پرون د می د مياشتي پر ۱۴مه نېټه د امريکا په سنا کي د بهرنيو اړيکو د کمېټې مشر جان کيري افغانستان ته په رسمي سفر راغی ، نوموړي افغانستان ته د راتګ سره سم د بلخ له والي عطامحمد نور سره ليده کاته وکړه او ددې ولايت د امنيتي او باجوړوني پرمختيايي پروژو څخه هم ليدنه کتنه وکړه او تر هغه وروسته بيا ماښام وخت له مزارشريف څخه کابل ته د ولسمشر کرزي د ليدلو لپاره راستون سو .
د نوموړي دې عمل په سياسي ډګر کي يو شمېر پوښتني رامنځته کړې چي په سيمه کي د مهمو سياسي پېښو څخه وروسته په لومړي ځل يو لوړ پوړﺉ امريکايي مشر له افغانستان څخه د ليدلو پر مهال ولي د ولسمشر سره تر ليدلو مخکي د هغه د يوه والي سره ليدنه کتنه وکړه په داسي حال کي چي پر عطامحمد نور د تېرو ولسمشريزو ټاکنو راهيسي تور دﺉ چي د ولسمشر کرزي سرسختی مخالف دی او حکم يې نه مني ، د بلخ والي د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال په زغرده پر ولسمشر حامد کرزي نيوکي وکړې او د هغه د سيال ، نظار شورا د پاته شوني او شمالي ټلوالي د يوه مخور ډاکټر عبدالله عبدالله لپاره يې ددولت د ټولو امکاناتو څخه په کار اخستنه ننګه او ملاتړ اعلان کړ .
تاسي درانه لوستونکي دې موضوع ته څنګه ګورﺉ ، ستاسي په نظر په سيمه کي د اسامه بن لادن تر مړيني وروسته په داسي حال کي چي په لراوبر افغان وطن کي پښتني سيمي هره شپه او ورځ د ناټو او ايتلاف لخوا په بمونو سوځول کېږي ، ماشومان او سپين ږيري يې ګور ته او ځوانان يې زندانونو ته اچول کيږي خو په مقابل کي د يوه لوړ پوړي امريکايي چارواکي سفر يوه داسي ولايت ته چي والي يې نه يوازي د خپل هيواد پر اکثريت اوسيدونکو پښتنو باندي د زړه سوي اظهار نه دی کړﺉ بلکي نړيوال هڅوي چي د پښتون مېشتو سيمو د بياجوړوني فنډونه دي شمالي ولايتونو ته ورکړه سي ځکه چي د پښتنو په سيمو کي امن نسته او په رسمي خبري ناسته کي د ډيورنډ کرښي رسمي منل غواړي څه معنا لري .
عطامحمد نور د روسانو پر وړاندي د جمعيت ګوند غړﺉ و خو د ۲۰۰۱ کال د امريکايي بريدونو له پيل څخه نظار شورا او شمال ټلوالي ته د امريکايې بې شمېرو مرستو او واک په ورکولو سره د افغانستان په مهمو دولتي چارو کي واکمن پاته سوی دی .
له ټولو درنو لوستونکو هيله کوو چي خپل نظر او تبصره د قلم عفت په ساتلو سره ثبت کړي .
په حقيقت کي تر ګل اغا شېرزي او عبدالجبار نعيمي وروسته عطا محمد نور د افغانستان د واليانو په کتار کي تر ټولو ممتاز والي ځکه بلل کيدای سي چي د خپل ولس اوخلکو لپاره يې خدمت کړﺉ دی ، په نورو سيمو کي واليان يوازي خپلو ګټو ته ګوري خو دلته والي د خپلو ګټو تر څنګ خپل ولايت ته د امنيت او بيا رغوني په برخه کي پام وړ خدمت کړی دی ، بله خبره دا چي زموږ د سيمو د واليانو په پرتله عطامحمد نور او ډله يې د امريکا او لويديځ سره په سياست پوهيږي او دې ته يې واداره کوي چي لوړ پوړي چارواکي لومړی له دوی سره وګوري .
