کور / خبرتیا او پيغامونه / کوچنی اختر مو مبارک سه

کوچنی اختر مو مبارک سه

د لراوبر ويبپاڼي اداره خپلو ټولو درنو لوستونکو ، قلمي همکارانو ، د لراوبر افغان وطن ټولو ليکوالو ، فرهنګيانو ،اديبانو ، شاعرانو ، د پوهي او ادب مينه والو او ټول افغان ولس ته د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د زړه له کومي مبارکي وړاندي کوي .


دڅه د پاسه درې لسيزو خونړيو جګړو ټولو قربانيانو ته د نيکمرغه راتلونکي په هيله د لراوبر افغان وطن د ټولو شهيدانو سپېڅلو ارواحونو ته د لوی خدای جل جلاله په دربار کي د مغفرت لاسونه پورته کوو ، کونډيانو ، يتيمانو او پاتي دوستانو ته يې چي د اختر ورځي د خپلو زړه ته نژدې کسانو د نستوالي له امله په وير تيروي ، د څښتن تعالی جل جلاله د جميل صبر او زغم غوښتنه کوو .


لوی خدای جل جلاله دي په لراوبر افغان وطن او ټوله نړۍ کي د سولي ، امن او سوکالۍ رڼا تلپاتي کړې .


يو ځل بيا دي ستاسو ټولو اختر مبارک سي .


په درناوي


عبدالله احسان






نور پيغامونه :


2011-08-29  
ملامحمدعمر: طالبان د قدرت انحصار نه غواړي (پيغام)


2011-08-30  
حامدکرزى : ځوانانو زدکړي وکړئ! (پيغام)


2011-08-30  
حکمتيار: د امريکايانو ادعا د خندا وړ ده (پيغام)


 

تبصره نسته

  1. ګرانو دو ستانو

    د کوچنې اختر د رارسیدو له کبله د خپل ځان او کورنۍ لخواه تا سو او ستا سو درنې کورنۍ ته د زړه له کومي مبا رکی وایم.هیله لرم د ګران ا فغا نستان کورنۍ شخړه او کړ کیچ ژر تر ژره د حل لاره پیدا کړي او زمونږ ربړیدلې او کړیدلې اولس بل را تلونکي کو چنی اختر په خو شا لی او سو کا لی کی تیر کړي. تا سو ټولو ته ښه رو غتیا ،خو شاله ژوند او د نیکو هیلو هیله مند یم

    اختر مو نیک مرغه او ورځې می خو شاله

  2. دکوچنی اختر پهمناسبت ددوستی فرهنگی ټولنې دمبارکی پيغام

    خلگ وايي چي راغلی بيا اختردی داپه چاباندياختردی خداي خبردی

    استاد پژواک

    ددوستۍفرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه تاسو،ستاسودرنې کورنۍ اوټولواړوندانوته دکوحني اختر درارسېدوله امله دزړه له کومېمبارکی اونيکې هيلې وړاندي کوي .

    سره له دې چيپه افغانستان کښي سوله او ثبات د يولړټولنيزو اوسياسي ناخوالوسره مخامخ ده ،موږهيله مند يو چي يوه ورځ ددې غمځپلي ولس دکور نودروازه دخوښيو اوسوکاليو زيریوروټکوي .

    موږ تهراپېښودغوستونزو دافغانستان په اوسنيو شرايطواو دنامعلوم سياسي بهير په درشل کيدټول هيواد په کچه اوسنۍ سياسي بهيرله مختلفوچلنجونو، گډوډيواو گواښونو سره مخامخکړی دی .

    پر خپل ځايپاته د نامنلو چاروکاوپه شتون کښي زموږ له هيواده خوښيو اواخترونودتل لپاره کډهکړې .

    درنوهيوادوالو،سپېڅلومسلمانو،متدینو او پتمنو وطندارانو!

    اجازه راکړید خپلو هيوادوالو اوپه سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوټولوغړوپه استازيتوب ،تاسوشرافتمندو افغانانو،ستاسو درنوکورنيواوټولواړوندانو ته د کمی اختر د رارسیدو په مناسبت د زړه له کومې مبارکی اونېکې هېلې وړاندي کړم.

