د لراوبر يادونه :
له بده مرغه لاندنۍ موضوع د تېرو شپږو اوو کلونو په ترڅ کي د سهيل لويديځ ( پښتني ) سيمو ټول اوسيدونکي د مرګ تر بريده بېلابېلو ستونزو سره مخامخ کړي دي ، لطفآ د لاندي موضوع په اړه خپل نظر ، تبصره او د سترګو ليدلی حال د پېښي د مهال سره يو ځای ثبت کړﺉ .
د ښاخۍ مجلې خبره ( راسه چي له بلي دي خبر كړم ) واى چي اسان يې نهالول چنګوښو هم پښې پورته كړې
نژدې دى چي په اساسي قانون كي يوه نوې ماده ورزياته سي . ( ټول ملګي او دولتي وګړي مكلف دي چي د سفر پر مهال د جاريجي ځواكونو د كاروان په ليدلو خپل موټر اړخ ته ودروى ) دې ته حيرانيږى مه اوس يې هم رسمي بڼه غوره كړې هرڅوك دې كار ته د فرضو په سترګه ګوري او تل يې په ايمان داري عملي كوي ولي يې عملي كوي ؟ ځكه سرغړوونكي ته يې د مرګ دسزا وركولو وېره سته .
په غوصه نسى چي څه پخوانۍ او مړې بلاوي را ويښوې
پخواني خلك يوه خبره كوي وايي (پردې نه ژاړم چي انا مي مړه سوه ژاړم پر دې چي مرګ را روږد سو )
دا خبره هغه وخت هم سوې وه خو ټولو د اوبو د شورهاري په څېر واوريده او هيره يې كړه . ځكه نو نن په لښكرګاه كي ګلوبل والا سړكونه خپل شخصي ملكيت بولي . ښايي دا ښتونزه په نورو سيمو كي هم وي خو زه ورباندي نه يم خبري
عجيبه عادت يې زده كړى خپله ورو ورو روان وي خو شاته روان موټر ته هيڅ اجازه نه وركوي چي مخ ته په خپل كار پسي ولاړ سي .
په اوږدو لارو او سفرونو كي دا شى لږ عادي سوى وايي يوه ورځ ده يو ډول به تيره سي خو په ښار كي دا شى ډيري ستونزي را ولاړوي
د ډيرو نورو بيلګو په څير تيره ورځ دوه ځلي دا پېښه تكرار سوه يو ځل د يو ملګري سره په موتر كي دفتر ته تلم چي ډير ناوخته او په بيړه كي وو په دې ترڅ كي د ګلوبل درې موټره تر موږ تير سوه زما ملګري چي به هر اړخ ته د مخته تګ هڅه وكړه ګلوبليانو به هغه خوا ورته ونيول تر پايه ونه توانيدو چي مخته سو .
مازيګر بيا چي كله د كور پر خوا پر موټر سايكل روان وم له يوې فرعي كوڅې عومي جادې ته په داسي حال كي ور دا خل سوه چي ګلوبليان هم روان وو خداى خبر چي كوم خوړين خاريجي به يې ليږداوه . د دوى دوه موټره تر ما دمخه او يو شاته وو .
شاتنۍ موټر تر ما مخ كي سو په دې ترڅ كي د هنداري ها خوا يو بد مخي انسان لاسونه ښوورول او په ډيره جدي لهجه لكه پلار چي مې ور وژلى وي راته د شاته كيدو اشارې كولې .
دلته مي د ځآنه و پوښتل ايا دا د دوى حق دى؟
نه ولي يې حق دى سړك خو عامه دى هر څوك د ترافيکي قوانينو په پام کي نيولو سره بېله شخصي قيد او شرط څخه ازاد تګ راتګ كولاى سي .
ولسمشر خواركي چغي او بغاري كړې چي شخصي امنيتي كمپنۍ له ګټي زيان ډير رسوي خو ټولو ورپوري وخندل
اوس خو يې لا سر دى هغه د كندهاريانو خبره دا ليكنه يې نخښه كه مو ارما ن ونه كړ
ترڅو هر چا خپل حد نه وي پيژندلى دا بابا ايزم به هم داسي روان وي .
