سرليک: امريکايي عسکر د طالبانو د مړو په سپکاوي تورن سوي دي
منبع: ډېر شپيګل (http://www.spiegel.de/politik/ausland/0,1518,808632,00.html)
نېټه: د جنورۍ ۱۲مه ۲۰۱۲ م
ژباړونکی: احمدولي اڅکزی
په انټرنټ کي خپاره سوي دغه انځورونه تکان ورکوؤنکي دي: په خپره سوې يوه ويډيو کي ليدل کيږي چي په افغانستان کي د اټکل له مخي امريکايي عسکر د وژل سوؤ طالب جنګياليو پر جسدونو بولي کوي. د دغو ويډيوګانو رښتونوالی لا تر اوسه ندی ثابت سوی. د امريکا د دفاعي چارو وزارت د دغو انځورونو په هکله په خپل غبرګون کي ويلي دي چي دغه يوه بدرنګه پېښه ده.
د دغي پيښي په ترځ کي داسي ګواښ رامنځ ته سوی چي د امريکا پوځ يو ځل بيا د جګړې په ډګر کي د مړو د سپکاوي په يوه رسوا کوؤنکې لانجه کي راګير سي. د اټکل له مخي پر انټرنټ خپره کړل سوې ويډيو کي امريکايي عسکر د طالب جنګياليو پر داسو مړو بولي کوي چي په وينو لت پت دي.
د امريکايي رسنيو په وينا امريکايي پوځ ويلي دي چي د دغې موضوع په هکله يې پلټنې پېل کړي دي. تر اوسه پوري دا نده معلومه سوې چي ايا دغه ويډيو رښتنۍ ده او دا چي پدغه ويډيو کي د امريکايي عسکر رول څه ؤ.
نوموړې ويډيو ۳۹ ثانيې اوږدوالی لري او د چهارشنبې په سهار (د جنورۍ ۱۱ نېټه) د لومړي ځل لپاره پر انټرنټ خپره سوه. د نورو وېبپاڼو تر څنګ د يو ټيوب په وېبپاڼه کي هم دغه ويډيو رابرسېره سوه. پدغه ويډيو کي ښودل کيږي چي څلور شکمن د امريکايي سمندري ځواک عسکر چي خولې يې د خندا ډکي دي پر درو مړو خپل رفعه حاجت کوي. د دغه ويډيو سره ليکل سوي چي تر سترګو کېدونکي عسکر د امريکا د نارت کېرولاينا د کېمپ ليجون (Camp Lejeune) د نښان ويشتونکي پوځي ډلي سره تړاو لري. د ويډيو سره په ليکل سوي متن کي ليکل سوي چي مړي د طالب جنګياليو دي. دغه ويډيو اوس د يوټيوب په وېبپاڼه کي نوره په آساني نسي ليدل کېدلای.
د سي اين اين په وينا پدغه ويډيو کي يو عسکر پر وژل سوؤ ټوکي هم کوي او ورته وايي: « ښه ورځ درته غواړم، ملګرې!» يو بل په يونيفورم ملبوسه کس پوښتنه کوي چي ايا دغه صحنه په کېمره کي ثبت سوه که نه. د دغې پوښتني په ځواب کي ويل کيږي چي «هو!» چي ښايي د فلم اخيستونکي کس ږغ دی.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼي په وينا د وژل سوؤ کسانو د افغانانو لپاره ټيپيکل جامې په تن دي. دغه ورځپاڼه زياته وي چي دا يوه ناممکنه خبره ده چي په ډاډه څوک وويلای سي چي ايا دغه مړي د ولسي کسانو دي که د طالبانو. واشنګټن پوسټ د امريکا د سمندري پوځ د يوه صاحب منصب له خولې ليکلي دي: « دغه موضوع زموږ د سمندري پوځ او عسکرو د ارزښتونو او د کردار سره په تضاد کي ده.»
د پنټاګون وياند جان کيربي هم د دغې شخړيزې ويډيو په هکله غبرګون ښودلی دی. نوموړي ويلي دي چي دا که دغه انځورونه د هرچا هم وي او دغه په هر ډول هم منځ ته راغلي وي، بيا هم دغه انځورونه تکان ورکوؤنکي دي. نوموړي زياته کړې «د امريکا د پوځ د هر غړي دا ډول چلن هيڅ د منلو وړ ندی.» د پنټاګون وياند زياته کړې ده چي کله چي يې دغه ويډيو وليدله نو يې «په لړمون کي لاس ووهل سو.»
