کور / نثر / ملايي په ډېر تحصيل شي، شاعري ده له حکمته

ملايي په ډېر تحصيل شي، شاعري ده له حکمته

دوى وايي پر شعر ليكنه بايد له تنقيده ډكه وي!!! مثال وړاندي كوي، يوازې ستاينه پر شاعر بد اثر كوي!!! لكه پلانكى چكچكو  خراب كړ!!! پلانكى واوا دربدره كړى او پلانكى مشرانو خراب كړ!!! د داسې ژونديو مثالونو په اورېدو، د بنده ژبه ونښلي او د دلايلو د ارايې چم ترې هيري شي، موږ تل په خپلو ميلسو كې له داسې خبرو سره مخ كېږو.


زما او زما د ادبي ملګرو ميلسونه زياتره مهال طايرځلاند اشنا په دې ټول بحثونو ګرم ساتي او دى ځان تنقيد ته  ژمن بولي او هڅه كوي، چې په ټولنه كې هم داسې يو تحول رامنځ ته شي او دا ځوان شاعر د دې ښېگڼې تر څنګ يو له هغو ځوانو شاعرانو او ليكوالانو دى چې په دې ورستيو كې ډېره شاعري او ليكنې كوي، دا كار يې په درنښت او  ستايلو ارزي، هغه متل دى: ډبرې وله وله يوه به لا ولګيږي، مهمه نه ده چې ټولې ليكنې او شعرونه دي د رحمان بابا د هغه بيت مصداق وي چې وايي:


په غزل  كې خو دوه بيته انتخاب وي


 د رحمان  تمام غزل دى انتخاب


 د ځلاند  اشنا هڅې به يوه ورځ ښه  لاس ته راوړنه ولري، خو په  دې شرط چې موږ د داسې كارونو  لپاره تيوري ولرو او د زغم  اس مو هم زين ولاړ وي، دا ځكه چې نقد د ټولنيزو كارونو د مخ ته وړلو تر ټولو غوره لاره ده او دا هرڅوك مني چې ۲+۲ څلور كېږي، خو نقد زموږ په ټولنه كې څه نوې خبره نه ده، په پښتو شاعري كې نقد ان له پېړيو پېړيو مزل كړى دى، خو كه په هره پيړۍ كې يې ځان بدل كړى وي، ښايي دا به د زمانې تقاضاوه او د وخت ليكوالو او شاعرانو هغه مهال ادبي ماحول ته په كتو سره دا كار كړى دى، كنې خوشحال خټك بابارح د خپل وخت ښه سترګور نقاد و، هغه پر شعر نقد كړى او په دې اړه يې ټولنه هم له پامه نه ده غورځولې:


لکه غشي لره  بويه تير انداز
هسې شعر لره بويه سحر ساز
همېشه د زړه په لاس تله د وزن
زيات وکم د وزن يو تورى غماز