پاڅون صاحب، که خفه کېږې نه نو ستاسي له ليکني او نظر سره د پښتو دا متل
ډېر ښه لګيږي چې وايي (هم دي زړه کيږي او هم دي ساړه کيږي). له يوې خوا په داسي هيواد کې اصلاحات غواړې چي پرديو اشغال کړی دی او له بلي خوا بيا داسي کس د ولسمشر په نامه يادوي چې همدغو کمپنيو چې ته سر ترې ټکوې د ولسمشر مقام ته خېژولی دی. دشعور او وجدان خاوندان کرزي غوندي ګوډاګيانو ته ولسمشر نه وايي او نه هم په زور تحميل شويو خبرو ته اساسي قانون وايي. ترڅو چې ګران افغانستان اشغال وي نو همداسي حالت به زغمې. سردي په خلاص سو؟
ګرانه وروره غلام دبادار څخه حق دشکایت نه لری . پریږده همداسی دغلامی په خوب بیده اوسه تر څو غلامی دی دحد ته ورسیږی چی خپل کور ته هم بغیر دخارجی بادارانو داجازی څخه دننه نه شی ،اویووخت به دخپل فامیل لیدل هم ددو په اجازه کی وی.
د لراوبر ټولو لوستونکو ته سلام : خداى دي وکړي چي جوړ ا و روغ به ياست .
وروڼو زه هم داسي څو ځله د داسي پېښو سره مخامخ سوى يم . يو ورځ په کندهار ښار کي د يوه صرف موټر څخه تېر سوم خبر نه وم چي د USPI موټر دئ . کله چي زه د فرقې وخوا ته کاټ سوم نو يو موټر ډېر په تېزي سره را پسې را وګرځېدئ او چي کله زما و خوا ته را وسېد نو يې توپک را باندي ونيو او ويل يې چي ودرېږه زه هم ودرېدم چي ګورم يو توپکى را باندي را کښته سو او تلاښي يې را پکښي وکړه او راته يې وويل چي موږ پر تا شک درلود نو ما هم چي پر خوله راتله هغه مي ورته وويل ځکه چي زه هم د کور وخواته نژدې وم او شاوخوا مي څلور پنځه ملګري هم وليدل چي مرسته را رسولاى سي . د دې پېښي به تقريباً شاوخوا څلور کاله کېږي .
د لراوبر ټولو لوستونکو ته سلام : خداى دي وکړي چي جوړ ا و روغ به ياست .
وروڼو زه هم داسي څو ځله د داسي پېښو سره مخامخ سوى يم . يو ورځ په کندهار ښار کي د يوه صرف موټر څخه تېر سوم خبر نه وم چي د USPI موټر دئ . کله چي زه د فرقې وخوا ته کاټ سوم نو يو موټر ډېر په تېزي سره را پسې را وګرځېدئ او چي کله زما و خوا ته را وسېد نو يې توپک را باندي ونيو او ويل يې چي ودرېږه زه هم ودرېدم چي ګورم يو توپکى را باندي را کښته سو او تلاښي يې را پکښي وکړه او راته يې وويل چي موږ پر تا شک درلود نو ما هم چي پر خوله راتله هغه مي ورته وويل ځکه چي زه هم د کور وخواته نژدې وم او شاوخوا مي څلور پنځه ملګري هم وليدل چي مرسته را رسولاى سي . د دې پېښي به تقريباً شاوخوا څلور کاله کېږي .
لومړی له لیکوال څخه مننه چې دې موضوع ته یې د ملګرو پام را ګرزولی .
زه تیر کال له اوږدې مسافرۍ وروسته وطن ته ستون شوم . زما د سفر تر ټولو بده خاطره همدا ستونزه وه ، له کابله تر غزني او بیا له غزني ښاره تر خپلي ولسوالۍ پوري مې امریکایي ځواکونه تر مخ او د غیور قوم یو لوی لشکر یې تر شا روان وو ،
بیا چې به کله هم له ولسوالي څخه د ولایت په لوري تلو په وړاندي به مو چې امریکایي ځواکونه مخې ته راغلل موټروان به دوه کیلو میتره مخکې لا موټر یوې څنډي ته ودراوو ، او کله چې به هغوی تیر شول بیا به موټروان حرکت وکړ . ما لا له موټر وان څخه ددې ستونزي د لامل پوښتنه نه وکړې چې مخامخ د سړک په غاړه مې یوه لوحه ولیده ، چې همدا یادونه په کې شوې وه .
