کور / خبرتیا او پيغامونه / له ژورناليست او ليکوال رحيم ګل څاروان سره خواخوږي

له ژورناليست او ليکوال رحيم ګل څاروان سره خواخوږي

د اشناټلويزيون د کابل همکار او د لوبي مجلې چلوونکئ دمسول ليکوال او ژورناليست رحيم ګل څاروان اکا ( تره ) قومندان ادم خان سردار د تېرې پنجشنبې په ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق ورسېد او جنازه يې خپل کلي، یعنې د کابل د خاکجبار د دورانخېلو په کلي کې خاورو ته وسپارله سوه .


انالله و انااليه راجعون


ارواښاد د جهاد کلونو یو مخلص مجاهد وو چې له شوروي اتحاد د يرغل پر وړاندي يې د هیواد د ازادۍ لپاره په مېړانه مبارزه وکړه .


د ارواښاد د دوعاء او د قران عظیم الشان د ختم مراسم د میزان په پنځلسمه د جمعې په ورځ په لسو بجو په کابل کې اخېستل کیږي


پته :


رحيم ګل څاروان
کور نمبر ۲۰ – بلاک نمبر ب ۵
دطلايي ښارګوټي (شهرک طلایی ) څلورمه دروازه – کابل



د لراوبر ويبپاڼي اداره د خپلو همکارانو په استازيتوب د ښاغلي رحيم ګل څاروان د اکا د مړيني له امله ددوئ له درنې سره په دې غم کي ځانونه شريک ګڼي ، تسليت ورته وړاندي کوي او د ارواښاد قومندان ادم خان پاک روح ته د لوی خدای له درباره د فردوس جنت غوښتنه کوي .

تبصره نسته

  1. الله تعالى دي مرحوم ته فردوس جنت ور نسيب كي، او درني كورني ته يي د جميل صبر غوښتنه كوو.

  2. په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د رحیم ګل څاروان صیب تره له دې فاني نړۍ نه د تل لپاره سترګې پټې کړي دي. څومره چې ماته معلومه ده خدای بخښلی ادم خان یو نیک او دینداره شخص وو خدای تعالی دې هغه ته جنتونه او پاتې د کورنۍ غړیو ته دې د زړه صبر ور په برخه کړي. زه او کورنۍ مې د رحیم ګل څاروان له پتمنې کورنۍ سره په دې غم کې ځان شریک ګڼو. دا چې موږ هم ټول په دې لاره تلونکي نو بیا په کار ده چې د الله تعالی رضا ته ځان تسلیم کړو .

    په ډېر درنښت

    ډاکټر عطاالله زیارمل

  3. الله د نوموړی وبښي او د ده کورنۍ ته د اجر ورکړي ، موږ د نوموړي له درنې کورنۍ سره په دغه ورپیښ غم کې ځان شریک بولو، الله د نور داسې غم نه ورپېښوي چې دغه ستر غم یې له یاده ووځي.