کور / نثر / څو شيبې له هميم جلالزي سره

څو شيبې له هميم جلالزي سره

استاد اسدالله غضنفر په دې باور دى چې واقعي شاعري او واقعي هنر د ځان د زغملو، د نورو د زغملو له ژوند او طبیعت سره د ګوزارې کولو چل راښیي. کله چې په سپینو کوټو کې د تورو کیږدیو ارمان وکړو او بیا واورو چې یو بل چا هم دغه ارمان کړی و، نو ځان یوازې نه احساسوو او سکون ته ورسېږو، خو ټاګور بيا هر هنري اثر بېله دې درېيو څېزونو كامل نه ګڼي:  دود، نوښت او طبيعت، مګر د هنري اثر لپاره د بلاغت عالمانو سليس كلام يانې سلاست د ليكنې د ښكلا يو شرط بللى دى.


كه چېرته شاعر ځان سره فكر وكړي چې ولې شاعري كوي او د چا لپاره يې كوي ښايي پورته ټولو خبرو ته يې ځواب ويلى وي، له ښه بخته په پښتو شاعرۍ كې اوس ډېر داسې شاعران موندلى شو چې پورته خبرې يې ځواب كړې او يايې د ځواب په لټه كې وي دا ځكه چې د ټولنې په نبض پوه شوي دي، له دې كبله هڅه كوي شعر ټولنې ته وړاندې كړي، چې طبيعت ته نږدې له نوښته ډك او سليس وي چې د ټولنې ډېرى وګړي يې روح ته ورسېږي.


يوه بله خبره چې په نننيو حالاتو كې شاعر ان داسې په پام ګام اخستلو ته چمتو كوي ښايي دا هم وي چې ځينې مشران د پښتو شاعرانو له ډېروالي سره، په تريو تندي روان دي او دا ډول چلند پر شاعرانو بې له شكه بده اغېزه شيندلې ده، دوى غواړې داسې شعر وليكي چې د نورو باور ترلاسه كړي او كه داسې ونه كړي، دا تاكيد به لا پياوړى كړي چې تر شعر خو نثر ښه دى چې ويې ليكې!!! نو ځكه هر هغه څوك چې شعر ليكي له پوره هنره كار اخلي، خو په هر صورت په اوسنيو ځوانو او ښو شاعرانو كې يو هم حفيظ هميم جلالزی دىشاعر او ليکوال هميم جلالزی چې تر ډېره نوې خبرې، نوي تركيبونه وړاندې كوي او تر وسه هڅه كوي چې په تول پوره شاعري تخليق كړي ، هغه سره له دې چې د ژورناليستك زړه خوړلي مسلك سره يې ډېر سرو كار دى، ليكن شاعرانه مزاج يې هيڅ كله د دې مسلك تر سيوري لاندې نه دى راغلى، كه څه هم لږ شعر ليكي خو ښه شعر ليكي او د شعر لږ والى يې كېداى شي له دې كبله وي چې هغه د شعر ليكلو او خلكو ته د منلو لپاره پوره سوچ كوي، تر ډېره په شعر كې د شعر ښكلا يز اړخ ته  پام اړوي د هغه په شاعري كې لوړ خيال او ژور فكر پروت وي، خو فكر يې دومره ستړى هم نه وي چې ښكلايز اړخ يې تت كړي، بلكې د ژبني سينګار ترڅنګ  پخپله شاعرۍ كې يې په خورا مهارت سره اوډي چې يو له بله نه اغېزمن كېږي، ليكن د داسې تركيب رامنځ ته كول څه اسانه كار نه دى د دې دواړو يو ځاى كېدل په شعر كې هغه مهال چې رياضت نه وي ستونزمن كار دى او د هميم شاعرۍ ته چې وار دواره مو ځان ته ماتوي د نورو خورو ورو خوبيو ترڅنګ د حسن تعليل او براعت الاستهلال صنعتونه هم دي چې د هغه شعر ته يې روح وربخښلى دى، حسن تعليل هغه ادبي صنعت دى چې شاعر د يو طبيعي صفت لپاره داسې سبب پيدا كړي چې په اصل كې نه وي خو د خوږوالي او باريكۍ پيدا كولو په وجه يې نسبت ورته كېداى شي.


چې يې غم له حده تېر نه دی  د باندې


زړه به وي مګر د شمېر نه دی د باندې



غم احساسولى شو مګر ماده نه ده چې په غېږ يا لاسو كې يې پورته كړو، شاعر وايي چې د ده زړګى ځكه په زړونو كې نه شي راتلى چې غم يې د يوه مين زړه په څېر نه دى پيدا كړى، دې عجيب او غريب تركيب بيت د حسن تعليل په خوږو لړلى دى.


له لويه سره زموږ دا ځوان شاعر تر ټولو ودې ته په جدي سترګه ګوري چې څنګه مينه وال ځان ته رامات كړي، دا كار هغه وخت كيدلى شي چې د حسن مطلع استعداد وي، خو داسې هم نه چې يوازې مطلع ښكلې وي او نور شعر هغه د زړسواند شينواري خبره چې تل به يې ويل : دا اوسني ځوانانو شعر داسې وي لكه مڼه له رنګه ښه كاري خو چې مات يې كړې پښمانه به شې! خو هميم كه مطلع ښكلې ليكي نور بيتونه يې تر مقطع پورې له مطلع سره سيالي كوي او تر ډېره له نويو خبرو سره دلچسپي لري، نوي چوكاټونه غوره كوي، خو كه نوې خبرې لږ ولري، نو نوښت خو يې په هره غزله كې له ورايه څرګنديږي: 



نه زیات و کم يمه نه نور څه بې ترتيبه يمه


خو پخپل ځان کې زه له ډېر څه بې نصيبه يمه



دا بيت سره له دې چې ښه روان دى، د فكر له مخې غني دى، خو زړه چاودن دا دى چې د ټولنې د وګړو په څېر په هر څه پوره دى، له بده بخته چې د قسمت له پلوه لاس ته راوړنه نه لري،د رحمان بابا وينا ده : عقل مه غواړه رحمانه بخت پرې ښه دى، عقلمند د بختورو غلامان دي. په دې بيت كې د بد قسمتى خبره په نوې بڼه شوې ده.