تاسوټولوته سلامونه اونیکی هیلی: ګرانو ملکرو داخو ډیری پخوانی خبری دی چه موږاوس داسی ورسره عدت یو لکه ده یو فرض کاره سره غلامی خو ودغه ته وائ موږ اوس غلامان یو څه چه موبادار راباندی امر کوی مکلف یو باید ویمنو که څوک دغه خبره راسره نه منی هغه هسی ځان غولوی وروڼو نن زموږ هرڅه ده بل چاه په اختیار کی دی که اختیار زموږ وای او بیانو موږته چاه ویلی وای چه ته په دغه لاره مځه یا پر دغه لاره ولاړ سه باور وکه چه۳۲ غاښونه به می ور ایستلی وای اوس ده غلامی ژونددی کووبی یا به ده وطن ده ازادی لپاره مصلاحانه جهاد ته ملاتړو ترڅوچه خپله ازادی موپه لاس نوی راوړی بله لاره نده پاته فقط ازادی یاغلامی انتخاب ده هرچاه خپل دی هره لاره چه انتخابوی
اخيري وار پنځه کاله مخکي کندهار ته په لنډ سفر تللی وم ، ياران ډېر او وخت لږ وو ، د محمديار په مشوره مي د روهي ادبي بهير او ځيني زما شخصي ياران ټول زموږ کور ته راوبلل چي هم دموسيقۍ شوق وکړو هم يو بل سره له نژدې ووينو .
ماښام قضا وخت د محمديار ، سعيد زابلي ، صالح محمد صالح په ګډون ځيني کسان زما سره په موټر کي کښېنستل ، د منزل باغ پر سړک ختيځ خواته روان و ، کله چي د شرکت مېوې سړک ته ګرځېدلو د قومندو د سړک د خوا زما په نظر د غټ موټر بتۍ ښکاره سوې ، خو کافي فاصله وه چي زه چپه خواته وګرځم او خپله لاره ووهم ، د ګرځېدلو پروخت په موټر کي دناستو کسانو چيغي او نارې سوې ، ودروه ، چابک يې که ، لار ورکه – په مړه دي کړو ، ويې دروه ، بغل ته يې که ، چابک يې که – کتار دی …. دلته نو خارجيانو هم د بوغ بوغ هارنونه او رنګه څراغونه راکول …
يوې خواته زه ددې فرعونانو تر رارسېدلو مخکي هم د افغانستان د ټرافيکي قانون سره نابلده وم ځکه ما په اروپا کي لېسنس اخستی دی ، بل نو په تاريکه کي دقاتلانو کاروان ته ور برابريدل ، نه دريدل ، د ناستو کسانو چيغو او نارو لار راڅخه ورکه کړه ، موټر مي د سړک غاړی ته کی ، چي پوه سوم خارجيان دي ، زورَور موټر و ، پښه مي پسي کښېکښل او د عمومي لاري څخه قومندو ديوال څنګته يوه فرعي خامه سړک ته واوښتو او کور ته ورسېدو . ټول دخدای شکر اداکاوه چي له مرګه خلاص سوو . بيا نو هر يوه کيسې کولې چي څنګه او چيري دغسي کاروانونو پر ملکي کسانو ډزي وکړې او ويې وژل .
څو ورځي وروسته يې بيا هم په دغه سيمه کي زما پخواني همکار او د خاموشه چيغي ادبي ټولني د شروع کېدو د مهال انډيوال مېلمستيا کړې وه ، محمديار صاحب او بن امين مي هم رارهي کړه ، محمديار صاحب خو د يوکلنۍ څخه ګوزنګ وهلی دی او پښې يې مړې دي ، پرلکړو ګرځي ، بن امين په يوه حادثه کي پښه ماته کړې وه او پر لکړو و ، بيا همدغه نقطه ده خو دا وار د ماښام تاريکې پر ځای رڼا ورځ ده ، له ليري مو کتار وليدﺉ ، موټر مي ښه د سړک غاړي ته کړ ، داسي چي يو ټير يې د سړک د غاړي کوچنۍ والې ته ور کښته سو ، کتار تېر سو ، موټر کرار کرار والې ته ور شېوه سو ، اوس نو په واله کي بند موټر ، زه او دوه ګوډان چي په کښته کېدلو کي هم د بل چا مرستي ته اړتيا لري .
دا مهال يو تکسي تېرېدﺉ ، زموږ دغه حالت يې وليدﺉ ، ټول سپاري يې راکښته سوه او دموټر په خېجَولو کي يې کومک وکی ، په داسي حال کي چي ځينو يې زموږ پر دې حالت باندي د زړه د زوره خندا هم کوله .
