لومړۍ ماده:
د دغه ستراتیژیک تړون موخه د هغو اصولو او غوښتنو ټاکل دي چې له مخې یې په افغانستان کې د امریکایی پوځيانو اوږد مهالی حضور، فعالیتونه او د فعالیتونو همغږي تضمین او مشخصه کیدای شي.
دوهمه ماده:
ټول هغه املاک او او موسسی چې د امریکا د دولت له لوري په ترتیب شوي نوم لړ کې په افغانستان کې ځانګړي شوي دي په افغانستان کې د امر یکایی ځواکونو د شتون تر وروستیو پوري چې په هوکړه کې یې نیټه مشخصه شوي د امریکا د دولت په اختیار کې قرار لري او دغه دولت کولای شي چې د موافقې د پلی کیدو له پیل سره سم له هغو څخه ګټه پورته کړي. ټول پوځي، غیر پوځي، امریکایی مالونه، شتمنۍ او د امریکایانو تجهیزات چې په افغانستان کې موجود دي د امریکایی ځواکونو د وضیعت برخه بلل کیږي.
د امریکایي ځواکونو په غړو کې ټول هغه کسان شامل دي چې د امریکا له پوځ سره تړلي دي، د اتلانتیک په تړون کې موجود مامورین، د بیاودانولو د برخې کار کونکي او د انساني مرستو مامورین .
په افغانستان کې موجود د امریکا غیر پوځي کسان هم د دغه تړون برخه ده چې د امریکا له پوځيانو سره د اطلاعاتي، تخصصي او مشورتي غړو په توګه په افغانستان کې دنده پر مخ بیایی.
له امریکا سره تړون کونکي ټول قراردادیان او هغه کادرونه چې له دغو قراردادیانو سره همکاري کوي په دغو کسانو کې ټول هغه امریکایان او غیر امریکایان شامل دي چې امریکایی ځواکونو ته د خدمتونو په برابرولو کې کار کوي.
ټول هغه کسان چې د محافظتي نقلیه وسایلو په بر ابرولو په خاصه توګه په واټونو کې د امریکايي ځواکونو د کتارونو د تګ را تګ او انتقال لپاره خدمتونه وړاندي کوي او برخه لري.
ټول پوځي لیږدونکي وسایل چې په پوځي عملیاتونو کې د ویزې د پلاکاردونو سره کوم چې د امریکا د نظام معمول دي، او ټول هغه دفاعي او یرغلیز تجهیزات چې امریکایی ځواکونه په متعارفو جګړو کې هغوي ته اړتیا لري او له هغو ګټه اخلي.
دغه تجهیزات عبارت دې له وسلو، ادوات او پوځي تجهیزاتو څخه چې په هیڅ ډول هغو ته غیر متعارفې وسلي نه شو ویلای.
د امریکایی ځواکونو د پوځي تجهیزاتو د ساتلو لپاره د اړتیا وړ ګدامونه او زیرمې.
دریمه ماده:
ټول امریکایی پوځیان او غیر پوځي عناصر د پوځي او پاک سازۍ د عملیاتو پر مهال مکلف دي چې د امریکا د قوانینو په رڼا کې عمل وکړي، او هغو ته درناوی وکړي، د امریکا دولت وعده کوي چې د افغانستان د قوانینو او عرف د درناوې لپاره لازم تدابیر نیسي.
څلورمه ماده:
په افغانستان کې د کورنیو او امریکایی ځواکونو او نورو هم تړونو سرتیرو پر وړاندي د هر راز کورني او بهرني ګواښ د ځواب ورکولو په خاطر او همداراز د طالبانو او القاعدې او ټولو نورو قانون ماتونکو ډلو د ماتولو لپاره دواړو لورو پریکړه وکړه چې تر څو:
۱. افغان دولت د خپل ملي امنیت او ټیکاو لپاره د خپلو ملي پولیسو او ملي پوځيانو د تقویې په خاطر له امریکایی ځواکونو موقتي مرستي تر لاسه کولای شي.
۲. پوځي عملیات د دغې هوکړې له مخې په ګډه کمیټه کې څیړل کیږي، همغږي کیږي او بیا په لاره اچول کیږي.