    د لوي اوبېنيازڅښتن له درباره څخه تاسوزورېدلواوکړېدلوهيوادوالوته دکوچنی اختر د مبارکو په ويلوسره ددې نېک مرغه ورځو پهبرکت د خوښ،نېکمرغه او خوشحاله ژوند هیله کوم .

    دلوې څښتن لهدربارنه غوښتنه کوو چي ستاسې عبادت او طاعت په خپل دربربار کښې قبول او زموږاو ستاسو دالاهی طاعت اوعبادت په برکت سوله اوثباتددې غمځپلې اودجگړوپه ااورکې سوځېدلي افغانستان په نصيب سي .

    الله تعالیدې ددې مقدسو او پربرکتو ورځو او عباداتو په برکت افغانستان او زموږ مظلوم ولس ددې زورونکیاوبوږنوونکی ژوندڅخه نجات ورکړي .

    اميد واريوچيدداسې يوې ورځې شاهدان اوسو کوم چي زموږ زورېدلی اوغمځپلۍ ولس ديو خپلواک او سوکالهافغانستان داتباعو په توگه ،کوم چي عام وگړي ئې پر خپلو پښو ولاړاودنړيوالوسره دټولنيز ژوند په ټولواړخونوکښي دسياليو جوگه وي .

    دڅښتن تعالی له دربارنههيله منديوچي يوه ورځ ټول افغانانود یووالي اوملي تفاهم په برکت دسرفرازی بريالۍ توب ورستيو مرحلوته ورسېږي .

    موږ وپدېهېلو يوچي ددې وطن هر وگړۍ اختر ولري ،هره شپه ئې برات او ورځ ئې اختر وي .

    امین یارب العالمین

    په سويډونکښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگې په استازيتوب

    حبيب الله غمخور

  3. افغان ننګ ویب پاڼه

    تاسو ټولو درنو قدرمنو او ګرانو هیوادوالو وروڼو او خویندو ته د نیکمرغه کوچنی اختر درارسیدو له کبله مبارکی وایی اختر مومبارک لمنځونه تراویح او ټول عبادتونه مو د الله په سپیڅلی دربار کې مستجاب اوسه.

    هیله ده چی زموږهیواد کې د رښتینی اختر وړانګی خوری شی او د هیواد په غرور غو او ګوټ ګوټ کې د سوکالی او بشپړ امنیت د تامین او ټینګښت سپیڅلی هیلی مو ترسره شی.

    او یوځلی بیا زموږ هیوادوال لکه دپخوانیو ویاړلو کلونو په شان په مینه ارامی او خوښی د اختر شپی او ورځی ونمانځی هسی خوهم اوسنی اخترونه د غمونو ناخوالو او بی شمیره دربدریو اخترونه او ویرونه دی چی نه پکی رښتینی مینه او خوښی شته او نه پکی د خپلواک ازاد او سرلوړی ژوند چاپیریال.

    ځکه زموږ د هیوادوالو لاسونه د نکریزو پر ځای په وینو سره او د اختر د کالیو پر ځای مو هره ورځ سپین کفنونه په نصیب دی.

    خونړیو او تورمخو دوښمنانو که زموږ اخترونه په غمونو ولړل خو پوره باور او ایمان لرو چی زموږ د شهیدانو پاکی وینی او د کونډو رنډو یتیمانو تودی اوښکی به هغه څپانده او ځواکمن سیلابونه شی چی همدغه اوسمهله فرغونی لښکری او ککری به پکی لاهو شی .

    ځکه ملتونه او ولسونه نه مری اخیر به سوبه او ازادی د دوی په برخه وی.

    د همدغه سپیڅلو لوړو افغانی موخو د تحقق په هیله.

    اجمل اکبري هالینډ

    یادونه:

    د ښاغلی الهام الدین قیام ښکلو شعرونو ته مو پام راګرځوم.

