په خواشيني سره مو خبره ترلاسه کړ چي د کابل پوهنتون د لرغونپوهني د څانګي استاد پوهنوال رسول باوري کشر ورور عزيز الله باوري چي د روزګان ولايت په دِهراوت ولسوالي کي اوسېدئ ، تېره ورځ د ۲۰۱۲ د جنوري پر ۱۸ نېټه په خپل کور کي په ناڅاپي توګه په حق ورسېدئ .
الحاج باوري د روزګان د دهراوت ولسوالۍ څخه دخپل ځوانيمرګ ورور په اړه لراوبرته په يوه ليکلي پيغام کي داسي وايي :
د ژوند د ډېرو ناخوالو ، لوړو او ژورو څخه بريالئ راووت . مستعد او روښنفکره ځوان و . د زده کړي پر وخت داخلي او تنظيمي جګړو د هيواد پرېښېدو ته مجبور کړ، په ۲۰۰۱ کال يې بيا زده کړو ته مخه کړه ،په ۲۰۰۶ کال د ښه استعداد له کبله په کابل کي د انګليسي ژبي د زده کړي په يوه تعليمی موسسه کي مقرر سو .
حاجي امين باوري د خپل ورور په اړه لراوبر ته وويل (( جنګ،جنګي ماحول اومعاشره زما د ورور قاتلان دي))
د لراوبر ويبپاڼي مشرتابه د دغي علمي او فرهنګي کورنۍ سره په دې غم کي ځان شريک بولي. په خاص ډول په کابل کي د سلام فرهنګي ټولني د مشر الحاج محمد جان باوري ، د کابل پوهنتون استاد پوهنوال رسول باوري ، په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير مشر حاجي امين جان باوري او په هالنډ کي ډاکټر شفيق باوري او ددوی د کورنئ ټولو غړو ته ددوی د ارواښاد عزيز الله باوري د ناڅاپي مړيني له امله د تسليت مراتب وړاندي کوو .
موږ به د خپلو محدودو امکاناتو په لرولو سره هڅه وکړو چي د هيواد ددغي علمي او فرهنګي کورنۍ سره په دې غم کي په معنوي توګه ګام پر ګام ملګري اوسو . لراوبر ويبپاڼه به دارواښاد عزيزالله باوري د جنازې او فاتحې مراسم تعقيبوي او خپل لوستونکو ته به يې مراسمو په اړه تازه مالومات وړاندي کوي .
ارواښاد ته د لوی خدای جل جلاله په دربار کي د مغفرت دعا او د کورنۍ ټولو غړو ته يې له څښتن تعالی څخه د جميل صبر غوښتونکي يو .
په روزګان کي د فاتحې مراسم پر ځای سول :
د نارینو فاتحه د جنوري پر اتلسمه ،نولسمه او بل شلمه نېټه د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ په جامع جومات کي او د ښځو فاتحه د ارواښاد په کور کي واخستل سوه ، په دې مراسمو کي د روزګان د مرکز ، ولسواليو او يو شمېر نورو ولايتونو څخه د ارواښاد د کورنۍ غړو ، دوستانو او خواخوږو برخه اخستې وه .
په کندهار کي د فاتحې مراسم پر ځای سول :
د ارواښادعزيز الله باوري د فاتحې مراسم د جنوري پر ۲۵مه نېټه د چارشنبې ورځ د سهار له ۸ بجو د ماپښين تر يوې بجې پوري د کندهار د لو والې د سيمي په البلال مسجد جامع کي او د ښځو فاتحه ددوی په کور کي کي ترسره سول . له کندهاره د لراوبر ويبپاڼي خبريال په وينا په دې مراسمو کي د ارواښاد د کورنۍ غړو او دوستانو تر څنګ د سيمي يو شمېر علمي او فرهنګي شخصيتونو ، مشرانو او سپين ږيرو هم برخه اخستې وه .
پوهنوال رسول باوري له کندهاره د لراوبر ويبپاڼي سره په ټيلفوني اړيکه کي له ټولو هغو همکارانو ، دوستانو ، علمي او فرهنګي کړيو څخه مننه وکړه چي له بېلابېلو لارو يې ددوی له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې او د تسليت پيغامونه يې ور لېږلي دي .
الحاج محمد امين باوري لراوبر ته وويل چي په روزګان او کندهار کي زيات شمېر اديبانو ، فرهنګيانو او مخورو شخصيتونو ددوی سره ددوی د ارواښاد ورور د وير پر ټغر کښېنستل او خپله غمشريکي يې څرګنده کړه . نوموړي د خپلي کورنۍ په استازيتوب له دغو ټولو څخه د خوښۍ په څرګندوني سره مننه وکړه .
په کابل کي د فاتحې مراسم پر ځای سول:
د ارواښاد عزيزالله باوري فاتحه نن د دلوې د مياشتي په نهمه نيټه د يکشنبې ورځ د يوې نيمي څخه تر درې نيمو بجو پوري د کابل د څلورمي کارتې د شير شاه سوري په جامع جومات کي او د ښځو فاتحه د همدې جومات د ښځينه فاتحو په سالون کي واخستل سول ، د باوري کورنۍ په استازيتوب ښاغلي الحاج امين باوري لراوبر ته وويل چي په فاتحې په نننيو مراسمو کي د افغانستان په کچه يو شمېر پوهانو ، عالمانو ، چارواکو او په خاص ډول د کلتوري ټولنو د ګډي جرګې غړو ، علومو اکاډمۍ غړو، کابل پوهنتون استادانو او محصلينو او يو شمېر نورو مخورو شخصيتونو او ځوانانو د ارواښادعزيزالله باوري روح ته ددعا په مراسمو کي برخه واخيسته او له په دې ډول يې له دوی سره خپله غمشريکي څرګنده کړه .
کابل ۲ فبروري :
نن د پنجشنبې په ورځ په کابل کي يو شمېر علمي او فرهنګي شخصيتونو ، د کلتوري ټولنو استازو او د ځوانانو د ارواښاد عزيزالله باوري پاک روح ته د دعا ، قرآن عظيم الشان د ختم او خيرات په مراسمو کي برخه واخسته .