د ګډي کمیټې مدیریت او د ځانګړو عملیاتو مشري د امریکایی ځوا کونو پر غاړه دی او د اړتیا په صورت کې د امریکایی ځواکونو له لوري د یو اړخیزو عملیاتو تر سره کولو په اړه به امریکایی ځواکونه د کمیټي افغان مشرانو ته خبر ورکوي او بیا به یې له پایلو څخه افغان لوری خبریږي.
۳. دواړو لورو هوکړه کړي چې د امنیتي توانمندیو د پیاوړي کولو او د افغانستان او امریکی پر وړانډي د هر ډول کورني او بهرني ګواښ پر وړاندي لازم چمتو والي ونیسي. او په همدې خاطر امریکا کولای شي چې د شينډنډ، ښوراوک، کندهار، بګرام او خوست په سیمو کې دایمې پوځي هډي ولري او همدا راز امریکا کولای شي چې د اړتیا په صورت کې د افغانستان په نورو برخو کې هم دایمې، مو قتي او یا هم عملیاتي هډي جوړي کړي.
پر موقتو هډو باندي حاکم ضوابط به د امریکا د قوانینو په رڼا کې وي او په دغه برخه کې د افغانستان عرف او ضوابط د درناوي وړ دي.
د عملیاتو تر سره کول به د امریکا د دولت او نړیوالو قوانینو له مخې وي، او د افغانستان د ملي حاکمیت او ملي ګټو په پام کی نیول به په هغه ډول وي کومه چې د افغانستان دولت مشخص کړي او دواړه لوري به یې په پام کې نیسي.
پینځمه ماده:
د ټولو هغو غیر منقولو ودانیو او تاسیساتو شتمني چې د دغه هوکړه لیک له اجرا څخه وروسته د امریکایی ځواکونو په واک کې دي د امریکا د دولت د حاکمیت لاندي دي.
د امریکا دولت په دغو سیمو کې د نورو تاسیساتو د د بیا ودانولو، پراخولو او جوړولو مسولیت لري، او د ګډي اړتیا په صورت کې دواړه لوري اړتیا ته په کتو سره د دغو تاسیساتو د بیاودانولو، جوړولو او پراخولو مسولیت پر غاړه لري.
شپږمه ماده:
تګ را تګ:
۱. د امریکايي او همکارو ځوا کونو پوځي او غیر پوځي ګاډي له افغانستان څخه د وتلو او دغه هیواد ته د ننوتلو حق لري او د تګ را تګ اصول به د ګډي کميټي د پریکړې له مخې تعین کیږي.
۲. د امریکا پوځي او نا پوځي الوتکې د افغانستان په هوایې کرښو کې د تګ را تګ حق لري او کولای شي چې د افغانستان په خاوره کې د تیلو د اخیستلو لپاره را ښکته شي او د دغه تګ را تګ لپاره به ګډه کميټي لازمې اسانتیاوي برابروي.
۳. د افغانستان د هوایي حریم مسولیت ، نظارت او کنټرول د هوکړه لیک له پلی کیدو سره سم تر هغه پوري د امریکا د دولت په اختیار کې دي تر څو چې له ترهګرۍ سره عملیات روان دي او امریکایي ځواکونه په افغانستان کې شتون لري.
د افغانستان ملکي پروازونه په موقتي او یا هم دایمې توګه د کميتي د لزوم دید په صورت کې د افغان دولت په واک کې ورکول کیږي.
۴. د امریکا په پوځي او ملکي الوتکو او موټرو چې په افغانستان کې فعالیت کوي او د دفاع وزارت د پریکړې له مخې حرکت کوي هیڅ ډول مالیه نه لګول کیږي او همدا راز دغه الوتکې د افغان دولت له تلاشۍ څخه هم خوندي دي.
اومه ماده:
د امریکایی ځواکونو قرار دادونه د امریکا د قوانینو له مخې صورت مومي،او امریکایی ځواکونه په افغانستان کې د خپلو اړتیا وړ موادو د تر لاسه کولو لپاره له هر ډول شرکتونو سره د قرار داد حق لري او همدا راز که چیرته اړتیا وي د امریکا دولت کولای شي چې د قرار داد کونکو شرکتونو نومونه د افغانستان دولت ته په واک کې ورکړي.
