کور / نثر / كره كتنه : (چنارخبرې كوي)

كره كتنه : (چنارخبرې كوي)

كره كتنه : د(چنارخبرې كوي) نومي شعرموضوعي – تصويري څرنګوالى او اړوند. شمس


دكاروان شاعري اودشعرڅرنګوالى ستاينې ته اړتيانلري ،لدې امله پدې اړه څه ويل هم نه غواړم اوخپلې خبرې ديادشوي شعرپه اړه ددغې ليكنې دسرليك پربنسټ پيلوم .
چنارخبرې كوي ، دنوميالي شاعرښاغلي پيرمحمدكاروان دهغه ازادشعرنوم ( سرليك) دى چې ددۀ په (چنارخبرې كوي ) نومي كتاب كې چاپ شوى .
پدې شعركې په ټوليزډول دخندااوژړا راوړونكي غبرګ انځورونه كاږل شوي چې بياپدې دوو انځورونو كې بلانورهغه دننه پراته دي د،ار تصويرونوچې دشعرموضوع جوړوي فرعي تصويرونه ياپه بله اصطلاح څانګې بللى شو .
دچنارخبرې كوي ترسرليك لاندې شعرپه دريوبرخوكې ليكل شوى چې لومړى برخه يې رومانتيكه بڼه لري ،چې  دژونددخوږلت (مينې ،رنګينيو،خوښيو . . .)تابلوده، دويمه برخه يې يوه داسې ويرنه ده چې له مهال سره سم پكې هرهغه څه چې چنار  ليدلي اوپه اړه يې مالومات لري انځوركړي  ،پدې برخه كې  چناردخپل ځان دمړينې ترڅنګ دسوزېدلويو زلميو اوپېغلو له مرګه وروسته دهغه دژوندڅرنګوالى په داسې ژبه بيان كړى  چې له مخې يې په ټوليزډول دهېواداوهېوادوالودسترې غميزې انځور راته ږدي اوداانځور بلا فرعي انځورونه (څانګې) لري .
كه خبره نوره هم دكل په لورې نېږدې كړونووېلاى شوچې پدې شعركې دشعردليكلوترمهاله دافغانستان پخوانى اوسنى څرنګوالى (position) ښودل شوي .
ديادشوي شعردريمه برخه ترلومړنيودووهغو وړه ده ،پدې برخه كې دطبيعت شتواوښكلا ته نغوته شوې اوچناردځان شته والي ترڅنګ دپېغلو،زلميو،ګودر،چينو. . . شته والى دښه ژوندانه لپاره اړين بولي ،موږدلته پدې اړه ډېرڅه ځكه نه وايوچې داوروستۍ خبرې دي اوپه وروستۍ برخه كې به ورباندې وغږيږو .
تردې بريده مودچنارخبرې كوي ترسرليك لاندې دشعرټوليزاړخونه راواخيستل اوس به يې ترخپله وسه وشنو.
چنارله هرڅه وړاندې  په ډېرولنډوتوريوكې ځان راپېژني ،داپېژندنه يې د داډول خبروكولود ارونوله مخې ډېره پرځاى ده .
چناروايي :


زه دبركلي دګودردغاړې
يوشين چناروم ،چنار
دغه پېژندنه په لنډوتوريوكې شوې خومانايې بيادتوريوپه پرتله څوځله زياته ده ،دشاعر په زړه كې چې هرڅه وي ،ياپه بله ژبه ، دچنار چې هرډول خيال وي خودچنارلدې پېژندنې لوستونكي ته ليارخلاصه ده ،ياني لوستونكى كولاى شي هر چېرې اوپه هرډول  چې يې زړه غواړي چنارپه خپل خيال كې انځوركړي ،كه لوستونكى يوډېرغټ اوپه پرتليزډول لوړچنارانځوروي اويايې لدې برعكس انځوروي . . .
