سهار وختي وو-غوټی اودس ته پاځېده،خومور يې لادلمانځه پر ځاي ناسته وه.ورور يې دسهارني د تيارولو په موخه له کوره دباندي وه ووت.
غوټي ترلماځه وروسته په ګل زرين ږغ وکړ،خو مور يې ورته ورته وه ويل:زويه !لاره لږه ده -دومره تلوار مه کوه،خپله به راکښېني.
ترسهار ني وروسته پسرلي غوټی ته هغه چارګل وړاندي کړ،چې ده ترواده وروسته په لسګونو وعدې ورسره کړي وې-خونابريالی
غوټي وه ويل:وروره!هيڅ پرواه نکوي-چارګل به خداي يو وخت راکړي-تاسو ماته هر څه ياست.
غوټۍ نه وه خبره چې چارګل پسرلي دمځکي دخرڅېدو په پيسو رانيولی
مور يې ورته وه ويل:ډېر ښکلي چارګل دی،لکه برېښنا داسي ځليږي،دغوټۍ هغه پيغلي په زړه سوې،چې ترليدلو وروسته به يې له ځانه سره ويل\”..کاشکي دغسي يو چارګل تاهم دلودلاي\”
پسرلي ددې پر ځاي چې غوتۍ په فکرونوکي ولاړه سي ږغ پر وکئ:خوري ژرسه!ناوخته دی چې ځو!
سمه ده وروره نن هوا دېره سړه ده کوټ دي واغونده!
پسرلي هم خپل زوړ او لمروهلي کوټ واغوسته اوانګړ ته وه ووت. دکور دڅښتن دکور مخ ته تېرېده-چې ږغ سو
پسرليه!ددريو مياشتو کرايه دي نده راکړې ولي؟
پسرلی:اوس مي بېخي لاس تنګ دی-چې کله راسم نو در به يې کړم
نه نه!
ځه ژر سه او زما کور راته خالي کړه!
ښه
سمه ده!………….
غوټۍ له مور څخه رخصت را واخيست او يو کلن زوی ګل زرين يې ترلاس ونيو.
سهار وختي وو-لمر ورو ورو دغره له څوکي څخه پورته کېده،په موټر کې هيچا هم څه نه ويل.اسمان شين وو،بېخي لکه يو شين درياب داسي،لمر په راختو وو،دشپې باران سوی وو مځکه اودېوالونه لا لانده وه.
دبولدک څخه تر تېرېدو وروسته يو ښکلي او غټه دروازه مخي ته راغله،ژړه دروازه!!
غوټۍ له ځانه سره يو څه زمزه کړه\”باب دوستي\” خو!کرار
پسرلي وه ليدل چې راوتونکي که څه هم وارخطا خو خوشحاله وه،ولي د ورننوتونکو رنګونه دناروغانو په څير وو.
پسرلی ورنژدې سو دنګي دروازې خوله وازه نيولې وه ، پسرلي يې په خوله کړ-غوټۍاو ګل زرين لاتر دروازې نه وه رارسېدلي،چوپه چوپتيا وه!
يوازي تور رنګه کالي لرونکي کسان له لرګيو او برچو سره ښکارېدل ،په شنو دړو ډېرڅه ليکل سوي وه،غوټۍ لو ړ کتل تر ويلکم پاکس…ويلو وروسته يو ې وړې کوټې ته مخ سول د دوو دروازو کوټه!
خلګ په ډېر ادب او ارام ودرېدل دلمانځه په شان،خو!بېلي قبلې ته!
پسرلی يو څه زړه ور ورمخ سو ـ اسلام عليکم!
شناختي کاډ ووخايا ؟!
دادی،او داهم زما پاسپورټ
دا خو زنانه دي؟!
هو ـ دا زما دخور دی!
نامه يې څه دې؟؟
غوټۍ! غو؟ هو غوټۍ!خاخا
ستا شناختي کارډ؟
دازما پاسفورټ دی سايب ستاسو په لاس کې
نه شناختي کارډ وخايا!
زه شناختي کارډ نه لرم-مېلمه يم-له خورسره پاکستان ته ځم
بکواس مه کوه!ته مانه پېجنې چې زه کليوال يم-اوس به دي خوخ شم!!
څو قدمه وړاندي يو تورکالي کس چې داوخت دمخ په وچولو اخته وو،دجېب دپاسه يې په توره مځکه په ژړو تورو ليکل سوي وه\”شبير پشاوری\” دغوټی په هغه لاس بريد وکړي چې پسرلي يې په نيولي وو\”سيډ ته شه خځ کو…\”پسرلي په لنډ وخت کې دسرې وداني په انګړ کې شېبه وروسته لږه شېبه!دقانون بو ټونو ته تيارسو.
دغوټی او ګل زرين پر سر دکوتکونو او کونداغونو وارونه پېل سول،سخت ګوزارونه لکه دهندوستان سره په جګړه کې!
ولاړو خلګو په يوه اوبل خوا دتښتېدو نابريالي هڅي کولې
غوټی يې په وزن لرونکوښکنځلو ترډېره ليري-څومره چې وس وو،ليري کړه!خو!\”خو يوازي غوټی!!\”
غوټی دپسرلي دخلاصون لپاره پر مځکه وموښته-خو سختو کذارونو غوټی له مخ پوټي(چادري) او نيم شال څخه بې برخي کړل،لاره وه ـ داسيا دمښلولو لاره!دملت لاره
غوټی په نيم روغ حالت کې له لاري څخه څنګ ته سوه- په لاره کې يې دپسرلي په شان ډېر وروڼه وليدل.