اتمه ماده:
خدمتونه او اړیکي:
۱. امریکایي ځواکونه حق لري چې د خپل فعالیت لاندی سیمو کې له اوبو، بریښنا او ارتباطاتي وسایلو څخه خپلي ګټي اخیستنی ته پراخ والی ورکړي او په دغه برخه کې ګډه کمیته په جریان کې واچوي.
۲. امریکایی ځواکونه د امریکا د قوانینو او د مخابراتو د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د خپلي اړتیا لپاره هر ډول مخابراتي سیستمونه فعال کړي او ویې کاروي.
۳. د دغې هوکړې له مخې امریکایی ځواکونه د مخابراتي وسایلو په برخه کې له هر راز مالیی ورکولو معاف دی.
۴. د افغانستان د دولت له لوري د هرې هغې ارتباطي او بنسټیزي طرحې په لاره اچول چې کولای شي امنیتي ستونزي پیښې کړي او یا هم د ترهګریزو ډلو د ګټي وړ وګرځي باید په ګډه کميته کې تر بحث لاندي ونیول سي او پرې د دواړو لورو توافق اړین دي.
نهمه ماده:
حقوقي مسولیت:
۱. د امریکایی ځواکونو او د هغوي د پوځي او ملکي قرار دادیانو ټول حقوقي او قضایې مسولیت د امریکا د دولت پر غاړه دی.
۲. که چیرته د افغانستان دولت د هغو دوسیو د اخیستلو غوښتنه وکړي چې پکې د امریکایی مامورینو د سرغړوني عمدي او غیر عمدي کیسونه ځای شوي وي نو په دې صورت کې د امریکا دولت مکلف دی چې د افغانستان لوري ته حقوقي ځواب ورکړي.
۳. د امریکا ځواکونه به د جنایې جرمونو پر وړاندي د خپلو محاکمو فیصلې ګدي کميټي ته د اوریدو لپاره وړانډي کړي.
۴. که چیرته امریکایی پوځيان او ملکیان د افغان دولت له لوري نیول کیږي نو افغانستان باید ډیر ژر هغوي امریکایی لوري ته وسپاري.
۵. د امریکایی جنایی جرمونو د مرتکبینو په اړه د افغانستان د دولت د شکایتونو د موجودیت په صورت کې به دواړه لوري د لاس وندونو او څیړنو په برخه کې لازمه همکاري صورت مومي.
۶. تر هغه وخته پوری چې په افغانستان کې د ترهګرۍ خطر موجود دی، د پوځي او غیر پوځي توب، د پوځي یونفورم درلودل او نه درلودلو په برخه کې د امریکایی جنایی جرمونو د مرتکبینو لپاره توپیر شتون نه لري.
د ستراتیژیک هوکړه لیک دغه برخه چې د امنیتي او پوځي توافقاتو ناظره ده د امریکا او افغانستان د راتلونکي توافق بنسټ دی.
یادونه: د ماخذ او زیارایستونکی د نوم د ذکر په صورت کې دغه متن د بیا چاپ او بیا تکثیر وړ دی.
tanha_mer@yahoo.com / Ph: 0700043967
داحترام نه ډک سلامونه په ډیره صمیمانه فضاه کښی وتاسو ټولو ته وړاندی کوم ارزولرم دصحت جامی په تن ولری تر کومه ځایه چی زما اخذ ددی اوسنی ستراتیژیک تړون څخه دادی چی دنهمی مادی څلورم جوز په مورد کښی غواړم خپل سوال داسی طرحه کړم چی په څلورم جوز کی واضع سوی نده چی کوم نوعه مجریمین جنایی مجریمین او که سیاسی مجریمین او ددولتونو دحقوقی نورمونو پر اساس باید ودی مشکل ته څوک رسیدګی وکړی دا هم نده تشریح سوی.
په درناوی
پوپل ری لندن
سلام تولو لوستونكيوته.
