کور / کیسه / خیر دی غریب دي وای خو ….!

خیر دی غریب دي وای خو ….!

پورتنی لیکنه د (خیر اس غریب می بودیم اما پدرم زنده می بود) تر سر لیک لاندې په دري ژبه خپره شوې وه، خو ماچې کله د درانه او قدرمن لیکوال نصیر احمد احمدي څو ناولونه ولوستل په ځانګړي ډول د ده هغه کتاب چې (کیسه څنګه ولیکو) ولوست نو په عنوان کې مې یو څه بدلون راوست، څو لوستونکی جلب کړي هیله ده د اصلي لیکوال خاطرې پرې درنې نشي.


 
د خاوند له مرګ وروسته له خدای پرته نور هیڅوک نلرو، احتیاج او محتاج یو، دا د هغې مور خبرې دي چې ماګل نومېږي او د کابل ښار د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چې د تنظیمي جګړو پر مهال یې خاوند او لور له لاسه ورکړي او اوسمها ل د قلعه واحد په سیمه کې له درې کوچنیو زامنو سره کله په وږي او کله هم په نیم نس شپې ورځې تیروي.
هغه وايي چې د کورنیو جګړو پر مهال یې یوه ورځ خاوند له یوې کوچنۍ لور سره له کوره ووت او بیا رانغی، خاوند مې هره ورځ جوالي ګري کوله او یا به هم د سوال کولو په موخه له کوه ښارته وت، کله مې چې خاوند له کوره وت، لور مې هم په سوال او زاریو له هغه سره د تلو غوښتنه کوله، هغه هم له ناچارۍ له ځان سره بوتله،  دهغې ورځې په ماسپښین اسمان زموږ په سر په بل مخ واوښت، څو تنو ګاونډیانو مې د خاوند مړی له ټپي لورسره کورته راوړ.
ماګل له ژړا نه په ډکو سترګو خپلو خبرو ته ادامه ورکړه او وي ویل، د راکټ چرې مې د خاوند په سر لګېدلې وې، او د لور یوه پښه مې پرې شوې وه، د خاوند مړی مې ګاونډیانو خاورو ته وسپاره، او موږ بې سرنوشته پاتې شولو.
 
