”ښه نو تا ورته څه وواییل ”
”څه می ویلی وای… شاو خوا ټول مشران او بډایان وو. هغو په خپلو کی خبری کولی له ما چا پوښتنه هم ونه کړه ”
”نو ته می د څه لپاره لیږلی وی ”
”ما ویل چی ما ته به وخت راکی یا به له ما څوک وپوښتی خو نه چا له ما وپوښتل او نه یی راته وخت راکړ”
”خدای دی انصاف درکړی ته خو اوس ماشوم نه یی ځوان سړی یی دومره به دی خو سوچ کړی وای ”
“ وه ښځی نو څنګه می کړای وای؟”
“نه پوهیږم خو که پلار دی وای یا به یی د مشرانو خبره قبوله کړی وه او یا به یی په زور تری حق اخیستی وو ”
“ما ته خو هیچا وخت رانه کړ، که ځه هم چی دو ځله جګ شوم خو د خان زوی کښینولم”
“ځه ځه … معلوم یی … ته هم ځان ته پښتون وایی… رښتیا یی ویلی دی… خو خیر”
ځوان چی د ښځی پيغورنه واوریدل نور نو یی په کور کی تمول آسان نه وو. د ښځی له خبرو سره یی وینی په جوش شوی او ټوپک یی په اوږه وا چاو. په نا څرګنده خوا له کوره ووت. ښځی دا ګمان کړ چی خاوند به یی ماښآم کور ته راشی خو ماښآم لا نه وه شوی چی کوم کس خبر ورکړ چی خاوند یی د خان ځوی او د هغه دری کسه انډیوالان مړه او ټوپک په اوږه په دښمنی پيل وکړ
ښځه د خبر له اوریدو سره سر په زنګون کیښود او له ځان سره یی ویل
“دا ټول زما له لاسه وشو… اوس نو خدای خبر که بیا یی مخ هم وګورم”