چنار كه دخپلوخبرو(شاعر،دشعرليكلو)پرمهال  هر ډول خيال كړى وي موږپه هغې پسې نه ګرځو،ځكه چې ددۀ خيال موږپه هېڅ وړۀ په خپل ذهن كې كټ مټ نشو راوستلاى ،موږدلته هغه څه ګورو چې ليدلاى يې شو،ياني دچنارځان راپېژندنه وينو،لدې مخې يې موږپرڅرنګوالي هم ګړيږو.
دچنارله خبروڅخه پوهېږو چې په ډېرشاعرانه ډول يې ځان راپېژندلى ،ځان يې يوازې دبركلي دګودر دغاړې  شين چناريادكړى ،نوريې دخپل ځان انځورونه لوستونكيوته پريېښي ده ،چې دايوه ښايسته شاعرانه تابلوده ،هرلوستونكى ترې بېل بېل خونداخيستلى شي اوهرلوستونكى يې په بېلابېل ډول اوبېلابېلو ځايونوكې په خپل خيال كې انځورولاى شي .
دلته يوه خبره اړينه بولم ،هغه داچې چنارخواوس پخپل پخواني ځاى كې نه دي ،په هدېره كې دې ،مړى اوشهيدنېغ په نېغه خبرې نشي كولى ،دهغۀ اروا موږته خبرې كوي  اوشاعركولاى شي ووايي ،چنارخبرې كوي .
ځكه هرڅوك دچنارله خبرو پوهيږي چې چناراوس پخپل پخواني ځاى كې نه بلكې په يوه لويه هدېره كې خښ دى او لدۀ څخه په هرجوړشوي تابوت كې يوګودروينې اويوګودراوښكې خښې دي ،نولدې ځايه موږپوهيږوچې دچناراروا خبرې كوي اوراته وايي چې زه اوس دګودرپه غاړه نه يم ولاړ . . .
شاعردلته (دچنار اروا خبرې كوي ) پرځاى په نېغ ډول (چنارخبرې كوي ) راوړى اوزماپه انددايوه پرځاى راوړنه ده چې شاعركارولې ،هغه كه په هر وړۀ وي ياني كه شاعرپدې اړه څه فكركړى وي يانه خوزموږذهن يې مني .
ښايي دايو ار هم وبللى شوچې يوڅوك دمړي خبرې هغه كه په ټوليزډول ژوى وي اوياژوندنه لرونكى ،موږ ته په شعريانثركې ددې پرځاى چې دهغې اروا  راته وغږوي په نېغ ډول وغږوي ،پدې ډول نېغه غږېداكې يورازداهم دى چې دهرې سويې لوستونكي – اوريدونكى وكولاى شي  زريې پخپل ذهن كې يې انځوركړي  . . .
دلته بياهم يوځلې تكرارووچې موږدشاعر په خيال پسې منډې نه وهواونه هغه رانيوئ شوبلكې هرهغه څه شنو،په اړه يې فكركوواوپخپل خيال كې يې راولوچې وينويې اويايې ليدلاى يې شو.
چناردخپل ځان له راپېژندلووروسته ،ديوډاډمن ،ښه اوخوندور ژوندكيسه راته كوي او وايي :
هرمازديګربه راته سلونجونو
په سرومنګولوسلامونه كول
چنار دلته داسې يوه رومانتيكه كيسه راته كوي چې پرهرشاعرانه مزاج خوږه لږي ،ددې كيسې دزباتولولپاره دچناردخبروڅوتورې نوره هم راخلم :
سحروختي به مستانه پېغلوټو
زماپرټيټواوخوروڅانګواوبه شيندلې
چنارمخكې مازديګريادكړى  . . . خوبيايې دسحريادونه هم كړې چې لدې څخه خبرې له يوې ورځې څخه بلې ته اوړي اوله بلې هغې څخه پسې نورو ،ورځوته اوږديږي اوموږته وايي چې دا،نويوه ورځ نوه چې پېغلوراته  سلامونه كول اونه هم يوازې مازديګرمهال ؤ ،بلكې دغسې خواږه ژوندجريان لرلو ،ژوندهره ورځ همداسې خوندور تېرېدۀ اوسحرمهال به هم پېغلې راتلې زماپرټيټوڅانګوبه يې اوبۀ شيندلې .