    دابه څه اختر وي؟

    دابه څه اختروي،چې ديارترڅنګه،يار نه وي

    يار ديار ليدوته،ورغلی په تلوار نه وي

    ټول خپلوان يوځای نه وي،خوښي نه وي،خندا نه وي

    لويو وړو،نراوښځو يوځای جوړ بنډار نه وي

    ډول نه وي،چمبه نه وي،سندرې او چک چک نه وي

    سازپکې رباب نه وي،سورڼۍ نه وي،سه تار نه وي

    تللي وي له کلي ځوانان، جنګ ته بيول شوی وي

    شور نه وي ،غورزي نه وي، اتڼ ته جوړ قطار نه وي

    نجونو په نکريزو،ښکلي پښې لاسونه سره نه وي

    پيغلو له خوښۍ په غاړو، سورد ګلو هار نه وي

    خويندې هديره کې دشهيد ورور په سر وير کوي

    پروت خالي ګودروي، پکې جوړ پيغلو ميندار نه وي

    هرځای دشهيد ماشومان ،وږي ،ببر سر ګرځي

    ژوندکوي دپلار په هيله ،خلاص يې انتظار نه وي

    نه وي چې خوښي ورسره،دا اختربه څه کوو؟

    داسې له غم ډک اختر به هيڅ دچا په کار نه وي

    غم مو اوس قيامه هميشه ، دخوښۍ برخه شوه

    داسې خوښي نه شته چې دغم ،پکې اثار نه وي

    داخترخوب

    نه راغلـــــی،نه ليدلـی دی اختـــــرمــونږ

    نه وهلــــــی،نه ښکنلی دی اختــــرمـــونږ

    اختــــــرخپلـــه مـــروردی،نه رادرومــــــي

    نه تړلـــی،نه شړلـــی دی اختــــــرمـــونږ

    پوره ديرش کاله يې کيږي،راستون نه شو

    نه غندلـــی،نه نمانځلـــی دی اخترمـــونږ

    په پخـــوا وختـــوکې دی زمـونږ اشــنا وو

    دامهـــال خـــو،نازولـــی دی اختـــرمونږ

    چې جګړه وطن ته راغله،اخترورک شـــو

    په بمونو ترسولـــــی دی اختــــــر مـــونږ

    جــــګړه مـــاردې،له اختره صـــدقه شــــي

    چې دجنګ په سر بايللی دی اخترمـــونږ

    خدای دی بيارښتيـــاخوبونه کـــړي قيامـــه

    چې اوس بيا،په خوب ليدلی دی اخترمونږ

    مه راځه اختره!

    مــــه راځــــه اختــرهستــــاراتلو تهموتلـــوار نشته

    دلته اوس په مونږکې،ستاڅوک تږی دديدارنشته

    هـــــــرسړی په ويراخـــــته دی،تاته ېــــې درپـــام نـه دی

    ستـــاراتـــګ ترې هېردی،نوريي تاته انتظارنـشـــتـه

    بيا هم که راځــــې اخـــتــره! تــش لاس دلـتــه مه راځــــه

    دابـــه دچـــــا نه مــنـــې چې دلــتـــه،جنــګســـالار نشـــته

    هېــــرنکــــــــړې اختره ! که راځې دســـولې خيــــــر راوړه

    مـــونـږدســــولې وږي يو ،دسولې له مونږخوار نشــته

    راوړه هغــــه څــــه اخـتــــره کو م چې دلته نشـــتـه نـــــــور

    دلته عدالت نشته، قــــــانــون نشته، ســـــرکارنشــتــه

    مــــونــږته که ته ســــــوله،عدالت اوقـــــانــون نه راوړې

    نيغ ورځه غټانـــــو ته ،ولس کـــــې دې بيــــا يــارنشــته

    واوره دقيـــــام اختــــــره ! دامـــــطلــببه يــاد ســـــاتې

    مــــــــــــه راځه يوازې، د يــــــوازې راتــــګ لار نشتـــه

  4. اخترمومبارک شه !

