کور / نثر / علامه محمود طرزی

علامه محمود طرزی

علامه محمود طرزي د غلام محمد خان زوی دی چې په کال ( ۱۲۴۴ ل) په غزني کې زېږېدلی دی. محمود طرزي يو پياوړى ليكوال، شاعر، او پر هيواد مين شخصيت و،چې د معاصرو ادبياتو او ژورناليزم  دبنسټ اېښوونكى ستاینوم ورکړ سوی  دی.
دطرزي صاحب په شعرونواومقالو كې د افغاني ټولنې ملي غوښتنې او د دولتي چاپېريال د سمون لارې په پوره مهارت انځور سوي دي.
دطرزي صاحب تر(  ۲۵ ) ډیر تالیفات ، ډیرې ژباړې اوپه سراج الاخبار کې  سلګونو چاپ سوې مقالې لري .
دهغه مهم تالیفات دا دي :  د مځکو د درو ټوټو سیاحت،، د هري خولی خبره او د هر چمن ګل، د افغانستان منظومه جغرافیه،  د حکم روضه …
دطرزي صاحب مهمې  دندې  په اماني دوره کې د بهرنیو چارو وزیر  او د فرانسی سفیرکیدل   دی .
محمود طرزي د سقا زوی  حبیب الله په وخت کې ایران  ته وتښتیداو له هغه ځایه ایران ته ولاړ او هلته په ( ۱۳۱۲ ل) کال  مړ سو
هغه د وطن په یاد کې وايي :
غربت اگرمرگ بگیرد بدن من
آیا کی کند قبر وکی دوزد کفن من
تابوت مرا بر سـر کوهی بگذارید
تا باد وزد برسر آن از وطن من
که په پردی هیواد کي راسي مړینه ماته
څوک به قبر وکېندي څوک به وګنډي کفن ماته
 زما تابوت  په سر دهغه غره کېښيږدی
 چي باد  بوی د وطن راوړي   ماته


 دطرزي صاحب یوه موخه  د شاعرانو پام ټولنیزو او سیاسي  سکالو  ته اړول وه  په دې کار سره یې د  طنز  ژانر ته لاره  پرانیستله ،چې دا  دطنزي توکو  په وده  او دودولو کې یو مهم کار و ، هغه په طنز سره د دولت  کارمندان  خپلو نیمګرتیاو ته ځیر ول او د هیواد دپرمختګ ته يې هڅول ، نو ویلی سوطرزي صاحب په افغاني ادبیاتو کې دیو نوی پړاو بنسټ ایښوونکی دی . هغه  په خپل منظومونو کې  د بلبل ، پتنګ ، یار پر  ځای ریل ، الوتکې   کاروي او دمدح  پرځای هجو  اوطنز ته مخه کوي،   هغه وايي :
ریل را بنگر تو ای محمود و عبرت گیر زود
زودباش و زودباش و زود باش و زودباش


ریل ته وګوره ته اې محموده عبرت واخله ژر
ژر سه   او ژرسه  او ژرسه  او ژر


هغه په سراج الاخبار کې لیکي:
« اې د وطن ځوانانو اوس  دخوب او غفلت وخت تیر دی د وېښتیا ، مړاني  اوغیرت  موسم دی موږ چي افغانان یو باید افغاني ننګ ولرو بې ننګي  افغان ته بې حده شرم دی»
 بل ځای لیکي : «که غواړئ په ژوندو کې لکه مړي ژوند ونه کړئ نو د ژوند نوې لاره ونیسئ ځکه یو غیور ملت ته دا وضع نه ښایي ، ویښ سئ د همت ملا وتړئ او هڅه وکړئ د ستړیا حس هیر کړئ »
 دهغه یو طنزی شعر داسې دی   :
وقت شعر و شاعرى بگذشت و رفت
وقت سحر و ساحرى بگذشت و رفت
وقت اقدام است و سعى و جد و جهد
غفلت و تن پرورى بگذشت و رفت
عصر عصر موتر و ريل است و برق
گامهاى اشترى بگذشت و رفت
کيميا از جمله اشياء زر کشد
وقت اکسير آورى بگذشت و رفت
تلگراف آرد خبر از شرق و غرب
قاصد و نامه برى بگذشت و رفت
کوه ها سوراخ برها بحر شد
جانشين راگرى (!) بگذشت و رفت
شد هوا جولانگاه آدمى
رشک بى بال و پرى بگذشت و رفت
گفت محمود اين سخن را و برفت
سعى کن تنبلگرى بگذشت و رفت


دشعر اوشاعري وخت ولاړ  تیر سو
د سحر اوساحري وخت ولاړ تیر سو
د کړو  ،دهڅو او کوشش وخت دی
 دغفلت او ځانمني وخت ولاړ تیر سو
وخت وخت دموټر اوريل اوبرق دی
د اوښ دګامونه د تګ  وخت ولاره تیر سو
 کیمیا له هر شی څخه زر ویستله
   داکسیر راوړولو وخت ولاړ تیر سو
تلګراف راوړي خبر د شرق او غرب
د قاصد او لیک وړولو وخت ولاړ تیر سو
غرونه سوري  وچي  سیندونه سوه
دځای ناستي   ټاکلو وخت ولاړ تیر سو
 هوا سوه ځای  د  انسانانو
 د وزر او بڼکولرولود سیالی وخت ولاړ  تیر سو
محمود دا خبر ه وکړه او ولاړ
 هڅه وکړه د لټي وخت ولاړ  تیر سو
محمود طرزي یو طنزیه مقاله د«حي علي الفلاح» په نامه  وه چې دربار د هغه دخپریدو خنډ سو امیر حبیب الله ددغې مقاله په څنډه کې  ولیکل :
 «محمود بې وخته اذان کړی او چرګ چې بې وخته اذان وکړي سر یې باید پرې سي»