د ارواښاد حاجي امين باوري وويل : زيات شمېر دوستانو زحمت کښلئ و ، د نن په مراسمو کي يې برخه اخستې وه ، دوی او ټولو هغو دوستانو چي ټيلفون يا انټرنټ له لاري يې زموږ سره يې غمشريکي کړېده پر موږ دغم دغه پېټی سپک کړ ،زه د خپلو ټولو وروڼو او کورنۍ په استازيتوب ټولو ته کورودانئ وايم. دوی دي خدای له غمونو وساتي .
په بلجيم کي د افغان کلتوري مشر حاجي امين باوري چي د ارواښاد عزيزالله باوري د مرګ غمجن خبر په اوريدلو سره افغانستان ته ستون سوئ و د فبروري پر ۷ نېټه بيرته بلجيم رسيږي ، د يادولو وړ ده چي د فبروري پر ۱۱ نېټه د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کي د ارواښاد عزيزالله باوري پاک روح ته ددعا او قرآن کريم د ختم مراسم پر ځای کيږي . جزيات يې په لاندي خبرتيا کي ولولئ .
د پوهني وزارت د کمپيوتر تکنالوژي د انستيتوت مشر او د سلام فرهنګي ټولني مسول ,الحاج محمد جان باوري ، د کابل پوهنتون استاد پوهندوی محمد رسول باوري ، ملي تاجر حاجي عبدالقيوم باوري ، په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير مشر حاجي امين باوري ، د دهراوت د نوي ښار د ليسې ښونکی عبدالغني باوري ، داکتر امان الله باوري ، دا کتر حبيب الله باوري او د هالند په نايميخين روغتون کي داکتر شفيق الله باوري وروڼه .
په هالند کي داکتر نجيب الله باوري او فارمسيست عتيق الله باوري ، په بلجيم کي داکتر حميدالله باوري ، ميرويس باوري او وحيدالله باوري ، بريالی باوري،عنايت الله باوري او داکتر اشرف باوري، وريرونه .
په روزګان کي د سيدالخان لېسې ښوونکی عبدالرسول کليوال ، د روز ګان د پوليسواکادمی قوماندان الحاج دل آقا ، په ترين کوټ کي د کابل بانک کارکونکی حاجي عبدالجبار وطنوال ، د پوليسو پخوانی افسر عبدالشکور نورزی ، په کندهار کي ملي تاجران ، عبدالنافع او محمد نادر جان اوصراف جانان , اخښيان .
حاجي محمد نصير نورزی ، داکتر هاشم رسولي، اتل، اجمل ، قدرت الله او نقيب الله د ملي پوځ افسران، عزت الله کليوال او امين الله کليوال د خوشالخان لېسې زدکونکي ، عصمت الله اوداکتر عبدالغفار د خویندو زامن .
بلجيم : فبروري ۱۱
سلګونو افغانانو د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کي د ابوعلي سينا په مسجدجامع کي د مرحوم عزيز الله باوري پاک روح ته ددعا او په دقرآن عظيم الشان د ختم او خيرات په مراسمو کي برخه واخيسته .د قرآن کريم د ختم او دعا په دې مراسمو کي د بلجيم مېشتو افغانانو تر څنګ داروپايي اتحاديې هيوادونو او انګلستان څخه د يو شمېر ښارونو څخه افغانانو ګډون کړئ و .
د قرآن عظيم الشان تر ختم او دعا وروسته حاجي امين باوري باوري د خپلو لنډو خبرو په ترڅ کي د ټولو هغو افغانانو څخه مننه وکړه چي له دوی سره يې غمشريکي وکړه ، دغه ډول ټولو حاضرینو د ښاغلي افضل ټکور د ارواښاد ورور پاک روح ته هم ددعا لاسونه پورته کړه .ددغومراسمو ځيني برخي په دې ويډيو کي وګورئ .
د ارواښاد عزيزالله باوري په جنازه او فاتحو کي د ټولو برخه اخستونکو څخه د منني په توګه د باوري کورنۍ لخوا دغه پيغام ترلاسه سوی دی :
ستاسوټولودوستانوئې کورودان
تاسو ټولوته دې لوي څښتن په دين اودنياکښي ستراجرونه درکړي
تاسو دوستانودروان ز کال دجنوري دمياشتي پر ۱۷ مه ډيرخواشينونکی خبر ترلاسه کړچي د پوهني وزارت د کمپيوترتکنالوژي د انستيتوت مشر اوسلام فرهنګي ټولني مسول ,الحاج محمد جان باوري کشر ورورعزيز الله باوري چي د روزګان ولايت د دِهراوت په ولسوالي کي اوسېده، په خپل کورکي د ورپیښي ناروغۍ له امله په ناڅاپي توګه په حق ورسېد . اناالله وانا الیه راجعون
ددې خبر په اوريدو سره په افغانستان اوبهرنيو هيوادونوکښي ددې کورنۍ ټول دوستان اوملگري دعزيز الله باوري په ناڅاپي مرگ غمجن سول .
دباوري کورنۍ ته ، په سلهاودوستانو يوپه بل پسې دافغانستان دمختليفو ولايتونو،امريکا متحده ایالاتو، بلجيم ،جرمنی، سويډن،هالنډ، انگلستان ،کاناډا،استرالیا،اوکراین اونوروسيمونه دډاډگېرني اوخواشينۍ څرگندولوتليفونه اوپيغامونه رارسېدلې دي .
دمرحوم عزيزالله جان ناڅاپي مړينه اودهغه ځوانه کورودانه اوپنځه ماشومان پاته کېدل ددې کورنۍ دهرغړي اودوست لپاره دردونکې پېښه ده . داچي موږ دخداي بنده گان اوپيدایو همدا لوي څښتن ژوندهم رانه اخلي ،دادتقديرخبره ده اوتقديرته بايد غاړه کښېښودل سي .