بياچناردخپل ژونددڅرنګوالي يوه په زړه پورې تابلو مخې ته راته ږدي او وايي :
زه به په نازلكه خوب وړى زلمى
څه غلى ،غلى غوندې وبوږنېدم
له شينكي خوب نه به دپېغلوپه خنداويښيدم
دلته خوب وړى زلمى اوله خوب څخه دپېغلودخنداپه غږ راويښېدا دلوستونكي په تېره دشاعر لوستونكي په ذهن كې دخواږۀ ژوندپه اړه دكيسې خوندورسُراوتال رامنځته كوي ،كه شننه يې لږه نوره هم رڼه كړونو دژوندانه دخوندونوزياته برخه هم (زلمي – نجونه ) دي ، نولدې امله چنارهڅه كړې چې خپلې خبرې ددوى په يادونه لانوره هم خوږه كړي ، دچناردغه كيسه لوستونكيوته يوشاعرانه احساس وركوي  اوديوۀ نه بيانيدونكي هوساژوندپه خواږوكې يې ورګډوي  . . .
چنارخپلې خبرې پسې اوږدوي اوپه لاندې څوغونډلوكې دخپل ژوندخواږۀ نورهم په خوږه ژبه راته بيانوي اوله خپلې خوښۍ اوګډاڅخه موخبروي .
له ساړۀ بادبه سره سره اخوادې خوا
لكه دټال زنګيدم
اودګودراوبوبه
راته چمبه وهله
لكه ملاله پښتنه پېغله دوروڼوپه ورا
په شنۀ ګيډي ،ګيډي كميس كې ګډېدم ،ګډېدم
چنار دخپل تېرمهال كيسه خوندپه خونداوپېوندپه پيوندپسې اوږده كړې خوپدې پورته څوغونډلوكې راته ددۀ دخوښۍ څرګندولوكيسه كوي ،چې دملالې پښتنې پېغلې غوندې به ګډيدم .
له تېروڅولسيزوغميزودمخه كه دژوندخوږې نغمې هرچاغږولئ او په هغې كې يې دملالې پښتنې پېغلې يادونه كوله يوه پرځاى يادونه ده ،دايادونه يې ځكه پرځاى بولو چې دخوندوراوخپلواك ژوندلپاره خوملالې داسې قرباني وركړې چې هېڅكله يې تاريخ نه هيروي اوشاعرخويې  ځكه نشي هېرولاى چې ملالې خپلووروڼوته دښه اوخپلواك ژوندتېرولولپاره دسرښندنې درس په ټپه وركړى .
كه په ميوندكې شهيدنه شوې
خدايږولاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه .
پدې اړه نورې خبرې كول له پورتنۍ ټپې څخه په هېڅ وړۀ زيات ځاى نشي نيولى ،ځكه چې له يوې خوا دهغې ديادونې لپاره ددې  دخولې توري هغه هم (ټپه ) راوړل شوې اوله بل پلوه دټپې اغېزله بلې هرې خبرې زيات ماناوي شتۀ رسوي ،داخبره كه بل څوك راسره مني اوكنه خوشاعران يې خامخاراسره مني .
رابه شوخپلې خبرې ته ،دملالې يادونه لدې امله پرځاى ده  چې دهغه مهال ښه ژونددملالې اودهغه په څېر دنورودقربانيوثمره وه اويوازې دملالې يادونه دشعري احساس له مخې راوړل شوې چې دنورو هغو د يادونې لپاره يوه ښه اوپه زړه پورې بېلګه ده ،دغې يادونې دنوروهغوغوندې دشعر،شعريت ته دلانورې ځلاپه وركولوكې ښايسته لاسنيواى كړى دى . . .
لدې وروسته چناردخواږۀ ژوندرومانتيك څرنګوالي ته لانورهم ورننوزي اوپه څوغونډلوكې يې داسې راباندې اوري  .
