کور / کیسه / په هند کې د افغان محصلینو جامه

په هند کې د افغان محصلینو جامه

د شپې ناوخته له یو کانفرنس نه راستون شوم او ستړی ستومانه کور ته راغلم. کوچني ماشومان مې هم ویده ول خو د نوراخان مور مې په انتظار وه، او هغه هم د یو زیري سره چې راته یې تر هرڅه دمخه وویل چې مبارک دې شه نوراخان هم د خیره فارغ شو او په ټول هندوستان کې اول نمره شو.زنګ یې وهلي وو چې سبا نه بل سبا به راځي له خیره سره او ګوره چې مونږ ټول به یې مخې ته د طیارو میدان ته درسره ځو ګوره چې نه به پکې نه وايې، ستا خو هسې هم خپله ښځه بازار ته بوتلل نه خوښېږي خو دا خو رواج دی او زما غټ ارمان دی، نو مونږ به هم د خیره سره ورځو… د هغې خبرې لا روانې وې او زما په زړه کې نو هم د خوښۍ چمبې درزېدې او رښتیا چې ماته لا د اته ویشت کاله پخوانۍ خپله د فراغت ورځ په یاد شوه او په فکر کې مې وو چې اوس به نورا خان هم لکه زما په څېر خوښ وي…. کاشکې زه یې هم په مراسمو کې هلته وای…


ما ویل سمه ده ستا  دې هم مبارک شي، کاشکې زه او ته هم هلته وای چې ته مې د هغوي پوهنتون  ته د فراغت په ورځ له ځانه سره  بوولې وای ته خو لا بازار یادوې. خامخا به له خیره سره د هغه مخې  ته ورځو او کوچنیان به هم له ځانه سره  بوزو… ما ویل ای زه به مې په دادا زیری وکم چې لمسی دې له خیره… چې هغې ویل  هغوي ټولو ته مې مبارکي ورکړه، هغوي هم سبا ته راځي… دا یواځې ستا مبایل بند وو، ستا خو دې دا د دفتر کارونه ورک شي چې نه پکې کومې خبرې ته اوزګار یې او نه د کور کوم کار ته…. ما ویل ښه سمه ده چې تا خبر کړي وي خوشاله شوي به وي.


په سبا رښتیا هم مور پلار او نور وریرونه مې راورسېدل، زه نو د خوښۍ په جامو کې نه ځاییدم. میلمانه ښه ډیر وو شپه تیره شوه او سبا زه دفتر ته ولاړم او سهار لمړی کار مې دا وکړ چې د نیمې ورځې د رخصت لپاره مې وړاندیز وکړ، رئیس صیب ته مې د زوی د فراغت وویل، هغه هم خوښ شو او مبارکي یې راته وویله او د نوراخان لپاره یې د ښه راتلونکې هیله کوله.


غرمه له دفتره راوتو  کې وم چې د مبایل شرنګار شو، د  کوره زنګ راغي او د اوکی سره سم پکې غږ شو چې یه سړیه دا ته څه کوې  مونږ دې په انتظار ناست یو، ټول ماشومان  مې تیار کړي، نور الکان خو لا د ډوډۍ نه مخکې لاړل ویل یې چې مونږ یو موټر ګلپوش کوو…  تا خو ابۍ او دادا په انتظار مړه کړل، دا دی ابۍ سره خبرې وکه چې څه وایي. مبایل یې زما مور ته ورکړ، ما ویل ابۍ درروان یم … هغې غږ کړ چې شابه کنه دا دی ناوخته شو، نوراخان بچی به مې وخته طیارې نه راکوز شوی وی، ما اغه غټ جاز ولیده چې په هوا کې اوس راورسیده او هماغه د هندوستان طیاره ده، بچی به مې پکې ناست وي… ما ویل نه ابۍ صبر وکړئ زه اوس له دفتره راووتم او جازونه خو ډیر ځي راځي. د نوراخان دي جاز به نن په څلورنیمو بجو رارسېږي. خو د هغوي بی صبري وه. زه هم کور ته ورسیدم، ډوډۍ مې وخوړه او لمونځونه مو هم وکړل، ما ویل چې یو پیاله چای به وڅښو بیا به د خیره ځو. مور مې ویل شابه زر کوه ته راته نن هم چایونه څښې، الته به الک رارسېدلی یي. ما ویل ښه سمه ده ابۍ ځئ چې ځو، خو ګوره هلته به بیا تنګه شې، تر څلورنیمو بجو خو وخت ډیر دي. په دې کې د نوراخان مور ویل چې ځه خیر دي اوس به لاړ شو ما چای په ترموزونو کې دم کړی ، له ځانه سره به پیالې اوچای واخلو او هلته به یې وڅښو، دومره ځای خو به وي کنه…