هغه په فکرونو کې ډوبه شوه او تر ښه ځنډ وروسته یې زیاته کړه:  د خاوند تر مړینې وروسته مو په کور کې هیڅ شی نه درلودل، له یوه لوري د خاوند د مړینې غم او له بل لوري ټپي لور، موږ پیسې نه درلودې چې روغتون کې پرې د هغې درملنه وکړو، څه مو چې درلوده هغه مو پرې ولګول، مګر دوه میاشتې وروسته هغې هم موږ یواځې پرېښودو یوه شپه یې سخت درد تیرکړ او بیا یې د شپې په وروستیو کې ساه ورکړه.
ماګل وايي تر هغه وروسته زه پاتې شوم او یوه کوچنۍ لور او درې زامن چې د ډیرې نیستۍ او خوارۍ له امله مې هغه یواځنې لور هم په کوچنیوالي کې میړه ته ورکړه، موږ بله چاره نه درلوده، دسبا او بیګا ډوډۍ ته اړ وه، د لور د آرام ژوند په موخه مو هغه په کوچنیوالي کې واده او له ځانه لرې کړه، مګر نه پوهېدو چې هغه به هم زموږ په ځیر په فقر کې ژوند تیروي، هغه هم اوس تر موږ په بدحال کې ده، اوس دومره پیسې نلري چې زموږ خبر پرې واخلي.
ماګل اوس له درې زامنو سره په ډیره سختي د ژوند شپې ورځې تیروي، مشر زوی یې چې څوارلس کاله عمر لري په ښار کې مزدوري کوي، دوهم زوی یې چې دولس کاله عمر لري خلکو ته سپیلنی دودوي (اسپندي) دي، مګر دریم زوی یې چې یوولس کاله عمر لري د ښوونځي په څلورم ټولګي کې دی او له مور سره د کور په کارونو کې هم مرسته کوي، هغه وايي مشر زوی یې هره ورځ سهار وختي له کوره وځي او تیاره ماښام یا خالی لاس او یا هم له ناچیزه پیسو سره کورته راځي، هغه له یوه ګلکار سره شاګرد دی هره ورځ د ميرويس ميدان ( کوټه سنګي) په څلور لارې کې درېږي څو یې څوک دځان سره د مزدوري په موخه بوځي کله نا کله چې ډیر کار وکړي د لاسونو د زیات درد له امله خوب نه کوي، ډیر وخت پنځوس روپې کورته راوړي خو په کومه ورځ چې سل روپۍ کار وکړي په خوشحالۍ سره کورته را ننوځي او له لرې نارې وهي \” مورجانې نن مې سل روپۍ کار وکړ\”
هغه وايي زامنو ته یې ډیرې هیلې او امیدونه لرل چې ښوونځی او پوهنتون ووايي مګر
تقدیر بل ډول شو، او دوه زامن یې د زده کړې له نعمت نه بې برخې پاتې شول. ماغوښتل چې زامن مې تعلیم وکړي او لوی سړي شي خو څه وکړم وانه شول، خدای پوهېږي چې په راتلونکې کې یو څه ترې جوړ شي، خو یوه هیله لرم هغه داچې کوچنی زوی مې ښوونځی خلاص کړي د کار څښتن شی او له خپلو دواړو ورونوسره مرسته وکړي.
کله چې موږ د ماګل کورته ننوتلو، کوچنی زوی یې چې د ګاونډي کورته د اوبو راوړو په موخه تللو زموږ مخ ته راغی او زموږ په لیدلو سره یې مور ته نارې کړي، \” مورې! دادی ښه شو دوه درې تنه د مرستې په موخه زموږ کورته راغلل\”
مور یې په بیړه زموږ مخې ته راغله او وې ویل: \” خدای د خیر درکړي چې د خوارانو او فقیرانو حال احوال اخلﺉ، تل خوښ او خوشحاله اوسﺉ.
د سیمې وکیل چې له موږ وړاندې روان وه ورته وویل: ترورجانې! دوی ژورنالستان دي، د کلید په نوم له یوې مجلې سره کارکوي، راغلي چې له تاسره خبرې وکړي، او ستا د ژوند کیسه چاپ کړي.
ښه، ښه هغه چې تا تیره ورځ ویل، ښه زویه موږ چیرته اومجله چیرته او کیسه چیرته، زه به څه ووایم.؟
ماګل چې موږ ته یې یوې خونې ته د ننوتو لارښوونه کوله وویل: داکور د یوه ډیر ښه سړي دی، خدای دې د سیمې وکیل ته خیر ورکړي، د هغه په مرسته یې موږ ته راکړی او کرایه هم نه رانه اخلي.
کله مو چې له هغې پوښتنه وکړه چې د دوه زامنو عاید یې بسنه کوي او کنه او خپل ژوند څنګه تیروي وی ویل: د خدای قربان شم، هرڅه د هغه له لوري دي، ډیری ورځې مې مشر زوی تش لاس کورته راځي او کار نه ورته پیدا کېږي دوهم زوی مې چې اسپندي دی د ورځې شپږ اوه روپۍ راوړي چې پدې سره خو ژوند تیرول ستونزمن دی، خو د کوڅې وکیل مو ښه سړی دی او د غریبانو غم خوري، الله د خیر ورکړي موږ یې د غریبانو په لیست کې نیولي یو هر شپږ میاشتې پس یوه بوجۍ غنم راکوي، کله چې څه شی ونلرو بیا کوچنی زوی ورلېږم څو مرسته راسره وکړي ډیری ورځې خپله ډوډۍ راسره نیموي.
ماګل بیا په چورتونو کې ډوبه شوه اوله اوښکو په ډکوسترګویې وویل: هغه لور مې چې په کوچنیوالي کې واده کړې ډیر وخت کېږي چې نه مې ده لیدلې هر وخت مې زړه پسې خوږېږي نه زه پیسې لرم چې پسې لاړه شم او نه هم هغه پیسې لري چې راته راشي. هغه هم د ښارپه یوه سیمه کې په پردي کورکې ژوند کوي نه پوهېږم چې تر کله به مې دغه درد کړوي.
هغه زیاتوي چې د اولادونو د راتلونکې لپاره ډیره زورېږم او د ډیرو غمونو د لاسه ناروغه شوې یم، عصاب مې سم کار نه کوي، ځان مې درد کوي مګر پیسې نشته چې دارو درمل پرې واخلم.
ددې په وینا اولادونه یې د کافي خوړو او نادارۍ له امله ډنګر او کمزوري پاتې شوي د غریبۍ د لاسه چې کله ډوډۍ وي او کله نه وي، درې واړه زامن مې په تن سوي او سوخته دي، باور وکړۍ چې باد یې هم وړي، په شپو شپو په لوږه بیده کېږو، هره ورځ د سهار تر لمانځه وروسته مخ په قبله کښینم او دا دعا کوم چې خدایه ته مو وسیله وکړې، له تا پرته بل هیڅوک نلرو، ته په خپله زموږ ثواب وکړې.
ماګل د خپلو خبرو په پای کې په ژړغوني غږ وویل: کوچنی زوی مې هغه مهال چې تاسې راغلۍ د ګاونډي کورته په اوبو پسې ولاړ، هر وخت چې له کوره بهر وځي راته وايي چې: مورجانې! هغه ګاونډي کورته هر څه راوړي، ولې موږ کورته څه نه راوړو، ډیری شپې راشي کښیني او وايي چې: مورجانې! د ګاونډي په کور کې یې غوښه پخه کړې، بوی یې راځي، موږ به کله غوښه پخوو! خو زه ورته ځواب نلرم.
کله مو چې له ماګل نه اجازه واخیسته او غوښتل مو چې له کوره یې ووځو کوچنی زوی یې د اوبو له بانګۍ سره کورته راننوت، او له هغه مې وپوښتل چې یو څو خبرې ورسره وکړم، هغه زموږ د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې وویل: زما نوم غلام سخي ده او  په څلورم ټولګي کې نهم نمره یم، زه مې له مور سره د کور په کارونو کې مرسته کوم او دوه ورونه مې کار کوي.
هغه چې یو با جرﺉته هلک معلومیده وویل: زه پدې باندې ډیر زوریږم چې ولې مې دوه نور ورونه نشي کولی چې درس و وايي، مګر زه مې له یوه ورور سره د شپې له مخې درس لولم او هڅه کوم چې هغه سواد زده کړي.
کله مې چې د پلار پوښتنه ترې وکړه وی ویل: پلار مې ډیر یادېږي، خصوصآ هغه وخت چې هلکان له خپلو پلرونو سره یو ځای ووینم، زه ډیر زورېږم، خیر دی غریب دي وای خو چې پلارمې ژوندی وای.