د مينې کيسې، فلمونه او سندرې … ايا دا مو خوښېږي؟ څه ډول په خبرو کې مينه ځايولای شو؟ او…
رومانتيک هغه موضوع ده، چې تل يې په اړه فکر کوو. باور لرم چې خلک په ځانګړي ډول مينان له رومانتيکو ډرامو او سندرو څخه خوند اخلي. دوی ډېرې غښتلي احساسات لري.
مونږ ولې رومانتيک لرو؟ زه فکر کوم، چې دا تاريخي مسئله ده. خلکو د اصولو په منلو خپل ژوند ته بدلون ورکړی دی. د ۱۷۰۰ يم کلونو په اوږدو کې د فرانسې انقلاب د رومانتيکو نظريو تر اغېز لاندې و.
رومانتيسزم په اتلسمه پېړۍ کې يو ښکلی او په زړه پورې عکس العمل (غبرګون) دی. دا پر مينې او علاقې ټينګار کوي، نه پر دليل او منطق؛ تصور او درک را اخلي نه پوهه او عقل؛ د احساساتو بيان دی، نه د خپل ځان تاديب.
جرمن شاعر فريدريخ شليګل رومانتيسزم ((په ادبياتو کې د احساساتي موضوع تخيلي تشريح)) بولي او د رومانتيک پر کلمه يې د ادبياتو په توضيح کولو کې ټينګار کړی.
وېکتور هوګو بيا د ((د ادبياتو د ازادۍ يا ليبراليزم)) په توګه وروکتل. خو رومانتيسزم زما له انده له قواعدو ازادي، ذاتي مينه او د ادب او هنر يو سبک دی. ښکاره ده، چې رومانتيسزم په ډېرو مفهومونو کارول شوی او د بېلابېلو کسانو لپاره بېلابېلې معنا ګانې لري. رومانتيسزم په څلورو کټګوريو وېشل کېږي: ادبيات، سياست، کلتور او هنر.
رومانتيسزم يو اروپايي او امريکايي خوځښت دی، چې له ۱۸۱۴- ۱۸۷۰ کلونو را په دېخوا غزېدلی دی؛ خو معمولا د رومانتيک خوځښت زماني کرښه د ۱۷۰۰يم له وروستيو د ۱۸۰۰يم تر منځني کلونو پورې کتل کېږي. د اتلسمې پېړۍ په وروستيو کې د جرمني او فرانسې ادبيات له کلاسيک څخه نيوکلاسيک (نوي کلاسيک) ته واوړېدل.
رومانتيسزم د جرمني او انګلستان په پرتله په فرانسه کې له جګړې او انقلاب څخه ډېر وروسته رامنځته شو. خلک له غم، مړينې او بې نظمۍ سره مخ شول او همدا و، چې رومانتيسزم وزېږېد. د رومانتيک کلمه چې اصلا انګليسي ده او د رومان ډوله (تخيلي) مانا ورکوي، لومړی ځل په اتلسمه پېړۍ کې وکارول شوه او د منځنيو پېړيو د رومانونو تخيلي او يا تصوري کرکټر ته مشابه و. د رومانتيسزم پېر د کلاسېزم په وړاندې د يو ستر بدلون په توګه پرمختګ وکړ. د فرانسوي انقلاب ماتېدا له يو نوي رومانتيک سره مله وه. دا هغه مهال و، چې فرانسوي ليکوالانو او هنرمندانو له رومانتيسزم سره خپله علاقه وښوده. سربېره پر دې، رمانتېسزم د فرانسوي فيلسوف جين جاکيس روسو او جرمني ليکوال جوهان وولفګنګ وان ګويته تر اغېز لاندې و. په فرانسه کې د انقلاب پر مهال ډېر لږ ادبيات وپنځول شول. شعر د فرانسې د منځنيو پېړو د ليکوالانو تر منځ تر ټولو مهم ادبي فورم و.