همداسې مو وکړل له کوره روان شو او چې کله هوایي ډګر ته ورسېدو نو د انتظار لپاره لوی چمن  کې په یوه ګوښه کیناستو او نور  وریرونه مې هم لا هماغلته وو. د  چای لپاره مې لږه وچه میوه هم واخسته او ښه سات انتظار مو وکړ چې د ډهلي څخه راتلونکې طیاره د  خپل وخت سره سمه راورسېده. په یو لاوډسپیکر کې به یې ویل چې اوس طیاره راغله او مساپر به یې په څو شېبو کې راکښته شي. مونږ ټول خوښ او زما نو په سترګو کې د خوښۍ اوښکې څو څو واره ډنډ شوې وې او بیا بیا به مې پاکولې. میرمن او مور ته مې ویل چې تاسو همدلته کښېنئ زه او دادا به د هلکانو سره دروازې ته ورشو. مونږ د هوایي ډګر په لویه دروازه کې ولاړ وو چې یو دوه تنه چې یو یې د درملنې لپاره هند ته تللی وو، په دوازه کې مې ورته وویل چې کاکا ستړي مشئ د ډهلي څخه راغلۍ؟ هغوي ویل هو. تاسو هم لکه چې مساپرو ته انتظار کوئ؟ ما ویل هو؛ زوی مي محصل فارغ شوی د هغه انتظار کوو. دواړو یو بل ته سره وکتل او ویل یې صبر وکړه مونږ پسې د محصلینو یوه ډله راروانه ده، اوس به راشي. هغوي روان شول.


شېبه تېره نه وه چې رښتیا  نو یوه ډله لکه د توتیانو  په څېر په چغار او ټیل ماټیل سره  راورسېده. پلار ته مې ویل چې دادا دغه ټول محصلین دي، نوراخان به پکې وي… په دې کې ځوانان دروازې ته راورسېدل. ګورم چې نه ګورم، دا نو څه ګورم او په خپلو سترګو یې داسې ښه ګورم. صیبه محصلین به نو همداسې وي. نوراخان یې تر منځ نه وو. خو ډله تیره شوه، زه د ځوانانو دې لباس ډیر وارخطا کړم، چې د ټولو پتلونونه او هغه هر یو یې په ورنونو کې څو څو ځایه شکېدلي وو چې د پنډیو غوښې یې ترې ښکارېدې. ما له ځانه سره ویل چې که خدای مکړه جنګونه یې کړي او دا په چاقو یې پښې لګېدلي، بیا مې ویل نو بیا داسې خوښ ولې دي. هغوي ټول د خپلو خپلوانو سره ولاړل.


له دوي وروسته درې  تنه نور محصلین راورسېدل چې د هر یوه یې ويښته په اوږو پراته او ږیرې یې خریلې خو لا دپاسه یې سرخي او سپیدې په مخونو ښې کارولې وې. ما ویل خدایه دا کوم شرم دي،  که خدای مکړه نوراخان په داسې لباس کې وي نو زما طمع خو به ترې غوڅه شي.


دوه تنه نور محصلین چې په خپلو کې یې سره د خوښۍ خبرې شریکولې  درازې ته راورسېدل. دوي نو ښه په افغاني معیار برابر ځوانان وو ترې ومې پوښتل چې زویه تاسو هم محصلین یاست؟ هغوي ویل هو کاکا جانه اوس له خیره فارغ شو. ما ورته مبارکي وویله او په رښتیا چې ډیر خوښ شوم زړه کې مې لږې هیلې راڅرګندې شوې. ما ویل ګوندې نوراخان به هم خپل ځان همداسې ساتلی وي.