    ستاسو ددرنې کورنۍ له ټولو غړو سرهمو نېکمرغه کوچنی اختر مبارک شه . روژې او عبادتونه مو قبول او الله مو تل په خپلامان کې خوښ خوشحاله او سوکاله لره . پروردګار دي وکړي چې روژه په خوښي دربانديتېره شوې وي او اخترمو هم بختور شي . دلوی خدای له دربارڅخه تل له خوښیو اوبریالیتوبونو ډک ژوند درته غواړم .

    له همدې سره دعا کوم چې خدای (ج)ددغه نېکمرغه ورځي په برکت زموږ په هیواد کې سوه او ارامي راولي . لوی څېښتن دېنور افغانان دجنګ له اوره وساتي . «آمین»

    مننه میرویس فغان

  5. د اوکراین جمهوریت د ادیسی په ښار کی د ‎( ادیسی ادبی ټولنی ) ځوانان د کوچنی اختر په رارسیدو د افغانستان ټولو مظلومو ، محکومو او زوریدلی اولس او په بهرنیو هیوادونو کی مسافرو افغانانو ته مبارکی وایو، اختر د ټولو مبارک شه .

    خدای د وکړی چی دا اختر د افغان اولس د پاره په نیک فال تمام شی او لوی افغانستان د امن ، یوالی او خوشحاله نیکمرغه اخترونو هیواد وګرځی .

    د ( ادیسی ادبی ټولنی)د مشرتابه شورا له خوا

  6. د اوکراین جمهوریت د ادیسی په ښار کی د ‎( ادیسی ادبی ټولنی ) ځوانان د کوچنی اختر په رارسیدو د افغانستان ټولو مظلومو ، محکومو او زوریدلی اولس او په بهرنیو هیوادونو کی مسافرو افغانانو ته مبارکی وایو، اختر د ټولو مبارک شه .

    خدای د وکړی چی دا اختر د افغان اولس د پاره په نیک فال تمام شی او لوی افغانستان د امن ، یوالی او خوشحاله نیکمرغه اخترونو هیواد وګرځی .

    د ( ادیسی ادبی ټولنی)د مشرتابه شورا له خوا

  7. خپلې نوې هايكوګانې د اختر لپاره تاسو ته درليږم
    هيله ده، چې د اختر په لومړۍ ورځ يې خپرې كړئ
    او لوستونكي يې پوره ولولي ، خو ناوړه تعبير ورنه وانخلي
    په درنښت ليكوال او ژورناليست :
    حبيب الله بختيال

    ويل يې هيڅكله به يې در نه كړمه
    زما د دواړو پښو په منځ كې دغه
    د فوټبال توپ كوم چې نيولى دى ما

    چې يې ورننه ايست او بيا يې واييست
    ككړ يې ښه كړ بيا يې پورته كړلو
    ښايسته لجرومه كې يو تور سلايي

    د تورو زلفو يې اوږده ولونه
    په لاس مې ډير ونازول د هغې
    دې ويل خوار شې سپګې درنه شي ترې

    لاس يې پرې وواهه او خوښ يې كړلو
    ويل يې شين دى خو پروا نه كوي
    دا وطني بادرنګ خو وي دغسې

    ويل يې لږ يې رادننه كړه ته
    چې پاتې نه شي بيا د باندې كله
    توند بارانه ته مې ولاړ بچوڼى

    ليكوال : حبيب الله بختيال

  8. ټولو ملګرو او دوستانو ته !

    تاسي او ستاسي پتمنو کورنیو ته د زړه له تله دنېکمرغه کوچني اختر مبارکۍ وایم .

    الله ج دي ددې نېکمرغه ورځو په برکت په هېواد کی سوله راولي .

  9. د کوچني اختر د را رسېدو له امله زما مبارکۍ او پېروزيني هم و منئ!

    خدای دي پر ګران وطن د سولي او روڼا پلو وغوړيي، چي ټول افغانان د خوشالۍ او نېکمرغۍ په فضا کي اخترونه او جشنونه و لمانځي .

    الله مو تل خوشاله او نېکمرغه لره.

