ستا ماته کړس خنداکې پټه دښېرو خاموشي
لکه ټقاکې دسکروټو دایرو خاموشي
طالبه هرڅه منم ږیره، مدرسه هم ملا
خو ګوره نه منم ددې ړنګو دېرو خاموشي
ستا پر سر اخلمه محبوبې ددنیاغمونه
نشم لیدی ستا دپاړ پاړ شونډو سپېرو خاموشي
دمرګ شېبې، دهجر شپې، دیارغوسې نه ډېره
ده ژړغونې ددې غرونو او درو خاموشي
غزل ترې جوړشي بېکسیاره چې شی ګډ تنهايي
دچادتورو سترګو یاد او دتیارو خاموشي .
بېکسیار، عبدالمالک ، (مخکتاب ،دعبدلمالک بېکسیار شعرونه، د۲۰۱۲ زکال دجنورۍ ۳۰مه )
ښایسته غوټه موده وشوه چې دخپل ستړي جلوهلي ذهن ددمې او تسکين لپاره د سيوري او دمه ځای په لټون دبرېښپاڼو په پارکونو کې سرګردانه وم ،د ویبپاڼو پارکونه دې ښېرازه وي خو زما لالهانده او ښايې خوار نصیبه ذوق پکې وستل ونه موند ،نن مې د مخکتاب له برکته د پورتني غزل په لوستو داوږدمهالې تندې جلوهلې سینه سړه شوه. لکه دروژه ماتي نشه اوخمار غاړه غړۍ شي ،دخوښۍ او رخې احساس سره ګډ دي ، عجیبه کیف دی خو دبد نصیبو برخه هرکله او هرچېرې خواره وي دخپل احسا س دڅرګندولو لپاره ه مې له وړ او مناسبو تورو او کلیمو هم د ذهن لاسونه تش دي . له ځانه سره وایم درېغه چې یا خو د شپون صاحب د قلم قوت وای یا د غضنفر صاحب د پوهې جلال او برکت چې په کارولو مې یې خپل نامراده خیالونه او اندونه راسپړلي او له تاسو سره شريک کړي وای . وایم بې هیڅه نه، داسې څه زېور خوشته چې له وجې یې په غزل کې د حسن سېک شته او ته یې په توره لیلا مجنون کړی يې .
نشم ویلای په ګلونو کې مې کشمالی ولې خوښ دی . که یې دلیل رانه وپوښتئ ژبه به مې همداسې وچه شي لکه همدا اوس مې په ذهن کې د مفهوم ژبه، خو که دیو لوستونکي یا اوریدونکي په توګه د پورتني غزل په باب د څه ویلو حق راکوئ نو که نور نشم درته ښوولای نو دا لاندېني څو ټکي خو دهغو بې شمېره دلیلونو دیوې وړې بېلګې په توګه درته ویلای شم چې شتون يې زما پرزړه یې دراښکون منګولې لګولې دي :
ــ کلیمې او جملې یې رڼې دي، لکه دچینې اوبه دپیغام کبان له ورایه پکې ښکاري
ــ شاعرلکه ماهر ښکاري ،خپل هدف دقیق نښه کړی ،دتورواوکلیمو غشي یې دهدف په سینه رسا ورټومبلي او لکه ناټووال اوشمالي لوټوال ړندې بمبارۍ او کاڼه عملیا ت نه کوي . چې کله پکې د ولس خونې اوکلي لوخړه ، او کله يې لاان دخپلو پوځیانو مورچلې لمبه کړې وي .
ــ دشاعر فکري دریځ ملي ـ افغاني دی، د خپل ولس د ارمانو تفسیر او ننګه کوي او لکه ناټووال او دکرزي شمالي
ټلوال هر پښتون طالب او طالب دښمن نه ، بلکې دټولنې یوه انکار نه منونکې برخه او واقعت یې ګڼې خودبربادۍ په وړاندې يې د یې د نه او اعتراض کرښه په روښانه اندازراښکلې ده .
ــ که ملي سرود دیوه ولس دملي غوښتنو او ارمانونولنډيزاو څرګندويي کوي نو دشاعر دپورتنۍ غزلې دابیت :
طالبه هرڅه منم، ږیره، مدرسه هم ملا
خو ګوره نه منم ددې ړنګو دېرو خاموشي
ماته دخپل ناتار ځپلي ولس دهیلو او ارمانونولنډیز او نیم ملي سرود ښکاري او داملي سرود ځکه نیم، چې داخپل نیم ځان مې دهغه بل نیم قاتل دی .
ــ شاعر د یو متدین ، متمدن او اصلاح خوښي افغان په توګه،ددې ترڅنګ چې په خپل ګړ ( کلام )کې دخپلو اسلامي مقدساتو پاللو اودرناوي ته ژمن دی له خپلو ملي ارزښتونو هم تېرېدونکي نه دی . نه د ملحدينو په شان اسلامي مقدسات د سټالين په برېتونو مارچه کوي او نه د ورانکارو تش په نامه مجاهدینو په څېر ملي ارزښتونه د غله په ږيره . دټولنې عیني واقیعتونه په رڼو سترګو ویني، او خپل هغه احساسات له موږ سره شریکوي چې ده پخپله ازمویلي او یايې لږ تر لږه دباورونو د منزل په مزل کې په مخه ورغلي او ده خوښ کړي لګه ما دده غزل خوښ کړی دی دشاعر د لا بري او نېکمرغۍ په هیله .