كله ناكله مې په غلي ماښام
له سپينوخولونه دتودومچكوخرپ اوريدۀ
لكه غوږونه به مې
دڅانګو،څانګوپه لاسونوكې نيولې پاڼې
مابه ددوومينو
دبڼوګانوهريورپ اوريدۀ
چنار وايي چې زماټول پام به ددوومينودزړونوخوالې ته ؤ،خپل غوږونه (پاڼې ) به مې په لاسونو (څانګو) كې داسې نيولي ووچې ددوومينودمچكوخرپ خوڅه چې ان ددوى دبڼوګانوهريورپ به مې هم اوريدۀ .
پدې غونډلوكې دژوندهرڅه نورمال ښودل شوي ،ژوندهوسادى ،رومانتيك دى اوبلاخېره ژونددانسانيت دبشپړتياپه لوري دنيږدوالي (تقرب ) په حال كې بريښي  .
پدې ځاى كې دچنارله خبرومالوميږ ي چې په ژوندكې يې هېڅ ستونزه نشته ، په هرڅه كې مينه ده ،كركه هېڅ ځاى نلري ،ژوندښايسته دى ،هرڅوك مينه كولى شي ،دمينې پروړاندې هېڅ خنډنشته ،رنګينۍ دي  . . .  خووروسته دچناريوازې يوشي (ستونزې ) ته پام وراوړي چې هغه هم يوه طبيعي پديده ده،نه دانسان له لوري  رامنځته شوې ستونزه ،راځۍ پدې اړه دچنارله خولې واوروچې داستونزه څه ده .
بيابه مې بادته ښورول لاسونه :
غلى شه خداى ته ګوره شورمه كوه !
خداى زده چې ولې به دبادغمازګر
راسره رخه كېده
ددوومينوننداره يې پرمانه لورېده
چناردخپل تېرمهال دخواږه ژوندپه اوږدوكې يوازينى غمازطبيعي پېښې ښودلي چې بېلګه يې باد راوړى دى ،نورله داسې پديدوسره ندى مخ شوى چې هغه دانسان په لاس رامنځته شوي اوياهم طبيعي نه وي .
كه څه هم له طبيعي پېښوپه هېڅ ځاى كې خوندي نه يو،خوله امله يې دشكايت حق لرواوچنارهم دخپل مين زړه نازكۍ دېته اړكړى چې يادونه يې وكړي ،ښايي دچنارموخه لدې يادونې څخه شكايت نه بلكې داوي چې بې لدې (طبيعي) پېښو،نورهېڅ داسې څه نه ووچې غمازي يې كړى واى ،ياني  چنارددې پېښې په يادونې سره دهغه مهال دژوندهوساتوب لاروښانه كړى  .
چنارلدې امله پخپلوخبرو(شعر) كې دطبيعي پېښويادونه پداسې اندازكوي چې په شعركې  شعريت پيداكړي اوپرموږيې په پوره بليغ اوفصيح ډول واوري .
چنارپدې پورې اړوندې خبرې داسې پسې اوږدوي .
لكه چې مست ښامارزنګيږي دچندڼ پرڅانګو
داسې په خرپ به يې كړې ماتې رانه غبرګې څانګې
پاس به له ځالې نه جوړۍ بلبلې والوتلې
چنار،دچندڼ پرڅانګودمست ښامارزنګيدل ،له هغه بادسره تشبې كړى چې دى ورسره لاس وګريوان دى .
موږپه فولكورادب كې هم ددې شاهدان يوچې ښامارډېركله دچندڼ په ونواوڅانګوكې ښودل شوي ،لدې امله موږكولاى شوهرهغه څه چې معمول ګرځيدلي وي بې له څه ويلوومنو ،داچې ښامارولې په فولكور ادب كې له چندڼ سره يادشوى بېله خبره ده اوځانته بحث پرې كېداى شي .
دلته دچنارپه څانګودبادراتلل، زموږذهن  دچناردپاڼوله هغه غږسره اشناكوي چې دبادله امله ښوريږي اوشڼيږي ،هغه هم داسې زروربادچې دچنارغبرګې څانګې ماتوي ،ښامارهم چې دچندڼ په ونه زانګي ،ونه خامخاشڼوي  ،نولدې امله دغه تشبې په زړه پورې ده .