سل جلوې،  سل كرشمې سل مكېزونه


په نظر  كې يې ښكاره د سترګو ناز


يا


ملايي په ډېر  تحصيل شي
شاعري ده له حکمته
ملکي خو پادشاهي ده
خاني هم له سلطنته
مفت اسان گڼي دا واړه
پښتانه له جهالته
هر سړى ورته ملا وي
چې په ياد کا څو آيته
د خوشحال خټك بابا رح له دې بيتونو پوهېږو چې دا چاره په پښتو ادب كې څه نوې خبره نه ده او په كلاسيكه شاعري كې ډېره داسې شاعري شته چې د نقد ژورو ته تللي دي، ښايې، نه يوازې په شعر كې دې اړخ ته پام شوې وي، بلكې ټولنيز دودونه يې هم د نقد له كرې وتلي نه و، په ننني دور كې د نقد لپاره يو لوى خنډ زموږ تر عمل ډېر پر خبرو باور وي، هر ځاى وايو چې نقد نشته او زغم نشته، كله چې نقد د دلايلو له مخې وشي، دا خپله زغم رامنځ ته كوي. خو دا هم بايد وويل شي چې اوسنى نقد له صنايعو بدايعو سره ټكر نه لري! له اوسنې دور، موډ سره يې عيارېدل ښه كار دى، خو د دې ترڅنګ اوس په نړيواله كچه په شعر كې ارواپوهنه اړينه ګرځېدلې او د نفسياتو څېړل زياتره  موږ د انځور په معلومولو كې پياوړي كوي. خو يوه خبره چې په دې وروستيو كې ځلاند اشنا د (د پښتني تنقيد نوي غوښتني) تر عنوان لاندې ليكلې څو خبرو يې زما پام ځان ته واړاوو، يو نقد دويم له پخواني اسلوب سره ټكر: په سر كې ليكي: د تنقيد د ډګر د نوموتي ليكوال ټي اي ايليت دا خبره د يو متل حيثيت لري چې (نقد دادب روح دى) كه مونږ په لومړي نظر يواځې د وجود او روح په تړون فكر وكړو نو د ايليټ دا خبره د څو اړخيزه فلسفي زاويو نه برخمنه ښكاره شي، په وجود كې دروح له ارزښته څوك انكار كولى شي، كه روح وي نو وجود هم د حيات په خوږ موږ وي او كه روح كډه وكړي نو وجود يوځل بيا هغه توره كوډله شي كو ته چې په لومړي ځل روح سر ورښكاره كوه او وبوږنېد.(كټ مټ)


د ټي اي ايليټ  خبره سمه ده له نقد څخه انكار كول به بې له شكه د پرمختګ مخه بنده كړي، خو په دې ليكنه كې بل ځاى ځلاند اشنا ليكي چې اوس هم ځينې ليكوال په پخواني اسلوب روان دي، شاعران د هغې له مخې ارزي وي، ځلاند ليكي: مونږ اوس هم دادب په برخه کې دپخوا په څېر دتقليدي مفکورې خلک يواو دلیکونو جاجول پر هم هغې بنیادونو کوو په کومو چې له ننه سل کاله او آن له هغې هم ترمخه کېدل، زه چې همدا مهال هم په یو شمېر ادبي بنډارونو کې کښېنم او یاهم دخپل عصر دلیکونکو تنقيدي لیکنې لولم نو یو لورې ته خو تر ډيره حده یواځې په شاعرۍ لګیا وي او دشاعرۍ په اړه هم هم هغه زړې او پرسوده خبرې بیا بیا دخلکو په غوږونو کې لکه دګنجي د کړيکې په زور د ورننويستو هڅه کوي، تر ډيره بریده زمونږ تنقيد اوس هم په دې مسله کې راګیر دی ، چې ددې شعر کافیه ماته ده،په دې شعر کې يې دجانان دپاره ښه تشبه راوړې ده او آن بیا يې یوه یوه پڼه دهغه شعري تصویرونو په توضیحاتو هم توروو چې شاعر کمبخت ترې خبر هم نه وي او یواځې دهغه ژبني جوړښتونو له امله رامنځ ته شوی وي کوم چې زمونږ په لاشعور کې له پخوا جوړ دی.(كټ مټ)


كيداى شي دا خبره هغه وخت وشي چې نوى معيار  رامنځ ته شوى وي، لكه په ټكنالوژۍ كې چې پخوانۍ نظرې له منځه ولاړې او نوې  رامنځ ته شوې خو نويو چې ګټه درولوده  هيچا يې مخالفت ونه كړ، دا ځكه  چې د عمل په ډګر كې يې د نوې  ټكنالوژۍ لاس ته راوړنې لېدې،اوس هم كه موږ نوې تيوري لرو، هغه څنګه ده؟ كه چيرته نوي! ښه خبره ده چې كار  ورته وشي دا بيا اكاډميكو څېروته سترګې اوړي هغه يې بايد وكړي، خو كه داسې نه وي، نو دم ګړى د شعر  جوهر څنګه معلوم كړو؟ پټه خوله كښېنو؟ يوازې د بيت په اړه دا ووايو  چې دې كې يې دا منظر كشي كړې ده!!! يا بيت په نثر وژباړو.