زه به كرزي صاحب اودهغه ملگروته چي ددي ستراتيزيك ترون دلاسليك موافق دي دومره ووايم چي دوهم گندومك مومبارك شه چي ترننه يي يرغلگردرنه خوري اوستاسي په شان خودخواه كسانو نه خو ملت هم دا توقوع نه لري چي پخواني خپل حق موراته وكتي نورهم غليم ته په خوله كي په خپل لاس وركوي سه فكر كوي چي سبا به ستاسي نومونه دغازي اكبرخان غازي محمد جان خان او مير مسجدي خان په سير په تاريخ كي ليكل كيژي او افغانان به په وياري نه هيچ داسي نه ده بلكي ستاسي نومونه به په افغاني تاريخ كي ستاسو له نورو ملگروسره لكه شاشجاع نژدي ليكل كيژي او افغانان به په شرميژي لكه نن اوبل دا چي داشايسته لقب به مو په نوي تاريخ كي د حفيظ الله امين په سير په لعين تبديل شي
په زياتي منني سره.
My dear Afghans Brothers! We have only one wish, one dream, one goal, that is the defeat of the invaders.
Please dear brothers and sisters, the enemy is defeated, but we still have to struggle and work harder to regain our absolute freedom.
With the approach of the deadline for withdrawal of foreign troops soon, their morale is collapsing Allah Almighty willing.
Their fighting spirit and strength is weakening in the face of the crashing blows of the brave Afghans.
So, lets stand shoulder to shoulder and support our brave brothers with any means to defeat the invaders forever
که چیری د دی تړون مادی واقعت ولری نو هیڅ داسی شۍ په نظر نه راځی چی د افغانستان په ګټه وی.
که چیری د دی تړون مادی واقعت ولری نو هیڅ داسی شۍ په نظر نه راځی چی د افغانستان په ګټه وی.
سلامونه او نیکی هیلی ښاغلی لوستونکو ته !
تاریخ د هیڅ چا نوم نه هیروی مه خفه کیږی تل به د شاشجاع لقب ستاسو د نوم سره لیکل کیږی. ښاغلو د غربی نړی لاسپوڅو مبارکه مو شه ………….. تاسو پوهیږی چی دا ارمان به مو د نور ملګرو په شان له ځان سره ګور ته وړی صرف تاسو غوښتل چی د غلام رسمی لقب ترلاسه کړی هغه مو مبارک شه . کله چی تاسو بیا له قدرت وشړل شوی او د خپلو عمالو له امله په افغان ټاټوبی کی ژوند نشوکولای بیا به غربی نړی کښی د همدی لقب له برکته سیاسی پناه غواړی، لکه چی په تیرو کی همداسی وشول.
تاسو خو چی کله په غونډو کی خبری کوی نو تل له خپلو نومونو سره د مجاهد کلمه ذکر کوی او چی مړه شی بیا د ملت شهید ورته وایی ایا مجاهد او شهید کله غلام کیدی شی؟ د خدای په خاطر ولی په افغان ملت لوبی کوی سترګی خلاصی کړی لکه چی امریکایی ډالرو مو سترګی هم ړندی کړی. نړی مننه
السلام علیکم
د متن د محتوی له مخې د افغاني خرڅ شوو لاسپوڅیو د بې وسی او ذلت کچه له ورایه اټکل کېدای شي.
په افسوس سره باید ومنو چې په دې متن کې هېڅ داسې څه نه تر سترګو کیژي چې د روان حالت څخه د وتلو تضمین وکړای شي، بلکه اوسني روال ته چې وحشت او انسان وژنه ده، مشروعیت بښل دي.
نوموړې یکجانبه پرېکړه به متاسفانه د سولې او مذاکراتو د بهیر او هڅو په مخ باندې د یوې درنې څپېړې مثال ولري.
نوموړې یکجانبه پرېکړه به د وحشي اشغال په اړه د عام ولس شک او تردید په یقین واړوي او ملي افغاني پاڅون به په لا پیاوړتیا سره شدت ومومي.
……….. خدایه ! …… ما خو وېل چې لاسپوڅي او غلامي به هم یو معیار لري؟ ….. خو داسې ښکاري چې د صلیبیانو په لمن کې زمونږ تش په نوم افغان خرڅ شوي لاسپوڅي د افغانیت، اسلامیت، ناموس، غیرت، تاریخ او انساني اخلاقو په نوم هېڅ ډول معیار ته ژمن څه چې له پېژندلو یې هم عاجز دي !