ورپسې يې پاس له ځالې څخه دجوړۍ بلبلودالوتلويادونه كړې ،كه څه هم ناوخته دى ،ماښام دى اوبلبلې پداسې وخت كې دشپې تېرولولپاره هرومروپه ځاله كې كيني ،خوچې دچنارڅانګې ماتې شي په همدې ناوخته مهال ،ماښام كې هم بلبلې دڅانګومتېدادخرپ اوازداوريدلوله ويرې الوزي چې دلته ددۀ دشاعرانه يادونې ترڅنګ دلوستونكي ذهن ته دژوندرنګينۍ هم مخې ته دريږي ،چنارمودبلبلواودهغې ځالې په يادولويوځل بيا دژونددهوساينې ،رنګينۍ او خوندور ژونديوې په زړه پورې نندارې ته وربولي .
لدې وروسته چنارنڅاپي وايي چې :
لاندې به هم غلې شوه
دتودوشونډودمچكوخرپا
دتودومچكودخرپاغلي كېدادچنارڅانګوله ماتيدا وروسته سملاسي ياده شوې اويوځل چې دمچكوخرپاغلې شوې نوبيايې كومه يادونه هم نده شوې .
په سركې لوستونكى فكركوي چې دمچكوخرپادچنارڅانګودماتېداغږله ويرې غلې شوې ،خوچې داسې وى نودڅانګوماتيدنه يوه طبيعي پېښه ده اومينان زرپوهېداى شول چې دچنارڅانګې باد ماتې كړې ،كومه خبره نده ،نودوى به بياهم دمچكوخرپاته دوام وركړى واى ،خودلته يوه ښايسته اوشاعرانه نازكي  شته ،دغه نازكي موږدشاعردخيال له مخې نه بلكې دهغه څه له مخې يادووچې دچنارله خبروڅخه يې په اړه پوهيداى شو ،هغه داچې كه دچنارڅانګې ماتې شوې نه واى ښايي دمچكوخرپانورهم دوام كړى واى اوعلت به يې داؤ چې ددوى پام به دوخت باريكۍ ته داسې زرنه  واى اوښتى ،خودچناردڅانګوله ماتېدا سره سم دمينانوپام هم دېته اوښتى چې ناوخته دى او مهال باريك دى ،نو لدې امله لدې ځايه تللي دي اوچناريې هم دهمدغه لامل له مخې نورپه اړه څه ندي ويلي ،خولدې وروسته يې له خبرومالوميږي چې چنارڅه وايي ،هغه خپلې خبرې داسې پسې اوږدوي .
زماپه زړه كې به وې څړيكې ترسهاره خورې
سهاربه لمرراوخوت
نجونوبه بياپه سلامونوباندې ونمانځلم
لمربه چې څونېزې له غرۀ راچګ شو
دګودرغاړې نه به وكوچيدۀ
دمستونجونودمنګيوكاروان
مهاردوړانګويې په لاس كې ؤدلمردڅاروان
لمربه دوړانګوپه تودولاسونوغوټه كړلې
زمادغبرګوماتوڅانګوله رګونوسره
خرپ دمچكواوسندرې دجوړۍ بلبلو
چنار وايي چې دمچكودخرپ له اورېدااودڅانګوله ماتېداوروسته به  ددۀ په زړه كې څړېكي ترسهاره خورې وي او سهاربه نجونوبياپه سلامونوباندې ونماځۀ خو څوشيبې وروسته به چې لمرڅونېزې له غرۀ اوچت شوپېغلې به ترې وكوچېدې .
چنارپدې ډول دخپل ژواندانه خواږۀ وختونه چې كله ناكله به دطبيعي پېښوله مخې ورته څه دړد رسيدۀ اوپه زړه كې به يې څړيكې خورېدې موږته بيانوي ،خوداكومه خبره نه وه ،ځكه چې سهاربه بياهم نجونه ورته سلامۍ ته ورتلې ،دې طبيعي پېښو ددۀ په ژوندكې كوم ژوردړدوونكى بدلون نه راووست ،بس څوشيبې به وې تېرې به شوې .
