چي پيدا سوې تا ژړل خلکو خندا کړه
داسي مړ سه چي ته خاندې خلک ژاړي
هغه چي مليونونه پښتانه يې له خوږو خبرو ، خوږې او ټوکماري طبعي سره اشنا وه ، هغه چي سلګونو يارانو او همکارانو د ورين تندي او خندا ډکي خولې په خاوند پېژندئ نن د غم پر ټغر کښېنست .په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د بي بي سي پښتو خپروني د نوميالي وياند ښاغلي سپین تڼي پلار په حق رسیدلی دی.
انالله وانا اليه راجعون
د لراوبر ويبپاڼي مشرتابه او همکاران د خوږ ژبي وياند ، شاعر او ژورناليست سپين تڼي او هغوی د کورنۍ سره په دې غم کي ځانونه شريک ګڼي ، ارواښاد پلار ته يې د لوی خدای له دربار څخه دمغفرت او فردوس جنت غوښتنه کوي او ټولي کورنۍ ته يې په خاص ډول د ورين تندي او خوشالي طبعي لرونکي سپين تڼي ته د څښتن تعالی له درباره د غم په دې سختو ورځو کي د جميل صبر دعا کوي .
د مرحوم حاجی ګل مدین جنازه چې پخوا د خوست په تڼیو کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو سپارل شوې، دوستانو ته خبر ورکوي چې د نارینه وو فاتحه د یکشنبې په ورځ د ډسمبر د میاشتې په ۱۱ نيټه دسهار له ۱۰ نیمو بجو نه د غرمې تر ۱۲ نیمو بجو پورې د افغانانو په جامع جومات کې اخیستله کیږي.
پته : نیسدن ، د افغانانو کلتوري او اسلامي مرکز
د مالوماتو لپاره د موبایل شمېرې:
۰۰۴۴۷۹۶۷۴۰۱۵۰۴
۰۰۴۴۷۸۸۵۲۵۳۶۵۰
دسپین تنی دپلار دمړینی له خبره خواشینی یم خودټلو دغه لیاره ده چه په نوبت ور روان دی۰ زه وایم انالله واناالیه راجیعون خدای دی هغه وبخښیاو جنت دی ځای وی او تنی صاحب ته دزړه صبر له لوی خدای څخه دده دکورنی ټولوغړوته سرهیو ځای هیله کوم ۰وسلام
باداردي حاجی ګل مدین آکا ته جنت الفردوس اوپتمنې کورنۍ ته دي صبراوحوصله ورنصيب کړي ………………………..آمين
غمرازۍ پیغام
په ډیر خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چی د بی بی سی د پښتو خپرونی خوږ ژبی ویاند ښاغلی سپین تڼی پلار په حق رسیدلی دی .
انالله و انا الیه راجعون
موږ د ( ادیسی ادبی ټولنی) ټول غړی د ښاغلی سپین تڼی سره په دی غم کی ځانونه شریک بولو ، د ده مرحوم پلار ته د لوی خدای په درګا د مغفرت دوعا کوو ، او ښاغلی سپین تڼی او د دوی فامیل ته د متعال خدای څخه د جمیل صبر غوښتونکی یو .
د ادیسی ادبی ټولنی مشرتابه شورا
د اوکراین جمهوریت د ادیسی ښار
هلمند( پردیس )
د خپل ځان او خپلي کورنۍ له خوا ، خپل ګران دوست انجنیر صیب تڼی او ښاغلي سپین تڼي ته د زړه له تله غمشریکي وړاندي کوم . الله تعلا دي ستاسو کورنۍ ته دا اخري غم ولري او تاسو ته د زړه صبر غواړم . امین ثم امین
زړه ته راتیر ورور سپین تڼی! د پلار د تلو ویر دروند دی، خدای تعالی دې د دې ستر غم د زغملو له پاره لوی زړه او ډیر وس درکړي.
پوهیږم چې مینه وړی زړګی دې له غمه ډک دی خو کاشکې مې دا وس درلودای چې ستا نمجنې سترګې مې وچې کړای او یا مې لاس در رسیدای چې که نور څه نه وو نو روانې اوښکې خو مې در پاکې کړی وای، خو بنده تر وسه پړ دی، اوس چې هیڅ هم نه شو کولای نو الله تعالی ته به په عذر لاسونه لپه کړو چې زموږ اکا ته واړه جنتونه ورکړي او ناسته پاسته دې یې له شهیدانو،غازیانو او نیکانو سره شي.تا ته د زړه صبر او د دغه لوی غم له پاره پراخ زغم غواړم.خدای مو درنه کورنۍ له داسې غمه وساته چې دا مو پرې هیر شي.
