جلال اباد: په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هيواد نامتو ژورنالست اودننګرهار د ژورنالستانو اتحاديې مشر حاجي اسد الله حصار شاهيوال د پختورګو د ناروغۍ له امله په حق رسېدلى دى،نوموړى د تېرو دېرشو کالو راهيسې په هيواد کې د يو تکړه خبريال او ليکوال په توګه پېژندل کېدلو او په بيلابيلو موضوعاتو يې څلوېښت څيړنيز کتابونه ليکلي او د هيواد په بيلابيلو ورځپاڼو کې يې خبرونه او راپورونه هم خپاره شوي، د ننګرهار د راډيو تلويزيون تکړه وياند هم ؤ، په جلال آباد کې د وحدت ورځپاڼې د استاذي په توګه يې هم دنده تر سره کوله، د نوموړي مړينه د ژورناليزم او ادب په ډګر کې ستره ضايع ده، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز د نوموړي په مړينه خواشينى دى او پاتې ورثه و ته يې جميل صبر غواړي او نوموړي ته د الله څخه د فردوس جنت غوښتنه کوو.
دغمشريکی پيغام
په خواشينی سره موخبر ترلاسه کړچي دننگرهارولايت دژورناليستانو داتحاديې مشراودهيواد نامتوژورناليست حاجي اسد الله حصارشاهيوال دروپېښي ناروغۍ له امله ددي پاني دنيانه دابد لپاره وداع وکړه.انا الله وانااليه راجعون
پداسي حال کښي چي موږ په سويډن کياوسېدونکي افغانان ،ددوستۍ فرهنگی ټولنې غړي اودروزگان ملي مهالنۍ خپروني کارکونکی خپل ځان پدې غميزه کي دمرحوم دټولوخپلوانو اوخواخوږوسره شريک بولو،دلوې څښتن له دربارنه مرحوم ته فردوس جنت اوخپلوانوته ئې دزړه صبرغواړو. روح دې ښاد اويادې تل پاتی اوسي
ددوستۍ دفرهنگی ټولنې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دمشرتابه په استازيتوب.
حبيب الله غمخور
الله دي وبخښی او جنت فردوس کی دی ځای ورکړی .