    هارون

  10. سلامونه او نيکې هیلی وړاندي کوم
    ټولو دوستانو ته د اختر مبارکي وایم
    اختر مو نیکمرغه اوسه
    په درنښت
    احمد حسین عنایت

  11. اختر مو بختور شــــــــــه
    زه هم په خپل وار سره د نړۍ ټولو مسلمانانو بالخصوص افغانانو او په تېره بیا هغوی ته چي د وطن له غېږې نه لیرې اختر تېروي د کمکي اختر مبارکي وایم . لوی الله ج دي وکړي چي دا اختر له ځانه سره ټولو ته نیکمرغي ،سوکالي ، خپلواکي او سرلوړي راوړي.
    لوی الله دې زموږ وېرځپلیو ، کړیدلیو او ټوټي- ټوټي شویو هیوادوالو ته زغم،حوصله، استقامت ، مقاومت او پیاوړتیا په برخه کا .
    والسلام
    //// ستاسو م-احساس////

  12. اختر مو بختور شــــــــــه
    زه هم په خپل وار سره د نړۍ ټولو مسلمانانو بالخصوص افغانانو او په تېره بیا هغوی ته چي د وطن له غېږې نه لیرې اختر تېروي د کمکي اختر مبارکي وایم . لوی الله ج دي وکړي چي دا اختر له ځانه سره ټولو ته نیکمرغي ،سوکالي ، خپلواکي او سرلوړي راوړي.
    لوی الله دې زموږ وېرځپلیو ، کړیدلیو او ټوټي- ټوټي شویو هیوادوالو ته زغم،حوصله، استقامت ، مقاومت او پیاوړتیا په برخه کا .
    والسلام
    //// ستاسو م-احساس////

  13. په سویډن کې د اریانا افغان کلتوري ټولنې مشرتابه د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو له امله د ټولنې ټولو غړو، مالمو میشتو ټولو افغانانو،د سویډن په شمول د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پردیسو افغانانو د هغوی کورنۍ او په هیواد کې لراوبر افغانانو ته د زړه له تله مبارکي او نیکې پیروزینې وړاندې کوي
    لوی ځښتن د وکړي چې زمونږ روژې ،لمنځونه،نفلونه او نور ټول واړه او لوی عبادتون په خپل دربار کې قبول او مقبول کړي
    خدا دې وکړی چې دا ختر د ځان سره زمونږ کړیدلي او دردیدلي اولس ته خوشالي او سوکالي راوړي
    د پاک رب په دربارکې لاس لپه کوم او غواړم چې ای الله ته د همدې روژې او اختر په برکت زمونږ په زړونو کې د ورور وژنې او ځورونې دا اوږدې سلسلې پوپنه او پر ځای یې اتفاق وروروالي مینه او انسان دوستي پیدا کړه ای خدای ته د ټولو هغو کسانو به زړه کې چې شتمن دي احساس او توفیق پیدا کړه تر څو د هغو بې وسو او نادارو لاس نیوی وکړي کوم چې د جنګونو د لاسه د فقر او بېورلی شپې سبا کوي یاالله ته نورې د کونډو او یتیمانو اوښکې او او فریادونه په خوشالی او خندا بدلې کړې ، خدایه تر څو به افغانان په یو او بل نوم د مرګ غیږ ته سپارل کیږی او تر څو به په پردیو وطنو کې د غُربت شپې سبا کوې ته یې نور دې ناورین ته د پای تکی کیږده
    امین یاالرب العالمین
    د ټولنې د مشرتابه ډلګۍ په استازیتوب ولایت خان ځدراڼ

  14. د مرڅلې مجلې له خوا د نېکمرغه کمکي اختر په مناسبت دمبارکۍ پيغام

    له لرغوني غزني څخه د خپرېدونکي مرڅلې مجلې اداره او ټول کارکونکي دنېکمرغه کمکي اختر د رارسېدو په مناسبت د افغانستان ټول مسلمان او مجاهد ولس ته دزړه له کومې احترامات او مبارکي وړاندي کوي.