درناوي
ورور دې عبدالهادي هادي
سیدني/اسټرالیا
دپاک رب العزت له دربار څخه مرحوم حاجی صاحب ته فردوس جنت او ټني صیب او د ده درنې کورنۍ ته د جمیل صبر او اعظیم اجر غوښتونکی یم. روح دې ښاده او یاد دې تلپاتی وي.
په ډیره خواشینۍ مو خبرترلاسه کړ چه دهڅاند ویانداوژورنالست ګران سپین تڼی او انجینیر صاحب تڼی پلار، ارواښاد حاجی ګل مدین اکا، لدې فانی نړۍ دابدلپاره سترګې پټې کړې. قالوانالله واناالیه راجعون.
په بلجیم هیواد کې دافغان کلتوری بهیر په استازیتوب اودځان لخوا پداسې حال کې چه ځانونه پدې غم کې شریک ګڼو،دلوی څښتن له درباره ارواښاد حاجی صاحب ته دفردوس جنت دعااوغوښتنه کوو، ګران سبین تڼی، انجینیرصاجب تڼی او ددوی ڼولې آغلې کورنۍ، دوستانو، مینه والواوټول افغان ولس ته دلوی صبراوزغم غوښتنه کوو.
په مینه اودرنښت
دافغان کلتوری بهیر ـ بلجیم په استازیتوب
پوهنیار سیدحضرت
بروسل ښار ـ بلجیم
ا لله پا ک دی ا ر و ا ښا د حا جی صا حیب و بخښی ا و جنت فر د و س د ی په نصیب شی.او مختر می کو ر نی ته یی د خد ا ی له در با ر ه د جمیل صبر عو ښتنه کو م.
ښاغلی سپین تڼی صاحب!
سلامونه اودرناوی .
ستاسودمرحوم پلار دمرگ خبر ډير خواشينی کړم .
زه اوستاسو ټول دوستان پدې پوهيږوچي دپلار مرگ ډير دردونکۍ اوزوروونکۍ وي،خو بله چاره نشته مرگ حق دی ،زموږ ټولوهمدا لارده .
زه تاسو،ستاسوددرنې کورنۍ ټولوغړواودوستانوته په دې درانه او ويرجن غم کښي دلوي څښتن له دربارنه دزړه صبراومرحوم حاجي صاحب ته فردوس جنت غواړم .
دمرحوم حاجي صاحب روح دي ښاداوتاسودي لوي څښتن له باقي غمونونه په خپل امان کښي وساتي .غمخور
salam sfin Tani sahib .Alla De staso Kiblaga ta Janatona warki aw taso ta Da Luyi Alla na Da Zara Sabar Gwarm
زه هم پخپل وار سره و ښاغلي سپين تڼي او د ده کورنۍ ته د غم شريکۍ مراتب وړاندي کوم.
الله پاك دي حاجي صيب ته جنت په نصيب او د سپين تڼي ټولې كورنۍ ته جميل صبر ور په برخه كړي… انا لله و انا اليه راجعون
انا لله و انا اليه راجعون
الله دي د حاجي صاحب قبر ورته د جنت باغ وګرځوي، د نورو ټولو مسلمانانو سره يو ځای دي يې الله د نبي ع شفاعت او جنت فردوس په نصيب کړي. الله تعالی دي سپين تڼي ورور او د هغه درنې کورنۍ ته صبر ورکړي. زموږ ټولو دغه لاره ده او مرګ حق دی. په موږ کي چي هر څوک مري الله دي يې په ايمان خاتمه وکړي.
آمين
محترم حاجي صاحب د خدای وبښي او خدای د ورته فردوس جنت نصیب کړي زه د نوموړي له درنې کورنۍ سره پدې ستر غم کې ځان شریک بولم او د نوموړي کورنۍ ته د اجر عظیم او صبر جمیل غوښتنه کوم.
په درنښت
نجیب الله پیمان