طالبانو د دغې ويډيو په وړاندي د تعجب وړ د سړې سينې غبرګون ښودلی دی او د دغې لانجمنې ويډيو په هکله يې په څو څو ځله ويلي دي چي دغه ويډيو به د طالبانو مشر ملا (محمد) عمر (اخوند) او د امريکا تر منځ د روانو خبرو اترو مانع ونه ګرځي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د شپيګل آنلاين مجلې سره په ټليفوني خبرو کي ويلي دي: « امريکايانو زموږ په هيواد کي په ويډيو کي د ښودل سوي جنايت څخه لا زيات جدي جنايتونه کړي دي.»
د طالبانو وياند زياته کړې ده چي طالبان دغي پيښي ته د « وړې پيښي » په توګه ګوري او «دغه ډول کوچني جنايات د امريکانو سره د خبرو اترو مانع نه سي کېدلای.» طالب وياند ويلي « په سخته جګړه کي دا ډول شيان رامنځ ته کېدلای سي.»
د طالبانو دغه غبرګون په راتلونکو اونيو کي د امريکايانو سره د دوی د خبرو اترو په هکله د دوی اراده روښانه کوي. اټکل کيږي چي د قطر خبري اتري به ژر پېل سي چي د جرمني ډپلوماتانو په هڅه ممکنه سوي دي.
د طالبانو وياند يو ځل بيا پر دې ټينګار کړی دی چي خبري اتري د افغانستان د سياست په هکله نه بلکه د بنديانو د تبادلې په هکله دي. طالبانو په يوه بله خبرپاڼه کي هم همدغه خبره روښانه کړې ده.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د افغانو مړو د سپکاوي ويډيو د لاندني لينک له لاري کتلای سئ
http://www.youtube.com/watch?v=FK22XDTbV4A
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اوس د امریکا سی این این چینل خبرونه خپاره کوی چی دا کار کیدای سی د هلمند ولایت په شمالی ولسوالیو کی سوی وی. تاسو ته معلومه ده چی هلمند ته امریکایی اشغالګر ځواکونه هغه وخت ورغلل چی د هلمند کرغیړن تاریخی بدنام او د انګریز او امریکا ستر غلام ګلاب منګل والی یی په وار وار غوښتنه وکړه او امریکایانو د خدایه همدا غوښته او خپل ځواکونه یی له اعراق څخه تر ویستو وروسته هلمند ته واستول او هلته یی د خوارو هلمندیانو وینی چښل پیل کړل چی دادی اوس یی تاریخی پیغور هم د دی ثانی شاشجاع ګلاب منګل بادارانو موږ ته پریښود او هغه زموږ غټان چی تش په نامه څوکی یی نیولی او په کابل کی ناست دی خو دی خدای ووهی چی دوی د هلمند د مشرتوب دعوه کوی او د یو مردار والی سره حساب نسی کولای چی تا دا امریکایانو راغښتلو تاریخی جنایت ولی وکړ؟ نور خدای ته وګوری د هلمند ولس په سر لوبی مه کوی زموږ ولس نور ستړی دی هیڅ مو په وس ندی دا مشران که شیر محمد دی که میر ولی او امیر محمد او ریس باغرانی دی که ملا سلام دا ټول خپل په غم اخته دی موږ یی هیر یو دوی چی نن خدای پاک دا وس ورکړی چی هر لحظه تر کرزی تلای سی نو دوی دی شخصی غوښتنه له کرزی نه کوی د دی چټل او نجس والی له غمه دی موږ خلاص کړی د امریکایانو څخه به هم خلاص سو! او اوسنی مرادار او غلام والی ته همدوره وایم چی تاریخ به حتما ستا په اړه حکم کوی!!! و سلام
salamoalikom grana wror che da wali domra bad aw chatal sare dai aw khalq zani dona pa taklif dee no da khalaq wali na yaw awaz keze che moz da sare na ghwaro aw da yaw afghan aw da yaw wali aw da khalgo da namyanda pa sepak da da gulab da para der da shram zai dai ke dai roshtya om dase da mazlomo khago pa haq ke zilm kawe khodai de insap warke de ghalo ta khodai ta maloma da che doi ba samal mara see khodai de da nasa ela kee