    خدای پاک دې د افغانستان د ټولو مسلمانانو روژې او عبادتونه قبول و ګرځويدا چې افغانان له ظلمونو، ستمونو، تورتمونو او جنګ جګړو څخه سخت ستړي شوي دي او هرهورځ له همدې يادو ناخوالو څخه ډېر ځورېږي نو خدای پاک دې د دغو نېکمرغو ورځو اوشپو په برکت په ټول هېواد کې رښتيني خپلواکي او دايمي سوله راولي.

    په ټول هېواد کې د تلپاتې سولې په هيله

    په درنښت

    اشرف غيرت

    د مرڅلې مجلې مسوول چلوونکی

    غزني – افغانستان

  15. زړور اوتکړه ژورنالست پر خپل خدای جل جلاله ، سپيڅلي هیواد او ځوریدلی ولس مین خواخوږی احسان صاحب ،
    مونږ هم به خپل وار سره تا اوستا نجیبې کورنئ ، دوستانو ، ټول مسلمان امت او افغان رښتونی مسلمان ملت ته دکمکی نیکمرغه اختر به مناسبت مبارکې وایو او دعا کوو چې دژوند ټولې ورځې شپې مو داختر په ځیر له خوشالیو دکې او په هیواد دیو رښتونی دخوشحالیو ډک اختر په هیله امین

    ستا ورور او خور

    داکتر ثریا خادم او غازی ځاځی

  16. د لراوبرد ښکلې پاڼې قدرمنو چلونکو ته ،
    د نيکمرغه کوچني اختر د راسيدو له امله تاسو او ستاسو کورنيو ته مبارکي وايم او د خداي تعالی له دربار څخه تاسو ته له خوښيو ډکو شيبو غوښتونکی يم. خداي دې وکړي چې دغه اختر زموږ په جګړه ځپلي هيواد کې د تلپاتې سولې، ارامۍ او سوکاله ژوند پيلامه شي.
    يو ځل بيا ددې مبارک اختر مبارکي او د سوکاله او له خوښيو ډکو شيبو غوښتونکی يم
    ستاسو ورور ظريف عنايت زی

  17. سلامونه ټولو ته
    الله پاک دي اختر درته نېکمرغه کړي او الله پاک دي ملک د کفار د لاسه خلاص کړي
    ستاسو فقير ورور غلام شاه

  18. اخــــــــــتر مــــــــــو مبـــــــــارک شـــــــــــه
    د روسی د سانکت پتربورګ ښار دافغانانو شورا د خپلو اسلامی او افغانی احساساتو په ولولو کی د کوچنی اختر د ورځی په مناسبت ټولو افغانانو او د نړی مسلمانانو وروڼو ته مبارکی وایی ، د لوی خدای ج له دربار څخه په دغه مبارکه ورځ کی افغانانو او دنړی ټولو مسلمانانو وروڼو ته د مسوءن او ابرومندانه ژوند هیله او ارزو لری ، او د هیواد د ازادی او پرمختیا لپاره د ټولو افغانانو دملی اتحاد غوښتنه کوی . په درنښت
    د افغانانو شورا مشرتابه

  19. دنیکمرغه کمکي اختر درارسېدو په مناسبت دنړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمانانو د دزړه له کومې مبارکې وایم.
    لوي خدای ج مو روژې ، تروایح او عبادتونه په خپل دربار کې قبول کړه.
    الله ج دې وکړې چې دا اختر مو په هیواد کې دسولې ، نیکمرغۍ ، او خوښیو سبب وګرځي .او نور مو له هیواد څخه دغه دوحشت ،ظلم ، بربریت ، ویر ،ساندو اوسلګیو ټغر ټول شي .
    امین ثم امین
    په ټوله اسلامي مینه
    ورور مو محب الله وثیق

  20. اختر دي دټولو مسلمانانو او افغانانو مبارک وي

    هره ورځ دي زموږ اختر سي
    هـــر اختـــر دي بـــختور سي
    جشن جوړ او نېکبختۍ وي
    بد بختۍ دي زموږ بـهر سي
    رحیم رېشآ