دغسي شېبې هيڅکله دهېرېدلو نه وي ، ماته په خپل وطن او خپل ښار کي ځان غلام ښکارېدﺉ په داسي حال کي چي د هغه ځای خلکو دمرګ خطر ته په کتو له دې حالت سره عادت سوي وه او حتی په اړه يې د اعتراض په اړه خپل منځي خبرو ته هم زړه نه ښه کاوه . خو پنځه کاله وروسته ددغسي کړنو تکرارېدلو اوس د طالبانو صفونه ښه تقويه کړه خو اوس هم زموږ ناروغان ددغسي کتارونو تر شا په ساعتونو ساعتونو سرو ګرميو ته په انتظار کي کله کله خپل ژوند هم له لاسه ورکوي .
په عام ډول زه ددې طرفدار يم چي ددغسي پېښو په اړه بحثونه وسي ، رسنۍ يې انعکاس کړي او د احتجاج په توګه وغندل سي او د راتلونکي لپاره د هري دغسي پېښي په ليکلي ډول ثبت سي .
سلامونه اونیکي هیلي مي قبولی کړﺉ!!
دیارانو سرخوږی مي ولوستی چي ټولودفرعونیانودکتارونوڅخه سرټکولی اوټکوي یې. ما غوښتل چي یو څه ولیکم خو هغه ټول محمد ګل ورور زما تر مخه لیکلي وه نوزه دده دنظریاتو سره موافق یم. پاڅون صاحب تاسو دولسمشر په اړه خبره وکړه خو زه وایم چي په کندهار کي دده ورور وګور بسته سړک یې بند کړﺉ دﺉ ته به وایې چي دده دپلار په قباله دﺉ. دکتارونو سره به سړی یو چم وکړي مګر دولس پرمخ دبند سوو سړکانوسره به څه کوو؟ دکندهار دخرقې شریفي سړک وګوره! دښاروالي مخ وګوره، په ښکاپور دروازه ملا سید ماد یو سړک بند کړﺉ دﺉ هغه وګوره! دکندهار پوهنتون وګوره چي محصل څه بلکي استاد هم بې کارټه نه ورپرېږدي!! خان مامد مړسو خو دکور مخ یې وګوره اوداسي نور… زوی اوپلاراویادوه ورونه پر یومړترسایکل باندي مکتب ته روان وي، نه سره پرېږدي، موټرسایکل ورڅخه دروي او ورته وایي چي تاسو ترور کوﺉ، نو پاڅون صاحب زه وایم چي اول لیکنه مه کوه او که یې کوې نوبیا دکندهاریانو په اصطلاح حد اقل وریادوه خو یې چي ګوډاګیان پوه سي چي دوی دولس په زړونوکي څومره محبوبیت لري.
په درنښت،
نصرت الله ترکی
کندهار
سړك
زلمي د يوې زروري خندا سره د موټر سايكل د شټرينګ راسته مټى لاندي خواته تاو كړ د كوڅې د منځ دكانونه په بيړه تر دوى تير سوه نصب د زلمي په اوږه پوري ځان كلك كړ خوله يې د هغه غوږ ته ورنژدې كړه .
-ياره كرار ځه كوڅه ده دلته كوچينان راوځي .
– په دې پوهيږم نه وينې چي ناوخته دى .
نصب : كه كومه پېښه را منځ ته سي بيا به نو ښه پر وخت ورسيږې .
زلمى : هغه خداى يي كارونه دي واى له پيښي تېښته نسته .
د موټر سايكل ټيرونه يې د خامي كوڅې څخه د عومي جادې پاخه سړك ته ور واوښتل دلته باد مخامخ وو د زملي قميص يې لكه پوستكى پر وجود داسي ورته كلك كړ.
د موټر سايكل ږغ نور هم لوړ سو خو په منډه كي يې ډير توپير رانغلى . نصيب په لوړ ږغ ورته وويل درته ومي ويل وروځه
_ ياره تا خوليونى يم مخامخ باد دى موټر سايكل هيڅ نه ځغلي
نصيب د ملنډي په توګه ور غبرګه كړه نو ته اوس د باد سره ډغري وهي ؟
د موټرسايكل او باد په تيزو ږغونو كي يې د زلمي ږغ ورو تر غوږ ورسيد (( هو نو ستا څه خيال دى ))
نصيب خپل ځان نور هم كلك كړ مخامخ پراته سړك ته يې وكتل د ګڼو نورو موټرو په منځ كي يې څو خړ موټر وليدل .