يا


د را روانې يو شېبې غوندې په مخه راځي


يو څوک اوس هم د حادثې غوندې په مخه راځي



په دې بيت كې (څوك) د عارفانه تجاهل حالت غوره كوي سره له دې چې شاعر ښه پوهېږي چې څوك يادوي، خو ځان ناګاره اچوي، مګر د خوند خبره دا ده چې اوس هم د هغه په لېدو د ده زړه يو ډول رېږد كوي، له ذهني پېښې سره چې مستقيما يې پر شعر مثبت تاثير پرېباسي مخا مخ كېږي.



نوښت هغه مهال په شاعري كې رامنځ ته كولى كېږي چې له پوره مطالعې وروسته ټولنيزو پېښو ته نوى ليدلورى ولرو. هميم بااستعداده ځوان دى په څلورو ژبو روانې خبرې كولى شي او په كلاسيكه شاعري كې د ښې مطالعې څښتن ،په معاصرو شاعرانو كې يې ډېر لوستي دي، تر ډېره پېښو ته له خپلو عينكو په نوي انداز ګوري، دا علت دى چې تر ډېره نوښت يا نوې خبره كوي او يوه داسې لار يې غوره كړې چې له نفسياتي اړخه ډېر څه په كې موندلى شو ښايې په دې اړه يې خوندوره مطالعه كړې وي، د افغان ادبي بهير په يوه غونډه كې شاعر او ليكوال ډاكټر لياقت تابان د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل هغه څوك چې د انسان په نفسياتو كې مطالعه ونه لري  لطفا شاعري دې نه كوي، خو كه چېرته د هميم صاحب شاعري مطالعه شي هغه به مو د انسان له اندورني اضطراب سره په نادر ډول مخ كړي، . زيات وخت به د هغه په شاعري كې خپل رواني حالات ووينو او د ده په شاعري كې خيالونه، تجربې او د عادي ټولنيز ژوند ستونزې په خوږه او شاعرانه ژبه ويل شوې دي چې په بيا بيا لوستو يې هم نه ستړي كېږو او خوند ترې اخلو.


 


هميم جلالزى د غزل ترڅنګ نظمونه هم ليكي خو بريالي نظمونه چې تر ډېره د براعت الاستهلال له جادويې صنعت نه په كې كار اخستل شوي وي، وي يانې د نظم په سر كې داسې بيتونه راوړي چې د ورپسې موضوع محتوا په پوره لنډون د يوې تلوسې سره په كې راغلې وي او ورپسې په نور نظم كې يې تشريح وي.



دا څو ورځې مې زړه يو ځای او زه بل ځای


دا څو ورځې مې حواس تيت و پرک دي


دا څو ورځې داسې يم لکه چې نه يم


دا څو ورځې خدازده څه راڅخه ورک دي ؟



  پورته بيتونه د هميم د يوه نظم لومړى پيل دى، په اروايي توګه د يوه كس تمثل كوي، د لوستونكي په زړه كې بلا هېښوونكې پېښې انځوره وي او تنده يې زياته وي چې ولې او يا څه شوي دي، د دې ولې او يا څه لپاره هغه مجبوره دى چې د نظم نورو بيتونو ته سترګې واړوي او په تفسير كې يې پلټنه وكړي.



دا څو ورځې زه او زړه سره خپه يو


دا څو ورځې زه په يوه ځم دی په بله


دا څو ورځې آينې ته کتای نه شم


دا څو ورځې مې څېره ښکاري بدله



په پورته بيتونو كې خبره لږ روښانه كېږي خو پوره مو نه پوهوي او يو ذهني كشمكش مو مخته ږدي، نوره هم خبره خوږه وي، همدغه تابلو ګانې چې له يوې بلې نيمګړې ښكاري ترپايه له تلوسې سره يو ځاى مخې ته ځي او لوستونكى نه پرېږدي چې نظم دې تر پايه پورې ونه لولي.


خو دا چې د هميم په شاعرۍ كې ولې له داسې ذهني كشمكش سره مخ كېږو، ښايې ډېره پلټنه وغواړي خو دا ښكاره ده چې د ده په شاعرۍ كې دا حالت چې اروايي حالت دى زيات لوستونكى جلب وي، زيات وخت له زړه او ځان سره بوڼيږي، او دا بوڼېدل يې زياتره مهال له ګيلو شكوو، خوند، او ترخو ډك وي، خو بې له شكه چې هميم يې د يوه ځانګړي سبك څښتن كړى دى همداعلت دى چې د ده شاعري له ډېرو شاعرانو بېله دنيا لري.


هميم جلالزی به ضرور په شاعرۍ كې د خو ټكى هم لري، خو د هغه شاعري دا وخت له ډېرو تجربو او رياضتو تېره شوې او لا روانه ده، په وخت سره به ورو ورو دا هم اصلاح كړي. په دې هيله چې شاعرانه رياضت بې يې همداسې روان وي.


د حسن اختتام لپاره يې دا بيت زمزمه كوو:


خدای خبرڅه پېښه ده، کله کله باغ غوندې وي


او کله ځان د هديرې  غوندې په مخه راځي