ددۀ ماتې څانګې به دلمروړانګووچولې ،هغه څانګې چې ددۀ له بدن څخه په يوښكلي وخت كې بادماتې كړې وې ، دمچكوخرپ اوبلبلودسندروپه مهال كې  .
چناروايي چې لمربه دوړانګوپه لاسونوزمادغبرګوڅانګوله رګونوسره دمچكوخرپ اودبلبلوسندرې غوټه كړلې .
 پدې ډول چناريوه شاعرانه زياتونه كوي ،خپلوخبروته داسې خواږه ورګډوي چې له يوې خوايې خبرو د اوريدونكي – لوستونكي په ذهن ښه اغېزكړى وي اوله بل پلوه يې خپل شاعرانه منطق هم وړاندې كړى وي او وايي :
لكه ماشوم به له خندانه شين شوم وبه مې وې :
_ اخ خدايه بيادچاښكالوراغله ؟
بيه مې په رګ ،رګ كې خورې شوې څړيكې
هغه دى بيامين زلمى راغى
چې دازماپه خواكې څه لټوي ؟
هغه دي ټولې يې كړې
ټوتې دماتوبنګړو
اومرغلرې دشكيدلي امېل
هغه دي غوټه يې كړې دسره دسمال په پيڅكه
ښايي چې دادسمال هم
چاورته جوړ وي په وريښمينوګوتو .


په پورتنيوغونډلوكې چناريوځل بياخوپه نوروغونډلوكې دخپل ژوندانۀ دخواږۀ څرنګوالي يورومانتيك انځورباسي اوموږهم په خيال كې ورسره هغه ځاى ته بيايي چې زلمى راځي اودشنوبنګړيوټوتې ټولوي ،وروسته يې دهغه دسمال په پيڅكه تړي چې ښايي يوچاورته په وريښمينوګوتوجوړكړى وي .
دچنارلدې خبرومالوميږي چې ژونديې ډېرنورمال ،خوندور ،له كيفونواورنګينيوډك ؤ.
چنارهڅه كوي چې نه يوازې دخپل ځان دتېر ژوندڅرنګوالى راوښايي بلكې دهغه مهال دزلميو او پېغلودژوندله څرنګوالي لاډېرې خبرې راته وكړي ،دى هم ځكه خوښ ؤچې ددوى ژونديې سوكاله اوله رنګنيوډك ليد،خوندبه يې ترې اخيست ،ورته خندل به يې اوپه زړه كې به يې دخواږه دړدڅړيكې خورېدې . . .
لدې وورسته دى پخپلوخبروكې ځان مين راښايي او وايي چې :
مابه له زړه سره پټ پټ وخندل :
خداى ماته هم مين زړګى راكړى
چې دمينوپه رازښه پوهېږم
چنارو وايي چې دى هم مين زړګى لري ځكه خودمينوپه رازهم ښه پوهېږي .
همدالامل دى چې  چناردخپلوخبروپه كولوتوانيدلى اوموږته يې دتېرژوندانۀ ديوې برخې څرنګوالى په ښه اوزړه راښكونكي ډول بيان كړى .
دئ وايي :
زلمى به غلى ،غلى
لكه ښكاري نه ترهېدلې غرڅه ماته راغى
اخ څه ښايسته ؤزلمى
اخ څه ظالم ؤزلمى
چې په تېره چاكويې
زماپه تانداوپه غوښن ټټركې
دخپل معشوق دنامه
شپږ نه اووۀ تورې ژوروليكل
زماپه ټټركې يې چاكووښويېد
ښايي زمادنازښېرې وواهه
ګوته يې هم شوه برسېرنه ژوبله
چې په تودو،وينويې دخپل معشوق دنامه توري سره شول
په وينوسره توري يې
په مينه ،مينه ښكل كړل
زماپه رګ ،رګ كې
دخواږه دردڅړيكې خورې ورې شوې
خورې خانګې مې
لكه داورلمبې شوې
سېل دمارغانوراته والوتو
ښايي په دې پټولمبوباندې يې پښې وريتې شوې


چناربياهم دزلمي يادونه كړې ،خوپه يوبېل اندازكې ،دلته دمينې له مخې ديومين زلمي  په زړه كې راټوكېدلې هيلې اوجذبې راته بيانوي ،چې دهغه مهال دژوندانۀ په زړه پورې تابلوده .