داچي ددې کورنۍ سره پدې ورپېښ غم کښي له دهراوت ، روزګان،کندهار ،کابل اوبلجيم پوري زيات شمير هيوادوالو،اديبانو ، فرهنګيانواو مخورو شخصيتونو ددوی سره ددوی د ارواښاد ورور د وير پر ټغرکښېنستل اوخپله غمشريکي يې څرګنده کړه ددې کورنۍ سره ورپېښ غم نيم کړ .
مرحوم عزيزالله باوري د ژوندد ډېروناخوالو، لوړواو ژورو څخه بريالئ راووت . مستعد او روښنفکره ځوان و .
دزده کړي پر وخت داخلي او تنظيمي جګړودهيواد پرېښېدو ته مجبورکړ، په ۲۰۰۱ کال يې بيا زده کړو ته مخه کړه،په ۲۰۰۶ کال د ښه استعداد له کبله په کابل کي د انګليسي ژبي د زده کړي په يوه تعليمی موسسه کي د ښوونکي په توګه مقررسو .
زموږ دهيوادناخوالي دومره پېچلې اوتاريکي دي چي پېچلتيائي عزيزالله جان تر دهراوت ولسوالی پوري ورساوه .هغه غوښتل دخپل پلار مېنه وساتي اوددې کورنی نغری هلته هم دپلاردژوندپه دودگرم وساتل سي ،لکه چي پلار یې مرحوم اخترمحمد خان دخپل ولس چوپړکاوه ده هم غوښتل په خپله ولسوالی کښي ددي زورېدلي ولس په چوپړ کي ووسي .
د ویر او خواشنۍ ځای دۍ چي په ټول هيوادکي دجگړې اوربل ، هرې خواسيالئ اودښمنۍ په درب رواني دي .
پوهي او ځیرکتوب د ژور خفګان کندي ته وغورځاوه ،له هری ناخوالي سره دردیدۍ ، له هر مصیبت څخه یې سل سل پوښتني درلودی ، چي عزيزالله جان ئي دليدواولمس حوصله له لاسه ورکړه .
دحاجي امين باوري خبره (جنګ،جنګي ماحول اومعاشره زما د ورور قاتلان دي )
موږدټولوهغو دولتي ادارو،ملي اوفرهنگی شخصيتونو،دپوهنتون اونوروعلمي موسسو استادانو،فرهنگی ټولنواودرنو هيوادوالونه چي په دهراوت کښي یې د جنازې او فاتحی ،کندهار،کابل کښي یې دمرحوم دفاتحې په مراسموکي گډون درلود ، اوله هغودرنو دوستانوڅخه چې په بلجيم کي ئي دفاتحې په مراسموکي دگډون لپاره له انگلستان ،جرمني ،هالنډ ،سويډن ، ډنمارک ، اطریش ، فرانسی او سویس هيوادونو څخه تشريف راوړئ وودزړه له کومې مننه کوو.
اړينه ئې بولودټولوهغوفرهنگي ټولنو،علمي اومنلو شخصيتونواوزموږ دکورنۍ له دوستانواوخواخوږوڅخه چې موږ ته یې پيغامونه راليږلي ،له هغوټولوافغاني بریښنا پاڼوڅخه چي ددې سترويرسره دهم ږغۍ په موخه ئې زموږ دکورنۍ سره زموږ ددوستانو دخواخوږ ۍ ږغ ترټولوپوري رسولی دی دوطني مينې په څرگندولوسره ټولوته دلوي څښتن له دربارنه دستراجر غوښتنه کوو.
همدا شان دبلجيم دبروکسل په ښارکي له هغو افغانونانواوددوۍ له کورنيونه دزړه له کومې مننه کوو،کوم چي زموږ سره ئي پدې لوي غم اوناورين کښي برخه واخستل اوموږ ئي يوازي پرې نه ښودلو .
دباوري کورنۍ ددغوټولودوستانو څخه يوځل بيادمننې په څرگندولوسره دلوي څښتن له دربارنه دوی ،ددوی دکورنيو ټولوغړواودوستانواوټولوافغانانو ته ارام اوبسياژوندغواړي .
درب العالمين دربارته لاسونه لپه کوو چي په دې غم لړلې هيوادکي سوله اوثبات راسی اونوردداسي غمجن پيغام اورېدل دچادکوردروازه ور ونه ټکوي .
زموږ پشان په غم دې خداي بله کورنۍ نه غمجنه وي. .
آمين يارب العالمين
ستاسوئي کورودان چي زموږسره موپدې وير ځانونه ویرجن او غم راسره شریک کړ .
بسم تعالی
زما هغه دوستان چي ماته لکه خپل وروڼه ګران دي د خپل ځانيمرګ ورور عزيزالله باوري د وير پر ټغر کښېنول . انا لله وانا الیه راجعون
ژوند او مرګ له يو بل سره تړلي نومونه دي. دا ځلي چي الحاج محمدجان باوري، پوهنوال رسول باوري. امين باوري، حاجي قيوم باوري، ډاکتر امان الله باوري، ډاکتر حبيب الله باوري، ډاکتر شفیق باوري او عبدالغني باوري د کور دروازه د غم خبر وروټکوله. د خپل ځان او خپلي کورنۍ په استازيتوب ددوی د درنې کورنۍ ټولو غړو ته د جميل صبر هيله لرم او پدې وير کی ځان ورسره شریک ګڼم. لوی څښتن تعالی دي ځوانیمرګ عزيزالله باوري ته جنت فردوس ور په برخه کړي. روح یی ښاد او پروردګار دی ددوی کورنۍ له نورو غمونو ليري وساتي، امين يارب العالمين .
په ډیر پښتني درنښت نجيب احمدزی
په ډېره خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړه چې د ښاغلی پوهاندرسول باوري او دبیلجیم په هیواد کې دګران او محترم حاجی محمد امین باوري،کشر ورور خدای بخښلی عزيز الله باوري چې داوروزګان ولایت د دهراود په ولسوالی کې استوګن ووپه ناڅاپی توګه په حق رسیدلی .