– ياره مخ ته خاريجان دي درځه چي پر بله لار ولاړ سو
زلمي هم په چوخو سترګو مخامخ سړك ته و كتل او اوف يې كړ خو ددې سره يې د زلمي خبره هم رد كړه
– ولي پر بله لار ځو دا سړك خو به د چا د پلار نه وي .
– خو درته ومي ويل چي خاريجان دي لار نه دركوي .
– ولي لار نه راكوي ته يې ګوره زه څنګه تيريږم .
– پام چي دا كار ونه كړې .
– ياره دا سړك د هر چاه دى د هر چا خوښه چي تيز ځي كه كرار ځي خاريجان دې په دې څه خبري دي چي پر موږ څومره ناوخته دى .
– ددې كسانو تر شا چي څومره خلګ روان دي ياني دا ټول په دې خبره نه پوهيږي ؟
– پوهيږي خو بې زړه دي
موټر سايكل د ورو روانو موټرو په منځ كي د خړو ګاډو خواته ورلنډيدى .
نصيب يو ځل بيا د زاري په ډول وويل قربآن دي سم زلمه! پام كوه چي ور نسي
-ياره څومره بيريږي وژني خو مو نه كه مو ونيسي دليل ورته لرو چي موږ هيڅ ګنا نده كړې او زه رښتيا وايم دا هيڅ ګنانده چي غل نه يم له پاچا نه بيريږم كه يې سبآ ويل چي له كوره مره را وځى بيا
– مه كوه دا د قهرمانۍ ځاى ندى د عقل څخه كارو اخله داسي وخت دي چي څوك به سر هم در ونه ګرځوي
– ولي په افغانانو كي دومره غيرت نسته شكر دى والي سته ، قومندان سته سره يو پوښتنه خوبه راڅخه كوي .
موټر سايكل له ورو تلونكو موټرو مخكي سو د خړو موټرو د كاروان د وروستۍ موټر په منځ كي ولاړ نيم راوتلي خاريجي خپلي توري عينكي له سترګو لري كړې غوږ او خولې ته نسب سوې مخابره كي يې له چاسره خبري كولي
ازموينه پاى ته ورسيده ټول زده كوونكي له سالون څخه وتلي وو ښوونكي ادارې ته ستون سو غوښتل يې څه ووايي چي سترګي يې پر تلويزون و لګيدې سترګي يې يخي پاته سوې .
د ځينو تصويرونو سره دا جملې په تكرار ډول راتلې .
عاجل خبر
ايساف دوه ځان وژوونكي تر چاودني مخكي په نښه كړه
يو مړ او بل سخت ژوبل
له لر او بر او ټولو دوستانو منندوى يم چي ليكني د موضوع په اړه يې نظرونه او خاطرې ر اسره شريكي كړې
محمدخان نظر وركړى وو چي ولسمشر ولي وايي له لږ ځير سى په ليكنه كي داسي جمله راغلې ((ولسمشر خواركي چغي او بغاري كړې )) ولسمشر چي ولسمشر وي لكه چاته زارى كوي ولي چغي او بغاري وهي دا جمله خپله ددې مانا وركوي چي …
هيله ده قانع سوي ياست
دهیواد له جنوبه ترشماله له ختیځ نه ترلویدیځ دبدر دمنظمو اوبریالیوعملیاتو چټک اومربوط پیل دنیواکګر مغرورائتلاف زړونه او ارادې ولړزولې! چې له امله یې د نیواکګرو حواس بې حسه او مختل شول او پر ځواکونویې دژوند کړۍ دومره لنډه اوتنګه کړای شوې چې دډیرو په اند: داپه افغانستان کې ددوئ ( د صلیب پالو قواوو) دبې مفهومه ژوند وروستۍ ترخې شیبې اودځنکدن وروستۍ سلګۍ دې . ايا د امريکا د اشغال په درشل کې تاسو له مقاومت او جهاد پرته بله لاره ويني؟! ايا سترگې مو ړندې دي تاسونه ويني چې ناټو هره ورځ په اصطلاح ترهگر نه بلکې د هيواد دننه افغان مظلوم بې وسلې ولسي خلک وژني ايا د هلمند، کنړ، ننگرهار، قندهار، زابل، پکتيا، لغمان د ماشومانو، تورسرو وژل مو هير شول؟! نو اوس ماته ووايې چې ددې ستر کفر او بغاوت مخه په څه نيول کيږي؟! په سياسي خبرو اترو که په رغنده او پريکنده مقاومت؟!