په فرانسه کې د رومانتيک خوځښت پر مهال رومانتيسزم ډېره وده وکړه. په فرانسوي ادبياتو کې د رومانتيکې مينې ژانر هم زيات شو. ددغه هېواد ادبياتو د نورو هېوادونو ډېری ليکوالان هم تر خپلې اغېزې لاندې راوستل. رومانتيک د داسې احساساتو څښتن دی، چې د ملينونو انسانانو پر زړونو چک لګوي. وېکتور هوګو د خپلې يوې ډرامې او يو نمايش په وړاندې کولو د فرانسوي رومانتیسزم اصول پر مخ يوړل. هغه د کرومويل په نامه ډرامه په ۱۸۲۸زېږدېز او د هیرناني په نوم ننداره يې په ۱۸۳۰ کې وړاندې کړه. هغه ادعا کوي:
((د هر ليکوال کتاب په خپله ليکوال دی. که ليکوال پرې پوهېږي او يا نه، غواړي او که نه؛ خو دا يو حقيقت دی. د هر چا په کار کې که هغه هر ډول وي، کمزوری او يا ښه؛ يو کرکټر يا شخصيت ترې څرګندېږي، چې همغه ليکوال دی.)) وېکتور هوګو.
وېکتور هوګو يو شاعر، فيلسوف، سياستوال او ليکوال و. هغه په خپلو ليکنو کې چې د خپلو تجربو پر اساس ليکلې دي، خپله ايډيالوژي انعکاس کړې ده. د هوګو تر څنګ د فرانسې رومانتيکس چاتيوبرياند، الکساندر دوماس پيرې، الفانس دې لامارتين، الفريد دي ويګني او الفرید دي موسيت هم درلودل. سربېره پر دې هانور دې بلزک، ستېندل او جيورج سند هم تکړه رومانتيک ناول ليکونکي، چې تر نورو تر ډېره بريده ريالستيک (ريښتوني) و.
په ۱۷۹۲زېږديز کې د فرانسې د انقلاب پر مهال فرانسه لومړنی ملت و، چې شاهي نظام يې په جمهوريت واړاوه. څو کاله وروسته ناپليون واک ونيو او له هغه وروسته رومانتيکس له سياست سره ګډ شو. د کولريج غبرګون او سياسي فکر ډېر اغېزناک و. په فرانسه کې د بسټل (د پاريس عمومي زندان چې په ۱۴مه پېړۍ کې جوړ او ۱۷۸۹زېږديز کې له منځه يووړل شو) د له منځه تللو پر مهال ۱۷ کلن ځوان شاعر و، چې د هماغه وخت نوی عصر يې په خپل يو شعر کې لمانځلی دي.
په ۱۷۸۹ز تر ۱۷۹۴ کلونو کې چې بسټېل له منځه ولاړ او د جنګ او ترور په رژيم پسې د رياست تر جوړېدو پورې د احساساتو، اشتياق او تخيل له مخې د رومانتيسزم د پرمختګ دوره و. همدارنګه دا ډېره مهمه ده، چې په ټولنيز، اقتصادي، د نفوسو زياتوالي، ښاري کېدنې، صنعت او سياست برخو کې هم د پام وړ بدلونونه راغلل. د مادي غنامندۍ له مخې سړي برابر و. کولريج ادعا کوله، چې د برابرۍ سيستم رامنځته شي.
کولريج د داسې سیاسي فلسفي سيستم په جوړولو پيل وکړ، چې د منطق نه بلکې د انساني طبيعت د غوښتنې په اساس وي، حکومت ښايي د انسان د احساساتو، ادب او دودونو په وړاندې راضي وي. د هغه د عمر په وروستيو کلونو کې د هغه سياسي فلسفه هم لکه د بورک محافظه کارۍ په څېر شوه. بورک باور درلود چې انساني برابروالی ټولنيز انتظام له ستونزو سره مخ کړی دی او ادعا يې کوله، چې حکومت ښايي د دودونو له مخې جوړ شي. انګليسي ليکوال ويليم وردس ورت چې ډېر سفرونه يې کړي دي، د پريدول په نامه کتاب وليکه. دغه کتاب دده ژوند او شاعري تصويروي، چې وروسته د نورو عالمانو له خوا تصحيح هم شو. وردزورت په ۱۷۹۸ز کې د خپل ملګري کولريج د وړانديز له امله د خپلې فکري ودې د تاريخ د ليکنې فکر ورغی او په زړه پورې فلسفي شعر يې وليکه، چې سرليک ((تنها)) و. دغه شعر د انسان، طبيعيت او ټولنې تصوير دی. اصلي نسخه يې په ۱۸۰۵ز کې چاپ شو، چې وروسته د شاعر د فکر، تجربې او هنر په راسپړلو يې پراختيا وموندله. هغه په فرانسه کې له انقلاب سره له مخامخېدو وروسته خپلې نظريې په خپل لسم کتاب کې تغير کړې.