اسدالله خالد غوندي چاراکی چي همېشه په اخلاقي فساد کي غرق وي کله کولای سي چي د غزني ولس ته سوله ، امنيت او کار پيدا کړي ؟!؟!؟
و مو کتل چې د پښتون په بې ایتفاقۍ کې څه څه نه کیږي
Americans have their own interests and point of views, they did not come to really rescue this country from the the misseries of the past wars and blood shed, they invaded Afghanistan the quell the emotions of their people after 9/11 as an act of revenge, but the circumstances drugged them down in the quagmire of Afghanistan and caused them money and blood. Now they are looking for power brokers, they of course are well aware of Atta's connections with other regional powers, Atta and others are the political prostitutes whoever pays more they go in bed with him. America is looking for an exit and try to bring stability in the country by these chieftains and kingpins . We have been suffering from the lack of real, brave and patriotic nationalistic leaders, All war lords, Pashtoons and others are the servants of the foreign powers. I am to some extent aware of the American intentions and their plan to dividing the country in two power basis , Taliban and others to please Pakistan, Iran, Saudi Arabia and Turkey and facilitate their withdrawal.
dear afghans leave the pakhtoons topic , pakhtoons need money, pakhtoons need post, pakhtoons need his own interest, pakhtoons hate school, edocations is haram in pakhroons society specially for women, pakhtoons taking their women for punjabis immegration id card but not to elect and vote for their future.
dear afghan brothers stand all togather and say no to fascism .protest for ur rihgts this country is the heritage of afghan or pashtun .with respact bahram london.
ګرانو لوستونكو سلامونه اونيكي هيلي
دا خو ثابته خبره ده چي عطا محمد نور دامريكا يو ښه لاسپوڅي دپښتنو يو تكړه دښمن او امريكا ته يو منلي شخص او دامريكا دغوښتنو يو ښه تطبيق كونكي دي ټولو ته ښه معلومات شته د ي چي په تيرو پارلماني انتخاباتو كي يي دپښتنو په سيمه كي يا په هغه ولسواليو كي چي پښتون قوم ميشت دي څه وكړل تا سي به له بلخ ،چاربولك ….او نور و ولسواليو كي خپل خلك ليژلي او دطالب په نوم يي جنګ شروع كر. كله چي درايي شميرلو ورځ راغلله نو دا يي اعلان كرل چي په دذكر شوو ولسواليو كي امنيت نه وو بايد رايي باطلي اعلان شي او همداسي وشول تر ټولو معلومه خبره داده چي امريكادپښتنو دښمنه او عطا نور يي هم دښمن دي نو ځكه دواړه يو ځاي شوي دي وايي دسپيو كور په كور بدي اوخوار مسافر ته يي لار يوه ده دوي هم هماغه سپي دي اوخوارو پښتنو ته يي لار يو ه ده
پښتون وردګ
د ټولو څخه مخکی سلامونه او نيکی هيلی و ټولو درنو لوستونکو ته!
په لمړی قدم کی بايد داسی ووايو چی عطا محمد نور د بلخ والی ايا په خپل ولایت کی د پام وړ د بيا رغونی چاری تر سره کړی او که څنګه؟ تر کومه چی زما معلومات دی د مزارشريف په ښار کی د پرمختګ ښی بيلګی تر سترګو کيږی، امنيت يی هم ويلای شو چی د ډاډ وړ دی. دا ټوله مثالونه موږ کولای شو چی د يوه تکړه والی با کفايتی په ثبوت ورسوی. پاته سوه د ډيورنډ خبره هغه د لمر نه روښانه خبره ده چی هغه د افغانستان هغه د بدن برخه ده چی بيلول يی د هيڅ چا په وس کی نه ده، که داسی نه وای ، د طالبانو د اسلامی امارت مشر ملا محمد عمر به دا خبره د پاکستان سره منلی وای هغه هم په داسی حالاتو کی چی د پاکستان سره يی ډيری نژدی ستراتيژيکی اړيکی هم لرلی.
نو زما په اند نن ورځ هغه والی د برياليو واليانو په کتار کی راځی چی ولايت يی د امنيت له لحاظه او د بيارغونو د چارو له لحاظه او د خلکو د ژوندانه ډاډ له لحاظه دډاډ او اطمينان وړ وی.
په مننه
د ټولو څخه مخکی سلامونه او نيکی هيلی و ټولو درنو لوستونکو ته!
په لمړی قدم کی بايد داسی ووايو چی عطا محمد نور د بلخ والی ايا په خپل ولایت کی د پام وړ د بيا رغونی چاری تر سره کړی او که څنګه؟ تر کومه چی زما معلومات دی د مزارشريف په ښار کی د پرمختګ ښی بيلګی تر سترګو کيږی، امنيت يی هم ويلای شو چی د ډاډ وړ دی. دا ټوله مثالونه موږ کولای شو چی د يوه تکړه والی با کفايتی په ثبوت ورسوی. پاته سوه د ډيورنډ خبره هغه د لمر نه روښانه خبره ده چی هغه د افغانستان هغه د بدن برخه ده چی بيلول يی د هيڅ چا په وس کی نه ده، که داسی نه وای ، د طالبانو د اسلامی امارت مشر ملا محمد عمر به دا خبره د پاکستان سره منلی وای هغه هم په داسی حالاتو کی چی د پاکستان سره يی ډيری نژدی ستراتيژيکی اړيکی هم لرلی.
