کور / سياسي / هغه جنوري او دا جنوري

هغه جنوري او دا جنوري


هغه جنوري



د هندوچین حوزه تردویمې نړیوالې جګړې وړاندې دفرانسې مستعمره وه ، کله چې ددوهم نړیوال جنګ په مهال جاپان په ارام سمندر کې دلویدیځوالو په خلاف سرتاسري برید پیل کړ ، دویتنام په ګډون دهندوچین نور هیوادونه یې هم له فرانسویانو تصفیه کړل ، خو وروسته چې جاپان ماتې وخوړه ، داسیمه بیا دکمونیستانو او لویدیځو استعمارګرو د بزکشۍ په ډګر واوښته ، روسانو د شمالي ویتنام واکمن تقویه کړل ، او فرانسې دامریکا په مرسته دجنوبي ویتنام حکومت په غېږ کې ونیو ، دلویدیځوالو ددې مداخلې په مقابل کې په جنوبي ویتنام کې د ( ویت کنګ ) په نامه دویتنام دازادۍ جبهه رامنځته شوه ، چې له امریکایانو سره یې سخته جګړه پیل کړه ، دامریکایانو په خلاف دا جګړه په ۱۹۵۹ میلادی کې پیل او تر۱۹۷۵ پورې یې دوام وکړ ، دا جګړه امریکایانو ، چې له دې وړاندې یې په سیمه کې جاپانیان او دکوریا دټاپوزمې کمونیستان مات کړي وو ، دکمونیزم په وړاندې دخپلې آبرو جګړه بلله ، نو ځکه په کې په ټول وس ښکېل وو .


دې جګړې دهرکال په تېرېدو سره زور اخیست ، چې بالاخره دامریکا لپاره دسریښو په ډنډ بدله شوه ، دجګړې په خلاف په امریکا کې سخت مخالفتونه راوپارېدل ، تر څو دپینټګان چارواکي مجبور شول ، له دې شخړې څخه دابرومندانه وتلو په لارو چارو فکر وکړي .


امریکایان چې د ۱۹۷۲ کال ترپایه پورې په سختۍ جنګېدل ، په هیښوونکي توګه یې د ۱۹۷۳ کال په پیل کې له ویت کنګیانو سره خبرو ته تن کیښود ، دهمدې کال په جنورۍ کې په پاریس کې دسولې مذاکرات پیل شول ، او دجنورۍ په ۲۷ مه له ویت کنګیانو سره دسولې توافق لیک امضاء شو، تردې مهاله امریکا په بشپړه توګه دماتې منلو ته تن نه وو ایښی ، بلکې دخپل پروګرام له مخې یې غوښتل امریکایي پوځونه له جنګ څخه وباسي ، او جنګ ددوی په ژبه ( ویتنامي ) کړي ، امریکایانو دهمدې کال تراپریل پورې خپل ډېری جنګېره ځواکونه له ویتنام څخه وباسل ، او یوازې یې دجنوبي ویتنام دګوډاګي حکومت ملاتړ او تقویې ته دوام ورکړ ، ترڅو دوه کاله وروسته دامریکا دامید دا څلی هم ونړېد ، د ۱۹۷۵ په اپریل کې دجنوبي ویتنام حکومت دویت کنګیانو په یوه ناڅاپي یرغل کې له منځه لاړ ، او امریکایي ملاتړو او مشاورینو یې دتیارو اماده شویو هلیکوپترو او طیارو نه په استفاده په مټ کې غوږونه خلاص کړل .


دا جنوري

اوس بیا دجنورۍ میاشت ده ،د ۲۰۱۲ میلادي کال جنوري ، طالبانو چې د خپلې واکمنۍ په مهال او له هغه راوروسته یې په امریکایانو پله پسې ټینګار درلود ، چې داسامه دمسئلې په شمول دې ټولې متنازع فیها مسئلې دجنګ او یرغل په ځای په خبرو حل کړي ، ایله اوس په دې بریالي شوي ، چې امریکایي مغزو ته دا ضرورت په سمه توګه وروفهموي ، امریکایان چې ترپرونه یې طالبان سیال نه بلل ، او نه یې داسامه دموضوع دحل په اړه دطالبانو دری ګونې سوله ایزې طرحې او دمذاکراتو غوښتنې اورېدې ، دلس کلن جهاد په برکت یې دسږ کال دجنورۍ له رابرېدو سره سد سر ته ورغلی دی ، او اوس برآلا وایي ، چې حاضر دي له طالبانو سره دنزاع دحل په خاطر دخبرو او منطق میز ته کیني .