زه شخصا په دې توګه د پورتنی یکجانبه پریکړه لیک په لوستلو سره، سولې ته د رسېدو لپاره، په خپلو سوو او ستړو هیلو باندې تر هغې خاورې اړوم تر څو چې یرغلګر د افغان ولس په لاس د خدای ج په نصرت او زور سره وتېښتې او وتلو ته اړ وتي نه وي! انالله و انا الیه راجعون
كرزی صیب دتړون په کومه برخه کې تاسې دامریکایانو لاسونه تړلي لکه څنګه مو چې دعوه کړی وه…………….. زما په اند دا ستراتیژیک تړون نه بلکې د تلپاتې غلامۍ درسمي کیدو تړون دی ………………………..
که دا تړون لاس ليک شوو امرېکايان لکه دآوس چی بې ګناه انسانان په ډيرغرورسره وژنی.هغه وخت نودویته لاښه موقع ده.زه دا واېم دټولو بدبختيوو اصلی عامل يواځی اويواځې دوی دی اوبس.
I read the article about USA's and Afghanistan's contract.
I't's not a good desicion for Afghanistan, because Afghanistan is giving away there totally freedom.
Dear Afghans
This is not a bilateral agreement, but fully American wish. No ponit is accetable by afghans, therefore the text must be published for public opinion, then general refrendom under independed observers ( not NATO members, non Gulf countries). My proposal is that why we do not want to be a NATO member, of course after approval by referendom, then everytiing will be solved inclusive our security gainst Pakistan and Iran as big enemies.) and strategic interest of US and other countries.
What is all this about? can any body tell me in Persian?
پورتنی موارد ستراتیژیک ترون ترنامه دافغانستان دخاوری خرخول دی په امریکای استعمار چیانو باندی او دافغانستان خلکوته هیح کله هم دمنلو ورنه دی که چیرته دغه پورتنی موارد حقیقت ولری نو ایا حوک ویلای شی چی دپورتنیو مادوحخه کوم یوی دافغانستان دخلکو په گته دی ؟ مونز حیران دی ته یو چی دافغانستان چارواکی په کوم انسانی او افغانی احساس دا ترون دملک په گته بوولی
څومره خاينانه انداز :
د امریکایی ځواکونو هر ډول سياسي او جنايي دوسيه به فوراَ امريکا ته ځي .
د بهرني تهديد او نور ګواښ پر مهال به دوی عمليات کوي او د پايلي په اړه به افغان دولت ته خبر ور کول کيږي .
امریکایی ځواکونه پر دې سربيره چي د هيواد هوايي او ځمکني کنټرول به يې په لاس کي وي، د هر ډول مالياتو (وسايطي، مخابراتي او ….) ور کولو څخه معاف دي…
امريکايي الوتکي به پر هر ميدان او کلاچه د اړتيا پر مهال کښه پورته کيږي او د افغان دولت له خوا يې د کنټرول اجاره نسته ….
بس دا لوبه د همدغه يو څو افغانستانیانو پر لاس روانه وه او ده، پرون يې په برلين او نن دا دئ پر کور په ډېره سپين سترګي د افغان ولس لاس او پښې ور تړي څو هيواد د تروريزم څخه په امن سي آخر هغه زموږ ستاسي شړلي او شرمېدلي روس کافر ته به څه وايو ؟؟؟
پدي کي نوي څه سته دا خوټول دالس کاله پردي مظلوم ولس تحميل سويدي. يوازي اوس ورته دډير وخت دپاته کيدو قانوني سند په لاس ورکول دي، پدي سند کي هيڅ داسي نسته چي هغه افغانستان دولت شرط ايښي وي بلکه داټول دمقابل طرف دي.
په افغانستان کې
دامریکادپوځي اډو په اړونـد
دافغان ولس بايدداسې شرطونه وټــاکي
امـريکا خورا ليواله ده ترڅودافغانستان په سـپـېڅـلي ټاټوبي کې تلپـاتې پوڅي اډې ولري ،دامريکا اوسنۍ ټوله جغرافیه سـپـېرې خاورې ده بې له یوې کوچنۍ سلنې نفتو نور هيـڅ شی نلري ،همدا وجه ده چې دخپلو بُرجونو نړېدل ئې بهانه کړل ، هغه يرغل چې امريکا د اټومي جګړې په زور نشوای کولای داسـیا زړه ته خپل تېـری کونکي پوځونه راورسوي ، نړيوال ټروريسـت دولت د ټروريسم پرضد دمبارزې تردروغجن شعارلاندې راورسـېده .
