کور / خبرتیا او پيغامونه / د نوميالي ليکوال ارواښاد صالح محمد هوتک دوهمه لور هم په حق ورسېده

د نوميالي ليکوال ارواښاد صالح محمد هوتک دوهمه لور هم په حق ورسېده

 په ډېره خوشينی دوستانو ته خبر ورکول کيږي چي، د افغانستان د لوی استاد او د کندهار د معارفو پلار خدای بخښلي مولوی صالح محمد هوتک دوهمه لور ، دهيواد د تاريخ لوی عالم شهيد مولوی عبدالواسع لمسۍاو  د پښتو خوږ ژبي شاعر او ليکوال  مرحوم عبدالهادي ريشاء  مېرمن ( بي بي جميله  ريشاء)  نن د جون د مياشتي پر ۸مه نېټه سهار پر ۰۹:۳۰ بجو  د کراچي په ښار  کي د ۷۵  کلو په عمر د ورپېښي ناروغۍ له امله په حق ورسېدله .
انالله و انا الیه راجعون
مرحومه جميله ريشاء يوه ډېره مهربانه، زړه سواندې، صابره، دينداره، باسواده، هوښیاره  او درنه ښځه وه، چي له ډيرو خواريو په ګالولو سره يې د پوهي او وطنپالني په ګاڼه سمبال   ۸  اولادونه ټولني ته وړاندي کړل .
 
ټاکل سوې ده چي د ارواښادي بي بي جنازه،  د هغې له وصیت سره سم، په  کندهار کي د خپل پلار د مزار و څنګ  ته خاورو ته وسپارل سي.


د لراوبر ويبپاڼي اداره د ارواښادي مېرمن ريشا د مړيني له امله د ژوري خواشينۍ څرګندونه کوي ، د ارواښادي پاک روح ته د فردوس جنت دعا او د کورنۍ ټولو غړو ، دوستانو او په ځانګړي ډول درانه استاد محمد معصوم هوتک او ځوان ليکوال او شاعر ناصر ريشا ته ددې غم له امله د زړه له کومي د تسليت او غمرازۍ مراتب وړاندي کوي .


پر قبر يې رڼا او ياد يې تلپاته




ناصر ريشاء


د مور  ويرنه


 د  هستــۍ   تر   ټولو   ستره سرمــایه  را  څخـه  ولاړه
وی! ببو  مي  نيمه خوا او بنده  خوله(۱)راڅخه   ولاړه
 
د خپــل  ژوند  بېشمېره شپې يې روڼ کـړې  وې  وماته
نن مي ورځ  هم تاريکه سـوه  پلوشه    راڅخــه     ولاړه
 
پــه   دعــاويې    مدام   وم  تـــــر ساحـــــله رسېدلی
اوس  به څـــه کــوم  طوفانه مــــعجزه راڅخـــه ولاړه
 
د ژوندون لاره اوږده  او سره ګرمي ده، زه  به څه کړم
زمــا طوبــا عزرايل   یوړلــــــه  سایــــه  راڅخـه   ولاړه
 
زې د پور په  اداينه کي   ناکام او   شر منــــــده   سوم
هېښي  سترګي   دنيکيــــو  جنـــازه  را څخـــه   ولاړه
 
قلـــندر(۲)به  هېـره  نکړي  ببــــــو خپل ترورستي دمه
نن  د خدای   د  نعمتــــــو غوره   تحفه راڅخـه   ولاړه


عبدالناصر ريشاء
لندن
چهارشنبه ۱۸ مه د جوزا ۱۳۹۰ ش

تبصره نسته

  1. Inna Lillahi Wa Inna Illaihi Rajeeon
    Khudai paak de janata ul firdaus wor pa barkha kee…aw da paak Allah pa darbar ki da arwashadee wa famil ta sabree da jameel dua kawama…
    Wasalam

  2. انالله و انا الیه راجعون
    پر قبر يې رڼا او ياد يې تلپاته

  3. د لوی او بخښونکي خدای څخه اغلي خور ته د فردوس جنت غوښتنه کوم او د ارواښاد ریشا صیب کورنۍ ته د زړه صبر غواړم . موږ ټوله ستاسي سره په دې غم کي ستاسو سره د غم پر ټغر ناست یو . د علم او پوهي ډیوه دي ستاسو په کور او کورنۍ کي د تل له پاره بله وي . امین ثم امین . امین باوري له بلجیم څخه

  4. د درانه ریشأ صاحب کورنۍ او ټولوخپلو خپلوانو ته یې له الله پاک څخه تسلیت او خدای بښلې بي بي ته ښکلي جنتونه غواړم .
    زه ددې پتمنې او درنې کورنۍ په ویر کې ځان شریک ګڼم،مرګ او ژوند دواړه دلوی رب سوغاتونه دي چې باید ویې منو:
    انالله و انا الیه راجعون

  5. انا لله وانا الیه راجعون
    الله دی پر ورحمیږی الله دی دهغی دنیا ټوله نعمتونه ور په نصیب کي
    او الله دي دریشا صاحب کورنۍ ته صبر جمیل ورکی امین

  6. انا لله وانا الیه راجعون
    الله دی پر ورحمیږی الله دی دهغی دنیا ټوله نعمتونه ور په نصیب کي
    او الله دي دریشا صاحب کورنۍ ته صبر جمیل ورکی امین

  7. انا لله و انا اليه راجعون
    خداى دي دا بي بي د ټولو مړو سره يو ځاى وبخښې،او ژوندو ته دي خداى د زړه صبر ورکړې

  8. khuday (j)de wabakhshey

  9. انالله و انا الیه راجعون
    محترم عزيز جان ريشا، ناصر جان ريشا، حاجي صاحب عبدالرشيد هاوند، واحد جان او دريشا صاحب محترم کورنۍ او دوستانو ته خپل دخواشينی ژور تأثرات وړاندي کوم ، دخدای تعالی له دربار نه مرحومې ته فردوس جنت او دوستانو ته ئې جميل صبرغواړم .
    زکريا پوپل
    هالنډ

  10. انالله واناالیه راجعون
    خدای پاک دی دابی بی اودټولی اسلامی نړی ټول مړه وبخښی اوپاته کورنی ته یی دجمیل صبراوعظیم اجرغوښتنه کوم . کندهار

  11. لوی او مهربانه خدای دې ارواښادې مور ته په فردوس جنت کې ماڼۍ ودانه کړي او د خدای دې د پښتنې مور نوی کور د جنت له باغچو څخه یوه رنګینه او ښایسته باغچه وګرځوي.
    پاتې ټولې کورنۍ(ریشا) ته صبر او زغم .