په ډېره خواشينۍ سره د ښاغلي ډاکټر عبدالروف “رفيقي” د پلار ښاغلي “حاجي مدد خان اڅګزي” د مړيني خبر دوستانو ته رسوم.
دنوموړي مرحوم فاتحه د دوستانو او کورنۍ د غړو لخوا په چمن کې د دوى په جومات کې په سې شنبې، چهار شنبې او پنځشنبې په ورځوکې دسهار له اتو نه تر پنځو بجو پوري اخيستل کېږي . ددوستان دي يې خبر وي.
د لراوبر ويبپاڼي اداره د لراوبر د ټولو همکارانو په استازيتوب له شاعر او څېړونکي ډاکټر عبدالروف رفيقي سره په دې غم کي ځانونه شريکوي. ارواښاد ته دي الله (ج) جنتونه او کورنۍ ته دي جميل صبر ورکړي.
اړيکه:03337817768
0812827899
abdulraufrafiqui@yahoo.com
په ډیري خوا ښیني سره می خبر تر لاسه کړی چه د حاجی عبد الرؤف رفیقی صاحب پلار حا جی صاحب مدد اکا اڅکزی په حق رسیدلی دی. حاجی صاحب مدد د کند هار د په سیمی کی یو وتلی دروند سپين ژیری شخصیت وو ، چه د دی علاقی د خلکو د یووالی او سولی لپاره یی ډیر نه ستړیدونکی خد متونه کړی دي. خدای تعالٌی دی ده ته جنتونه په نصیب کړی
زه په خپل وار سره د رفیقی صاحب او دده درنې کورنۍ ته خپل د تسلیت او غمرازی ډک مراتب وړاندی کوم. خدای مو د نورو غمو نوڅخه وژغوره .
ا لله آمین
ستا سو دوست ولی محمد نورزی هاتلند
ان للله و انا اليه راجعون
قدرمن ډاکټر صاحبه،
په خواښينۍ مي د انټرنټ له لاري د حاجي کاکا د په حق رسېدنې خبر تر لاسه کړی. الله دي د حاجي کاکا سره ښه وکړي او موږ ته دي الله د غم پدغه وخت کي حوصله او صبر را په نصيب کړي. الله دي مو د نورو غمونو څخه په امان ولري.
کاشکي زه په کور کي وای چي د حاجي کاکا په جنازه او فاتحه کي مي برخه اخيستې وای.
زموږ لخوا ټولې کورنۍ ته زموږ د تسليت پېغام ورسوئ.
ستاسو
احمدولي
وا مو ورېده چې ستاسو په کور کې يوه شمعه ټپه او يوه غونچه ورژېده.
ددې نازولي پلارغم که څه هم زړه ماتونکی دی ولي هيله من يو چې په صبر اوزغم يې تاب راوړی. تاسو جناب او دهغه خداي بخښلي ټولو اړونده کسانو ته له څښتنه دعمر اوږدوالي غواړو!
عبدالهادي"مجروح"
دويښو ځوانانو په استازيتوب،کوټه
دخراسان ادبي کاروان ږوب په نمايندګي زه دقدرمن رفيقي صاحب دمحترم پلارارواښادحاجي مددآکااڅکزي په مړينه زښت زيات غمجن سوم .
له غني باداره لاس په دعايم چي نوموړي ته دي جنت اوکورنۍ ته دي صبرورنصيب کړي …………….آمين
د رفيقي صاحب لرېوالى د درسن افغان ملت لپاره ستره ضايعه ده. نوموړي اوکورنۍ ته د زړه له کومي د رب العالمين دربار ته د خوښې روح او صبر دعا کوم. په درناوي.