کور / نثر / خرابات او دهغه پیدایښت

خرابات او دهغه پیدایښت


د ۱۳۹۰ کال دلړم په میاشت کی دافغانستان د اطلاعات او فرهنګ دوزارت په نوښت دکلیوالی سندارا (موسیقی) سیمینار جوړسوچی دلوی کندهارپه استازیتوب زه هم له ډنمارکه پدې سیمینار کی مېلمه سوی وم، هلته ما یوه کوچنۍ مقاله چی وخت یی صرف ۱۵ دقیقی راکړی وو ولوستل چی دافغانستان له ګوټ ګوټ اود بهرڅخه درابلل سوو هنرمندانو او لیکوالانود پېرزوینی وړوګرزېدل اود نورو لیکنو دپاره یی وهڅولم. ددې کار لمړنۍ نوښت ښاغلی ولی عبداله په کال (۲۰۰۷-۸ز) د(بی بی سی) درادیو دڅپو له لاری پلاس کښی واخیست چی ۱۶ اونی یی دوام وکړاو دا لړۍ یی ددرس په شکل پیل کړه. مګر زه له ډیری مدې راهیسی  پدې آند وم چی د ګران هیواد افغانستان د مختلفو سندارا(موسیقی) د مکتبونوپه هکله څه ناڅه ولیکم، چی یو یی کیلیوالی(ولسی) موسیقی ده چی د ډیری اوږدې زمانې څخه راپدېخوا ټټر پرټټررارسېدلی اوخپل بومی او پخوانی رنګ یی ساتلی دی، اما اوس دنابودۍ په حال کی ده  او ددرو لسیزو ناخوالو او دبیګانه ووښکاره لاس وهنوپه نتیجه کی اوس نژدی دی چی دا ملی شتمنی مو هم را څخه چوراو تالا کی او پر ځای یی خپله بی فرهنګی پر موږ وتپی چی افغانی نوی چینلونه یی ډیره ښه بیلګه ده، زما په آند دا د ړوند آندو دنده ده،  نه یوازی داچی دا ظریف او سپېڅلی هنر وژغوری بلکه هغه ځوان نسل چی له هیواده بهر دمهاجرت اود هنری غربت شپې او ورځی سبا کوی او یا دننه په وطن کی دی او په نوی ټکنالوجی (کمپیوټر)کی لاس رسی لری څه ناڅه یی دخپل هنری ژوند نه خبر او دژغورلو لاره ورته ولټوو او وروښیو چی زمو د ګران هیواد نخبه ګان څوک وه چی پدې لاره کی یی نه ستړی کېدونکی هلی ځلی کړی دی. لازم مو وګڼل چی لمړی یی له ډیر نژدې تاریخ نه راشروع کو څو وپوهېږو هغه کسان چی د ولس په خولو کی دی او دا ډیوه (شمع) یی تر اوسه روښانه ساتلی دی (خراباتیان) څوک او له کومه ځایه راغلی او څه کارونه یی کړی دی. په دوهم ګام کی که چیری جوړتیا یاری وکړه ، ګرانو لوستونکو او (ویب پاڼو) یی حوصله درلودل نو یوڅه به لیری تاریخ ته او بیا د سندارا (موسیقی ) مختلف مکتبونه تشریح کړم ، او که ژوند وو نوبه دراګ اوراګنۍ په اړه اوبیا مروج ریتمونو(تالونه) او دهغه دزدکړی لاره ولټوو. هغه دوستان چی دانټرنیټ اسانتیاوی نلری اِنشآاله هغوی ته به یی په خپل وخت او زمان کی دپډ (کتاب) په توګه ډالی کړم. ستاسو ټولو دوستانو او دښه نظر خاوندانو دهمکارۍ او ملګرتیا په هیله. غواړم چي دا لیکنه په څو برخو کښي ستاسو لوستلو ته تیاره کړم. په درناوي


لومړی برخه :


دیو سل او دیرشو (۱۳۰) کلو په شاوخوا کی هندی موسیقی په خپل عظمت سره مخ په وړاندی ولاړه او ډیر ژر یی نړۍ ته لاره پیدا کړه. دامیر شیرعلی خان په دوره کی چی دبارګزو دسلسلې دریم امیربلل کیږی دهندوستانی استادانو لړۍ موجوده افغانستان ته راشروع کیږی. دیوه روایت له مخی کله چی  امیر شیرعلی خان په کال (۱۲۴۸هـ ش) کی دبریتانوی هند په بلنه هغه هیواد ته سفر وکړ نو دامیر میلمه پال ته دبریتانوی هند له طرفه لارښوونه وسوه چی د تفریحی وسایلو له جملې څخه چی دافغانستان د امیر خوښیږی ددوی په اختیار کی کښېږدی او د پېرزوینی په ډول یی ورته ډالۍ کړي.                              


  امیرشیرعلی خان دهغي زیاتي میني له مخی چی دسندارا(موسیقی) سره یی درلودل دهنرمندانو یوه ډله له ځانه سره او یا تر ځان وروسته کابل ته راوستل چی هغوی دغه لاندی کسان وه:


 د استاد نتونیکه (میا سمندرخان)،  استاد سایی ګوندکلی خان، میا مهتاب خان، دمور له طرفه داستاد سرآهنګ نیکه (استاد ګامو خان) ، نته خان سندربول ( آوازخوان)، برپورخان طالع مند، داستاد رحیم بخش نیکه ګان (استاد کریم بخش اواستاد خدا بخش طبله ږغونکی)، رنګ علی خان رباب ږغونکی، راجی استاد محمد اکبرخان (داستاد رحیم بخش دمور له طرفه نیکه)، سارنګ ږغونکی قندو،  غزل خوانه میرمن مینا.
 داهغه هندي استادان دي چی تقریبآ دیوې پېړۍ په شاوخوا کی په افغانستان کی (راګ خواني، دربت خواني، او ترانه خواني) کړېده. دامیر شیرعلی خان له درباره څخه نیولی تر نورو شخصی محافلو او بانډارونو پوری نوموړو سندرغاړو او اله ږغونکو محافل خوښ ساتلي دي .  له دې نه مخکی په افغانستان کی مخصوصآ په هرات کی خراسانۍ موسیقي تر هندي موسیقي ډیر رواج درلود.  دهندوستان څخه راوستل سوی استادان هنرمندان لمړی دکابل په بالا حصارکی ځای پرځای سول او له همدې ځایه نوموړواستادانو دموسیقی په ښوونه لاس پو ری کړ چی اکثرآ شاګردان یی شهزاده ګان وه، او تر دربار دباندی یی چندانی اورېدونکی نه درلودل اوموسیقی د دربارپه منځ کی پاته وه،  ځکه په هغه وخت کی دموسیقی اورېدل (بدعت) ګڼل کیدی، حتی اکثرآ چی به استادان دربار ته غوښتل کېدل نو له ګزمی (پیره دارانو) سره به پرهاتیانو (فیلانو) راوستل کېدل او ددوی دکورونو پرشاوخوا به همېشه پیره داران ولاړوه.  داهغه وخت دی چی هنرمندان د(خواجه خوردک) یعنی دموجوده خرابات په کوڅه کی  چی   با لا حصارته نژدې پرته ده ځای پرځای سوی او دلته مېشت وه. (هغه وخت با لاحصار ارګ وو)
 دامیر عبدالرحمن خان په وخت کی موسیقی یوڅه عامه سول او له درباره دباندی راووتل چی هنر مندانو به په بعضی شخصی او دعامو خلګو په بانډارونوکی ګډون کاوه.  نور  بیا