زلمى دبنګړيوټوټوله ټولواوددسمال په پيڅكه دهغوله غوټه كولو وروسته دچنارپه غوښن ټټركې دخپل معشوق دنامه توري ژور ليكي ،ګوته ورباندې برسېرنه ژوبلوي ،بيازلمى پخپلووينوددۀ دمعشوق سره توري ښكلوي  . . .
دچناردخبروله مخې مالوميږي چې هغه مهال انسان كولى شول چې دخپل معشوق نوم پرچنار وليكي ،ددې په كيسه كې نه ؤ چې سبابه يې څوك وويني ،هرڅنګه چې وي ،داڅرګنده ده چې عاشق دخپل معشوق نوم دخپل زړه دتسكين  لپاره ليكي ،پدې اړه له چاسره داپوښتنه نه پيداكيږي چې ولې اوڅنګه يې ليكي  ؟ څوك چې په خپله سيمه كې چنارونه لري اويايې بل چېرې اونوروسيموكې ليدلي وي ،هرومروبه يې  دهغې پرسټه ژورليكل شوي نومونه ليدلي وي ،ښايي يوناڅلور وي  نوموونه وي،څلورنا لس وي  . . .
خوددې نوم دليكنې رېښه بياهم دهغه مهال د ژوند څرنګوالي په بيانولو اوهمدارازپه شعركې دخوند ، جذبې ،مينې اوبلاخېره دشعريت په پيداكولوپورې تړلې ده .
دچنارله څانګودمرغيوالوتنه اواحتمالاٌ ددوى دپښووريتېدنه يوه شعرې ښكلاده ،چې چنارپخپلو خبروكې دخپل شعري مزاج له مخې ياده كړيده اوغواړي پدې ډول شعرته ښكلاوركړي ،پرموږيې واوري اوله يونااشناخوندسره مومخامخ كړي  ،همدغه نااشناخونددى ،چې په شعركې تعجب پيداكوي اوتعجب هغه څه دي چې اوريدونكي اولوستونكي ورڅخه خونداخلي ،همداخونديې دېته اړباسي چې شعرترپايه ولولي اوله ځانه سره يې ګډكړي ،په رنګينوخيالونوكې يې ډوب كړي . . .
له همدې امله ددې خوند،جذبې ،عاطفې اونورواړوندوتوكيودلاغښتلتوب لپاره چنار دمينې خبرې كوي اومينه هغه څه دې چې دانسان په ژوندكې هرومروشته ،په تېره په هوسا،ارام اوخپلواك ژوندكې خويې يادونه هم يوه په زړه پورې ،خوندوره ،معقوله ده ،لدې سره سره دايادونه پداسې ډول شوې چې له عاطفي ځواك سره سره يو ژورفكري ځواك هم پكې نغښتى دي او زموږ زړه ته نېغه لاره پيداكوي . . .
چناردهمدې مطلب  دبيانولولپاره په پرلپسې توګه وايي :
هغه مين زلمي زمادوجود
دوې ماتې غبرګې څانګې كورته يو وړې
بيابه مې ان له شفقي ماښامه
ترسپيده داغ پورې نغمې اورېدې
دسريندې له نري تاره ،تاره
دمست رباب له مستانه شاتاره
څه په خندابه مې په غېږورېده
دشنه اسمان دسپينوستوروله رڼوسترګونه
دپلوشوداوښكوداره ،داره
زماترزړه به يې كړه نېغه تېره
دوړانګوسپينه لاره
پاس دښايست پرښتو
راته نيولې وه رڼه هنداره
شينكى اسمان به مې دځان سكه تصويرګڼلو
اوراڼه ستوري مې دخپلوڅانګو
سپينې مرغۍ بللې
داسې زمادژوندون
پېغلې شيبې تېرېدې
چنارو دخپلوغبرګوڅانګوپه اړه ويلي چې مين زلمي ددۀ دوجود، دوې ماتې (غبرګې ) څانګې كورته يووړې .