اوس د لسو کلونوپه موده کې زمونږ دسـپـېڅلې خاورې دټولوشـتمنـیوپه اړوند ئې بشـپړمالوماتونه ترلاسه کړي دي افغاني نعمتونوئې زړونه ترې وړي دي ، يرغلګر دولتونه چې په غـلاوو او لوټـماريو عادت دي؛دایمي اډې غواړي.
دپوځي اډواړتيا : د فاناتيکو او تېـری کوونکوګاونډيانو د پرله پسې تېـريو له امله دامريکا پوځي اډو ته اړيو، خودځينوشـرطونو پربنسـټ.
شـرطونه :
۱ــ دافغانستان خپلواکي دې په ټولو( سياسي، اقتصادي، ټولنيزو، پوځي، امنیتي اودوديزو) برخو کې تضمین او داسې په رسميت وپېـژني چې ټوله نړۍ پرې خبره شي .
۲ ـــ امريکا بايد خپله توده جګړه او سړه جګړه چې دپښـتون پرضد ئې پيل کړې ده ختمه کړي.
۳ـــ دافغانستان دسولې ضمانت بايد وکړي او دهربهرني تېـري مخه ونيسي .
۴ ـــ موږ غواړودافغانستان وسلوال پوځ په ملي بڼه اوملي خټه ( ملي شکل اوملي مضمون ) له سره نوی کړو، په نويومـډرنو وسلوسمبال کړو،دمُــډرنووسلوبشـپړول بايد د وسلوبيه د داوطلـبي په نړيوال مارکيټ کې له سیاليوسـره ســم وټاکل شي ترڅود رسمي غلاوو مخـنيوی وشي .
۵ ـــ امريکا دې نور خپل نازولي جاسوسان امريکا ته بوزي، دافغان په خاوره کې دې روانه ملوک الطوايفي ختمه کړي، دخپلسـري ټولواکانوله جوړولو او دهغوی له حمايه کولو دې لاس واخلي، يواځې او يواځې له مرکزي دولـت سره دې اړېکي ولري ، نه داچې له واليانو،بولندویانو اوانارشـيستو غلواودمخدره توکو له ټېکه دارانوسره پـټ او جاسوسانه اړېکي وساتي .
۶ ـــ امريکا بايد د ترهګري اصلي ټاټوبی په نښه کړي که په هرهيواد کې وي .
۷ ـــ امریکا بايد ژمن شي چې دمنځني ختـيز غوبل اوهغه ته ورته انارشـيستي اودهیواد دټوټې کېدو فعاليتونه زموږپه خاوره کې ونکړي .
۸ ـــ اوسـنۍ پوځي اډې لکه ښاماران زموږ په خزانو او کانونوپرتې دي، اوسني ځایونه باید تبديل کړي، په داسې ځايونو کې دې ځای پرخای شي چې هلته کانونه نه وي .
۹ ـــ دامريکاټولې پوځي اوملکي الوتـکې دافغانستان دپوځي ترمينل له لارې له پلټـنې وروسته الوتلی شي ، افغانستان بايد ددې واک ولري چې امريکائي الوتکې وپلټـي چې څه شی وړي ؟؟ څه شی راوړي؟؟ .
۱۰ ـــ دافغانستان دکانونو د رااېستلوبهير دې په نړيواله کچه د داوطلبـي په ترځ کې تضمين شي ،هرهيواد چې تړون ئې زموږپه ګټه وي له هغه هيـواد سره تړون وشي په دې اړوند امريکابايد زور زياتی ونکړي.
۱۱ ـــ امريکا حق نلري چې د نړۍ د نوروځـبرځواکونوپرضد دافغانستان له خاورې جګړه پيل کړي .
۱۲ ـــ که په دغو اډو سکتـتـه وشي نو موده ئې بايد وټاکل شي ، اوکه سر غړونه وکړي نو د يوې مياشتې په موده کې دې له افغانستان څځه بې له کومې جګړې ووزي .