سربېره پر دې، رومانتيسزم پر ازادۍ ټينګار کوي او سياسي حکومت تخريبوي. د بېلګې په توګه يو رومانتيک اتل ډېری د ټولنيزو دودونو، مصنوعي نظريو او غيرمنطقي سياسي نظام په وړاندې د يو ياغي او شورشي رول لوبوي.
همدارنګه رومانتيکس له عام کلتور سره تړلی دی. ډيري رومانتيکس په ټولنه کې د عقلي او تخنيکي نظامونو پر ځای پر مذهب ټينګار کوي. د وېکتور هوګو اتبکاري ننداره ((Hernani)) چې په سر کې د لاس په لاس جګړې پر مهال کمزورې شوه؛ خو کله چې جنګ پای ته ورسېد؛ نو د هوګو رومانتيکې نظريې پر فرانسوي ډرامې حکم چلاوه. رومانتسیزم زده کړه هم رامنځته کړه. د رومانتیسزم لومړنی کلتوری مکتب د اروپا د نولسمې پېړۍ په پيل کې پرمختګ وکړ. زده کړې په ټولنه کې ډېر ستر رول ولوباوه.
فرانسوي فيلسوف جين جاکس روسو وښودله چې خلک طبيعتا ښه دي؛ خو د مدني دودونو له امله خرابېږي. هغه استدلال کاوه، چې ماشومان په اخلاقي ټولنه کې سم او ازاد لويېږي. د هغه د رومانتيکس تر اغېز لاندې ډېری استبدادي حکومتونه سره بېل او په ازادو انقلابي هڅو کې برخه واخيسته. د هغه ډېری فلسفه د تعليم او تربيې په تيوريو او پرکتيک کې هم جذب شوه.
د صنعت له رامنځته کېدو سره عام کلتور ورځ تر بلې بدلېده. خلکو د تفرېح لپاره د وخت د بېلولو په لټه کې شول. د ماشينونو په وسيله د کارکول د کارګرانو لپاره ډېر ګټور و. په فرانسه کې اقتصاد ډېر مهم شو. سربېره پر دې، خلکو د موسقۍ د اورېدلو او له نقاشۍ او انځور کښنې له هنرونو څخه د خوند اخيستلو لپاره وخت پيدا کړ.
په فرانسه کې يوه ستره لاسته راوړنه دا وه، چې هنر يې پر موسيقۍ او نقاشۍ ووېشه. اوس موسيقۍ د تېر په پرتله ډېره عامه شوې او د نړۍ په هره برخه کې اورېدل کېږي. اوس که څه هم خلک د جاز او راک له موسيقۍ څخه خوند اخلي؛ خو ځينې شته، چې لا تراوسه رومانتيکه موسيقي ښه بولي. رومانتيکه موسيقي د مينې او تصور احساس راکوي.
سربېره پر دې، ډېريو رومانتيک موسيقارانو د فولکلوريکو موضوعاتو د کارونې له امله د کلاسيکې موسيقۍ رنګ بدل کړ. عموما رومانيتيکه نقاشي له تصوري، تجريدي، ذهني، احساساتي او روحي مشخصاتو پېژندل کېږي. لارنس وايي: ((رومانتيک نقاشان اکثرا پر خپل مضمون د يوې خيالي (تصوري) رڼا اچونې په موخه له روښانه برجسته ايفکټونو او ژورو سيوريو څخه کار اخلي))
د طبيعيت ډراماتيکې صحنې او منظرې ډېرې مشهورې وې. د طبيعيت رسامي طبيعي رمزونه رامنځته کړل.
په پايله کې ويلی شو، چې فرانسه د نړۍ هغه ستر ملت دی، چې رومانتيکس ته يې قوت ورکړ. د پاريس ښار هم يو رومانتيک اغېز لري. ددې خبرې د اثبات يو لوی دليل دادی، چې په غرب کې ډېری جوړې هاني مون يا له واده وروسته د تفريح لپاره فرانسې ته درومي. په ادبياتو کې رومانتيکس بيا په تورو کې انځورېږي. ليکوالان پر تورو زور راولي او هنرمندان نقاشي ژوندۍ ساتي. رومانتيکس په سياست کې هم مهم رول لري. دا په ټوله نړۍ کې خپور دی. دا اصل د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې ميلونونه خلک تر خپلې اغېزې لاندې راولي.
نورې ليکنې هم لوستلی شئ: http://saar.bloguna.tolafghan.com