اناالله وانا الیه راجعون
زه او زما د کورنۍ ټول غړي په دی ناڅاپه ویرکې ځانونه شریک بولواو دسپيڅلی الله « ج » دستر درباره څخه و اروښاد عزیزالله جان باوري ته د الهی رحمتونو ،جنتونو اود مغفرت هیله مند یو او دعا ورته کوو چې خدای « ج » دی عزیزالله جان باوری وبخښی او فردوس جنتونه ور په برخه کړی او د کورنۍ وټولو غړیو ،دوستانو او عزیزانوته یې د صبرجمیل غوښتوونکي یو.
ومن التوفیق
په خواشينې مې پورتنی خبر ولوست، چې د باوري صيب د کشر ورور د ناڅاپي مړينې يادون پکې شوی دی. په دغه غم کې د باوري صيب له کورنی سره ځان پشريک ګڼم او د ښاغلي باوري صيب کورنۍ ته د جميل صبر تمه کوم او مرحوم ورور ته يې د فردوس جنت د لوی الله (ج) له درباره غواړم. قالو انا لله و انا اليه راجعون.
وسلام
دې تریخ اوخواشینوونکي خبر یو بل دردوونکی ګوزار راکړ زه نه پوهېږم ، چې څنګه ژر ژراوسر پرسر غم په غم پسې رادرومي؟
خدای (ج) دې په موږ ورحمیږي د محترم باوري صاحب درنې کورنۍ او ټولو خپلوانو ته له هغه لوی ذات څخه جمیل صبر اوخدای بخښلي عزیزالله باوري صاحب ته دفردوس جنت هیله کوم .
انـــــــــا لله و انـــــــــا اليــــــــه راجعـــــــون
دجرمني له بایرن آیالت څخه
محمدامین بسمل
ه دا څه دغم خبر دئ د ځوانيمرګ عزيزالله جان باوري د مړيني خبر ډېر ځورونکى وو، الله دي ورته جنتونه په نصيب کړي.
د مشر استاد پوهنوال باوري صاحب حاجي احمد جان باوري حاجي قيوم باوري او حاجي امين باوري صاحب سره ټولو درنو مشرانو او د باوري کورنۍ ټولو درنو غړو ته د تسليت مراتب وړاندي کوم ددوي په غم ځان او د کندهار ټول فرهنګپال ځانونه شريک ګني،دځوانيمرګ روح دي ښاد او پر قبر دي نور خپور وي د باوري کورنۍ او خواخوږو ته دي الله جميل صبر او د نوروغمونو نه په امان وساتي آمين.
په درنښت سيداحمد قانع
تیر ماښام می د دی لپاره خپل ګران او سکنی ورور حاجی امین باوری ته تلفون وکړی چی مالمو ته ﺉ د راتګ په وخت ځان خبر کړم ۰۰۰ ولی ددوی له خولی می هغه غمجن خبر واوریدی چی تر اوسه می باور نه پری راځی چی د عزیزالله ښکلی ځوانی دی د مرګی تور کومی ته لویدلی وی ۰۰۰او د باوری درنه کورنۍ دی د غم پر ټغر کښینولی وی ۰۰۰ په داسی حال کی چی غمشریکی لپاره می ذهن ته د ویلو ډیر څه نه راځی دځان او کورنی لخوا الحاج محمد جان باوري ، پوهنوال رسول باوري ، حاجي قیوم باوري ، حاجي امین باوري ، ډاکټر امان الله باوري ، ډاکټر حبیب الله باوري ، ډاکټر شفیق باوري او استاد عبدالغني باوري او ددوی د کورنی ټولو غړو او دوستانو ته دزړه صبر او ځوانی مرګ عزیزالله ته جنتونه غواړم ۰ امین یا ربالعالمین ستاسو ورور حکمت الله حکمت سویډن د مالمو ښار
کل نفس ذایقه الموت
په سیدني کې د شمله ایف ایم او شمله پروډکشن د چلوونکې ډلې او ځان له خوا د باوریانو ټولې درنې کورنۍ او په ځانګړي ډول استاد رسول باوري ته د دوی د ورور د عزیز باوري د پور د پریکون په دې درانه ویر کې د پراخ زغم غوښتونکی یم، موږ ځانونه له تاسو سره په دغه ستر غم کې سم شریک ګڼو.زموږ عزیز له خپل خالق سره کړې ژمنه پوره کړه ، الله ج دې یې هغه دنیا ښکلې کړي او د باوري ستانه اودرنه کورنۍ دې له داسې ویره وساتي چې دا اوسنی یې هیر شي.انا لله و انا الیه راجعون.
