی ما غورجد وټاکه
عاشق هر وخت د خپلی محبوبی له ظلمه سر ټکولی دی ، خو د جوهر کمال په دی کی دی ، چی ده خپلی خبری په مزاحیه انداز د خپلی محبوبی تر غوږو داسی رسولی دی چی هغه یی په اوریدو مجبوره کړی ده ، چی دی ده خبرو ته غوږ ونیسی او خپل ظلم ته یو حد وټاکی .
د رقیب خبره یی هم په زغرده ورته کړی ده ، او خپل ځان یی د رقیب ښه سیال بللی دی ، ځکه چی د پښتنو په کلتور کی د مشرانو قدر همیشه یو دود دی ، نو دای ځکه ورته وای چی که رقیب دی ( پلار نیکه ګڼلی وی ) نو زه له چا کم یی ، او ما غورجد ( د نیکه پلار ) وټاکه .
د ښاغلی جهان زیب ( جوهر ) په شاعرۍ ډیری خبری لیکل کیږی ، خو زه به یی د اوس لپاره د ښاغلی ، لیکوال او شاعر پیر محمد ( کاروان ) په دغه خبره پای ته ورسو ، چی د دی کتاب په سریزه کی یی لیکلی دی ..
جوهر حق دی چی سړۍ دی په شعر ونازیږی .
پای .