بالـقوه ضمانـت :
دکاغذ پرمخ ضمانت اودملګروملتونو دسازمان ضمانتونه کاملاً بې ارزښـته دي، افغانستان ددې تړون دعملي کولولپاره بالقوه نړيوال ضمانت ته اړ دی، که امريکا دتړون له ژمنوسرغړونه وکړي؛ بايد نړيوال بالقوه ضامن هيوادونه دامريکا د بـدماشیو( امپـریاليسـتي دسـپوتـيزم ) مخه ونيسي .
دغه بالقوه ضمانت دې چـين ،روسـيه، هندوستان او جرمني وکړي .( ايا داضمانت به دوی وکړي ؟؟؟؟ ) .
لیکـنه : لـرغونی
اوس پری پوهه شولی ولسه دا ده څه لپاره جنګ دی .
زما پر نظر د دی ستراتیژیک ټرون یا معاهدی لاسلیک کول صرف یو سیاسی مانور دی امریکایان بیدون ددی ټړون د لاسلیک څخه هر څه چی غواړی هماغسی کوی . هیله لری چی ددی تړون پر تصویب کولواو د لوی جرګی لخوا د منظوری اخستل امریکا ته بین المللی او قانونی حق پلاس ورکوی ددی تړون د تصویب څخه وروسته د کرزی لالا خوله هم بندیګی مخکښی به یی کله کله د خود سره عملیاتو پر کولو بی څه ویل پس د دی معاهدی د تصویب څخه د لالا شونډی هم بندیژی
khpal da afgahni rohye aw mine dak salamona wa tolo afghananota wrandi kawam.Bawar laram chi da Amrikayano pate kedel tar yew wakht pori pa Afghanistan ki Afghanano ta gatawar tamamige wali da startejik taron chi matan e porta ma walwost his da manalo war nadi baed der tegirat pa ki rawastal shi aw da da afghanistan pa siasi maro pori ara lari chi da somra ziraki sa baed kar wakhli dalta kho katmat da shah shoja gondi yew taron di chi his nafa e afghanano ta na rasigi gaer la noqsa .da da so kalo pa jeryan ki za matawaje em tol hage mili ganaem chi zamong pa paka khawra ki da nato hiwadona paida kawe pa marmoz dawal e da tayaro pa wasila la afghanistana khpalo hiwado ta wri .da zaka chi kontrol nesta hisab aw kitab nesta aw haga golaman chi paron e da jihad nari sori wahale nan e stergo pati kari di aw pa poto stargo har sa mani .khodai di da bewazlo afghanano mal shi laka chi e mal di .waminalahi tawfiq.
سلامونه تولو ورونو ته.
گرانو مجاهدينو په دي باندي خو تول پوهيژي چي دا ترون ستراتيژيك ترون نه بلكي دغلامي يورسمي ترون دي جي دادافغانانو په كته ندي او ديدي ترون په لاسليك كيدوسره به ديرزيات خلك د طالبانوسره يوزاي شي او دافغانستان نه به جورورته ويتنام شي مونژبايد خپل جهاد ته ادامه وركرو او افغانستان ديهودو لپاره په يو لوي قبر بدل كرو
مننه
لاخو می پری شوی له تن سر نه دی
جوړ می لا د وینو سمندر نه دی
دا د انقلاب مرغه به والووځی
روغ دی ټپی شوی یی وزر نه دی
ته به څه پښتون سره په غیږه شی
خدای لا پیدا کړی داسی نر نه دی
وار وکه حساب به له تا غواړمه
لا می یو ځای شوی لر او بر نه دی
هر چا چی تیری کړی په ما باندی
زړه یی لا زخمی جوړ یی پرهر نه دی
دا لا ته په سمه کی په تیښته شوی
زور دی لا لیدلی زما د غر نه دی
چپ یمه کمزوری ورته ښکارمه
دا زما د زوره لا خبر نه دی
اوری به آخر د ملالی ټپه
دا سرتور خو غوږ باندی څه کر نه دی
دټولو دمخه داحترام نه ډک سلامونه په رښتینی اسلامی او افغانی روحیه سمبالو وروڼو او خویندو ته.