د شمله ایف ایم او شمله پرودکشن د چلوونکې ډلې په استازیتوب
عبدالهادي هادي/سیډني/اسټرالیا
د باوری ټولې درنې کورنۍ او په ځانګړي ډول استاد رسول باوري ته د دوی د ورورعزیز باوري دناڅاپی مړینی په دې درانه ویر کې د پراخ زغم غوښتونکییو د بهاند کورنیځانونه له تاسو سره په دغه ستر غم کې سم شریک ګڼی.پاک رب دی د زړه صبر درکړی
احمد شاه بهاند
په ډیره خواشینۍ دادۍ دیویل ځوان دناڅاپی مړینې خبر زه،زماټوله کورنۍ او په بلجیم کې دافغان کلتوری بهیرغړی اوټول افغانان ولړزول. خبر سوو چه دپوهنوال استاد رسول باوری اوپه په بلجیم کې دافغان کلتوری بهیردمشر،ګران حاجی امین باوری، کشرورور عزیزالله باوری په ناڅاپی توګه د26 کالو په عمر دروزګان ولایت په دهراوت په حق رسیدلۍ دۍ. انالله واناالیه راجعون
په دغه ګړۍ چه دغه کرښې لیکم، له سترګومی اوښکې څاڅی او له ځانه سره وایم چه ای خدایه دا زموږ سره ولې داسې کیږی؟ لا یی میاشت نده پوره جه رمادکورنۍ ځوان فرهنګی غړۍ ، سیدمیرویس سیدزۍ، شهید سو او میرمن اودری صغیرماشومان ترې پاته سول. دادۍ نن عزیزباوری ځوانیمرګ سو اومیرمن اوڅلورتنکی اونازولی ماشومان ترې پاته دی. ای خدایه، په څه ګناه ، په څه خظا؟ …ته ورحمیږې هری خواته ډیرډیرغم دۍ په ماتم پسې ماتم دۍ
دخپلې کورنۍ اوپه بلجیم کې دکلتوری بهیر په استازیتوب له الحاج محمد جان باوري ، پوهنوال رسول باوري ، حاجي قیوم باوري ، حاجي امین باوري ، ډاکټر امان الله باوري ، ډاکټر حبیب الله باوري ، ډاکټر شفیق باوري او استاد عبدالغني باوري او ددوی د کورنی ټولو غړو او دوستانو سره ځانونه پدې سترغم کې شریک ګڼو. الله تعالی دې خدایبخښلی ته بخښنه اودفردوس جنت ورعطا اودکورنۍ غړواو دوستانو ته یی لوی دزړه صبراوزغم ورپه برخه کړی. آمین یارب العالمین
په بلجیم کې دافغان کلتوری بهیرپه استازیتوب
پوهنیارسیدحضرت
بروسل ښار، بلجیم
د افغانستان د یوې فرهنګي کورنۍ یو فعال او خوځنده ځوان عزیزالله باوري په حق رسېدلی .ددغه خواشیونکي خبر په ترلاسه کولو سره ، ځان په دغه غم کې د ګرانو ورونو ښاغلو رسول باوري او حاجی امین باوري او د دوي د درنې کورنۍ له نورو غړو سره شریک بولو .متوفی ته له الله ج څخه د ښو جنتونو او کورنۍ او نورو دوستانو ته یې د جمیل صبر هیله کوو .تاسو ته د ځان ، خپلې کورنۍ ، د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز او دلته په ډنمارک کې د مېشت یو شمېر دوستانو د تسلیت ژورمراتب یوځل بیا وسیله کیږم . په درناوۍ
محمد یوسف هیواددوست
اوس همدغه ګړی مي کمپیوتر خلاص کړی چه ددي غمجن ویر څخه خبر شوم. چي زړه مي باور نه پر ی کوی.
د ګرانو عزیزانو با ور یانو دنازولې کشر تنکي ځوان ورور عزیز ا الله جان باوری نا څاپی مړینه مي د زره پر ستر ګو توره تیاره خپره کړه.
د سید میروس جان سیدزی د فا تحي ټغر لا نه ووټول شوی چه د بل ځوان د ویر خبر را ورسیدي. زه په داسی حال کي چه ددی ار مان جن ځوان مړینه یوه ستر ه ضا یعه بولم ، په خپل وار سره ګران استاد رسول با وری ، حاجی امین باوری ، ددوي دټولو وړونو او درنې کورنۍ سره په دی سترغم کي ځان شریک ګڼم او دوي ټولو ته د زړه صبر غواړم.
خدای بخښلی عزیزالله جان ته دی الله تعالي (ج) فردوس جنت ور په بر خه کړي. او د باور یانو کورنۍ دی خدای (ج)دنورو غمونو څخه وژ غوری.
قالو انالله و انا الیه را جعون
په ډیر درنښت :ولی محمد نورزی هالند
په ډیره خواشینی همدا څو ګړی مخکی هغه هم په تصادی توګه خبر سوم ،چی ګران ورور عزیزجان باوری په په خپله پلارنی مینه که په حق رسیدلی دی أناالله وانا الیه را جعون. پاک پروردګار دی پر ورحمیږی او فردوس جنتونه دی ور په برخه کړی خپل او دخپلې کورنۍ له خوا ګرانو وړونو الحاج احمد جان باوري ،پوهنوال رسول باوري ، حاجي امین جان باوري، حاجي قیوم باوري ، او دباوری د درنی کورنی وټولو غړو ته تسلیتوایم او دزړه صبر غواړم او پدې ویر کې دباوری صاحب دکورنی سره ځان شریک بولو .روح دی ښاد وی .
په ډيره خواشينۍ سره مې دحاجي صاحب حکمت اوبسمل صاحب لخواد تليفون په مټ ماته دتسلت راکولودا دردونکۍ اوزورونکۍ خبرترلاسه کړ ، چي زمادهغودوستانوچي ماته دورڼوحيثيت لري اوترڅلوېښت کالو راپدې خواکورنۍ تگ اوراتگ سره لرو،ددوي دکورنۍ هرغړی پرمادومره گرادن دی لکه خپل سکنۍ وروراوخور .دادی زماددې ترټولوراته نږدې کورنۍ د کوردروازه دغم خبروروټکول اوموږته ئې دگران عزیزالله جان باوری ددځواني مرگۍ دردونکی خبرراکړ . دمرگونوقاصد په خپل خبرزموږ اوددې کورنۍ دټولودوستانواوخواخوږوپه کورنوکښي دغم لمڅۍ وغوړاوه.
انالله واناالیه راجعون
زه دخپلې کورنۍ اوټولوهغودوستانوپه استازيتوب چي ماته ئي تليفونونه کړي ،ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې ادارې په استازيتوب دخپلورانږدې اوگرانو ورڼوالحاج محمد جان باوري،پوهنوال رسول باوري،حاجي قيوم باوری،حاجی امين باوري ،ډاکټر امان الله باوري، ډاکټرحبیب الله باوري، ډاکټرشفیق باوري ،عبدالغني باوري او ددوی دکورنی ټولوغړواو دوستانو سره ځان پدې سترغم کې شریک ګڼم .
دلوي څښتن له دربارنه گران ځوانمرگ عزيزالله جان باوري ته فردوس جنت اودکورنۍ پاته کسانو ته دزړه صبر غواړم .
روح دې ښاد وي . سويډن مالمو
حبيب الله غمخور
په ډېره خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چي د الحاج محمد امين باوري ورور په حق رسېدلئ دی .
