حاجی محمدافضل بزګرمل،حاجی شیرافضل اوافضل ټکور ورونه،ډاکټر عبدالله رحیمزی او جاوید شیرافضل دورور زامن .
دارواښاد انجنرمحمد نعیم دمړینی له مله چی جنازه یی پخوا په افغانستان کی په خپله پلرنی هدیره کی خاورو ته سپارل شوی دوستانو ته خبر ورکوی چی فا تحه یی دیکشنبی په ورځ دفبروری په پنخمه نیټه په لندن کی دافغانانو په مسجد کی دسهار له یولسو تر یوی بجی پوری اخستل کیږی .
add:212Church Road
NW10 9NP
Harlesden
London
دضرورت په وخت کی په لاندی نومرو اړیکه ونیسی:
00447988626463
00447901658264
د لراوبر ويبپاڼي د قلمي همکارانو په استازيتوب خپل فرهنګي دوست ، ليکوال او شاعر ښاغلي افضل ټکور ته د هغه د ورور ارواښاد انجنير محمد نعيم د مړيني له امله د تسليت مراتب وړاندي کوو او د لوی خدای جل جلاله له درباره د ارواښادپاره د مغفرت لاسونه پورته کوو .
انالله و انااليه راجعون – روح دې ښاد وي .
د ارواښاد (انجینر محمد نعیم) د مړینې له کبله د هیواد تکړه لیکوال، شاعر او فرهنګپال- ښاغلی افضل ټکور او د هغوی د درنې کورنۍ نورو غړو ته تسلیت وایو او د متوفی لپاره د الله پاک له درباره بښنه او فردوس برین غواړو.
روح یې د ښاد وی!
نورمحمد غفوری او شیما غفوری
په سويډن کښې دافغانانودعلمی اوفرهنگی مرکزدمشرتابه جرگې په استازيتوب زموږ ډير ګران دوست اوپياوړي شاعر ټکورصاحب اوددوي درنې کورنۍ ټولوغړو ته دمرحوم انجینیرصاحب محمدنعیم دمړینې له کبله د ډاډگېرنې اوغمشريکی مراتب وړاندي کوم .
پداسي حال کښي چي ځانونه ستاسو سره په دې غم کې شريک بولو،تاسو اوستاسودکورنۍ ټولوغړوته دلوی څښتن تعالی له درباره نه دزړه صبراوارواښاد انجينير صاحب ته فردوس جنت غوښتنه کوو. روح دې ښادوي . حبيب الله غمخور
د ارواښاد انجينير محمد نعيم د مړيني خواشينونکي خبر مې په برېښنا پاڼو کې ولوست. د ښاغلي افضل ټکور او نورې کورنۍ سره يې ځان په دغه غم کې شريک ګڼم، اروښاد ته د فردوس جنتونه تمه کوم او د کورنۍټولو غړو ته يې د جميل صبر غواړم. ارواښاد دې خدای غرق رحمت کړي. روح دې يې ښاد وي.
وسلام
ډاکټر نصير هالنډ
د خپل پخواني دوست محمد نعيم د مړينې په خبر ډېر خواشينی شوم. د ارواښاد درنې کورنۍ او ښاغلي ټکور ته د دغې دردناکې پېښې له کبله د تسليت او غمشريکۍ مراتب وړاندي کوم. روح دې یې ښاد وي.
Toutes nos condoléances a la famille de mon cher ami Haji Amin Bawari et professeur Rassul Bawari pour le décès inopiné de son frère. Nous lui souhaitons le paradis.
Gran aw mohtaram afzal Takour ta de zra la comme tasali aw mohatram naim Saheb. Ta janat ferdaws
ghalam
داکتره ګل اندام وردګ
د ارواښاد درانه ورور (انجینر محمد نعیم) د مړینې له کبله د هیواد تکړه پښتو لیکوال اوشاعر -ښاغلی افضل ټکور او د هغوی ډیری درنې کورنۍ ته د زړه له کومی تسلیت وایم او د متوفی لپاره د الله پاک له دربارڅخه بښنه او فردوس جنت غواړم .
ګران ورور او د هیواد قدرمن فرهنګي شخصیت ښاغلی افضل ټکور ! ستاسو د ورور انجنیر محمد نعیم د ناحاپي مړینې غمجن خبر زموږ کورنۍ هم خواشینې کړه .په دې توګه متوفی ته له لوی خدای ج څخه د ښو جنتونو هیله کوو او تاسو او د کورنۍ نورو غړو ته د جمیل صبر غوښتنه کوو .موږ دا غم خپل غم ګڼو لطفا زموږ د خواخوږۍ او غمرازۍ مراتب ومنۍ . په درنښت . یوسف هیواددوست ـ ډنمارک
انا لله وانا اليه راجعون
په خوا شينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د ګران هيواد د تکړه شاعر او ليکوال ښاغلي افضل ټکور صاحب ورور انجنير صاحب محمد نعيم په حق رسېدلی دی٠ زه ښاغلي ټکور صاحب او ددوی محترمې کورنۍسره ځان په دې و ير کې شريک بولم٠ د لوی او بښونکي خدايه، خدای بخښلي انجنيرصا حب محمد نعيم ته دفردوس جنت غو ښتنه کوم او ښاغلی ټکور صاحب او ددوی محتر مې کورنۍ ته د پاک خدای له درباره جميل صبرغواړم٠ روح دې ښاد او خو شاله وي٠
لطيف ياد- پرت -لويديزه استراليا
مننه او کور ودانی
له ټولو هغو درنو دوستانو اوزما دځوانی مرګ ورور انجنرنعیم له ملکرو نه چی له ماسره یی دهغه بی وخته مړینی په دروند غم کی ځان شریک بللی دی.
یوه دنیا مننه کوم.تاسی دی راته ژوندی اوسی ستاسو پیغامنو او ډاډګیرنو زما غم ډیر کم کړی دی خدای دی موږ او تاسی ټول له دغه ډول درنو غمونو نه وساتی.
کور مو ودان
افضل ټکور