زه چپ لاسو او چپ اندو ليکوالانو ته وايم که تاسو مسلمانان هم نه يې راشئ د ملي مقاومت او د خپلې خاورې د بشپړتيا په خاطر پدې ملي مقدس جنگ کې سهيم او شريک شئ د خير په غوندې مه کښيني او مه هم د ملت او دښمن ترمنځ د لالان جوړيږي؟!
نن د مقاومت وخت دى او هغه هم د کلک مقاومت که ته ورته جهاد هم نه وايه راځه نرشه دى ملي مقدس جنگ ته راشه. او خپل افغانۍ دنده او مسئوليت ادا کړه او که دا هم نشي کولى نو على الاقل د ښځو په شان کور کې غلي کښينه ځکه جنگ د نرانو کار دى او پخلى د ښځو.
دلروبر ادارې ته سلامونه اونیکي هیلي وړاندي کوم
خدای دي وکړی چي دموضوع څخه نه یم وتلی، دلروبر دادارې څخه یوه هیله لرم هغه دا چي دهري مهمي موضوع په اړه دي دویونکو نظر ته ځای ورکړي نو دغه موضوع ته کرزي ولي دافغانانو قاتل ته دغازي مډال ورکړ؟ هم دویونکو نظریات واوري نو ډېربه خوښ سم او يوڅه دزړه بړاس خو به وباسو.
مننه خدای دي وکړي چي وړاندیز می دقبول وړ وګرځی!!
په ادب،
دترکو دکلاچې یک تنها
نصرت الله ترکی
محترم عبدالله احسان صاحب، کور مو ودان چې خپله کيسه مو هم د لوستونکو سره شريکه کړه. خو دا وروستۍ خبره مو يوڅه په زړه پوري ده. تاسي ليکلي دي چې په عام ډول تاسي ددغه ډول بحث طرفدار ياست او بايد بحث پر وسي. زه اريان دې ته سوم چي ستاسي په اند دغه کار دلارو بندول تر هغوغميزو دبحث دپاره ډېر مهم بريښي چې دبې ګناه افغانانو کورونه شپه او ورځ بمباريږي.
څنګه يې دمشروعيت ترنامه لاندي د افغان مظلوم ملت په سياسي واک او ازادۍ بازۍ کيږي. څنګه يرغلګر ورته د ولسي جرګې په نامه ډرامې جوړوي. څنګه يې د پرديو له خوا مشراو کشر ورته ټاکل کيږي. څنګه يې وياړونه د يويشتمي پېړۍ چنګېزانو ته ډالۍ کيږي دهغو ټولو ترټولو مهمو بحثونو څخه ستاسي لپاره دلارو بندول مهم شول. زه دا نه وايم چې دا خبره په بحث نه ارزي خو د دونه ډېرو ناويلو او لويو بحثونو چې هيڅوک دخبرو جرئت نه پکښي کوي. تاسي هغه ټولي صرفي نظر کړې اومهمه خبره مو دا وګڼله چې پردې بحث وشي چې ولي په لارو کې خنډونه پيداکيږي.
زما په خيال دا به ديرغلګرو لپاره ډېره مهمه ځکه وي چي په دې کار سره په ډېر څرګند ډول او په عام محضر کې د افغانانو په ازادۍ ملنډي وهل کيږي.
حساسيت يې دلته ځکه دی چې په دغه کار سره عام افغانان دا احساسوي چي دوی ازاد نه دي.
دا کار په ښکاره ډول ديرغلګرو په تاوان دی چې ياني بايد اصلاح سي او ددغه خونکارو په وړاندي حساسيت راونه پاروي او افغانان به دژطالبانو صفونو ته ولاړ سي.
ما دغه ډول کيسې په خپله هم څو واره ليدلي دي. دغزنۍ دمقر په شاو خوا کې چې يرغلګرو لويه لاربنده کړې وه کوچنيان او ښځي ټول دتندي څخه ټکنده غرمې ته ولاړ ول. خوامريکايي دروندګانو دتګ اجازه نه ورکول. دکوچنيانو او ښځو هغه بوغاري او ژړاوي به مي هيڅکله د زړه څخه ونه ځي. اخيرمي هغه امريکايي عسکر ته دنيژدې تګ هڅه وکړه خو هغه خپل توپک زما وخواته سم کړ. زه ځني راپرشا سوم او ما هم په احساساتي ډول په څرګنده ورته وويل چې ددې کار عواقب به تاسي ضرور
ګالئ.
