د ډاكټر لياقت تابان په نوى كتاب حميد او شمس الدين پرتليز جاج څو خبرى
هر كتاب چې موږ يې لوست كوو هغه په ځان كښې څه نه څه علم لرى خو ځينى كتاپونه داسې وې چي هغه دعلم خزانه وى خو شرط دا ديچي د زړه په غوږو هغه ولوستل شى داسې نه چې د كتاب يو لوستونكى كتاب هم لولى او بل كار هم ورسره كو چې و داسې لوست ته د كتاب لوست نه شى ويل كيدي نو ځكه زياتره د كتاب لوستونكي لوست په يواځى كښې كوى يا ئې وشپى لخوا كوي چي يو ډول شرشورنه وي دا ځكه چې په داسې حالاتو كښې لوستونكي چې څه وائى نو خپلهټوله پاملرنه ئې هم په كتاب باندى وى هم دا خبره ده چې زياتره خلګه و لوئى څښتن (ج) ته ځان د ورنزدې كولو دپاره په لهجد باندى عبادت كوى چې دا وخت د عبادت دپاره ډېر غور غوره او افضل وى ددې سره سره چې يو وګړى څومره عبادت كوى هومره هغه و لوئى څښتن(ج) ته نزدې كيږى خو ددې شرط سره چې په عبادت كښې سپيڅلوب وى اوريا كاري نه وى هم دا ډول چې څوك د كتابو لوست په لويه كچه او د زړه په غوږه كوي هومره د هغه علم وده كوي چي څوني په دي لاره كښې مخ په وړاندى ځي هومره هغه و رښتيا او حقيقت ته نزدې كيږى.
كتاب پوهنه يا چې څه لوبى په هغه ځان پوه كول هم يو لوئى هنردي خو په شاعري او د شاعر و شعر او دهغه مخي او مقصد ته رسيدلي ځما په اند تر ټولو ګران كار دي ولي چي شاعر كوم شعر زموږ و مخ ته وي د تور په ويلو خو موږ پوه شو خوپه دى پوه كيدل چي د شعر خيال څه دي دي ته رسيدلى ډير ګران دي ولي چي د شاعر وينا څه وي خو د هغه مطلب څه وي ځكه چي ډېر د شعر لوستونكي د شعر مطلب په مجازي مانا او ډېر ئې حقيقي په لوري وړي خو د شعر و مطلب ته د رسيدلو دپاره ضرورى ده چي موږ په هغه ټولولو ازماتو لكه علم بديع څخه نيولى تر استعاره تشيج استعاري او نورو ډېرو باندى پوه او خبر شو لكه ډاكټر لياقت تابان چي په خپل كتاب د حميد او شمس الدين پرتليز جاج كښې ډېر اوږد بحث او ليك ور باندى كړى دى چې په رښتيا هم دا ډېر لوئى زيار دي چي د يوه لوستونكي د معلوماتو دپاره ډېر اړن دي چي څوك په دى پوه شې نو به تېر ډېر د شعر او د شاعر په وينا پوه كيدى شى زموږ د پښتو شاعران په زياته بيا كلدسيك شاعرى د ډېرى اوچتي كچى شاعرى ده چې هر ډول شعرونه پكښې موندل كيدى شې چې هم د هغه وياړ دي چي د پښتو شاعري د نړۍ د تويو او پخوژبو چې هغه هم چند ژبى دى هم د دهغه ژبو په ليكه كښې هسكه غاړه ليدل كيږى كه د لياقت تابان وارو زموږ پوهان په دى اړخ قلم راپورته كړى پښتو به نوره ځلدو مومي ددي سره سره چي پښتو او ددي ژبى څوك سرپرست او خواږي نشته دا ځكه چي زموږ ولس ډېر لږ په دى پوه دى چي ليكوال او شاعر بيا د كومي خوا راغلي دا ځكه چې زموږ حكمرانانو او مشرانو ودي خواته پام نه دي اړولي يايې د سياسى ګټو دپاره د پښتو او پښتون استيحصال كړي دي كه په يوه بل هيواد كښې د لياقت تابان وارو يا د نورو څو زيار شوى وى نو نه شو ويلي چي وز دوي ته به كوم كوم وياړ ډګري او سندونه وركړى وى خو د بده مرغه پښتانه په يوه داسې چاپيريال كښې ژوند كوي چي بې ننګه ئې تر هر چا ننګيالي دي چاچي خپلې ژبى خپل دود او خپلې خاوري ته څومره زيان رسوى هم هغه بريالى دي او چاچى د نورو په وينا خپلوباتورانو ته بد ويل هم هغه باتور دي.