خودا په چورتونو کې ولاړه ،چې هرڅومره يې فکر کاوه،چې پسرلي به چېري وي،فکريې کارنه کاوه.
ناڅاپه يې په زهن کې وروګرځېدل ،ګل زرين!…..زرين جانه !وه زرين جانه!
هيچ چاهم څه وه نه ويل فضا يوازي دپښو له کښهاري ډکه وه.
دژمي وروستي ورځي وې.ناڅاپه توند باد پېل سو،باد پسې زياتېده،دشپې په رارسېدو بادپه يوه وېرونکي توپان واوښت،داسي توپان چې مځکه يې لړزوله!ټول ښاروتړل سو،هټيوالو،او موټرچلونکو په بېره يو او بل خوا منډي وهلې!
غوټی په ستومانتيا سره ليري وکتل
يوازي يوې خواته څراغونه لګېده ـ خو دوه څراغونه په ګړندوي توګه دغوټي پرلوري په تيزي سره راروان وو.
هغه يوه ژړه ټکسي وه.
يو شين کالي کس چې ځايي لهجه يې وه،وه پوښته!
هاکوټي والا،کوټي والا ،کوټي ته ځې؟
وه وروره! پسرلي به دي نه وي ليدلی٬!؟ ها!؟
زما ورور پسرلي،هغه چې سهاريې هلته ونيوه!
هو هغه به زه پېداکړم خو ته دموټر ډکۍ ته دروه خېږه!
رشتيا هغه چېري دی؟ بس ته دروه خېږه هغه پرما دی؟؟؟
ډکۍ ته-؟هو هله ژرسه،سمه ده،ږغ سو دريم ناپېژاندکس- چلو اوستازه!
يخ وو بېخی يخ-سهارني ټپونو دغوټی پرمخ لنګر اچولې وو-سختي شېبې وې،غوټی خوشحاله معلومېده ،ځکه يو پښتون ؟ يې دورور دخلاصيدو ځيګر ټکولي وو.
دکوږک واورين غره په يو څو شېبو کې غوټی بې هوښه کړه.
غرونه وه،دغازي عبدالله خان اڅکزي\”رح\”غرونه !
غوټی نيمه غزېدلي وه- پر يوه او بل اړخ وه ښورېده خونابريالي!
دباد غوراو دربا نه پرېښوده چې پټي سترګي رڼي کړي.
دغازي عبدالله خان\”رح\”کلا-موټر وه درېده!
مول وهلي موټر چلونکی غوټۍ ته وه درېده- دلې شیوه کېږې؟
نه وروره ماد کاسيانو کلا ښولې وه- په پښين کې!!
دغوټی خپل حالت ته پام سو-خو دموټرچلونکي په اړه يې بد ګوماني وه غندل.
ځکه چې مو ټر چلونکي ورسره په پښتو کې وينا کړې وه،خو غوټی غولېدلې وه.
موټر دپښين ښارګوټي په سر کې وه درېده
غوټۍ وه پوښته\”…پسرلي څه سو؟؟\”
زه خو څه ستا دپلارمزدور نه يم،ژرسه اوکرايه راکړه!
غوټي چوپه خوله پاتي سوه-ولي نيمي شپې دنورو خبرو اجازه نه ورکوله.
له غو سره وياند نه وو-او ! نه هم کرايه!!!!!!
يوازي يې هغه نیم شال راوره ساوه-چې نور يې دخلګو تر پښو لاندي سوي وو!
هغه چې مور يې تريو کال مزدوريو ورورسته ورته په ۲۰۰ روپيو رانيولي،خو اوس يې ۲ دوې روپي ارزښت نه لاره.
غوټی په ډېره حرانتيا وه پوښتل\”په کرايه کې چارګل غواړې؟\”
موټر چلونکي وخندل- يوه ګوته يې پر نورو کش کړه-اتو ته شل(۸-۲۰)….هو غواړم يې.
دغوټی هغه وعدې سترګو ته ودرېدې چې لږه شېبه مخکې تودې خواوس سړې!
غوټی په مړژواندي حالت کې دکور تر دروازې راورسېدل،باد درېدلي وو،دکورانګړ د زوره ورو بادونو له امله په بل حال وو،سراي او حوض دونو له لرګيو او پاڼو ډک سوی و.په سراي کې دنښتر زړه ونه چپه سوې وه.ټول انګړ يې يې نيولي و،له وني سره څنګ ته يوه وړه مرغۍمړه پرته وه- دغوټی ناڅاپه ورپه زړه سوه چې اخ! دابېچاره خوپه نښترکې ځالۍ جوړه کړې وه
غوټۍ يې څنګ ته کښېناستل، غوښتل يې چې له مخ څخه دورځي ويني او ګردونه پخپل شال پاک کړي.خو شا او مخ ته يې دشال درک نسته او يوازي يې پر سر دشال ټوټه پاته وه.
پرسريې لاس ونيو دشال په ټوټه يې مخ پاک کړ-
هغې وه نه ژړل!
ده هغې اوښکې نه وې!
ځکه چې!
ځکه چې دا دناهيدې او ملالۍ خور وه!
پای