کور / کیسه / … پېغلې له اتڼ او بدلو ستړې شوې دي

… پېغلې له اتڼ او بدلو ستړې شوې دي

پر كلي تر بل هر وخت خوښۍ وزرې غوړولې وې، نن په سيمه كې د ټوپك ډز چا نه و اوريدلى، د باروتو بوى د پېغلو د لونګو او نوكريزو بوى نيولى و، په كلي كې مازيګر له ډېرې مودې وروسته د دريې په خوږه بدرګه كې اتڼونه او غاړې كېدې…


نن په كلي كې هيچا هم ونه ويل چې پلانكۍ خواته ډزې وشوې، يا د چا پر كور چاپه ووهل شوه او يا څوك په مين والوتل، ټولو واده بختور باله…د واده ګډونكوونكي په نويو كاليو كې په كلي كې پورته كښته كيدل، د ښوروا او ورويځو لويوديګونه توښونه اسمان ته پورته كيدل…


د زوم پلاره ترهيدلى رنګ ګرځيدى، هسي نه كوم وسله وال، پوليس، امريكنيان راشي چاپه ونه وهي، څومره به ښه وي چې واده په خير او خيريت سره ژر تير شي…


مازيګر لمر خپلې طلايي شغلې په داسې حال كې ورټولولې چې د پيغلو په سندرو او ټپو بدرګه كېده:


مازيګرى دى ښېرې مه كړه


او مسته ملنګه


ته به د ناز ښېرې كوې رښتيا به شينه


او مسته ملنګه


ماښام په جومات او د كليو په حجرو كې ميلمنو ته ډوډۍ وويشله شوه، ځوانان د كلي د كوټو كونجونو ته شيرين باسونه (د مينې خوږې كيسې)كوي، پېغلې د زوم په كور كې اتڼ كوي…


 ناوې په پاريال كې د راتلونكي ژوند لپاره رنګين خيالونه وهي، هغه له خپل خاوند سره سبا ماښام يو ځاى كېږي، خو له حيا ډكه پيغله له خپل خاوند سره د يو ځاى كيدلو لپاره زر فكرونه وكړل، كله چې د خاوند روا غيږي ته نيږدي شي، له ځانه سره موسكۍ شي سر په خپله غيږه كې نور هم ټيټ كړي، بيا يې له سره خيالونه پيل شي…


نيمه شپه ده پېغلې له اتڼ او بدلو ستړې شوې دي، څوك خوله خوله ويدې او ځينې په ځايونو كې غوږ غوږ دي كلى مست ترنم ځنګوي، د پخې شپې وروستۍ غزلې پخې ښځې په پخو ږغونو كې وايي. ورستۍ بدله بوبولاله ده چې ډيرو سپين ږيري هم له خوبه ورته راكښينستلي دي، چا ورته نسوار كړى او څوك په ځاى كې سر تر تلتك ايستلى د باد څپه څپه راوړونكي ږغ ته چې پخې ښځې مسته بابولاله وايي، زنګيدلى غوږ ايښى دى…


بابولالې د كور سر ولې نړيږي بابولالې


د كور سر ولې نړيږي واى واى


ناوكۍ مو ځينې يو وړه اوس به څوك څوك ور ولاړيږي اوس به څوك


بابولالېېېېېېېېې اوس به څوك الله څوك  ور ولااااااااااااااااااااااا اړيږي واى


د بابولالې مست ترنم پاى ته ورسيدى، په اسمان كې تورې وريځې وقهرېدلې په شړق ړق ړق ړق باران پيل شو…


د زوم پلار او مور په ساړه زړه چې د زوى واده يې له هرې بلا په امان تيرشو  د باران ترنم ته، ستړي كاواكه ويده شول…


سهار كاذبې سپېدې چاودېدې، خو اسمان له ډېرو كلونو ورسته پر كلۍ د ښادۍ همدا ورځ او شپه چې د څو ساعتونو لپاره پر وچو شونډو موسكا خپره شوې وه، د بارتو بوى د لونګو خوږ بوى اخستى و، د ګودر اوبه د وينو پر ځاى د نكريزو رنګ خپل كړى و، په كلي كې د ډزو او چاودنو كړسا ډډ ږغ، د حياناكو پيغلو د لمنو وړو روپيو او پايزيبونو او بنګړيو نازكې شرنګا نيولى و، هم  پيروزو نه شو، پر كلي د د خوړونو اوبه را واوښتې د سهار تر لمر ختو يې د ناويې لپاره د پلار وروستۍ تحفه زرغون شال چې په پاريال كې لكه د جنت ونه په كې نغښتې ناسته وه، له ځان سره لكه تور ديو نامعلوم لورته يووړ…


د سرپل د سنچارک ولسوالۍ د غملړې پېښې د قربانيانو په ياد كې