لياقت تابان نه يواځي د دوو شاعرانو پرتليز جاج په خپل كتاب كښې اخستي دي (چې اوس د ولس پنګه ده) بلكى ډېرى نوري په زړه پوري څېړنى يې كړى دى كه هغه دينى او مذهبى دى يا كه سائنسى دى چې د نن ورځى هر وګړى ته ډېر څه وركوي يواځي كه څه نشته نو هغه د ډالرو او د كلدارو د ګټلو چل دورسېنوولو لاره نه شته دا ځكه چې زموږ كوره ټولنه هم ودي چل ته د رسيدلو په فكر كښې دى او تر هغه وخته چې د هغه كوره اوړنده ټولنه د دهغه دربلى او تاريكى څخه نه وي راوتلي كه كتاب د زرو په اوبو ورته وليكل شى په دى كوره ټولنه اغيږى نه شې پاشلي خو دا هڅه په ارومرو كوي چي په زرو ليكل شوى كتاب ويجاړ كړى كه څه ژر ترلاسه شو هم د هغه خبره ده چي نن زموږ ټولنه د تورې تياري و كندو ته لويدلي ده او ګټه يې د مور او پلار د دين او مذهب ورتېره كړي ده خو په دي نه دي خبر چي كتاب ليكنه څومره ارزښت لري ډېر شتمن خلګه موږ وليدو چې ددې نړۍ څخه سترګى پټى كړى او نوم او نشان ئې په قبر كښې ورسره ښخ شو خو هغه څوك نن هم ژوندي دي چاچي يو وړوكي كتاب يا نوروياړ و ټولني ته وركړي نو ځكه چې دا څرګنده شوه چې و ټولني ته د كتاب يا بل څه د وركولو څښتن نوم تر قيامت پورى ژوندي پاته وي د لوئى لوئى پاچاهانو نوم دومره نه اخستل كيږى لكه د ملنګ رحمان بابا و دوي ته ورتو چاچي ودي ټولني ته څه په خپل وخت كښې وركړي وو او نن هم دهغه څخه ولسونه ګټه ترلاسه كوى.
ډاكټر لياقت تابان نه يواځي حميد او شمس الدين څنګ په څنګ روان كړي دي بلكي دوى پښتو شاعرى د هغه وخت د پښتو پوهنه ئې د نړۍ والو سره د هري لري پرتله كړي ده چي دا د لياقت تابان پوه او كمال دي دوى يوتله و بلې خواته نه د لاندي كړى بلكي هغه وياړونه ئې د دواړو د وياړ او كار په رڼا كښې ولس ته وړاندي كړى دى چي د يوه ليكوال دپاره داسې منځګريتوب آسانه كار نه وي خو تابان د مخه هم د شيدا او حنان باركزئي پرتليزي جاج كښې تر داسې زمويني څخه تېر شوي وو نو ځكه د حميد او شمس الدين پرتليز جاج د دوى نوى كتاب ډېر ارزښتونه لري او دا هيله كيږى چې لياقت تابان به ودي لړي ته دوام وركړي او يو زيار به تر بل نور ښكلي او علم لرونكي وي ځكه چي بشر هم ددي دپاره لوئى څښتن(ج) ژيږولي دي نه ددي دپاره چي يو ورور دبل ورورغوښې و خوري بلكې د ژوند مخه يو ورور د بل د مرستي دپاره جوړ كړي دي چي لومړى وركه هم و خپل ورورته ښوونه ده.
د لياقت تابان په نوي كتاب ډېر څه ليكل كيدلي شې چې هغه پوهان شاعران ژب پوهان يا پى.ايچ.دى يا پروفيسران وي څه خو چي څه ليكم زما پوهنه هم دومره ده او ددي څنګه هغه څه ليكم چي زما په مشاهده كښې راځي نه ددي دپاره چي څوك خوشحاله كړم يايې راڅخه خوابدي كړم خو هغه څوك ارومرو ستايم او تشويق كوم څوك چې په دي اوسينو حالاتو كښې د پښتو په چوپړ كښې وي ولې د سوكالى په وخت كښې هر يوراجګيږى او داسې كارونه كوى ننګيالي او نوموړي هم هغه څوك وي چي په غير معمولي حالاتو كښې و خپل ولس او ژبى ته وكړى لكه لياقت تابان چې د لوئى څښتن په ملاتړ په مخه كړى دى او دا هم يو لوئى وياړ دي چي څوك پخپله څه نه شې كولي خود بل هلې ځلې وستائي څه پخپله د داسې چا څخه يم خو د بده مرغه زموږ ټولنه دومره بې احساسه شوي دي چي د چاو كار ته ښه و وائي بايد..؟ بلكي تر دي هم لويه بده داده چي موږ دوياړلو او ننګياليانو كړنه پټوو او د بې ننګه او د نورو د لاس پوڅو ستاينه كوو چي دا ورانونكي او لوئى جنايت دي چي ښه خلګه و تر ټولو او د بدو ملاتړ وكړو چې د ښه كارو مخ نوي وشې اويدو ته وار وركول شې چې نوربد وكړى نورورانى وكړى چي ټولنه نوره د بد مرغيو سره مخامخ شې..
وخت راغلې دي چي زموږ پوهان ليكوالان رڼ انده او ژب پوهان خپل مسئوليت او ډنډه وپيژني دوي د ځان او د هغه چا تر مينځ اوږده ليكه وباسې څوك چې د خپلې ځاني ګټي دپاره هر څه چمتو شوي دي كه داسې چاته د ګټو دپاره هر څه دلاسه وركړي دي خو زموږ و هر اړخيزه پوهانو ته خدائى(ج) رڼا وركړي ده چي څومره ئې روښانه كوي دا نوره ځلانده كيږى يو داسې وياړ دوي ته ور په برخه شوي دي چي نه ختم كيدونكي دي ښتمني يوه سباون نه لرى خو د علم ښتمني به تر قيامت بلكى بله نړۍ كښې به هم د دوى ملګرى وى چاچى تراوسه د كتاب په بڼه كښې ټولنه ته وركړى دي كه نن په دي بحرانى دور كښې حالات په حق كښې نه دي خو دوى نه وركيدونكى دى….؟