له كلي راغلى سړي په مجلس كې حيران دريان كتل… د ځونډۍ دارو تسپو په منځ كې، په ځوړند شنه سيپڼسي يې درګرده ګوتې تيرولې… دا يې د سپين سرې ادې د كلوشو نخښه وه.
هغه د ښار په يوه دنګه ماڼۍ كې يې له څو نورو ميلمنو سره ميلمه و، په كوټه كې چاپيره كوچونه پراته و، ده هم په پسته چوكۍ كې ډډه وهلې وه… ارمان يې و چې پر ښه سره نالۍ يې لوى بالښت ته څنګواښتى وهلى او پښه يې پر بله اړولې واى…
ناستو ميلمنو ګرم بحث شروع كړى و، ټلويزون كې هندي سريال په پښتو ژبه ژباړل شوى خپرېده، كليوال د ناستو كسانو او سريال په خبرو سم نه پوهېدى، هغه له ځان سره خپل غم ژړاوه… سبا به بيا پر ډاكټر څه ګڼه ګوڼه وي، د ده وار به څنګه شي، نن يې هم نفس وختى…
له جيبه يې په مريو پوښلې هينداره را وايسته، خپل مخ ته يې وكتل بيا يې پاس چت ته د ژړو ګروپانو قنديل ته وكتل، موسكى شو، خپله څيره ورته تازه ښكاره شوه… ځان سره يې وويل، دا نو كابل دى… ته وا لوى لالا چې تراوسه د عسكرۍ خبرې كوي… بيا يې ناستو په بحث كې ګرمو كسانو ته وكتل… هن دا وګوره څنګه صفا صفا دي ته به وا له ماجته راوتلي دي…
اته بجې شوې، په ټلوېزون كې خبرونه شروع شول.
د ټلويزون په لومړي خبر كې د ښار كومه ماڼۍ ښكاره شوه، تور دودونه ترې جګېدل، بيا كوم بل ځاى ښكاره شو هلته هم… بيا يې د تيلو پمپ ښكاره كړ په لوګيو او لمبو كې پټ و…
ناستو كسانو تندي تريو كړي و، ترمنځ يې د خبرو زوږ پورته شو: بيا يې تباهۍ رامنځ ته كړه، هره ورځ جنګونه، دا څه حال دى…
كليوال له ټلوېزونه مخ واړاوى، له ځان سره وبوڼېدى: په كليو كې خو اور او لوګي د ژوند نخښې دي، د روژې په اول ماښام د كلي پر غونډۍ لويه لمبه اود اختر په شپه غوړه لمبه، د واده په ورځ د زوم مخ ته درګې درګې لمبه او سهار بيا د تنورونو لوګي، د خوشحاليو او ژوند نخښې دي، كه دا نوې نو بيا خو كلى نه دى سپيره هديره ده…
په پاسته كوچ كې يې ځان وښوراوه، بيا يې سر پورته كړ په تت ږغ يې وويل: توبه خدايه… موږ اور د خوښۍ او ابادۍ لپاره بلوو، دوى يې د تباهۍ لپاره…!!