بيادنغموداوريداخبرې كوي اوداسې راته څرګندوي چې زلمي  ددۀ له څانګوسريندۀ اورباب جوړكړى ،دهغې نغمې يې له شفقي ماښامه ترسهاره په خوندخونداوريدې .
دلته يوځلې بياوايوچې دچنارهغه غبرګې څانګې دطبيعي پېښې (باد) له امله ماتې شوې وې ،دچالخوا قصداٌ نه وې ماتې شوې ،همدغه څانګې بياهم بېځايه ونه وكارول شوې ،سريندۀ اورباب ترې جوړشو، چې ددې يادونه هم دښه ،سوكاله ،خوندور اوله نغموډك ژونديوه په زړه پورې بېلګه ده .
دشنۀ اسمان دستوريوله سترګونه  اوښكې بهيدل هم ډېرخوندور دي ،ددې اوښكودشتون دليدل دادى چې دشپې شبنم اوري اود اوښكويادونه لدې امله معقوله ده چې له شفقي ماشامه ترسهاره پورې دسريندې اورباب غږ اوريدل كېدۀ ،طبيعي ده چې دنازكو،مينو اوغمګينوزړونوڅښتانان هرخوند ور سازاو موسيقۍ ته اوښكې تويوي ،ددې اوښكوڅڅيدل هم دخوښۍ له امله كيداى شي اوهم دخفګان ،دسپينو ستوريو دغو اوښكو پرچنارهم اغېزكړى اوزړه ته يې نرې نېغه لاره ورتېروي ،داځكه چې چنار ،اسمان دځان سكه تصويرګڼلى اوستوري يې دخپلوڅانګومرغۍ ،نوپداسې حال اوښكلي تړاوكې خوهرومرو د ستوريو اوښكې پرچناراغېزكولى شي .
دچنارځينې خبرې دموضوع درڼاوي لپاره نه بلكې دهغې دښكلااويوښايسته تړاؤلپاره ويل شوي چې شعرته رنګينۍ وركوي ،لكه  :
پاس دښايست پرښتو
راته نيولې وه رڼه هنداره
شينكۍ اسمان به مې دځان سكه تصويرګڼلو
اوراڼه ستوري مې دخپلوڅانګو
سپينې مرغۍ بللې
پورتنۍ خبرې دچنارپه خبروكې دموضوع دښكلالپاره بللى شو، نه دهغه درڼاوي لپاره،نولدې امله وېلاى شوچې دچناردغه خبرې پخپل ځاى راغلي ،ځكه چې دغوخبرو(شعر) ته له يوې خوا درنګ ،تعجب اوبلاخېره شعريت په وركولوكې لاسنيواى كړى اوله بل پلوه يې له اسمان اوستوريوسره ديوشاعرانه تړاوڅرګندولولپاره هم بللى شو،ځكه كه چېرې چناردغه تړاؤ(په ټوليزياځانګړي) ډول څرګندكړى نه واى نوبيايې داښكوپر څڅوولونه يوازې دړديدۀ نه بلكې دهغه داوښكوله څڅولوڅخه  يې په خبرېدلوكې يې هم شك دى .
ددې خبرې (تړاؤ) دسپيناوي لپاره به ووايوچې انسان په ټوليزډول دانسان په دړد،دړديږي اوپه ځانګړي ډول دنېږدې خلكو(خپلوانو . . .) چې نېغ تړاؤ ورسره لري .
دلته دچنارله خبروجوتيږي چې له ستوريو اوسمان سره يې تړاؤڅرګندكړى هغه كه ټوليزدى اوياځانګړى خوزموږموخه ددې زباتول دي چې اوښكويې پرچنارديوۀ تړاوله مخې اغېزكړى اوداتړاؤپخپله دچنارله خبروڅرګنديږي .
ښايي چناربه له ډېر ډېرڅه سره تړاؤدرلود خواسمان اوستوري يې دبېلګې په توګه راخيستي چې داوښكوتو يولولپاره يې يوه غوره ټاكنه (بېلګه ) بللى شو .
لدې وروسته چنار وايي :
پېغلې شيبې تېرېدې