خو موږ  داسې هم نه شو كولى چې صم بكم كېښنو  او هر چا چې هرڅه ويل هو هو به لرې  دلته!!! بلكې پخوانۍ تيوري كې نويوالى زموږ د اوسنيو ليكوالو مسؤليت دى، خو كه هرڅه وكړو، بيا هم له فصاحت او بلاغت سره ډغره نه شو وهلى، دا ځكه چې دا په هر عصر كې د منلو وړ دي خو په لږ اصلاح ، كه يو وخت پر كلاسيكه شاعري د طبيق وړ و، اوس په خپله زما او د ځلاند شاعري هم داسې څېړنې ته ضرورت لري د فصاحت په بيان كې ويل كېږي چې څوك نه شي كولى دارنده الفاظ چې څوك ژر نه شي ورباندې پوهېدلى ووايي، خو كه يې ووايي شعر به يې بې مانا پاتې وي، او ډېر لوستونكي به له لاسه وركړي،  ځكه د شعر ملا باريكه ده، درانده الفاظ نه شي وړلاى، كيداى شي شاعر په داسې الفاظو د خپل شعر هغه خوند اورنګ چې لوستونكي ته يې غواړي ولېږدوي يا هغه منظره چې عام لوستونكى ځان ته راكاږي، ژر ارايه نه كړي، نوله دې كبله يې ويلي كه داسې الفاظ په بيت كې وليدل شي بيت به د تنافر له صنعته برخمند كړي (له ځلاند نه په بخښنې چې پخوانى اسلوب يې ښه نه راځي، ځكه ليكلي يې و: مونږ اوس هم دادب په برخه کې دپخوا په څېر دتقليدي مفکورې خلک يواو دلیکونو جاجول پر هم هغې بنیادونو کوو په کومو چې له ننه سل کاله او آن له هغې هم ترمخه کېدل) له دې صنعتونو يو صنعت خاص د دې لپاره دى چې په شعر كې هغه الفاظ چې پر غوږونو دارنده لګېږي، تنافر بولي، خو اوسنى او پخوانى وخت لږ توپير هم لري هغه وخت شاعرانو د نورو ژبو الفاظ ډېر كارول، خو دا كړنه په معاصره شاعري كې د لوستونكي مغز نور هم ګنګس كوي، ښايې تر پخوا دا موضوع نوره هم جدي شي د شعر ليكلو پر مهال له خيال او فكر سره دا هم مهمه ده چې زموږ ټول لوستونكي دغو الفاظو ته رسيدګي كولى شي او كه په تياره كې كاغذ پراني ورته كوو، خو كه چېرته فرض كړو چې تنافر اصلاح پخوانى اسلوب دى، نو دومره خو ويلى شو، چې په شعر پوه نه شوم، او دا نه پوهيدل د شاعر ملا ماتوي، ځكه شاعر په ټولنه كې له خپل شعر سره نه شي ګرځېدلى چې هر چاته يې مانا كړي.


  طاير  ځلاند چې د تنقيد په ارزښت پوى دى، د ده په شاعري كې ځينې داسې ستونزې شته، ښايې دا زما براداشت وي، نور يې بل ډول وارزوي! د يوه بيت مطلع يې ده:


الحذر او الامان له دې حالاتو


لاس مې بر نه دی اشنا په امکاناتو


 له دې  ويرې او امان يا پنا له  دې حالاتو: زموږ ډېرى ځوان شاعر هڅه كوي چې خپله خبره د دوى په ګمان په ښكلو لفظونو انځوريزه كړي، خو كله كله دغه هڅه شعر له ابهام سره مخ كوي، شاعرانه او ښكلي لفظونه دا نه مانا چې الحذر كې ح ذ ستونى لړزوي او (ر)چې د موسيقۍ په راګونو كې كې راغلې ضرور شاعرانه ده، بلكې د پوهانو په وينا كه په شعر كې يوه كلمه له ښكاره مانا پرته چې تا ترې واخيسته نورې مانا وې هم ولري، دې ته شاعرانه وايي، خو دا هم د ويلو ده چې كوم حالات؟ څه ډول حالات؟ ځكه ځلاند اشنا د تجربو رياضتونو شاعر دى هغه په ذهني او عيني انځورونو بلد شاعر دى بايد لږ ترلږه خو هغه حالات چې دى يې ښكار شوى او امكانات يې ځينې لوټلي دي، انځور كړي. خو دا شعر هغه وخت له كلاسيكې شاعرۍ سره توپير كولى شي او موږ ورته په معاصر شعر ګورو چې لږ ترلږه د اوسني زمانې ناوخوالي چې له كلاسيكې سره يې خورا توپير دي انځور شي ، خو كه څوك ووايي چې دا د شاعر اندروني اروايي حالت دى نو څوك كولى شي چې د دې بيت پر مهال ګرايوان ته سر ټيټ كړي او په زوره وغواړي د ځلاند غوندي ځان جوړ كړي دا به كوم نفسيات وي؟ چې په زوره د يوچا خبرې ته لار جوړه كړې! دلته مجبوره يو له صنعتونو كار واخلو! او كه د بيت محتوا ته لاړو شو نو  په دې بيت كې يوازې فكر راغلى دى، كله چې كوم بيت يوازې فكر لري، له نظمه يې بيا ښه ځاى نثر دى، خو كه رښتيا هم د تنقيد پلوي واوسو، بايد په خپله شاعري كې د دې توكو خيال هم وساتل شي او دا د ننني عصر د شاعري نوي او مهم توكي دي،لكه: تخييل، عاطفه، موسيقيت، روماني او رواني كيفيت چې له نفسياتي اړخه پر لوستونكو ژور اغېز پريباسي. كه دا نه وي په زوره به مو كلمات د شعر په طلايي اوبو پرېمنځلي وي چې د لږ وخت په تېرېدا  به خپل رنګ وبايلي.


رحمان بابا خپله په يوه بيت كې هغه شاعرانو ته چې روانه سليسه شاعري نه لري، داسې خطاب كوي:


د غونډ ژبيو شاعرانو د خولې نه دى
ځکه هسې رنگ صفا دى دا حديث


وزن په شعر كې يو بل زرين كار دى دا په غزل پورې اړه  نه لري، د شعر هر ژانر ته بايد دا حق حاصل وي چې بې له كومې سكتې وويل شي،  ځكه دا د شعر خوبايي ده، كه داسې ونه شي نو هغه زموږ د پښتو ژبې پخوانى د سجع نثر به شي، چې تر ډېره د جملو په پاى كې پر ورته الفاظو يا قافيو ولاړو:


د خزان دمازیګر یخ یخ موسم دی


تجربې دنوي نوي  کیفیاتو


د يخ. يخ ترمنځ  ټونيك وزن مات شوى دى، هر لفظ شاعرانه دى خو چې هنر ورسره  وكارولى شي، په دې ځاى كې يخ يخ ولاړ حالتونه لري، بهيږي نه، دغه  د نه بهېدو حالت يې وزن ګوډ كړى  دى، داسمه ده چې تكرار دى كيداى  شي ډېر ملګري يې حسن تكرار وګڼي خو تكرار كه سكته رامنځ ته كوي  بيا يې څنګه ارزولى شو؟


او په لاندې  نيم بيت كې كه چيرته نوې نوې  تر تجربو له مخه راشي كيداشي كټ مټ بيت پر خپل حال پاتې شي، خو روان به هم شي او د (د) سكته به له منځه ولاړه شي(نوې نوې تجربې د كيفياتو) خو كه په دغسې حالت كې پاتې شي نو له تجربو ورسته  د نوي نوي د ادا كولو حالت هم يو ډول ستونزه لري، ښايي ځينې خلك يې ۹۰ ۹۰ په څېر ووايي! خو كه په دې ځاى كې (و) راوړل شوى واى لكه نويو نويو بيا هم تر ډېرې كچې خبره راسمېده.


خو شعر  هم عجيه تخليق دى په يوه توري باندې  بلا تصويرونه او رواني، منځ ته راوړي او ډېر بيتونه بيا د يوه توري له كبله مړه شي.