ما ته خو پوښتنه دا پیدا شوه چی په دغه تړون کی چی دادومره مادی د امریکا له لوری او د امریکایانو په ګټه راغلی پدی کی به دافغانستان ګټه څه وی؟
زما په نظر خو نه دا لویی جرګی ته ضرورت لری او نه دومره بی ځایه مصارفو ته دا باید یو مخ لغوه اعلان شی او فکر هم نه کوم چی یو ریښتونی افغان دی داسی یو بی معنی تړون قبول کړی چی په هغی کښی دده ټول اسلامی او ملی ارزښتونه په یو مخ په سیند لاهو شی.
د ټولو افغانانو څخه ددی تړون دمنفی رای په هیله
په مننی سره
نبی شینواری
دټولو دمخه داحترام نه ډک سلامونه په رښتینی اسلامی او افغانی روحیه سمبالو وروڼو او خویندو ته.
ما ته خو پوښتنه دا پیدا شوه چی په دغه تړون کی چی دادومره مادی د امریکا له لوری او د امریکایانو په ګټه راغلی پدی کی به دافغانستان ګټه څه وی؟
زما په نظر خو نه دا لویی جرګی ته ضرورت لری او نه دومره بی ځایه مصارفو ته دا باید یو مخ لغوه اعلان شی او فکر هم نه کوم چی یو ریښتونی افغان دی داسی یو بی معنی تړون قبول کړی چی په هغی کښی دده ټول اسلامی او ملی ارزښتونه په یو مخ په سیند لاهو شی.
د ټولو افغانانو څخه ددی تړون دمنفی رای په هیله
په مننی سره
نبی شینواری
ya wy awy awy awy a
سلامونه اونيكي هيلي مي ومني.
ددي ستراتيژيك ترون تولي مادي دافغانانوپه تاوان دي زماپه اندكه هرافغانددي لاسليك موافق وي هغه به افغان نه بلكي ملي خاين وي دكرزي صاحب او دكابيني خڅه دنوح(ع) قوم جورشوي چي نهنيم سوه كاله تبليغ ورته وكري نه اصلاح كيژي نوراځی چي كومه دعا نوح(ع)خپل قوم ته كري وه چي دهغي دعا په قبليدو سره دهغي قوم اللهتعالي كن فيكون كر موژ هم دغه دعادوخت سركش ظالم غلام بادشاپه حق كي وكرو هغه دا چي (رب لاتذر علي الارض من كافرين ديارا انك ان تذرهم يضلوعبادك ولايلدو الافاجرا اوكفارا)
مرگ له تندي په مذهب زما بهتردي
نه ژوندون ددونهمتوپه اوبو
مننه له تولو لوستونكو څخه.
سلامونه اونيكي هيلي مي ومني.
ددي ستراتيژيك ترون تولي مادي دافغانانوپه تاوان دي زماپه اندكه هرافغانددي لاسليك موافق وي هغه به افغان نه بلكي ملي خاين وي دكرزي صاحب او دكابيني خڅه دنوح(ع) قوم جورشوي چي نهنيم سوه كاله تبليغ ورته وكري نه اصلاح كيژي نوراځی چي كومه دعا نوح(ع)خپل قوم ته كري وه چي دهغي دعا په قبليدو سره دهغي قوم اللهتعالي كن فيكون كر موژ هم دغه دعادوخت سركش ظالم غلام بادشاپه حق كي وكرو هغه دا چي (رب لاتذر علي الارض من كافرين ديارا انك ان تذرهم يضلوعبادك ولايلدو الافاجرا اوكفارا)
مرگ له تندي په مذهب زما بهتردي
نه ژوندون ددونهمتوپه اوبو
مننه له تولو لوستونكو څخه.
سلام او احترام و ټولو لوستونکو ته وږاندی کوم او بیا وایم چه د احمدشاه بابا لمسی او د میروس خان کړوسی به هیخ کله هم وداسی یوه قرار داد ته غاړه کښی نه ږدی چه اوس دا حلقه به ګوشه یی کوی. او وایی چه ما د امریکایانو لاسونه او بښی ورتړی دی . او بله خبره بیا شرمیږی چه ووایی چه هغوی په تړلو لاسو زما مردکی (….) په تلکه کی را بندی کږی دی.