کابل نن د نورو ورځو برخلاف خاموشه دى، هرڅوك قدمونه په حساب ږدي، پل غلط له لارې نږدي بې حسابه! د واورې سپين څپك يو تر بل جاروتي را روان دي، د يوې غرفې (كوكې) مخې ته مې له واورې ځان پټ كړى دى، شين ټونيس پر پاخه سړك ريږدي، ډرېور مخ ته شاته ګيرونه بدلوي، د واورې له كبله د موټر ټېرونه ځاى پر ځاى اوړي، حركت نه كوي. ناڅاپه مې پخوانى سندره چې عزيزې افغان او فيروز ويلې وه را ياده شوه
شين موټر په شګو كې پنچر دى
موږ ته ناوۍ راكئ مازيګر دى
سره له دې چې يخنۍ مې له خولې توښونه ايستل او غاښونو مې نرمه بې وزنه موسيقي شروع كړى وه، خندا را باندې وزرې وغوړولې، له موټر مې مخ واړاوه چې ډرېور مې ونه ويني… مخا مخ مې د ناهيد ښونځې پر تورې سرې او زرغونې جنډۍ سترګې ولګېدې چې واورې په ورښت كې ورو ورو رپيده. كټ مټ لكه كليواله پېغله چې د واورې په ورښت كې ګودرته روانه وي. دې صحنې مې د كلي پخوانۍ خاطرې لكه د يوه ښكلي طبيعي فلم ذهن ته راوړې، څو خوږې شېبې يې له ځانه سره يو وړم، ۹ كاله وړاندې د ژمي همدغه شپې او ورځې وي، د كليوالو مشرانو بڼه مړه وه، ټولو ويل ، واوره لږ وشوه، خداى خبر چې كاريزونه به ووزي(اوبه به ډېرې كړي) په ماجت كې به له هر لمانځه وروسته همدا كيسه روانه وه، موږ هلكانو باندې دې خبرو اثر نه كاوه، ژمى دى لاندي حلال شوي دي، ماښام چكي(پټه ګوته، كليواله لوبه) كيسۍ، نقلونه او ګرمې تاوخانې، د بوټو كوټې(د ژمي د تاوخانو لپاره، زرګي، ګونګان د غره بوټي) شوي و، له هرڅه بې غمه و.
يوه ورځ چې د واروې له كبله وطن سپينه هګى و، سهار له كوره را ووتم، د جومات څنګ ته راغلم، مجاهد(زما خوريى اته كاله وړاندې د ډبرو د سكرو په كان كې و مړ. اروايې ښاده، نوم يې ځكه مجاهد و، چې د مجاهدينو په كال پيدا شوى و!) د ماجت څنګ ته د دوو كندوګانو ترمنځ په ننوتلي كونج كې، په پنډه برنډۍ او خړ څادر كې نغښتي ناست و، ورځې كوچنۍ وې، غرمكۍ شوه، د كاكا زوى مې له كوره زوړ بوړى توپك د ديواله تر شاه په غلا را ااړولى و پټ راغلى، موږ يې وپوهولو چې نږدې غبرو ګو(غبرګې د د جاروتو غونډيو لړ، زموږ كلى هم په دې نامه دى غبرګى)ته ځو ښكار كوو، موږ هم د غلو غوندي په ټيټو اوږو ورسره روان شو، حاجي مامدې(زما اكا، صالح محمد) مو ونه ويني، د كلي له ګودرسره چې تېرې دوو، د شين سترګي متين له اوږې د تور لوغړن بوړي توپك چې په شپلۍ كې يې تور ګودړ(ټوكر) منډلى و، له اوږې وتلى و، پر ګودر ناستې نجونې له خندا شنې شوې، يووې ويل، دا اوس چې ګودرته راتلم يو سوى وغورځېدى د غبرګو خواته ولاړى!!! بلې ويل، ماښام به بيا په كلي كې د كبابو بوى ولاړېږي!!! مجاهد خداى بخښلى، غوسه ناك و، لاس يې ځمكې ته ټيټ كړ، ډبره نه وه، له پل واورې(چې واوره لږ وشي، موږ ورته پل وايو) يې غونډارى جوړ كړ، ور ويې تشاوه(وار يې وكړ).
په غبرګو كې مو د يو سوى پل واخيست، د يوې غټې زرګې(ځرځه غرنى ازغن بوټى) بېخ ته له بغرې(د سوى غار، ځاله) وغورځېدى، چې متين توپك ورته سماوه، سوى تر غونډى اوښتى و، خو لس دقيقي وروسته ډكككككك په غبرګو كې ازنګانه وكړه. ولې ظالمه، سوى نشته ډكان كوې، ښه دې وتوراوه. متين په هيجاني انداز وويل: په خداى كه ولاړى د ده سر …تى راځئ…
تر ولاړ مازيګره په غبرګو كې و، درې څلور ټكه مو نور في سبيل الله د كلي په خاطر وكړل چې ونه وايي، سوى يې نه كى پيدا، وروسته تش لاس كلي ته راستانه شو، تر ماښامه مو په كلي كې درې واره جنګ ته خبره ورسوله، كليوالو ټوكې كولې، ځوانانو سويان رواړي دي…
ماښام مو د كشاڼو كلي ته پلان جوړ كړ(دا كلى زموږ د كلي ختيځ شمال ته پروت دى، ترمنځ مو دغونډيو يو وړوكى بند دى بيا د ږيڅ د رود په څنډه كې لاره ورغلې ده، درې پاوه مزل دى ) ليك مو ليكى(په دې ليكونه په ټوكي انداز ليكل كېږي، شل پسونه، ديرش غوايي، ۷ اوښان، به حلالوى، دومره منه ميوه، او …) په پلاستيكي كڅوړه كې مو واچاوه، په بله كڅوړه كې چې كلي ته ورنږدې شو واوره ورسره اچوو، د كلي پنځه ځوانان ور روان شو، د مامد شمل كاكو په كوټه كې كليوال ناست دي، هي هوى يې خيږي، چكي ګرمه روان ده، مجاهد خداى بخښلي د پرده پورته كړه دروازه يې ورو ورخلاصه كړه. درغله واوره…نور نو منډه، خو تر كلي نه و راوتلي چې نارې شوې، هلى مجاهد مو نيولى دى، موږ په منډه ځانونه كلي ته په داسې حال كې وروسول، د چا پښې له اغزو ډكې، غورځېدل او پرځېدل خو د ټولو په نصيب و.
د شپې څه كم دولس بجې وې، چې مجاهد خداى بخښلى تور مخ كوټې ته را ننوتى( كه چيرته موږ تر كلي ځانونه را رسولى واى، نو بيا به دي كلي موږ ته ميلمستيا كوله، موږ به ټول كليوال ځوانان ورتلو، د تالى درب بانډار،نقلونه، د مقابلې چكي به مو كوله، خو اوس چې زموږ له خوا دوى يو نفر ونيوى، ميلمستيا يې پر موږ دوه چنده پور شوه).
مجاهد كيسه كوله، چې واوره يې ورغورځوله، په كلي كې لاره ځينې غلطه شوه، دوى له شاه ورپسې و، تكيه يې كى، بيا يې كوټې ته بوتلى، مخ يې ور تور كړ. دا په دې مانا چې موږ ماتې وخوړه(د مخ تورېدل دود ده)