دفرانسې یوې مشهورې اونیزې ( نوول ابزرور) څه موده وړاندې لیکلي وو، چې اوباما دافغانستان په جبه زاره کې کټ مټ داسې نښتی ، لکه ریچارډنیکسن چې په ویتنام کې نښتی وو ، او دنوموړي لپاره دهماغې ویتنامي لارې څخه پرته بله هیڅ لاره نشته ، ترڅو له دې جنجاله اوږدې سپکې کړي .


په ویتنام کې امریکایانو لومړی د خپلو ځمکنیو قواوو په کمولو پیل وکړ، او ورسره یې دویت کنګ مقاومت کوونکو سره دخبرو چینلونه خلاص کړل ، وروسته یې دجنګ دویتنامي کولو په تګلاره کار پیل کړ ، چې په ترڅ کې یې دجنوبي ویتنام دحکومت او امنیتي ځواکونو دتقویې پروګرام ترکار لاندې ونیو ، د ۱۹۷۳ کال په منځنیو میاشتو کې امریکایانو زیاتره پوځیان وایستل ، او یوازې یې هوایي ځواک او ملکي ملاتړي پرسونل پریښودل ، په افغانستان کې که وضعیت ته وګورو امریکایان کټ مټ هماغسې تګلاره تعقیبوي ، دوی دشکست منلو ددې څو کلنې تګلارې په بهیر کې اوس ایله دجنوري میاشتې یا دمذاکراتو مرحلې ته رسیدلي دي ، له بلې خوا رویټر اژانس خبر ورکړی ، چې امریکایان له افغانستان څخه دملیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې او پوځي تجهیزات وباسي ، چې دایې دتدریجي وتلو دتګلارې نغد ثبوت بلل کیږي ، په دې سربیره امریکایان غواړي دکرزي حکومت دسایګون درژیم غوندې له ټولې ناشایسته ګۍ سره سره تقویه کړي ، چې ددې په خاطر یې له روسیې سره ددرندو وسلو او هوایي ځواک دپیرودلو قردادهم کړی دی ، په دې توګه به امریکایان هڅه وکړی چې دویتنام په شان دلته هم جنګ ( افغاني ) کړي .


داچې په دې حساس وضعیت کې چاته څه کول په کار دي ، نودخدای شکر دی چې الله تعالی موږ ټولوته سالم عقول او د تفکر ځواک رابخښلی دی ، هر مسلمان افغان باید په بې توپیره توګه له دې تاریخي فرصت څخه دوړ نتیجې داوچتولو لپاره سرله اوسه لاس په کار شي ، امریکایان هغه دي ټول ویني چې ( پرون راغلي ، نن دلې ، سبا به ځینه ) افغانستان یوځل بیا موږ ( افغانانو ) پاته کیږي ، او داچې له دې لوټې لوټې وطن ، او شهید شهید اولس سره بیا باید څه وکړو ، سره له اوس یې دفکر وخت دی .

تبصره نسته

  1. قاري صاحب ښه لیکنه کړې ده ، له نیکه مرغه اوس په طالبانو کې هم لیکوال پیدا شوي دی ، او له انټرنیټ نه په استفاده له خپلو فکري مخالفینو سره دنظر تبادله کولای شي چې دا یو مثبت پرمختګ دی

  2. ویت کانګیان خو کمونیزم حمایه کول . خو دا دې ونه ویل چې طالبان پاکستان او ترورستان حمایه کوي. تا هم لکه د ملایانو غوندې چې قران په خپله ګټه تفسیروي دا موضوع په خپله ګټه تفسیر کړه.
    حدیث شریف وایي چې مسلمان له یوه سوري نه دوه ځل نه چیچل کیږي. که پاکستان مونږ بیا د اسلام په نامه او د طالبانو او یا نورو اورپکو په وسیله و ځپي نو د هغه افغانانو چې د پاکستان لاسپوڅي حمایه کوي په ایمان کې شک دی.
    امریکا بده ده خو له پاکستان نه ډیره ښه ده. پاکستان پخپله د امریکا غلام دی او زه نه غواړم چې د غلام غلام و اوسم.

  3. It looks like some afghans will never learn from the events in afghanistan and what is going on around the world. we are stuck to the pakistan bashing and taliban bashing and senceless coments that even the commentator knows about the sad state of their thinking.governing is not by weaing the latest modle of shoes and the latest type of suit some one wears or how they can fool themself and others in ignarence to make a few dollers or euro. before we point finger at pakistan, we should finger at dostam , masood and his 40 thiefs to sayaf and his k nines to the mazaree, khalilie and their pigs and kairzie and his drug band. they have brought disrespect disgrace and shame to anation who never eccepted occupation and slavery. babaker khale shahib you must have learned the quran and ahadeeth at some american or german university. or may be imam abu hanifa or imam bukhary or said jamoludeen afghani or rahmanbaba or saadee or hafiz or nazoo ana and more got their higher education from london and newyork.respect your ulama because they are their when you are boarn and they are there when die
    masalam