زړه مې ډیر وارخطا وو او خدای ته مې سوال کوو چې ربه ته مې پرده وکړې. که نورا خان ځان داسې شرمولي وي نو دا د ترونو زامن به یې څه وایي؟؟؟


یو تن بل محصل چې په ږیره کې یې د ويښتو لس دولس خطونه جوړ  کړي وو او ځای ځای یې مخ خریلی  وو، زمونږ له څنګه ګیټار په اوږه تیر شو چې د عطرو بوی یې زما  سپېږمې په یوه پرش سره راوپرنجولې.


د ځان سره مې ویل  چې د نوراخان خو هم د ډول اواز خوښېده هسې نه چې یو غټ ډول یې په اوږه کړی وي، خدایه ته مې عزت او پرده وساتې… په زړه کې مې ډیر نذرونه منل. میرمن او مور مې هم زمونږ خوا ته راغلل او مور مې ویل چې زویه دا څنګه چل دی، خلک وایي چې دا پاکولته یان دي، ددوي خو د ټولو رنګونه د بیزو ګانو او سپیو غوندې ګرځېدلي دي. دوي لکه چې هلته بد عمله وو چې خدای پاک ورته داسې سزا ګانې ورکړي.؟؟؟ خدای دې نوراخان ته خیر کړي. ما ویل آمین.


خپل زړه ته مې ډاډ  ورکاوو چې نورا خان خو به ماته چې عکسونه رالېږل نو په هغې کې خو ښه سم دم وو،  کاشکې مې ترې تازه عکسونه لیدلي  وای…… خو اوس به مې باید یواځې د نورا خان تر لیدو صبر کاوو، ځکه چې په خپل کلتور سمبال او پوره محصلین او همدا رنګه دغه ګډوډ محصلین به مې لیدل.


خپلو وریرونو او نورو خپلوانو نه هم شرمېدم. هغوي ټولو ته مې وویل چې بچیانو ځئ چې ځو هغه به کیدای شي نه وي راغلی، سبا ته به که خیر وي راشي او مونږ به هم بیا راشو. زړه کې خو مې دا وه چې که خدای مکړه په داسې لباس او یا د ږیرې په رخشند او چوټي کړي ويښتانو کې یې وګورم نو زړه مې ونه چوي… چې یو وراره مې راته وویل، کاکا هغه په همدې فلایټ کې دي خو ته مه ویرېږه رنګ دې هم الوتي. هغه زیاته کړه چې ما له نوراخان سره درې ورځې مخکې ویډیو چټنګ کاوو، هغه په خپل حال دی. ددې خبرې په اوریدو سره زما او زما د میرمنې په رنګونو کې وینه وچلېده.


ناڅاپه مې په خپل  نوراخان سترګې ولګېدې چې د همدې سره په ځمکه خپل خدای ته د خوښۍ په سجده پریوتم. له اوږدې سجدې روسته  راپورته شوم چې نوراخان د مور  او خویندو وروڼو، نیا او نیکه او نورو ترونو زامنو په منځ کې زما د  غېږې په انتظار ولاړ او سترګې یې له خوښۍ د اوښکو ډکې وې. ما نورا خان  په خپله غېږ کې ټینګ کړ او په مخ مخ مې ښکلوو چې یو غټ لنډ کروزر چې د  میدان له یوې بلې دروازې څخه  راووت زمونږ خوا ته راغي، روستۍ  ښیښه یې کښته کړه او یو محصل چې په ګمان سره د کوم وزیر یا غټ رئیس زوی به وو نیم سر یې په رنګونو سور او نیم لا تور پاتې وو او ږیره یې هم ټوټې ټوټې په مخ خریلې وه، خپل د موټر ملګري ته یې وویل چې ( سیکو نورا خانه، همین فامیلش هم به شکل خودش است. این نورا خان کې چار سال قبل به کلتور او قواره کثیف خود رفته به خارج، تا به حال هم به امو شکل است. مردم کثیف) موټر مو له څنګه تېز تیر شو او ولاړ.
۱۳۹۱ د وري شلمه،  کابل – افغانستان