انالله و انااليه راجعون
موږ د ادېسه ښار منورين د الحاج محمد امين باوري او ددوی د درنې کورنۍ د ټولو غړو او دوستانو سره په دې غم کي ځانونه شريک بولو ، ارواښاد عزيزالله باوري ته د لوی خدای له درباره د مغفرت او پاته کورنۍ او دوستانو ته يې د جميل صبر دعا کوو .
په درناوي
په ادېسه کي مېشت افغان منورين
يوه داسي درنه کورنۍ د غم پر ټغر کښېنستل چي غړي يې په افغانستان کي دننه او بهر د خپل هيواد او خلکو د علمي ، کلتوري او ټولنيزو خدمتونو لپاره نه ستړي کېدونکي خدمتونه کړيدي او کوي يې .
دې کورنۍ خپل يو ځوان په ناڅاپي توګه له لاسه ورکړ . عزيزالله باوري ځوانيمرګ سو !
انالله و انااليه راجعون
محترم الحاج محمد جان باوري ، دروند استاد پوهنوال رسول باوري ، حاجي قیوم باوري ، هڅاند فرهنګپال حاجي امین باوري ، ډاکټر امان الله باوري ، ډاکټر حبیب الله باوري ، ډاکټر شفیق باوري او استاد عبدالغني باوري د خپل ځوانيمرګ ورور له غمه د ژوند تر ټولو په سختو شېبو کي قرار لري ، موږ دا غم احساسوو ، په وير يې غمجن يو او دوی ټولو ته د لوی خدای له درباره په دې سختو ورځو کي د جميل صبر غوښتنه کوو .
د عزيزالله جان روح دي ښاد وي اوکورنۍ دي يې خدای له نورو غمونو وساتي . ( امين)
دبهاندکورنۍ دباوري له درنې علمي فرهنګي کورنۍ سره په ورپيښ لوی ویرکې ځان شریک بولي.
ګران دوست اوپوهنتوني همکارپوهنوال رسول باوري،په بلجیم کې دافغان کلتوري بهیر مشر امین باوري اودکورنۍ ټولو غړوته جمیل صبرغواړي..
آصف بهاند
ښاغلي استاد باوري صاحب او د هغوی محترمي کورنۍ ته ددې غمجني پېښي له اسیته تسلیت وایم. له نوره غمه دې خدای وساتي اودخوښیودي ورته مخ سي.
له ګران باوری صاحب او کورنۍ سره په دغه خواشینونکی غم کې ځانونه شریک بولو ، خدای د ارواښاد ته جنتونه او کورنۍ ته د زړه صبر ورپه برخه کړي .
دوکتور عبدالخالق رشید
ادمنتون کانادا
انالله وانااليه راجعون.
الله پاک دې عزيزالله جان باوري ته جنتونه نصيب کړي. د دې درانه غم له امله ښاغلي آمين الله باوري او د ده درنې کورنۍ ته تسليت وړاندې کوم او له پاک الله څخه قوي صبر ورته غواړم
زه پخپل وار سره (باوري) محترمي او روشنفکري کورنۍ ته خپل د تسليت او تعزيت مراتب وړاندي کوي. بېله کوم الايش او تظاهره ځان په دغه غم کي شريک او خوږمن بولم. واقعاً دا سانحه او وير زموږ پر زړونو بوج سو.
حق تعالى (ج) دي مرحوم او مغفور (باوري) ته جنتونه ور په نصيب کړي او (باوري) درنې او منوري کورنۍ ته دي خداى (ج) حوصله او صبر ورکړي. غمجنه پېښه ده، خو چاره څه!!!
زه پخپل وار سره (باوري) محترمي او روشنفکري کورنۍ ته خپل د تسليت او تعزيت مراتب وړاندي کوي. بېله کوم الايش او تظاهره ځان په دغه غم کي شريک او خوږمن بولم. واقعاً دا سانحه او وير زموږ پر زړونو بوج سو.
حق تعالى (ج) دي مرحوم او مغفور (باوري) ته جنتونه ور په نصيب کړي او (باوري) درنې او منوري کورنۍ ته دي خداى (ج) حوصله او صبر ورکړي. غمجنه پېښه ده، خو چاره څه!!!
استاد پوهنوال رسول باوري او د هغوی درنې او پتمني کورنۍ ته د تسليت مراتب تقديموم. د دوی غم زموږ ټولو غم دئ، خدای مو له نوره غمه راوساته، ارواښاد ته جنتونه او ستاسي ټولي کورنۍ ته جميل صبر غواړم.
په ډیری خواشېنۍ سره مو خبر ترلاسه کړ ،چه دباورې صاحب د درنې او علمې کورنۍ یوه تاند، څانکه د زمانې توفان ورژوله. ددی ورجینې کورنۍ په غم کې ځان شریک بولو او د زړه له کومې مرحوم ته د فردوس جنت او درنې کورنۍ ته یی د جمیل صبر غوښته دلوې څیښتن له درباره کوم.
لوی الله(ج) دی هغه و بخښې. قالو انا لله و انا الیه راجعون.
دباوري صاحب درنې کورنۍ ته دتسلیت پیغام
دیوې منورې، درنې اوویاړلې کورنۍ دیو ځوان، ځوانیمرګتوب دومره په زړه داغ داغ کړم، لکه دخپلې کورنۍ کوم څوک مې چې له لاسه ورکړی وي .
هو!
داسې یوتریخ اوخورابدخبر مې واخیست، چې دباوري صاحب کشری ورورعزیزالله جان باوري په حق ورسېد.
انالله و انااليه راجعون
زه له قدرمنوهریو الحاج محمد جان باوري ، پوهنوال رسول باوري ، حاجي قیوم باوري ، حاجي امین باوري ، ډاکټر امان الله باوري ، ډاکټر حبیب الله باوري ، ډاکټر شفیق باوري، استاد عبدالغني باوري، ډاکټر نجیب الله باوري ، ډاکټر حمید باوري او ډاکټر اشرف باوري سره په دې درانه غم کې ځان شریک بولم .
