لیکوال : ایر ایل مېرینګ
د ژباړلو نېټه : ۲۰۱۰ز کال د جولای ۳۰ – مه، د جمعې په ماښام
پنځلس کلنه سارا چي یوه ورځ له ښوونځي څخه کور ته راغله، طبیعت یې خورا خراب و. کېدائ سي له خپل نيژدې ملګري سره يې جنګ کړئ وو، خو د دې حـالت ترپایه پوري سم نه سو .
– د سارا مور : “ســارا! څه شي کوې؟ سل واري مي درته ویلي، چي له ښوونځي څخه راسې دستي د خپل کور کارونه کوه، نـن خورا ناوخـته هم راغـلې یې.”
– ســـــارا : “مـوري درځم! ”
دستي یې ځان سره سم کړ او د اشپز خانې پر لور رهي سوه .
– مور يې بد بد ورته وکتل، سارا هم په درد ورته وویل: ” څـه شـي دئ؟”
– مور : ” نجلۍ! سـمه سه، بې ځایه بد اخلاقي به نه کوې، کنې والله که دي پرېږدم .”
– ســـــارا : “هر څه چي وايې، هغه وایـه! ”
لوښي يې په دوشۍ کي وغورځول او غالمغال يې جوړ کئ .
په دې حال کي یو غاب مات سو او لاس يې په زخمي سو، هغه نوره هم په قهر سوه او ښکنځل یې وکړه.
– مور: ” ته بد نه کوې چي ماته داسي خبري کوې؟ خورا دي جرئت ډېر سوى دئ، ځـه خپـلي خوني ته دي ولاړه سه! ”
– سارا لا نارې وهلي او ویل یې: “يــــــــــــــــــا! ”
کوم دسمال چي یې د وینو د پاکولو په مقصد په لاس کي وو، ويې غورځاوه .
– مور یې پوښتنه ترې وکړه : ” بـیا راتـه وايې، چي ” يــــــا” !
تـه ودرېږه چي زه په تا څـه کوم . ”
مور یې پـه غضبناک ډول دوري – هوري کتل.
– سارا بیا د پېغور په ډول او په ملنډو وویل : ” هــــــــــــو د رښتـیا درته وايم، چي يـا.”
– مور یې چپلاخه ورکړه او وویل : ” لــه کــــــــومه راهیسي دي دا جرئت پیدا کړى دئ ! ”
په دې وخت کي سارا یو څه سره کوچنۍ سوه، ځکه چي هيڅ وخت مور نه وه وهلې. په عیني حال کي يې خپلي مور ته اېښ – اېښ کتل .
– له کور څخه تر وتلو دمخه سارا ناري کړه : ” کـرکـه مي درڅخه کېږي . ”
– مور چي یې په لـور پسي ورځغستله، نارې یې وهلې : “ســـارا! ســــــــــــــارا! بیرته راسه! چيري ځې؟ دلته راسه ! ”
سارا په کوڅه کي شاوخوا ځغستله او چیغي یې وهلې : “پرې مي ږده! بـد مي درڅخه راځي! ”
هغې تر هغه وخته نارې وهلې چي د موټر د ټیرو نابلده ږغ او یوه تېره چيغه یې تر غوږ سوه.
مخ یې راوګرځاوه …
د سارا پر مور خلګ راټول سول او ډېر بېروبار جوړ سو، مور یې د کوڅې په منځ کي په وينو لړلې پرته وه.
– سارا بې اختیاره چيغه کړه: ” نــــــــــــــــــــــــــــه! ”
هغې منډي وهلې، خلګ یې یوې او بلي خوا ته پوري وهل، پر ګونډو تر خپلي مور پوري ورسېده.
– چيغي يې وهلې چي: “دا څه راوسوه!
اوف! خدايه، دا څه راوسوه! ”
د هغې مور ښور نه خوړئ او د تل لپاره له دې نړۍ څخه تللې وه.
هغې سارا یوازي پرېښوده، لکه څنګه چي دې شېبه مخکي ورته ویلي وه.
سارا خوله اسمان ته ونيوله او دومره ډېر يې وژړل، چي له ډېري ژړا څخه يې سلګۍ کېدې.
د سارا اوس هم زړه ته نه لوېږي، چي مـور ته یې د “کرکه مي درڅخه کيږي، بد مي درڅخه راځي” وروستي کليمات ویلي وه .