نو زما په اند نن ورځ هغه والی د برياليو واليانو په کتار کی راځی چی ولايت يی د امنيت له لحاظه او د بيارغونو د چارو له لحاظه او د خلکو د ژوندانه ډاډ له لحاظه دډاډ او اطمينان وړ وی.
په مننه
امریکایان یوازې هغه کسان د غلامۍ لپاره مني چې هیڅ ډول شخصیت خاوند نه وي او ډیر افغانان یې وژلي وي. دا ټولو ته ښکاره ده چې د عطا په شان خاین او بدنامه کسان به نور څه غواړي؟ دا خو هماغه کسان دي چې له روسانو سره یې هم ملګرتیا درلوده او امریکایان خو لا بیخي ښه خلک دي. یوازې پخپله کرزی ګرم دی چې د نظار شورا دې لنډه غرانو او لوچکانو ته یې لوړ دولتي پستونه وروبښل ترڅو خپل واک وساتي خو له بده مرغه اوس همدغه لنډه غران د کرزي ورکولو ته لار هواروي.
د جان كيري له سفره جه مخامخ مزراشريف ته شوي دير ي بدبوي له حانه سره لري او له لاندي خو نقطو خخه خالي نه ده (1) دا جه امريكا غواري كرزي او بشتنوته نوي سر خوزي بيداكري (2) دوهم داكه امريكا دا كمان كوي لكه خرنكه جه دامريكا بخواني سفر جه به هند كشي وه دا ويلي وه جه دافغانستان دحل لاره دافغانستان تجزيه ده نو كمان كومه جه يوه ستره تيروتنه به وي دامريكايانو (3) دا ثابته وي جه امريكا به افغانستان كشي دجنكي جنايت كارانو ملاتر كوي او جنكسالاران تقوي كوي (4) دا جه دير ضعيف اتكل ده جه كيداي شي جان كيري عطا جنكسالار ته كوت خندنه كري وي جه هغه لوبه جه دمزار به مظاهرو كشي وشوي او تر شاه يي عطاء وه بايد تكرار نكري كنه نور به دي دلته دوالي به توكه باتي نشي
به درناوي
عبد الرحيم خان بكتياوال
سعودي عربستان – جدة
ګرانو لوستونکو سلامونه او نیکی هیلی
دی کښی شک نشته چی عطامحمد نور یو وتلی امریکایی لاسپوڅی دی . دا کومه نوی خبره نده چی یو بهرنی چارواکی دی اول د نوراشخاصو سره ګوری بیا د ولسمشر کرزی سره ، څو ځلی به تاسو اوریدلی وی چی ډیر بهرنی لوړپوړی چارواکی اول د عبدالله خان سره وینی بیا د دولتی چارواکو سره. ستاسو به په یاد وی چی څه موده مخکی نیویارک ټایم ورځپاڼی خبر وکړه یوه لویه پیمانه افغان دولتی چاروکی د امریکایی څارګری اداری معاش خواره دی . نو بیا د سوال کولو لپاره به کوم ځای نه وی پاتی؟ هر څوک چی د چا نه معاش اخلی مجبور او مکلف دی چی راپور هم ورکړی. نو عطامحمد نور باید چی امریکایی سناتور جان ګیری ته د خپلو کړنو او پښتنو وژنو راپور وړاندی کړی. هر سړی د پښتون بچی د سر دښمن دی ، راځی چی خپل پښتانه نور د خلاصون په لور رهبری کړی او هغه دا چی خپلو بچیانو باندی تعلم ورکړی ترڅو په خپلو بښو ودریږو. نړی مننه
Dear all,
Please for God Sake.dont bring your onw opinions and thinking here nagatively.
and donst point even all,that they are working for americans,you may know there are somany afgghans they are still and will work for their contry.and if some one you know he is not working for his or her contry please make them carefully and teach them.
only Objections are not the solutions of our problimes.
thanks
dawood.
Dear all,
Please for God Sake.dont bring your onw opinions and thinking here nagatively.
and donst point even all,that they are working for americans,you may know there are somany afgghans they are still and will work for their contry.and if some one you know he is not working for his or her contry please make them carefully and teach them.
only Objections are not the solutions of our problimes.
thanks
dawood.