که تاسي دطالبانو مقاومت ملي نه بولئ نو دمزدور رژيم ماهيت هم له چا څخه پټ نه دی. همدا طالبان دي چې دتاريخ په اوږدو کې يې دګران افغانستان دفاع په هر شکل چې وي هغه که عقيده ده او که قران دی کړې ده. زه داسي کسان پېژنم چې دطالبان سر سخت مخالفين ول خو نن يې په پيسو ملاتړ کوي. پردې سربېره چې زه دطالبانو له اډيالوژۍ سره مخالف هم يم خو د ازادۍ په جګړه کې يې دعامو پښتنو په ډول دعاګوی ځکه يم چې د ای ايس ای پر ملاتړ سربېره آن دطالبانو دحکومت په وخت کې پاکستانيانو زموږ ازادۍ اودپښتنو حقوق دونه نه ول تهديد کړی لکه نن چې دحامدکرزي د مزدور رژيم له لاسه زما پښتانه وروڼه نه کور لري او نه ګور.
هيله ده زما خبري ترخې نه وي درباندي لګېدلي. لکه هغه بل ورورچې خبره کړې ده.تردې موضوع ډېر زيات نورمهم مسايل سته چې بحث پر وسي.
که يې دخپلي ويبپاڼي لاري نظرونه اوتبصرونه وغواړې نو دپښتنو کونډو او يتيمانو دعاوي به درپسې وي.
په درنښت
په پښتونخوا کي ښاغلي محمدګل ورور ته !
تر قلم دي جار سم ، بلنه درکوم چي په لراوبر ځيني نوري برخي هم تر نظر تېري کړه ، دغه موضوع چي تاسي يې هم په اړه تبصره ثبت کړې ده د لراوبر ۲۷۰۴۱ – اووه ويشت زره يو څلوېښتمه پرله پسې يا نمره ليکنه ده ، د لراوبر لومړنۍ يا يوازنۍ موضوع يا ليکنه نده .
که زما څخه په تبصره کي تېروتنه سوې وي بخښنه راته وکړﺉ ، ما هم دغه تبصره ستاسي او نورو دوستانو غوندي د يوه پښتون او افغان په توګه ليکلې ده او شخصي نظر مي دﺉ .
په اروپا کي پنځه شپېته کلونه د دوهمي نړيوالي جګړې يو څوک محاکمه سو ، که اسناد او شواهد نه وای نو د هيټلر د وخت د يوه زندان داوطلب چوکيدار به چا او څنګه پنځه شپېته کلونه وروسته محاکمه کولای . پر دې بنسټ زه په دې نظر يم چي هر د قلم خاوند دي په خپل شاوخوا کي پېښېدونکي حادثې په ليکلې توګه خوندي کړي او نور چي کولای سي د هري دغسي پېښي ږغيز او ويډيوي ثبت دي وکړي چي په دې توګه د سبا ورځي لپاره د هر چا د لوی اوکوچني جنايت او جرم اسناد موجود اوسي او پر بنسټ يې خپله سزا وويني .
زما همدغه مطلب و .
وسلام
محترم عبدالله احسان صاحب،
خدای مو بريالي لره.پښتنو ته يوازينۍ لار همدا پښتو ويبپاڼي وې چي داکثرو هغو هويت هم اوس مشکوک سوی دی. پرځينو خو يې ګردسره اسناد سته چې د يرغلګرو په پيسو چليږي.
لر او بر ويبپاڼه اوس هم زما تر ټولو ډېره زياته خوښيږي. خو که يې د ازادۍ چوکاټ يوڅه پراخ سي زه وايم چې دا به پښتنو ته د سا ايستلو يو فرصت ورکړي. ځکه دپښتو ژبي ټوله وتلي رسنيو ته دمريي توب طوقونه اچول سوي دي.که دا دخبرو ازادۍ هم له پښتنو واخيستل سي نو پښتانه لري څه؟ خوشال بابا وايي
ښه خو دا چې دچا نوم پکي ياديږي
پر فاني دنيا به نه وي ژوندی تل څوک
په درنښت
وائی چی (دسپیو دبیغیرتی نه گیدړو په بامو سغاستل)