ما كړه  شپه تېره په ازغو كې خو تاكړمه خاورې


يه د لمر  څيرې، اوس به چرته وجود وړمه خاورې


دلته موږ  قحط الذهنه يو، مهمه نه ده چې هر څوك  دې ارسطو واوسيږي يا هرڅوك دې د شعر هغې مانا ته چې فى البطن الشاعر كې ده ورسېږي! په دغه بيت كې د لمر او خاورې ترمنځ رابطه ګونګه ده، هغه هم په يوه شپه، خو كه ځان شبنم سره تشبيه كوي؟ هنري صفت يې كارولى وي! نو شبنم خو خاورې كېږي نه، بلكې هغه وچېږي، الوځي.


ګيله د  خپل تصوير د هېرېدو مه كړه طايره


و د ورېځو په مثال دې ټول حواس د ايينې


د دروېش درانى يو بيت الغزل دى:


كه يې له مخې  ځنې دوري شې نو هېر به دې كړي


زما جانان  لكه هنداره حافظه نه لري


زما موخه دا نه ده چې دا فكر يوازې د دروېش  دى بل څوك يې نه شي شاعرانه كولى،  مګر نوښت يې مهم دى، كه له دروېشه يې په اعلى درجه وشي، ښه خبره ده خو كه ونه  شي، نو ښايې نوښت هم ورته ونه ويل  شي او د هغه له تاثره ډك وبلل شي.


ځلاند چې دا مهال د هغو شاعرانو له جملې دى چې ډېر شعرونه ليكي، خو په كاره ده چې له څومروالي و څنګه والي ته ډېر پام وكړي، ښايي په داسې حالت كې يې شعرونه له ابهامه او تكراره ډك شي، د يوې  نوې غزل مطلع يې ده:


داسې د حالاتو پیچ و تا ب کې راګیر شوی یم


راشه کنه یا ره اظطرا ب کې راګیر شوی یم


په دې مطلع كې پر لوستونكى دا ګمان شوى دى چې د ده په ټوله ژوند خبر دي، خو كه داسې نه وي نو څه ډول حالات؟ دا سمه ده چې ځلاند ته به دا خپله روښانه وي، مګر لوستونكي به څنګه دا حالات تصور كړي؟


او د ويم نيم بيتي بيا هم د پورته نيم بيتي تشريح نه ده كړې بس يوازې يې يار ته په څو تكراري الفاظو بلنه وركړې ده.


د غزلې بل بيت دى:


ژوبل مې احساس شو په تیرو تیرو ازغو د وخت


پوه نه شوم خو سحر د ګلا ب کې راګیر شوی یم


په دې بيت كې يې بيا هم د ګل او اغزي تكراري او كليشه كيسه كړې ده، كوم نوى اړخ او زاويه نه په كې ښكاري.


پورته ليكنه  مې په دې موخه وكړه، چې يو خو طاير ځلاند  اشنا د زغم وړتيالري او بل كه چېرته  مې خبرې په تول پوره كړې وي، ښايې د هغه كمزوري اړخونه له منځه ولاړ شي.


خو دا ځوان بيت الغزلونه هم لري:


لا درد  دى او سلګۍ سړې سړې دي په دې ښار  كې


را ښكته د  مرګونو پرښتې دي په دې ښار كې


راځه چې په هر ګوټ كې يې د مينې جومات جوړ كړو


زما وستا خوګرانه  ورځې شپې دې په دې ښار كې
حرارت مې د  جذبو زړه كې احساس كړ


چامې ونيول  لاسونه په لاسونو
 
 
***


اترنګ ويبلاګ، د طاير ځلاند ويبلاګ: د  پښتني تنقيد نوې غوښتنې.


د غزلو بيتونه د ځلاند له بلاګ اترنګ څخه  رااخيستل شوي دي.


ماريا ريليك: شاعر ته ليك، هريوا ويبپاڼه: پښتو ژباړه عبدالنافع ثنا


۱۷۸ ص د خوشحال خټك كليات،اوډنه، سمون، وييپانګه، عبدالقيوم مشواڼى. دانش كتاب پلورنځى


۵۵  ص د خوشحال خټك كليات،اوډنه، سمون،  وييپانګه، عبدالقيوم مشواڼى. دانش كتاب پلورنځى


۳۳۷ ص عبدالرحمان بابا ديوان، د پښتو ټولنه


۴۲  ص عبدالرحمان بابا ديوان، د پښتو ټولنه