دباوري صاحب پتمنې کورنۍ، ټولو خپلوانو او غمشریکانو ته دتسلیت لاس لپه کوم او ځوانیمرګ عزیزالله جان ورورکي ته مې له الله (ج) څخه دفردوس جنت هیله کوم .
د ګردون دا وروستیوناوړو پېښو مې زړه ډېر نازک او تنګ کړی دی بېګاه مې په نیمه شپه کې هم دڅو جملو په لیکلو سره خپل دردېدلی زړه دلاندې څو جملو په لیکلو سره اراماوه خو دردیې لا نورې څړیکې هم پسې خپرې کړې :
له ډېره درده یو څو کرښې لیکم هو!
په جرمني کې نیمه شپه شوه له درۍ نیمو بجو هم ورواوښتې خو ما ته خوب نه راځي ما خو پخپل ژوند عزیزالله جان نه و لیدلی خو په خدای باور وکړئ ، چې وړمه ورځ مانا دهغه دمړینې په ورځ ما ته زما شپږم حس وېیل، چې کور ته ولاړ شې نو بد خبر به واورې .
تاسو باور وکړئ ، چې تر کوره په را رسېدو مې زړه درزا کوله کله، چې کور ته را ورسېدم او پوښتنه مې وکړه هر څه سم و خو ، چې انترنیت مې پرانیست دیو ځوانیمرګ خبر مې پکې ولوست دا داسې ځوانیمرګ و ، چې ما پخپل ژوند نه و لیدلی، عجیبه ده، چې چا څوک لیدلی نه وي پسې ژاړي؟
هو!
دا دیوې درنې او منورې کورنۍ یو ځوان غړی و، اوس خو په موږ پښتنو عمومي لو ګډ دی خو د داسې منورې کورنۍ یو ځوان ، چې رانه اخلي دا نو لا زیات زور غواړي .
نیمه شپه ده خوب مې ورک دی دوه درۍ ګړۍ مخکې مې جهاني صاحب اوغمخورصاحب ته زحمت ورکړ دزړه درد مې ورسره شریک کړ ، ګران عبدالله احسان صاحب خو مې له خوبه را ویښ کړ خو ما ته یې په خورا محبت ځواب راکړ زه له دوی ټولو مننه کوم او ویاړم، چې شکر دغم او درد شراکت خو لا ژوندی دی خو بیا هم نه پوهېږم، چې ولې دعزیز الله جان مړینې چې ما پخپل ژوند نه و لیدلی ما دومره ځوروي؟
کېدای شي درنو لوستونکو ته هم پوښتنه پیدا شي خو زه یې پخپله ځواب نه لرم ممکین دا یو اروايي تړاو وي په هر صورت راځئ ، چې په دې درانه غم کې دباوري صاحب درنې کورنۍ ته لاس ورکړواو په دې دردوونکو شېبو کې ورسره مله او ووایو، چې هم ژوند حق دی هم مړینه .
محمد امین بسمل دجرمني له بایرن آیالت څخه
د تسلیت پيغام
پوهنوال رسول باوري ، حاجي امین باوري او محترمی کورنیو ته يي د ځوانیمرګ عزیزالله باوری دمړینی په مناسبت تسلیت وایم زه او زما کورنی په دی غمینه کې ځان شریک بولو او دپاک الله (ج) له درباره ورته د مغفرت هیله مند یو او دعا ورته کوو او تاسو او ستاسو محترمو کورنیو ټولو غړیو ته جمیل صبر غوښتونکی یو
په درناوی پوهنمل محمود نظری
همدا اوس د هیواد دیوی درنی کورنی د یوه غړی د ناڅاپی مرګ نه خبره سوم زه د ځان او د مرحوم استاد ژواک د کورنی په استازیتوب د باوری فرهنګ پالی کورنی په تیره استاد رسول باوری او حاجی امین باوری صاحب ته ددی لوی غم په اړه تسلیت وړاندی کوم او هغه مرحوم ته د لوی خدای له درباره د جنت فردوس هیله لرم او دوی دی الله د نوره غمه وساتی . په درنښت زرغونه عطا ژواک
دهیواد د پیاوړی لیکوال او ټولنیز سړیتوب (شخصیت) ښاغلی پوهنوال رسول باوري صیب دکشر ورور ارواښاد عزيز الله باوري په بی وخته او ناځاپی مړینه د زړه له تله خواشینی شوم.
زه د خپل ځان اود پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند له اړخه دباوری صیب درني کورنئ، خپلوانو ، دوستانو ،له ښاغلی حاجی امین باوری او ملګرو سره په دغه دروند غم کې ځان شريک ګڼم،، ارواښاد ته ارواښاد عزيز الله باوری صیب ته د لوی خدای ج له درباره دجنت فردوس غوښتنه کوم.
روح دی ښاد وی .
په درناوی
نصیر ستوری
انالله وانا الیه راجعون
دادیسي د ښار دادب مینه وال د عزیزاله باوري د بی وخته او ځوانمرګي مړینی ډیر خفه کړی او دباوري د لوي کورني سره
ځا نونه غم شریک بولی ښا غلی الحا ج محمد امین باوري صاحب زموږ خواخوږی ستا سو محترمۍ کورني ته وړاندی کړی خدای بخښلي غزیزاله ته د فردوس جنت او ستاسو کورني ته د جمیل صبر غو ښتونکی یو
ادیسه د جنار ادبی ټولنه انجینر میراحمد شاه پښتون .
انالله و انااليه راجعون
د باوری ټولې درنې کورنۍ ته د دوی د ورورعزیز باوري دناڅاپی مړینی په دې درانه ویر کې د پراخ زغم غوښتونکئ یم ، او الله دی ور باندی و رحمیږی .
وسلام .
نعمت الله ،نعمت. بدخشان
په دې لوى غم کي خپل ځان دباوري کوړنۍ سره شريک بولم،اوپه دې لوى غم کي ورسره شريک يم.
دځوانيمرګ عزيزالله باوري درنې کورنۍ ته دجميل صبرغوښتنه کوم،اوده ځوانيمرګ ته دلوى خداى (ج) دلوى دبارڅخه دفردوس جنت غوښتنه کوم.اولاسونه لپه کوم چي
ياالهي!
