د خپل وخت په رښتينو سياسي پېښو کيسه ليکل اسانه نه دي. تر ټولو لويه ستونزه پکې د رښتياغونديتوب برخه ده. لوستونکى له پېښو خبر دى که داستان ليکونکى څه پکې کښته پورته کوي د لوستلو پر وخت رښتيا نه ښکاري. که يې کټ مټ را اخلي ښايي د ژورناليستيک رپوټ بڼه غوره کړي. د دې ستونزې د حل لپاره ځينې ليکوال سمبولونه کاروي. د ” غويي په هډوکي” کې هم ښاغلي اکبر کرگر همداسې کړي دي.
کيسه د نور محمد تره کي او حفيظ الله امين د واکمنۍ ده. د څرخي پلۀ زندان دى. وژنې دي، ويرې دي او د زندانيانو اندېښنې دي. ليکوال څرخي پلۀ ته “مېلمستون” ويلي دي . د ثور کودتا او واکمن يې د غويي په نامۀ را پېژندلي .د وژنو او دردونو لوبه يې د اسپانويانو د مشهورې لوبې ” د سرۀ ټوکرغويي” په يادولو انځور کړې ده. که ليکوال دغه نومونه کټ مټ اخيستي واى لوستونکي ښايي د پېښو او څيرو نور سپيناوى هم غوښتى واى.
د غويي هډوکي په ناوليټ کې تلوسه، پخوانيو پېښو ته ستنيدل، د اسيراندېښنې او تر يوۀ ځايه د مکان انځورول ښه راغلي دي. د کيسې د پيل له يو دوو مخونو پرته لوستونکى تر ډيره د کيسې لوستلو ته اړ وځي. پخوانيو پېښو ته ستنيدل يا فلش بکونه اوږده او له موضوع وتلي نه دي. د “ميلمنو”اندېښنې داسې يادې شوي چې د لوستونکي زړۀ ته لار کوي . ليکوال د څرخي پلۀ په زندان کې خونې، نا تمام شوي تشنابونه، تنگ دهليزونه او د دروازو د پاسه وړې کړکۍ ښې انځور کړې دي.
اکبر کرگر تل په خپلو داستاني اثارو کې سمبولونه کاروي. لږ تر لږه زۀ چې د دوى داستاني اثار لولم هرې بيا بيا تکرار شوې کلمې ته يې دقت کوم چې ښايي بله مانا هم ولري. د غويي په هډوکي کې يې د ماپښين د لس کم څلور بجو تکرار ځير کړم. د ناوليټ په لومړۍ نيمايي کې دغه وخت دومره تکرار شوى چې زما زړۀ منلي و چې ښاغلى ليکوال ورڅخه بله مانا هم اخلي. د داستان په دويمه نيمايي کې د ماپښين لس کم څلور بجې نه دې يادې شوي. د کيسې يوې څيرې ” کامل خان” همدا وخت په نخښه کړى و، په سپينو جامو کې هره ورځ راوي يا نکلچي ته راتۀ چې پښو غوړولو ته يې ورسره بوځي. نکلچي وايي چې ماښام به زندانيان له خونو ايستل کيدل چې بيا به تري تم شول. کامل خان په همدې دليل مازديگر لا پاکې سپينې جامې اغوستې چې هسې نه دغه يې وروستۍ شپه وي.
زۀ خپله د لس کمو څلور بجو له پټ رازه خبر نه شوم چې بله کومه سمبوليکه مانا به لري که نه. د غويي کودتا به د ماپښين په لس کم څلور بجې شوې وي؟ که همداسې وي، د ليکوال سمبول پر ځاى دى. خو زۀ پرې نه يم خبر او نه هم ورسره دومره مينه لرم چې د هغې خونړۍ ورځ په زير و زبر ځان خبر کړم. حتى د دې ليکنې لپاره مې هم دغه پوښتنه قصدآ ونه کړه. که چيرې هغه کودتا د ماپښين په لس کم څلور بجې نه وې شوې، بيا نو تر څلورو ښايي د ماښام اووه بجې غوره واى. که ليکوال له څلورو اووه جوړې کړې واى د غويي د اوومې په مانا هم دغه ساعت په سمبوليک ډول کاريدلى شواى.
د لسو کمو څلورو بجو تکراري يادونې مې زړۀ ته دا لار هم وکړه چې ښايي ښاغلى ليکوال له څلورو د اپريل مياشت او له لسو د جدي مياشت رايادوي. د ثور کودتا په ميلادي حساب د اپريل له مياشتې سره برابره ده چې د کال څلورمه مياشت ده. پر حفيظ الله امين د روسانو د شوې کودتا مياشت مرغومى يا جدي ده چې د لمريز کال لسمه مياشت ده. زۀ ځان نه شم قانع کولى چې ليکوال دې لمريز او ميلادي کال په دې بڼه رايادوي. که يې هغه مطلب واى نو تر لس کمو څلورو به دولس کمې څلور مناسبې وې چې جدي د دسمبر له مياشتې سره برابره ده.
د غويي هډوکي چې د ناوليټ نوم هم دى د سمبول يا تمثيل په ډول کاريدلى دى. خو په کيسه کې د نکلچي د زوى د درملنې لپاره د غويي د هډوکو ښوروا زړو ښځو غوره بللې ده. د راوي د نيولو په ورځ دۀ د زاړۀ غويي هډوکي بايد رانيولي واى چې ښورا ترې پخه کړي.
د غويي دهډوکي نکلچي ځان د کودتا يا د هغه په وينا د انقلاب ملاتړى راپېژني. دى يو ځاى له کامل خان سره په خبرو کې د کودتا ننگه کوي. تر نيولو وړاندې يې هم دنده داسې ځاى ده چې د “رهبرانو” ضد ليکنې بايد کشف کړي. دا هغه څرکونه دي چې لوستونکى دى د کودتا خواخوږى پرې بولي. په همدې دليل د ماشوم درملنې ته د زړو ښځو پر ځاى ښايي غوره دا واى چې نکلچي او ملگري يې د غويي د ښوروا غوښتونکي واى. ماشوم به د راتلونکي سمبول واى او د غويي ښوروا ته د درملنې په سترگه کتل به د نکلچي د افکارو ښکارندويي کوله چې په غويي کې هر څه ورته غوره ښکاري.
د څرخي پلۀ پېښې گومان نه کوم چې داستانونو ته ډيره لاره کړې وي. هيله من يم چې د ښاغلي کرگر د غويي هډوکي د نورو خلاقو ليکوالو گوتې هم وتخنوي.