نورموددغسي تاندوغوټيواوتنکي ګلونودرژيدوڅخه وساته!
امين ثم امين
سيداغاوطن يار_ دهارادبي باڼي مسؤل
ددې غمجن خبر په اوریدو مې زړه ټکان خوړلی او د ښاغلي باوري له درنې کورنۍ : الحاج محمد جان باوري ، پوهنوال رسول باوري ، حاجي قیوم باوري ، حاجي امین باوري ، ډاکټر امان الله باوري ، ډاکټر حبیب الله باوري ، ډاکټر شفیق باوري او استاد عبدالغني باوري سره پدې غم کې ځان شریک بولم اود لوی خدای (ج) له درباره دوی ته د زړه صبر غواړم او مرحوم ته دعا کوم چې خدای دې یې جنتونه نصیب کړي. الله مو له نورو غمونو وساته.
سپین تڼی ، لندن
محترم استاد رسول باوری او حاجی صاحیب امین باوری او ددوی درنی کورنی سره به دغه ویرجن غم کی حان شریک بولم ددوی تولی کورنی ته له الله ج نه دی جمیل صبر غوشتونکی یم الله تعلی دی مرحوم عزت الله باوری ته فردوس جنت نصیب کری بروردگار دی د قبر دی عزاب نه وساتی امین یا ربلعالمین .
ګران او د ښوونځۍ د لمړۍ ټولګۍ دوست قیوم جان باوري ، ښاغلي استاد رسول باوري او دهغوۍ ټولي کورنۍ ته د عزیزالله باوري د مړینې له کبله خپل د خواشینۍ او د تسلیت مراتب وړاندی کوم الله مو نور له غمه وساته .
اناالله وانا الیه راجعون
په خواشينې مې پورتنی خبر ولوست،
چه دهیواد پیاوړی لیکوال او ټولنیز (شخصیت) ښاغلی پوهنوال رسول باوري صیب دکشر ورور ارواښاد عزيز الله باوري په بی وخته او ناځاپی مړینه د زړه له تله خواشینی شوم.
په دې لوى غم کي خپل ځان دباوري کوړنۍ سره شريک بولم،اوپه دې لوى غم کي ورسره شريک يم
او د ښاغلي باوري صيب کورنۍ ته د جميل صبر تمه کوم او مرحوم ورور ته يې د فردوس جنت د لوی الله (ج) له درباره غواړم.
په درنښت فريد نعيمی کراچی
د لوی او بخښونکی خدای په نامه!
په ډیر خواښینۍ سره مو د محترم متوفا عزیزالله باوری د مړینی خبر ترلاسه کړ. د خپل کورنۍ د غړو او ځان له خوا د باوری کورنۍ ته له خدای (ج) څخه د صبر جمیل او خدای بخښلی عزیزالله باوری ته جنت فردوس تمنا لرو.
په درنښت د مومند کورنۍ
د تسلیت پیغام
په ډیری خواشینۍ سره د انترنیټ په جال کی د لروبر ویب پاڼی دلاری خبر شوم چی زما د ګران دوست ، وتلی لرغونپوه او پیژندل شوی فرهنګی شخصیت پوهنوال محمد رسول باوری کشر ورو نامراد عزیزالله باوری دیوی ناڅاپی ناروغۍ له کبله په حق رسیدلی دی . ځوانیمرګ عزیزالله جان یو رشید ځلمۍ او دخپلو نورو وړونو پشان ورته پاک خدای ( ج ) غوړیدلی استعداد ورکړی وو چی کولای یی شوه د وطن په ننی ماښام کی لږ ترلږه د یوه کنج روښانه څراغ و ګرځی ، خو :
دا فلک یو څه نادان غوندی باغوان دی
هریو ښاخ چی غوټۍ نیسی، پری کوی یی
زه پدی توګه په ابدی خوب ددغه ځوانیمرګ د ویدیدلو له کبله و الحاج محمدجان باوری ، پوهنوال محمد رسول باوری ، الحاج محمد امین باوری او ددوی و ټولی کورنۍ ته په ژور خفګان سره پدی ماتم کی تسلیت وایم ، د لوی او بخښونکی خدای نه ځوانیمرګ ته فردوس جنت او په ویر کی پاته کسانو ته یی د جمیل صبر غوښتنه کوم .امین یا رب العالمین
په ډیره خواشینی سره می خبر ترلاسه کړی چی د ښاغلی امین باوری کشر ورور په افغانستان کښی په حق رسیدلی ده.
د خدای تعالی دربار څخه هغه ته د مغفرت او فردوس جنت غوښتنه کوم، الله دی د مرحوم شریفی کورنی ته صبر جمیل اجر العظیم نصیب کړی امین.
انالله واناالیه راجعون
داوری
Toutes nos condoléances….
Toutes nos condoléances à la famille de Haji Bawary Amin et au professeur Bawary Rassul pour la mort inopinée de son frère. Nous lui souhaitons le paradis.
انا لله وانا الیه راجعون.
که غم له غمه شرمیدلی /// په ما به نه راتلل جوړه جوړه غمونه
لا د شهید میرویس له غمه سترګې نه وې وچې شوې، چې د یوې درنې کورنۍ د ځوانیمرګ عزیزالله باوري د ویر په خبر سره مې زړه ودردید.
د باوري صاحب درنې کورنۍ سره په دې غم کې ځان شریک ګڼم، پاتې کورنۍ ته د الله له دربار نه د صبر غوښتنه کوم او خدای بښلی ته له الله نه دجنت فردوس دعا کوم
دیر محترم ورور باوری صاحب! زه ستاسو په دردوونکی غم کی ستاسوسره شریکه یم. تاسو او ستاسو ټولو دکورنۍ د رنو غړو ته د لوی اله له دربار څخه د جمیل صبر غوښتنه کوم. دده ارواح دی پاک خدای ښاده لری. ډاکتره ګل اندام وردګ حالند